( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
ملګرو اعتراض به نه راباندي کوي
بس دطبیعت راسته کولو لپاره يوڅو ټپي درسره شیر کوم
عنوان......😋
په روژه ماتې راپیاد شوي
جانانه ما د اُښکو وڅکله جامونه
بیا په سپرلي کي روژه راغله
په روژه ماتی دګل پاڼي ښکلومه
ملا لږ ژر سه آذان وکړه
یار کمکی دی ښوڼډي وچي ګرزوینه
که دیدن کړي ماخُستن راسه
پلار مي امام دي تراویح کوي مینه
تر پیشلمي نه بیده کیږو
لالیـــــــه دواړه دقرآن ختم کونه
روژه به ماته هر ماښام شي
ستا دبیلتون روژه به کله ماتومه
ده وه ویشتم په شفه کي یاره
ده یو او بل په طلب وه بکړو نفلونه
ته زموږ مسجد کي معتکف شه
دکشر ورور په لاس خرما وي درلیږمه
ګرانه روژي کي ښیرا مکړه
ته به دناز ښیرا کوي رشتیا بشینه
سدیسه دا وار که یو ځاي شو
په کوچني اختر به غیږه درکومه
ادیب ق سدیس جرار
لکه کابل ولاړ تنها یم
لکه نړۍ خپلواڼ مي پښې خالي کوینه
خشحال صفت
که په خــپلوانو کي وفا وای
دمصر ښار کي به یوسف نه خرڅیدونه
سدیس جرار
ژوند
وار په وار سختیږي ستړی ستړی ژوند
خـــدایه را هوسا کړه زما نیمګړی ژوند
...
کاش چي ماشومتوب بیرته راتللای شوای
هـرڅـه نـه بـي غـمــه نـازولـی ژونـد
...
زړه مي بس له هرڅه نه تنګ شوی دی
نپـوهـیـږم څـه ازار وهـلـی ژونـد
باره مــي پر اوږو مسؤلیـتونه شوه
ما دارمانو پر خلاف کـړی ژوند
...
نن مــــي دشهید لالي آنځور کَتَی
وه مي ویل ستا غمو خوړلی ژوند
...
ووایاست ویار ته دغه څو ټکي
ستا سدیس هم ستا په نوم بایللی ژوند
ادیب ق سدیس جرار
زه دي ولي پر دي سختو لارو راوړم
ستا منزل ته خو دا سمه سیده لار وه
د دفتر پسـتو چوکـیو درنه هیر کړه
په ماضي چي دي کوم قول او شعار وه
خپل پر څنګ دي اقربا وي راټول کړي
انقلاب کي چي بزګر اوهم نجار وه
ډلګی مشره هغه ستا ستړي ملګري
چا اخیستي ده رخشه څوک چوکیدار وه
هیڅ نظام آبدي نه دی پاته سوی
بیا به وکړي ډیر ارمان که دي پکار وه
زه سدیـس انتــقاد نه کوم پر ټولو
بعضي بعضي مخاطب مي داشعار وه
ادیب قاری سدیس جرار
م محکومي ورور راسره واوري خوندونه
داخو دجبر سولاغي دي پورته کښته درومي
بیګا مي خوب لیدی جوړه مو وه الله ته ژړل
دپښـتنو درواجــو زولــني مــا ګللي
چي لیونې به مي په زړه وه ما مُلاته ژړل
ادیب سدیس جرار
دسهار ستوری?
زما په غیږکي زما ارمان دمرګ سلګی وهلي
ته ماته څله دبیلتون کړي ده دردو تعبیرات
.....
ما په سلګو سلګو جانان تر هدیرو وړی دی
که غواړي دربه کړم دماتو قدمو تعبیرات
دخپل ارمان دجنازي لمونځ ما په خپله وکی
هیر به مي نه شي په مات زړه د تکبیرو تعبیرات
غـم دلالـی لکه ښامار زما په زړه را تاو دی
دځواني خوند ایره ایره کی دیادو تعبیرات
دامي تکـل کړی ؤ حال به چاته نه وایمه
خو زما څهري کړو برملا دشبیګرو تعبیرات
دسهار ستوري غوندي پاته یم تنها سدیسه
دیار بیلتون دغم ژوندون کړه په شعرو تعبیرات
ادیب قاری سدیس جرار
زما دزړه لـه دردو ته خبریي
زما دغــټـو ارمـانو خالقه
ستا مخلوقاتو لره حال نه وایم
ته مي مرجع دضمیرو خالقه
....
ته دعشاقو معشوقین پیژني
تاته سپیڅلي مینان معلوم دي
لږ څه سکون زما ژوند ته راکه
وه دښـکــلا دجـوړیـدو خالقه
..
ماداسي چا لره زړګی ورکړی
چي مي په سترګو هیڅ لیدلي نه دی
ته مـي دیار تر کوڅي ورسوه
د اوښـکو اوښـکو اوسجدو خالقه
ته ناممکن ممکن کولای شي ټول
ده یوسف ربه ته زما هم رب یي
دفـراقت تیارو کي ورک پاته یم
وه دیعقــــــوب دشبګیرو خالقه
...
کاش چي ملنګ کچکول په غاړه ولای
دیار دکلي در پر در ګرځیداي
دعنبرینو زلـفـو حس مي کړلای
دمدیـــني پر عـلاقو خالقه
سدیس جرار دجدایي صحرا کي
دګلاب ګل دزړه پر للمه ساتم
درود شبنم شي پر هر پاڼي دګل
کړه مي واصال تر امیدو خالقه
ادیب قاری سدیس جرار
بوره موره
دغه پوري هدیره کي پر سپیرو خاورو تاویږي
دشهید زوي ومزار ته بوره مور پرملا ماتیږي
ورته وایي په سلګو کي ږغ را وکړه دزړه سره
دادَی رنګ دي وینو راوَی خو ستاغم کله زړیږي
ستا دخړ سنګر ملګري تاویل دادي زما ورونه
دا وس تیرشوله رنجرکي تاته ولي نه دریږي
مدرسي کي موداخل کی کشر وروردي طالب شَوَی
ستاتور پاج زه ورته تاؤ کړم پنجشنبي چي روانیږي
نور مي توان دزړګي لاړو غلَی غلَی ورنیږدي شوم
په ژړا سدیس جرارشوم موري خدایه که مي هیریږي
ادیب قاری سدیس جرار
ادیب قاری سدیس جرار رباط سنګی مشاعره کی
ملګرو ډیر غوښتنه ددغه ویډیو کول
إن شاء الله نیژدي وخت کي مکمل ویډیو HDکیفیت کی نشر کوم درته
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago