( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 weeks, 6 days ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 1 week ago
د نامردو نامردي به مې ارمان شي
خدای به واړه چارې ښې کړي وړاندې وروسته.
**د یلدا شپه:
يلدا سورياني كلمه ده او د زيږون مانا ورکوي. د کال تر ټولو اوږده شپه ده؛ هغه شپه ده چې منی مخه ښه کوي او خپل ځای ژمي ته پرېږدي. په شمالي نیمه کرۀ کې دا د کال تر ټولو اوږده شپه (یلدا) ده، چې د کال موسمي انقلاب (ژمي) د پیل سره برابره ده.
یلدا په بیتونو او لنډیو کې:
پۀ ځان مې پام دی، د یلدا شپه نیمایي هم نه ده،
ستړې مو ستنې د ګړۍ دي، تۀ راځې او که نه؟
تاته اوږده شپه ده یلدا! مګر ته څه خبر یې
ما ته له تا پرته له هرې شپې یلدا جوړه ده
یلدا وه! زه ؤم او ډېوه بلېدۀ
هر څه پوره وو، خو یو ستا کمی ؤ.
شپه د يلدا ده سوال قبليږي
زه به نن ټوله شپه ښېرې يار ته کومه
د یلدا شپه څومره اوږده شـوه
چې لمر راخیږي ما به ډیر ژړلي وینه**#یلدا#کامل
په حسرت هم زما نه دى، په ارمان هم زما نه دی
ژوند که شهرِ نا پرسان دى، نا پرسان هم زما نه دی
دا دعا مې هم پردۍده، دا منشا مې هم اسيره
دا نصيب هم له ما ورک دى، دا اسمان هم زما نه دی
دا منصب د نورو نورو، دا ښکارېږي چې د ستورو
په تقوا هم زما نه دى، په ګِريان هم زما نه دی
په نامه د خپل صورت مې، حال د کونډې تماشه کړ
دا چې ما دى څيرې کړى، دا ګرېوان هم زما نه دی
د خوديت په ګدۍ ناست دي، ټول له مخې خپل سري کا
شهزاده د وطن څه چې، پاده وان هم زما نه دی
خداى خبر کومې شغلې ته، د معراج په نيت ولاړ دى
هسې وايم ژوند روان دى، ژوند روان هم زما نه دی
په خپل حق شومه منکره، بيا مې ووې شمائلې
دا جنون هم صحرايي دى، دا داستان هم زما نه دی
- شمائله سليمي
┄┅═══?༺♡༻?═══┅┄✨┕☽【@pashto_quotes】☾┙?
وژني سړی دا بیماري که شي یوه دقیقه..! ?****
**حرص او لالچ
په یو کلي کې درې ملګري اوسېدل، درې واړو فیصله وکړه چې د کار او روزګار په تکل ښار ته په سفر لاړ شي. ښار ته لاره له یو ځنګل تېره شوې وه؛ ځنګل کې ګوري چې له لرې یو شی ځلیږي..
چې ور نزدې شول نو د سرو زرو تیږه وه. له تیږې سره نږدې درې مړي هم پراته وو.
د سرو زرو دې تیږې دوی دومره خوشاله کړل چې هغه مړو ته ېې هیڅ پام نه شو.
فیصله یې وکړه چې تیږه به پخپلو منځونو کې په دریو مساوي برخو ویشي.
دوی تیږه له ځان سره واخیسته او ښار ته روان شول..
ښار ته چې نږدې شول، په خپلو مينځو کې يې مشوره وکړه چې يو کس بايد ښار ته لاړ شي چې ډوډۍ راوړي نو یو کس یې ښار واستوو.
دا دوه د حرص او لالچ ښکار شول نو خپلو کې یې توطیه جوړه کړه، چې کله يې هغه درېم ملګری راشي، له راتلو سره سم به يې په ګډه اووژني، او سره زر به دوی په مساوي برخو سره نيم کړي.
هغه کس چې ښار ته لاړ، هغه هم د لالچ ښکار شو.. له ځان سره یې فکر وکړ چې ولې نه زه ددې سرو زرو په یواځې ځان مالک شم، نو دسیسه یې زړه کې جوړه کړه چې نورو دوو ملګرو ته په ډوډۍ کې زهر واچوي، چې هغوی مړه شي، سره به يوازې ده ته پاتې شي.
ښار ته تللي کس په ډوډۍ کې زهر ګډ کړل، چې کله راغی، نور دوه ملګري يې له مخکې ور ته په تابيا کې وو، له رارسېدو سره سم يې په کوتکونو اوواهه، خپل ملګری یې اوواژه او ډوډۍ ته کښېناستل.
هغوی چې ډوډۍ وخوړه، لږ وروسته دوی هم د زهرو له وجې مړه شول. د سرو زرو تیږه هماغسې پاتې شوه.
د دنيا دې مينانو نه يوازې دنيا خپله نه کړه، بلکې قاتلان هم شول، او خپل سرونه يې هم وخوړل.**#کیسه_ګۍ
**بیا به ناوخته وي! چې ستا په زړه کې رحم راشي
زما د تېر کال درلېږلی پیغام وګورې او
بېرته ځواب کې مې د ښې، بدې پوښتنه وکړې
ځان به ناګارکړې په وژونکې بیمارۍ زما
له ډاډه ډکې څو جملې به راته ولیکې او
حتا وعده د ملاقات به راکړې
بیا به ناوخته وي! موسم به بېرته نه راګرځي
ته به نارې وهې خو غږ به دې را ونه رسي
که را رسېږي هم نو ماکې به دا وسه نه وي
چې یا دروګرځم يا مخ درپسې واړومه
بیا به ناوخته وي! راتګ به دې مانا نه لري
زما ګستاخ نظر به دومره قدرې پاتې نه وي
چې ستا د مخ جنت باغچه به هم لیدی نشمه
زما حواس به کنګل شوي وي نیم ژواندی به یم
ستا په ښکالو به مې زړه نه درزېږي
او دا له جوشه ډکه وینه به مې
د زړه رګو کې بنده بنده کېږي
بیابه ناوخته وي! ستا ډاډ به ماته هېڅ رانه کړي
زما د ګوتو په شمېر پاتې شېبې
ستا د راتلو سره به لاسختې شي
ته به قدم په قدم ماته رالنډېږې مګر
لما روانه ساه به بېرته ماته نه راګرځي
- نصير احمد شهاب**
Pashto New Song 2024 | Hayat Afghan Pashto Song | Toba - توبه
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 weeks, 6 days ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 1 week ago