پښتو شعرونه ټولګه ①

Description
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
هیله ده چی راسره مل اوسی
وخت په وخت به نوی شعرونه
درته نشر وو إن شاء الله
Advertising
We recommend to visit

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 7 months, 3 weeks ago

{بَغداد لا أهوىٰ سواكِ مَدينةٌ}

• تمويل / @alim761

افتحوا الكتم ، القناة مابيها اعلانات⚜️.

Last updated 1 month, 2 weeks ago

يـ بايگني لهـلي ردني .. !
لـ طلب التمويل : @ √

Last updated 1 month, 1 week ago

6 months, 2 weeks ago

غـــزل

ستا به زده نۀ وي، واپسي د بیا راتللو هنر
مـاسـره نۀ شته یـاره ستا د هـیـرولـو هنر

زړه ماتولو هنر څومره دی عام شوی دلته
په چا کې نۀ شته دی د زړه د رغـولـو هنر

څومره دې اوويل اسان لاړ شه د تل لپاره
پاتې مې ندی زړه کې نور د غـږیـدلــو هنر

خیر دی پروا نۀ کړي یتیم په ژړیدو وي عادت
راسـره نـۀ شته لڪه ستا د خندیدلـو هنر

تۀ په زړه کلک یې لکه زما دغسې نۀ یې یاره
لـرې په شـونـډو ڪښې انکار او د رټلـو هنر

زما په مینه صداقت پورې خندا دې وکړه
وس فائـده نۀ لري د بیا را ستنیدلو هنر

ما "نظام" هر وخت په اخلاص د مینې لاس در کوو
په تا ڪښې نـۀ وو ای مغروره د نیـولـــو هنر

نظام

پښتو شعرونه

6 months, 2 weeks ago

غزل

ته لاړې او زه پاته پېښور غوندې يوازې
په اوښکو سترګې وینځم مهاجر غوندې يوازې

ته لره پښتنه يې خو ښۀ کلکه بې وفا يې
زه بر ولاړ کابل يم مرور غوندې يوازې

د درد، هِجر، بېلتون ټول اسرائیل دي سره يو سي
حماس زړۀ مې ور وړاندې سي لښکر غوندې يوازې

ستا سترګې لکه ټوله عربي نړۍ مړې، مړې سي
زه دنګ فلسطین ودرېږم نر غوندې يوازې

هغسې خو دوی هره فارموله د رنځ راښيي
خو درد باندې مې تۀ پوه يې ډاکتر غوندې يوازې

يادونه دي يرغل لکه ټلواله د ناټو کړي
او زه پاته طالب سم زړور غوندې يوازې

غمونه دي د هند سمندر غر غوندې څپې سي
ارام يې شفاعت کړي قلندر غوندې يوازې

شفاعت ريحان

پښتو شعرونه

6 months, 2 weeks ago

غزل

پلونه بدرنګ مه پریږده ښکلی ، تېر شه
خلک لا نۀ دي ویدۀ غلی ، تېر شه

چې دوښمنان دې پۀ هوا تېریږي
تۀ پۀ روانو اوبو پلی ، تېر شه

د لارې ستړي ملۀ دې ویښ وساته
هرې نقطې ته دریدلی ، تېر شه

چې قیامتونه دې قامت وۀ نۀ خوري
زخمونه وتړه اوبدلی ، تېر شه

د ګړنګونو پیریان وۀ ترهوه!
پۀ چوپو لارو غږیدلی ، تېر شه

لۀ مبارک جرم دې مه تېریږه!
اوس یې لۀ هر عذاب وتلی ، تېر شه

شاکر داوړه! پۀ لمړي ځل داسې
لکه یوځلې چې وې تللی ، تېر شه

شاکر داوړ

پښتو شعرونه

7 months, 3 weeks ago

غزل

له اوښکو سره توی مې شي باڼه چې ته رايادشې
سينه کې راته ؤخوږېږي زړه چې ته رايادشې

داستادحجردښته کې پريبلو پښو روان يم
پښو کې مې شي بند اغزي تيره چې ته رايادشې

دزړه له اخلاص ډيرې دوعاګانې درته وکړم
په هروخت کې بياوروسته له لمانځه چې ته رايادشې

اې مابه پرملامات کړي نوريې وړلې اشنا نه شم
اخ زور دې ياره ډير دبلتانه چې ته راياد شې

بيګاشپه دې ناڅاپه په مجلس کې نوم چايادکړو
له خولې مې اسويلي را ؤ واته چې ته رايادشوې

بيتا دژوند په ستړې لاره پاتې شوم جانانه
نور څه کوم اشنا په ژوندانه چې ته راياد شې

زمابه بدرالدين ځلانده هيچرې هيرنشې
اويادبه دې کوم هره شيبه چې ته رايادشې

ځلاند

پښتو شعرونه 822

7 months, 3 weeks ago

غزل

ګونګ تصویرونه دي اوزه يم شپه ده
دچایادونه دي او زه يم شپه ده

چاته مې هيڅ ویلي ندي ياره
داستاغمونه دي اوزه یم شپه ده

دسمال مې اوس لامبلی ؤيې ګوره
اوښکې رودونه دي اوزه يم شپه ده

کوي ترخې څړيکې په زوره زوره
سوي زخمونه دي اوزه یم شپه ده

بس عجیه وختوته پاتې یومونږ
مات ټول لوضونه دي اوزه یم شپه ده

دچاد درد چيغې څوک نه اوري اوس
کاڼه غوږونه دي اوزه یم شپه ده

پرچا کو لی اعتبار نشو نور
داسې وختونه دي اوزه يم شپه ده

ځلانده بیا دې پرزړګي لکه چې
بل سره اورونه دي اوزه یم شپه ده

بدرالدین ځلاند

پښتو شعرونه 821

7 months, 3 weeks ago

وړی دی

خوند دزندګۍ مې اوبو وړی دی
ژوند مې پر اوږو بار لکه مړی دی

بخت ده امازون ځنګل کې ورک مرغه
زړه ورپسې وګرځیدی ستړی دی

زړه مې مکمل ددردو ځاله ده
نه چې دیادونو صِرف غړی دی

خامخا یو ورځ به مې ساه بنده کړي
غاړه کې مې بند دهجر پړی دی

ښار کې دغمونو بلد هرڅوک وي
ستا دلرېش بیخي پکښې ځانګړی دی

دلریش

پښتو شعرونه 820

8 months ago

که په لیست کې د خپل چينل ايــضافه کــول غواړي بايد چينل مو اسلامي وي او دچــيـنل مـمـبـر مـو تــر👈1000👉 زره کــــم نـــه وي.

دګـډون کـولـو لـپاره دلــتـه رابـــطــه وکـړئ👇
@HEJRAN76🤏🏻
@HEJRAN76🤏🏻

8 months, 1 week ago

که په لیست کې د خپل چينل ايــضافه کــول غواړي بايد چينل مو اسلامي وي او دچــيـنل مـمـبـر مـو تــر👈1000👉 زره کــــم نـــه وي.

دګـډون کـولـو لـپاره دلــتـه رابـــطــه وکـړئ👇
@HEJRAN76🤏🏻
@HEJRAN76🤏🏻

8 months, 1 week ago

غــــزل

د ژوند سوا، په هر څه کي ماهره زمانه ده
په دا خو خلګ وايي چي اخره زمانه ده

بل هر څه رانه ورک شولو حتٰی خپله سایه هم
یوه په دغه سخته کي حاضره زمانه ده

ته وګوره کېدی شي ستا په دغه خیال کي فرق وي
نه زه یم کافر شوی نه کافره زمانه ده

هنداري ستا پر دوو اړخونو، دی هم داسي وایي
باطنه زمانه ده او ظاهره زمانه ده

نایاب یې کړم نایاب یې کړم نایاب یې کړم له ځانه
په سترګو کي یې څه رنګه نادره زمانه ده

زه څه یم او دی څه دی او آ بل آ بل آ بل هم
روانه خو فقط ستا له خاطره زمانه ده

سیرته! نو سندري خو هم دا راباندي وایي
شاعر به شاید زه نه یم شاعره زمانه ده

عزیزی سیرت

پښتو شعرونه 800

8 months, 1 week ago

که په لیست کې د خپل چينل ايــضافه کــول غواړي بايد چينل مو اسلامي وي او دچــيـنل مـمـبـر مـو تــر👈1000👉 زره کــــم نـــه وي.

دګـډون کـولـو لـپاره دلــتـه رابـــطــه وکـړئ👇
@HEJRAN76🤏🏻
@HEJRAN76🤏🏻

We recommend to visit

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 7 months, 3 weeks ago

{بَغداد لا أهوىٰ سواكِ مَدينةٌ}

• تمويل / @alim761

افتحوا الكتم ، القناة مابيها اعلانات⚜️.

Last updated 1 month, 2 weeks ago

يـ بايگني لهـلي ردني .. !
لـ طلب التمويل : @ √

Last updated 1 month, 1 week ago