( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago
موسیقي په اسلام او ساینس کي (۳۲)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د منکر احادیث غلام احمد پرویز ځیني غلط عقائد په لاندي ډول سره دي:
۱: د ( او د ( د رسول ﷺ څخه مراد مرکزي حکومت دی(. معارف القرآن ،ج: ۴، ص: ۶۵۴)
۲: فرض لمونځونه صرف دوه دي نور نفل دي. (لاهوتی، طلوع اسلام، ص:۶۰، ۱۹۵۰م)
۳: حج یو بین المللي کانفرانس دی. (رساله قربانی از اداره طلوع اسلام)
۴: د لوی اختر په ورځ لس کروړه سر مایه ضایع سي. (قرباني وسي) (اداره طلوع اسلام، ص: ۱، ۱۹۵۰م)
۵: احادیث صرف یو تاریخ دی بلکي حجت نه دی. (اسلم جیراج پوری، طلوع اسلام ص: ۷۳، نومبر: ۱۹۵۰م )
۶: نه پر احادیثو زما ایمان دی او نه داسي حکم سویدی چي پر احادیثو ایمان راوړئ.
(اسلم جیراج پوری، طلوع اسلام ص: ۱۷، ۱۹۵۰م )
۷: د احادیثو ټوله لړۍ د عجمو فتنه ده، چي دوی ورته شریعت وايي. (پرویز طلوع اسلام ص: ۷/ ۱۹۵۱)
۸: صرف خنزیر، بهېدونکې وینه او په غیر ( سره ذبح سوی حیوان او مردار حیوان حلال نه دي نور ټول حلال دی، لکه سپی، خره، پړانګ، موږک او داسي نور... (طلوع اسلام: ۱۹۵۲)
۹: د احادیثو چي څومري کتابونه دي لکه بخاری مسلم او نور، زما پر دې هیڅ یقین نه راځي چي دادي د رسول الله ﷺ الفاظ وي( طلوع اسلام ص: ۲۹و اکتوبر ۱۹۴۹/ شخصیت پرستی از پرویز)
۱۰: هر مسلمان پخپل وخت کي د خپلې خوښې مطابق اوصول ټاکلای سي . (طلوع اسلام ص: ۲۶، اکتوبر ږ ۱۹۵۰)
۱۱: د زکات هیڅ اندازه نه ده ټاکل سوې له همدې کبله اسلامي حکومت یې خپله اندازه ټاکلای سي.
۱۲: حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت په اړه په انجیلونو کي بیان راغلی دی چي د حضرت داؤد علیه السلام له نسله ده د یوسف نجار په واسطه لهذا حضرت عیسی علیه السلام د یوسف نجار زوی دی.
نور بیا...
واټساپ: https://chat.whatsapp.com/ETHK5klpPtj44l5KztmgUr
تلګرام: https://t.me/islameducatio
سوال: زه په پوهنتون کي محصله یم، غواړم طب ووایم، او د خپل اولس د خویندو خدمت وکړم، په شریعت د دې حکم څه دئ؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
اسلام پر نر او پر ښځه باندي د تعیلم لاره پرانستې ده، که چیري تاسي د اسلام د اصولو او حدودو مراعت وکړۍ داسي تعلیم وکړئ چي د اسلامي امت د ښځو لپاره ګټور وي په دې کي هیڅ حرج نسته، په ځانګړي ډول سره طب چي نن سبا ډېر اړین او ضروري دئ، کله چي ښځه ناروغه سي نو تر نر ډاکتر یې و ښځې ډاکترې ته ورتګ ضروري دئ، کله د ښځې سخته ناروغې وي چي نر ډاکتر ته ورسي هلته بې ستره وي، چي تر نر ډاکتر که و ښځې ډاکترې ته بې ستره وي نو ګناه یې لږ ده، او کله د ښځینه ناروغانو ورتګ و نر ډاکتر ته ناوړه عواقب هم لري.
د کومو شرعي حدودو مراعات به کوئ؟
۱: بې ستري، بې پردګي به نه کوئ.
۲: د غیر محرم سره به تنها خلوت نه کوئ.
۳: له فتنو څخه به ځان ژغورئ.
۴: داسي تعلیم به نه زده کوئ چي هغه په شریعت کي حرام دئ، لکه رقص، موسیقي، جادو او نور...
۵: داسي تعلیم به نه زده کوئ چي د ښځې له فطري شریعت سره سمون نه خوري.
۶: د تعیلم د حاصلو په هکله به د ولي څخه اجازه اخلئ، د واده (نکاح) څخه مخکي د پلار بې اجازې کوم کار مه کوئ او د واده (نکاح) وروسته د خاوند بې له اجازې کوم کار مه کوئ.
۷: تعلیم په داسي پوهنتون کي مه حاصلوئ چي هلته مخلوط تعلیم (Co- Education) وي، باید نر بېل او ښځې بېلې وي.
۸: علاوه د عصري علومو څخه تر ټولو مخکي تاسي په اسلامي علومو ځان سمبال کړئ، دا ځکه چي دیني تعلیم هر انسان له فتنو او د شیطان د جالو څخه ژغوري.
(کتاب الفتاوی ټوک ۱، پاڼه: ۵۲۳/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله رحمانی- هندوستان، انوار الباري اردو شرح صحیح البخاري ټوک: ۵، پاڼه: ۱۳۳/ لیکوال: امام العصر علامه سید محمد انور شاه کشمیری رحمة الله علیه ، حقانیه ټوک: ۲، پاڼه: ۱۱۷)
واټساپ: https://chat.whatsapp.com/ETHK5klpPtj44l5KztmgUr
تلګرام: https://t.me/islameducatio
موسیقي په اسلام او ساینس کي (۳۰)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د احادیثو منکرین څوک او حکم یې څه دی؟
د مبارکو احادیثو څخه انکار له ډېره وخته راروان دی، چي که د تاریخ پاڼو ته ورسو نو لاندي غټو ډلو په مختلفو وختونو کي د مبارکو احادیثو څخه انکار کړیدی.
معتزله:
معتزله وو صرف اخبار احاد حجت منل او له متواترو احادیثو څخه یې انکار وکړ، معتزله وو د حشر نشر، د خدای پاک د رویت، جنت ، جهنم، عذاب قبر او داسي نورو څخه انکار وکی او حتی رخشند یې واهه، حافظ ابن حزم (۴۵۶ هق) فرمايي:
اهل سنت، خوارج، شیعه ، قدریه او ټولو د رسول لله ﷺ هغه احادیث چي د ثقه راویانو څخه به روایت وه قابل حجت یې منل، چي وروسته په لومړي هجري پېړۍ کي معتزله راغلل او هغو له اجماع انکار وکړ.
د معتزله وو لومړی بنسټ ايښودونکی واصل بن عطا وو چي د لومړۍ هجري پېړۍ په اخر کي راپورته سو او په دوهمه هجري پېړۍ کي حضرت امام شافعی رحمة الله علیه د انکار حدیث د فتنې سره سخته مقابله وکړه او هغه فتنه یې رد کړه.
یادونه: حدیث د نقل له پلوه پر دوه ډوله دی، متواتر حدیث او خبر واحد
متواتر حدیث: دا هغه حدیث دی چي د سند د ابتداء څخه تر اخري سند پوري دومري خلکو بیان کړی وي چي د درواغو امکان نلري، د متواتر حدیثو ماسوا نور ټول اخبار احاد دي، دغه بیا پر درې قسمه دی: مشهور، عزیز او غریب
مشهور: دا هغه حدیث دی چي درو یا زیاتو کسانو روایت کړی وي، یا تر درو زیات وي او تر لسو کسانو یې راویان کم وي، خو تواتر ته نه وي رسېدلی.
عزیز: دا هغه حدیث دی چي صرف دوو کسانو روایت کړی وي.
غریب: دا هغه حدیث دی چي صرف یوه شخص روایت کړی وي .
اخبار الاحاد دا هغه حدیثونه دي چي ځیني یې صحیح دي، ځیني یې حسن دي، ځیني یې ضعیف دي، ځیني یې منکر دی، ځیني یې شاذ دي او ځیني یې موضوعي دي.
(مصطلح الحدیث: ص: ۶-۸، الوسیط فی علوم و مصطلح الحدیث: ص: ۱۸۹، اثار الحدیث، ج: ۲ ، ص: ۱۲۸)
د احدیثو څخه انکار د نیچریانو:
ددې تحریک بنسټ ايښودونکی سر سید احمد خان وو، نواب اعظم یار جنګ او مولوی چراغ علی (۱۸۹۵ میلادي) کي دده شاګردان وه ، چي په اخر کي دوی معتزله جدید سول، له احادیثو څخه انکار، له جناتو او ملائکو څخه انکار او داسي نور...
اهل تشیع د احادیثو څخه انکار:
شیعه ګان د اهل سنت یو حدیث هم نه مني دوی خپل ځانته د حدیثو په نامه زخیره لری، دوی وايي چي موږ هغه حدیث منو چي راوي به پکښې ضرور شیعه وي، نور دوی صحاح سته یا کتب تسعه د احادیثو نه مني.
قادیانیان منکرین حدیث:
قادیانیان مطلق حدیث نه مني او کې مني دوی وايي چي موږ هغه حدیث د حجت په ډول منو چي د قرآن سره مطابق وي، حال داچي دوی قرآن کریم هم نه مني. (اثار الحدیث: ج: ۲، ص: ۳۹۹ – ۴۴۷/ لیکوال: ډاکتر علامه خالد محمود/ دارالمعارف )
یادونه: د قادیانیانو په هکله پوره معلومات زما په چاپ سوي کتاب (نړیوال سوالونه ځوابونه) کي وګورئ.
نور بیا...
واټساپ: https://chat.whatsapp.com/ETHK5klpPtj44l5KztmgUr
تلګرام: https://t.me/islameducatio
"له رسول الله ﷺ سره ٣٦٥ ورځې"
٨ ورځ
بركتي ماشوم
له هر چا ښکلی محمد صلی الله علیه وسلم له مکې څخه بېل شو. دایه او د هغه مېړه له ګل غوندې ماشوم سره د دښتې په لوري روان شول. خو په کمزوري خره او بې شیدو اوښ باندې به دومره اوږد سفر څنګه وي؟ په همدې فکرونو یې په لاره حرکت وکړ. لږ وروسته يې په مناسب ځای کې دمه وکړه.
ماشوم باید ښې شیدې خوړلی ترڅو ناروغ نه شي، د همدې لپاره باید حليمې ښه خواړه خوړلی، ترڅو ښې شیدې ولري. خو شیدې او خواړه به يې له کومه ځایه ترلاسه کړي وی. که چېرته زړې اوښې شیدې کړې وی حلیمه به څومره خوشاله شوې وی.
د حليمې مېړه حارث د زړې اوښې تي په لاسونو کې ونیول غوښتل يې شیدې ورڅخه ولوشي، که لږ هم وي دوی پرې راضي وو.
په حیرانتیا سره د اوښې له تیو څخه شیدې بهېدلی! باور يې نه کېده. په لوشولو یې پیل وکړ، لوښی له شیدو څخه ډک شو. په خوشالۍ سره یې خپلې مېرمنې ته غږ کړ: حلیمی دا ماشوم به ډېر برکتي او مبارک وي! حليمې په هیله منو سترګو محمد صلی الله علیه وسلم ته وکتل او ویې ویل: زما هم همدا هیله ده.
د اوښې شیدې یې په مړه ګېډه و خوړلې او له یوې نړۍ هیلو او خوښیو سره يې په حرکت پیل وکړ.
په لاره کې له بلې حیرانوونکې پېښې سره مخ شول. اوس یې خر هم هغه خر نه وو، چې په ډیرو ستونزو سره په هغه باندې سپاره راغلي وو. چټک او چالاک شوی وو. ګواکي غوښتل یې خپل مسافر ژر خپل منزل ته ورسوي. هر څه په چټکۍ سره د بدلون په حال کې وو. ناڅاپه د حليمې شیدې زياتې شوې، بوډا شوې اوښې یې شیدې کولې او کمزوری شوی خر يې چټک او ځواکمن شوی وو. د دې ټول مثبت بدولون دلیل څه وو؟!
ښکاره ده چې دا ټول د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له برکته وو. هغه په راتلونکي کې لوی پیغمبر کېده؛ خو څوک په دې نه پوهېدل. حلیمه او مېړه يې راحت او له ستونزو پرته کور ته ورسېدل. اوس کوچنی محمد صلی الله علیه وسلم د دښتې په سړه هوا کې اوسېده.
دسهار تر لمانځه وروسته د مغفرت وظیفه
له حضرت ابوذر څخه روایت دی چی رسول الله ﷺ وفرماییل :
څوک چی د سهار تر لمانځه وروسته کله چی دی له لمانځه څخه بیرته ځی او قدم پورته کوی او تر خبرو مخکی لس ځله.....
(لَآاِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِ وَيُمِيْتُ وَهُوَعَلَى كُلِّ شَئٍ قَدِيْر )
ووایی نو الله ﷻ ده ته لس نیکیانی لیکی لس ګناوی یی بخښی او لس درجی یی لوړوی له دی سره سره به ټوله ورځ له مصیبتونو څخه په امن وی له شیطان څخه به محفوظ کړل سی او له کومی ګناه له وجی چی له ده څخه وشی دوزخ ته به نه ځی مګر هو که یی له الله ﷻ سره شرک وکړ نو خامخا به ځی.
رواه :(الترمذی ۳۴۷۴)*
#حدیثشریف
بهترینه د خلکو هغه مؤمنان دي چې په ځان او مال سره د الله په لاره کې جهاد کوي.
1193- «عَنْ أبي سَعِيدٍ الخدري رَضِیَ اَللهُ عَنْهُ قَالَ: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ : «مُؤْمِنٌ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ». قَالُوا: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «مُؤْمِنٌ فِي شِعْبٍ مِنَ الشِّعَابِ يَتَّقِي اللَّهَ وَيَدَعُ النَّاسَ مِنْ شَرِّهِ»». (بخارى:2786)
ترجمه: «ابوسعید خدری رَضِیَ اَللهُ عَنْهُ وایی:وې پوښتل: ای د الله رسوله! بهترینه د خلکو څوک دی؟؟رسول الله ﷺ وفرمایل: هغه مؤمن چې د خدای په لاره کې په مال او ځان سره یې جهاد وکړی.وې پوښتل: وروسته له هغوي،څوک بهتره دي؟وې فرمایل: هغه مؤمن چې الهي تقوا پر مخ ونیسی او په یوه دره کې ژوند کوی او خلکو ته آزار نه رسوي.»
?꯭ی꯭اد꯭ون꯭ه...
هغه چینلونه داخیلیږی چی ممبر یی..
له 2k څخه زیات وی؟
او که ممبر 2k کم وی داخیلیږی کله چی.. لیسټ ډک شو خاریجیږی❗️
لیسټ ظرفیة/۲۰۰=چینل*⭐
*l꯭ ☟꯭*?*꯭ཽ ش꯭خ꯭ص꯭ی ꯭راب꯭طه꯭꯭꯭l꯭
✅lعاجز عمار صاحب؟l⬅️
درودونه چــــې په تا بانــدې څوک وايي?
ﻣُﺤــﻤﺪهﷺ ســـتا په نوم دې جنتي شي?
??????????
علیه افضل الصلاه والسلام علی سیدنامحمدصلی الله علیه وسلم
??ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ??
??درود شریف مو هیر نشي.??
?د خدای رحمت دې وی په هغه خلکو?
?څوک چې په خوږ نبی درودونه وایې?
ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ
ډير قرض داره يم
سوال: ډېر قرض داره يم ددې لپاره کومه دعاء سته ؟
ځواب: عبدالغفار جبير
رسول الله صلى الله عليه وسلم و حضرت ابو امامه رضى الله عنه ته دا دعاء و ښودل، دا دعاء به سهار او ماښام 7 ځلي واياست ـ
دعاء داده :
’’اَللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ‘‘.(صحيح بخارى)
او رسول الله صلى الله عليه وسلم و حضرت علي کرم الله وجهه ته دعاء و ښودل که څه هم قرض د غره په شان وي ـ
دغه دعاء د هر فرض لمانځه څخه وروسته 7 ځلي ويل کيږي ـ
’’اَللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلَالِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَنْ مَّنْ سِوَاكَ‘‘.
(رواه ترمذى)
1️⃣رسمی چینلونوځانګړی مجموعه?
?? ? ? ??
✅1 جــــــی بی 1GB په 50 افغانی➡️
✅2 جــــــی بی 2GB په 90 افغانی➡️
✅3 جــــی بی 3GB په 200 افغانی➡️
✅4 جــــی بی 4GB په 300 افغانی➡️
✅5 جــــی بی 5GB په 350 افغانی➡️
✅6 جــــی بی 6GB په 370 افغانی➡️
✅7 جـــی بی 7GB په 390 افغانی ➡️
✅8 جـــی بی 8GB په 400 افغانی ➡️
✅9 جــــی بی 9GB په 430 افغانی➡️
✅10 جی بی 10GBپه 450 افغانی➡️
?????????
?꯭ی꯭اد꯭ون꯭ه ⃫
هغه چینلونه داخیلیږی چی ممبر یی..
له 2k څخه زیات وی؟
او که ممبر 2k کم وی داخیلیږی کله چی.. لیسټ ډک شو خاریجیږی❗️
لیسټ ظرفیة/۲۰۰=چینل*⭐
*l꯭ ☟꯭*?*꯭ཽ ش꯭خ꯭ص꯭ی ꯭راب꯭طه꯭꯭꯭l꯭
✅lعاجز عمار صاحب؟l⬅️
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago