رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
یو وخت د دې امت داسې رعب او دبدبه وه
غښتلی او زړور صحابي ضرار ابن الازور رحمه الله چې به کله د جنگ ډگر ته ښڪته شو نو خپلې جامې به یې وویستلې ویل به یې بیا به د اسلام دښمنان وايي چې د تورو، غشو او خنجرونو له ډاره یې تر جامو لاندې زغره اغوستې ده.
ڪله چې به جگړه پیل شوه نو د ددښمنانو په صفونو ڪې به یې لیڪې ویستلې او مخې ته یې څوک نه شو راتللی.
عمر بن خطاب رضی الله عنه چې کله د هجرت اراده وکړه نو حرم شریف ڪې یې دوه رکعته لمونځ وڪړ بیا هلته د بیت الله شریف تر څنگ د مشرکانو د ناستو مشرانو څنگ ته ورغی، و یي ویل:
ښه راته وگورئ عمر یم او مدینې ته روان یم، که په تاسو ڪې څوک غواړي چې مور ورباندې بوره شي، نو له دا مخامخ غونډۍ نه هاخوا دې په ماپسې راشي.
د مشرڪانو مشران خپل منځ ڪې وبنگیدل ویل یې: پریږدئ چې له دې سړي نه خلاص شو دا خو مونږ ته لوی سر درد دی. همغه و چې له ډاره یو مشرک هم ورپسې ولاړ نه شو.
عمر رضي الله عنه په ښکاره هجرت وکړ او نورو صحابه کرامو د احتیاط لپاره په پټه توگه هجرتونه وڪړل.
تاریخ لیڪي د صلیبـــ...بي جگړو پرمهال به صلیبـــــیانو ویل:
د صلاح الدین ایوبي ڪمانډویان دومره خطرناڪ دي چې مرگ هم له دوی څخه ډاریږي.
.
مثنی بن حارثه الله هغه مسلمان چریکي او گوریلا مجاهـــ....ـد و چې د کسری امپراطورۍ ڪې به د شپې مهال غیر مسلمو خپل بچیان د هغه په نوم ویده کول.
داسې یو مجاهد و چې د محدود ملگرو په ملتیا یې د ټولې امپراطورۍ خوبونه حرام کړي وو.
محمد ابن قاسم بیا هغه کم عمره غازي و چې هندوانو به هم ورته دیوتا ویلو.
هغه په ۱۷ ڪلنۍ ڪې پر سندهـ حمله وکړه او مسلمانې اسیرانې یې د راجاگانو له اسارت څخه وژغورلې.
فکری ــ اعداد
#الاقصي_میډیا
اسلامي امارت د پاکستان له لنډمهالي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د راایستلو په هکله پر خپلې پرېکړه بیاکتنه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د لنډ مهالي حکومت چلند د منلو وړ نه دی.
#بهرني_خبر:
د راپورونو له مخې؛ د ایټالیا وینیس ښار ته نږدې د یوه بس ټکر له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
راپورونه زیاتوي، د دغې بس ډېری سورلۍ اوکرایني وګړي وو چې د تفرېح لپاره لېږدول کېدل.
دخپلې خوښی موضوع ته داخل شۍ????
جنوبي #وزیرستان کې په پوځي #کاروان برید ترسره شو
تېره ورځ د ډېره #اسماعيل خان ولايت د جنوبي وزیرستان په درابڼ ولسوالۍ کې اتلو مجاهـ ـدینو له لوري د يو کمين پر مهال #پاکستاني فوځ په يو کاروان برید ترسره شو، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر پوځيانو ته درنه مرګ #ژوبله واوښته خو کره شمېره يې نده ترلاسه شوې.
په دغه برید کې څو پوځي #موټر هم په سرسري توګه تخریب شول.
په #پاکستان کې د ناامنیو، هدفي وژنو، د هیواده د کدرونو وتلو کې زیاتوالي راغلې❗
د #پاکستانې رسنیو د راپورونو په اساس د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ څخه تر جون میاشتي تر اوسه ۱۵ زره #انجینران، ۱۵۸۳ #ډاکټران او شاوخوا ۱۴۰۰ د #آي_ټي_ماهرین له #هیواده وتلي، دغه راز پدي وروستیو کې په #پاکستان کې او خصوصا په #خیبر_پختونخوا کې هدفي وژنو زور اغستي،
دغه راز ګڼ شمیر نورو متخصیصینو هم هیواد پريښودي!
همدا شیبه د ختـیځ زون هـوايي ځـواک شازلـمي د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په ولسي وګړو د ازادۍ ورځې په مناسبت لۀ الوتکو ځانګړي پیغامونه او ګلان شیندي.
د امـربالمـعروف وزارت:
په تېر يوه کال کې مو ۵۷۰ واړه هلکان له نـظامـي ليکو څخه ويستلي او مدرسو ته مو معرفي کړي دي.
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago