رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 Monate, 3 Wochen her
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 Monat, 3 Wochen her
د #ازبکستان د بشري مرستو دوهمه الوتکه هم #کابل ته راورسېده.
په دغه الوتکه کې ۳۲ ټنه خوراکي توکي او درمل راوړل شوي چې د #پکتیکا او #خوست پر زلزله ځپلو کورنیو به ووېشل شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دومین هواپیمای کمکهای بشردوستانه #ازبکستان نیز وارد #کابل شد.
این هواپیما حامل 32 تن غذا و دارو بود تا بین خانوادههای زلزلهزده در #پکتیکا و #خوست توزیع شود.
مسئله : د قربانۍ وخت: په هغه کلیو او ښارونو کې چي د جمعې او اختر لمونځ جائز وي، هلته د اختر د لمانځه څخه مخکې قرباني کول روا نه دي، قرباني باید د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته وشي، که چا د اختر د لمانځه مخکې قرباني وکړه ،نو هغه باندې دوهم ځل قرباني کول لازم دي، البته په کوچنیو، کوچنیو کلیو کې چې هلته د جمعې او اختر لمونځونه نه کېږي، نو دغه خلک د لسم تاریخ ( د لوي اختر د لومړۍ ) ورځي د صبح صادق څخه وروسته قرباني کولی شپ او همدارنګه که د څه عذر په وجه د اختر لمونځ په لومړۍ ورځ ادا نه شو، نو د اختر د لمانځه د وخت د تېرېدو څخه وروسته قرباني کول صحیح دي (درمختار،بدائع).
په چین کې د ا.ا. امارت د سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو د وزارت د اسیایي څانګې له معاون چین سونګ سره ولیدل. په ملاقات کې په سیاسي، دیپلوماتیکو او بشري موضوعاتو خبرې وشوې.
چین سونګ بیا یادونه وکړه چې په دې سخت وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او ډیر ژر به ددوی د بشري مرستو لومړنۍ جوپه افغانستان ته ورسیږي. نوموړي وویل چې د نورو مرستو ترڅنګ د چین د شینجیانګ ایالت ولایتي حکومت هم د افغانستان د زلزله ځپلو سره یو ملیون چینايي یوانه مرسته کوي.
د سفارت سرپرست د زلزله ځپلو سره د چین د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د ۵۰ ملیونو چینايي یوانو، د چین د سره صليب لخوا د ۲۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو، د میس عینک پروژې د قراردادي چینايي شرکت لخوا د ۲۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو او د چین د شينجيانګ ایالت د ولایتي حکومت لخوا د یو ملیون چینايي یوانو
د مرستې له امله مننه وکړه او چینايي لوري ته یې ډاډ ورکړ چې یادې مرستې به په شفافه توګه زیانمنو خلکو ته ورسیږي.
په شته نظام شکر ويستل په کار دې او د لاسمون لپاره هڅي ضرور دي او من حيث د نظام چې دلته مختلف قومونه مختلف فکرونه ژوند کوي لوړ فکر او پراخه سينه خپلول په کار دې ان شاء الله نور هيڅ مشکل نشته
د پوليو واکسين څلورم پړاو نن د هرات د والي، د روغتيايي سکټور د مسوولينو، د حج او اوقافو رياست د استازي، د اطلاعاتو او کلتور رياست د استازي او د دغه ولايت د يو شمېر مشرانو په شتون کې پرانيستل شو.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار وايي، سیمه ییزه اداره د روغتیا په برخه کې د پولیو واکسین د تطبیق لپاره هر ډول هڅې کوي.
شیخ اسلام جار زیاتوي، چې د هرات سیمه ییزه اداره په داسې حال کې، چې د روغتیا سکټور د پروګرامونو ملاتړ کوي، له دغه سکټور سره د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره کار کوي.
د هرات والي هم له خلکو سره ژمنه وکړه چې اسلامي امارت د اقتصادي ستونزو د حل، امنیت، روغتیا په برخه کې پلانونه لري او په کار ده چې د ولس په همکارۍ په هېواد کې شته ستونزې هوارې کړي.
شیخ اسلام جار ټینګار کوي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل ترڅنګ د امنیت د تامین لپاره پراخ پروګرامونه په لاره اچولي، چې له مخې به یې په هېواد کې امنیت ښه شي.
خو د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې د واکسين څلورم پړاو به سبا دوشنبه پيل شي او تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.
د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر اصف کبیر وايي، چې په دې موده کې به په ټول هرات ولایت کې ۷۲۰ زره ماشومان دوه څاڅکي واکسین شي.
ښاغلی کبیر وايي، روغتیايي ډله هڅه کوي چې په احتیاط سره ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي، ځکه په ماشومانو کې د ویروس د خپریدو خطر لا هم زیات دی.
د هرات د عامې روغتیا مرستیال وايي، ماشومانو ته د واکسین د رسولو لپاره ۵۰۰۰ کسان کار کوي او دا به تر صفري نقطې پورې په ټولو کلیو او لیرې پرتو ولسوالیو کې تطبیق شي.
ښاغلى کبير وايي که څه هم په تېرو دوو کلونو کې په هرات کې د پوليو کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، خو د عامې روغتيا رياست ته په کار ده چې د واکسين د تطبيق پروګرام په ټولو سيمو کې په منظم او دقيق ډول پر مخ يوسي.
په همدې حال کې د هېواد په لوېديځ کې د واکسيناسيون مسوول وحيد رحماني وايي چې د هرات په څېر دا مهال د هېواد په لوېديځ کې هم واکسين تطبيقېږي او دا ځل به په ټوليز ډول ١.۱ ميليونه ماشومان واکسين شي.
ښاغلی رحماني وايي، د هېواد په لوېدیځ کې د واکسین د تطبیق پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او ټولې سیمې د واکسین له پیل مخکې په نښه شوي دي.
د دغه ولايت په لوېديځ کې د واکسيناسيون مسوول زياتوي چې په ژمي کې د غور ولايت د سختې يخنۍ له امله د واکسين په تطبيق کې ستونزې لري، خو د پسرلي په څو پړاوونو کې د غور په ټولو سيمو کې واکسين تطبيق شوى دى.
له بلې خوا د هرات د حج او اوقافو استازی مولوي سيد احمد حسيني وايي چې د ماشومانو د واکسين په تطبيق کې بايد حکومت او خلک همکاري وکړي.
والدین باید د روغتیایی ټیم سره کار وکړي ترڅو خپلو ماشومانو ته واکسین ورسوي ترڅو هیڅ ماشوم په غیر ارادي ډول په ویروس اخته نشي او ویروس نورو ته انتقال نشي.
مولوي حسيني زياتوي چې په دې ناوړه اقتصادي شرايطو کې د روغتيا رياست ګرځنده ټيم هڅه کوي چې ماشومانو ته واکسين کور په کور ورسوي او په دې برخه کې ميندې او پلرونه مکلف دي چې له روغتيا رياست سره همکاري وکړي.
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 Monate, 3 Wochen her
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 Monat, 3 Wochen her