( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
راځه چې ژوند ته یو عذاب ورکو که خوښه دې وي
دواړه به یو بل ته ګلاب ورکو که خوښه دې وي
ژوند که هر څومره ځورولو په شا کیږو به نه
هرې بلا ته به ځواب ورکو که خوښه دې وي
که چا پوښتنه رانه وکړه چې ړانده ولې شوئ
د خپلې مینې به حساب ورکو که خوښه دې وي
د غم له هرې حادثې به په مسکا تیریږو
د درد شیبو ته به نقاب ورکو که خوښه دې وي
قیسه! په ډار د محبت ستنې چا نه دي جوړې
زړه ته به خوی د انقلاب ورکو که خوښه دې وي
خاموشي دا نده چې...!
یو څوک ستا د خبرې ځواب درنکړي،
بلکې خاموشي دا ده چې کوم ځواب غواړي درکړي!
هغه در نکړي.
کله چې زه...!
له خپل ذهن سره په ژور بحث لګیا وم.
ستا د یاد ټنګ ټنګ مو په خبرو کې مزاحمت کوي.
همداسې هر بحث مو بې نتېجې پاتې شي.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago