پښـتــو ژبه او ادب✨

Description
┈┉✿•༻٭?٭༺•✿┉┈
د پښتو ژبې به څوک وکړي روزنه
چا ته لاړ شمه د چا وکړم پوښتنه
┈┉✿•༻٭?٭༺•✿┉┈
ښه راغلاست !??
پر دې پاڼه یوازې په پښتو ژبه نشرات کیږي!
لکه ?
? کتابونه ?
?شعرونه ?
?دادبیاتو د پوهنځي مربوط درسونه ?
?ژورې خبرې او پندونه ?
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

1 year, 3 months ago

*?*✨?

نن له پرون خفه، پرون له هغه بلـې ورځې..!!
ما چې د ګوتو په حساب، حسابولې ورځی..!!

???

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯**

1 year, 3 months ago

??

**چې کټ مې واخلي په اوږو ، ارمان به هلته وکړې''
چې کړې ژړا په سترګو سرو ، ارمان به هلته وکړې''

چې مې مزار ته کړې اوچت دواړه جوړه لاسونه!
خوله دې شي بنده په سلګو ، ارمان به هلته وکړې''

چې مې غمونه میلمانه شي ستا دزړه په کور کې!
چې شم دریاد په نیمو شپو ، ارمان به هلته وکړې''

چې مې دفن په خړو خاور کړي ملنګه ځواني!
ټکان چې واورې دبیلچو ، ارمان به هلته وکړې''

چې د راتګ په انتظار کړې شپې او ورځې تیرې!
امکان مې نه وي دراتلو ، ارمان به هلته وکړې''

د''قیس عمر'' خبره هم ساته یادګار په زړه کې!
چې شي پناه په هدیرو ، ارمان به هلته وکړې''

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯**

1 year, 3 months ago

**?*✨?

عمـر څه دی خو یو فصل دی روان دی
دیو څو ورځو سپرلی دی بیاخزان دی

ګـهـیځ څڼــو کــې تازه مازیګــر مـړاوی
پــه اوږو دې رژیــدلـی دی ریـحـان دی

د ځـوانـۍ یادونـو وخـوړمه زوړ شـوم
لاپه زړه کې مې دبیا ځوانۍ ارمان دی

ستا دحسن وار بــه تېــر شي کــبرجنې
پیغلتوب تـه که دې هرسړی حیران دی

څه مـراد د نا مـرادو زړه کـې هم شتـه
درته ووایې چې ځه خدای مهربان دی

ماشومتوبـه ستا بـې تاجه پاچاهـی ده
دمـور غـېږه لکه تخت د شاه جهان دی

عبادت د ژونـد مقصد دی کـه پـوهـیږې
نور ځواني ده که پیري ده امتحـان دی

که دا ګــونګـې هـدیرې خـبرې نـه کـړي
نـو ژوندو ته د عبرت پـوره داستان دی

لپه لاس یې دمزارشناختو ته ناست یم
دامې ورور دغه ابۍ دامې پلارجان دی

وږې ځمکې چې ټول وخورې نه مړیږې
وږې ځمکې کاتب هم مري در روان دی

کاتب شاه کاتب

۱۴۰۰/۲/۲۶ کونړ

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯***

1 year, 3 months ago

?

***بیا سهار شو لمر رواخته په غرونو!!
بیا به ولویږو له کومو ګړنګونو؟!!

بې وسي ده خفه مشئ ارمانونو!
زه لاچاره یم ما وبښئ ګلونو!

چا رنځورې سترګې راوړلې محفل ته
اوس د خدای مل شي د روغو روغو زړونو!!

نـــه له خپلــو شکستونو تجربه شوم
نه مې زده کړه څه له ډېرو کتابونو!

اوس خو رزق پسې ورک یم په ملکونو
یو وخت ستاسو په عشق غرق ومه انجونو!!

مونږه څه کوو!! او دوی راسره څه کا
تو لعنت شه د یارانو په نیتونو!

تر سبا به زه ژوندی یمه که نه یم!!!
تا وعده راسره وکړه د کلونو!!

یو برباد ماښام خوشبینه! ستا په نوم شه
یو ساقي دې علاج وکړه د زخمونو!

آصف خوشبین
╭═✦✿
?**?*?✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯

1 year, 3 months ago

**?

ورور ته د بل ورور خبره نه کوو
مونږه کور په کور خبره نه کوو

مونږه يو معيار د مساوات لرو
دا د سپين او تور خبره نه کوو

نرم خوږ خصلت د خوشبويۍ لرو
ستا غوندې په شور خبره نه کوو

هر وختې مو ځان مظلوم ګڼلی دی
هيڅکله د زور خبـــــره نه کوو

مونږه په قيامت باندې ايمان لرو
دومـره ژر د پور خبــره نه کوو

مونږه افتخار په خپل تاريخ کوو
چاته د پېغـور خبـــره نه کوو

ژبه مو د لطف په مدار څرخي
واورې ته د اور خبـره نه کوو

واک غواړو مفتونه په تمام جهان
مـونږه د يو لـور خـبـره نه کوو

اکرام الدین مفتون

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯**

1 year, 3 months ago

**راځئ چې د کامیابو اشخاصو ژوند لیک ولولو .

جک ما د زیاتو ناکامیو وروسته یو کامیاب شخص وختی .
خو دا څنګه ؟!

د جواب لپاره (هیڅکله مه تسلیمیږه ) کتاب مطالعه کړئ ډیر جالب او ګټور کتاب دی .**

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯

1 year, 3 months ago

?

**‏چاته نه وایم چي درد لرم ځورېږم..!!
دغه یو غرور د غره لرم په زړه کي..!!

??*?*

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯

1 year, 3 months ago

?

***څوک به مې جوړ کړي د وحشت غمو ځپلی یمه
افــغـــانستـــان یــم نـړیـدلــی دردیــدلــی یـمــه

پـه هـر ګـوټ ګـوټ مـې پراته دی غیرتمند اتلان
چا هم سر قربان کي چـا بیا زه خـرڅ کـړی یمـه

لرم میرویس او احمدشاه غوندي بچی په غیږ کې
خــــاوره وم زه د مېـړنـــو اوس زورېـدلــی یـمــه

پـه شنـو بـاغـو مـې را چاپیر سول د خزان بادونه
د پسـرلـی ګـل یـم پـه غټـۍ کـې رژیــدلـی یـمـــه

زړه کــې مـې کیږی هـر ورځ درنې درنې چاودنې
غـمخــوار مــې نشتــه ګـاونـډیـانـو ژړولــی یـمـه

د جنګ ډګر سومه پردي مې تماشې ته ناست دي
د مینې کــور د آغــا نـور یمــه وران شــوی یمــه

اغانور دلسوز***

╭═✦✿?*?*?✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯**

1 year, 3 months ago

**?

?همت نارینه دی !

د اسلامي امت په اتفاق سره د الله تعالی د کتاب نه وروسته صحیح کتاب (صحیح البخاری) دی ، امام بخاري له کوچنیتوب نه د همت په  روحیه ژوند تر سره کاوه ، همدا یې د لوړ او نارینه همت ستره لاسته راوړنه ده چې کتاب یې له قران کریم وروسته درجه کې ځای لری.

╭═✦✿???✿✦═╮
? @pasto2 ??✮ 
╰═✦✿???✿✦═╯**

1 year, 4 months ago

که غواړی چې چینل مو پرمختګ وکړي او وخت پروخت تاسو ته تبادلې هم وشي نو له مونږ سره په لیست او اتحادیه کې اشتراک وکړی
هرڅوک کولای شي زمونږ په لیست کې ګډون وکړي دا لیست د هرچا لپاره ده
هر رنګه چینلان زمونږ د اتحادیې په لیست کې داخلیدلی شي کوشش وکړی لاندې ایډی ته پيام ورکړی
@Marhabamo

نوټ :—— درې ساعته هیڅوک حق نه لري چې لیست حذف کړي که چا له درې ساعته مخګې لیست حذف کړی وو د هغه چینل له لیست څخه ویستل کیږی .

راشی چې وخاندو
https://t.me/tooke1
شاعر متوکل غورماچی
https://t.me/+ov82xiaZRRIwYjk1

نن ټکی اسیا
https://t.me/nannCOM
ملګري داخل کړی او ټیلیفون وګټی
https://t.me/englishxc
الفجر خپلواکه اداره
https://t.me/Alfajar_313
د انګلیش زده کړه
https://t.me/englishbike
پښتو ژبه او ادب
https://t.me/pasto2
د مینې لاروی
https://t.me/wiehw

Telegramرًّاًُشُّیًّ چًّيًّ وًّخانًّدوًّ
چینل د افغانستان شریف ولس لپاره?

Telegram

رًّاًُُّشًُّیًّ چًّيًّ وًّخانًّدوًّ

چینل د افغانستان شریف ولس لپاره***😍*** #ټوکی #کلیپ #تصویر #گیف #عجایب***😅*** زمونږ هدف ستاسو خندا ده ***😘*** ***🇦🇫*** افغان ولس دیو بل په څنگ کی***♥️*** وخاندو او تل خوشحاله پاتی سو د تبادلې لپاره ***🆔*** @Marhabamo

که غواړی چې چینل مو پرمختګ وکړي او وخت پروخت تاسو ته تبادلې هم وشي نو له مونږ سره په …
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago