( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 2 weeks ago
الخالد اداره یې وړاندي کوي
کسر
بی وفاجانانه هیڅ می نه هیریږی
تل مدام می په زړګی باندی اوریږی
ترنم
سیدیاسین اغاهاشمی
شاعرمولوی نصرت الله نصرت اغا
د مــــــیني درده بـــې طـبیبه درده
ډیــــــر یي نامـــرده د حـبیبه درده
عــــــلاج مي نه کیږي پوهیږمه زه
درده ظالــــــــــمه او رقیبه درده
زما د زړه پر ماحول ستا یاد ګرزي
رنځور زړګــــــی او عندلیبه درده
له خپل قسمت یم ګیلمن زړگڪــو
ګیله کوم له خپل نصیبه درده
دا پېغلې هېلـــــې مي مراتي شولې
ارمان مــــــي قتل دی قریــبه درده
غــــــم دې بیحــده مطول جـــانانه
راســـــره مــــــل دی او لبیبه درده
نصرت آغا یوم الفـــراق بیخې سخت
نصرت دې کړمه سخت غریبه درده
نصرت آغا طالب
خمارې ټـتي
ای زمــــــا د درد طبیبه
ای زما ګــــــــرانه لبیبه
ته اوس چــــیرته جانانه
غم دې ڪــړمه پریشانه
ای زما د زړګـــــــی درده
ډیر ناځوانه یی او نامرده
ما لږ پــــــریږ ده پر قراره
زه دې سخت کړمه بیماره
د اشنا د بیــــلتون غم دی
زړه مي مات قلم قلم دی
ټوله شپه یمه بې خوبه
هر دنګی کړې زړه مې زوبه
ستا پستي پستي خبري
زما پــر زړه دې ملــغلري
چي رایاده ستا خندا شي
زما نیــــم عمر تلا شي
ستا د سپین مخ په آئـنه کې
وه زړګی په تما شه کې
ما چـــــي تل تا ته ڪتل
په مسڪــــا به تا خندل
د نصـــــرت آغا دلبـــــــره
ته اوس ورڪه یې له نظره
لیونی نصـــــــرت آغا شوه
بیله تا چا چي پر دونیا شوه
نصرت آغا طالب
النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوي تازه غمجنه ترانه
عنوان
مئین زړه❣️**
کسر-------
ستاپرتصـویر باندي مئــین زڔه صبروم جانانه
نه مي هــــیریـږي تا به څنــگه هېروم جانانه
ترانه ویونکي
مولوي عبدالصمد مظهري
شاعر نصرت اغا طالب**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
ګلزار وطن:
ګــــــلو ګــــــلزار دی وطن
مــــست لاله زار دی وطن
جنـــــت جـــنت یادېـــږي
چـمـــبېل بهــــار دی وطن
زما جـــــانان وطــــن مي
زما درخشان وطــــن مي
لرې رنګـــــــینه فضــــــاء
خوشبو سنـــګار دی وطن
یـــخې چــــېني لري هم
مســـــــتي دري لري هم
غروکې یاسمین او رامبېل
لرې چـــــــــنار دی وطن
ستا دښنې غرونه ښکلي
کــــلي ښــــارونه ښکلي
ڪاڼـــي دې لعلو مرجان
ګل یې رخسار دی وطن
دی د ښــــــڪلاو معــدن
دی د رُفـــــــــــــاو معدن
د زرمــــــــــــــیناو معدن
هـــم زرنګــــــار دی وطن
دښــــــتې یې زعفران لري
غــــرونه کې شنه ارغــوان
غـــــرو ڪـــــي بازان لري
هم سپین ستار دی وطن
دی د ښـــــڪــــلا انجمن
چـــــــــمن چـــمن ګلشن
خوشبو خوشبو دی شیلا
هم حســــنــدار دی وطن
دی راته ګـــــــران هیواد
زما زړه ځــــــــان هیواد
نـــــصرت آغــا ترې قربان
شمله دســـــتار دی وطن
نصرت آغا طالب
بي وفـا جــــانانه هـیــڅ مي نه هېرېـږي
تل مـــــدام مي پــر زړګي باندې اورېـږي
هر څــــه وڪــم چي له یاده دې وباسم
دا مـــحاله ده په خـــــیال زما اوسـېـږي
څو جرګي د خـــپلو اوښڪو درلــېـــږمه
په زاریـــــو راپـخــــلا شه زمــا یاديــــږي
انتظار د مــرګ مـــفهـوم دی که پوهبږي
زما په ڪم اجل راضي یې نه ستنېــږې
د یتېــــمـو هېلو ساندې مې ما مړ ڪړې
په بېلتــــون خـو اي لالیــــه ته پوهـېږي
د منــــطق پېــــــاله چــــپه ده بې دلیله
مطـــول دی دا ستا غـــــم به هم ژغېږي
زما د بخت ستوری ولېدلی جحمریش دئ
هر ګــــړی هــــم دا نــــــصرت آغا ژړېـږي
نصرت آغا طالب
ستاپرتصـویر باندي مئــین زڔه صبروم جانانه
نه مي هــــیریـږي تا به څنــگه هېروم جانانه
.
زما انتـــظار له حــــده تیر شو ته رانغلي اشنا
گـلابه راشــــه ګوره زه درپــــسي مرم جانانه
.
ځواني مي تاپســــــــې برباد شوه غنمرنگه یاره
دا ستا بیلتون ڪڔمه پر ملا باندي راخم جانانه
.
ڔنگه ځواني رنځور زڔگی دی بی وسي ده اشنا
یو ځل خو راڪه یو دیدن ته مي ملهم جانانه
.
د ژوندون هیلې مې په تا پسې شوې مڔي لالیه
اوس تویومه درپســـې له سترګو نم جانانه
.
ماشوم زړګي ته مې للو کوم خو صبر نه کړي
شپه په شبگیر ورځ په دردو زه تیروم جانانه
.
زما بیله اوښڪو اوږده شپه نه سبا ڪیږی گرانو
نصـــــرت آغا دي په سلـــګو کې یادوم جانانه
نصرت آغا طالب
**الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نوي تازه غمجنه ترانه
کسر-------
نه مـي هــــېریــــږي هـا ساعت لالیه
چـي ته له مانه ســـوې رُخصت لالیه
اوښکي مــــي لاړې په لېــــمـو اشـنا
غیــــــږه دي راکـــــــړه د الفـت لالیه
ترانه ویونکي
مولوي عبدالصمد مظهري
شاعران
مولانا نصرت اغا طالب
مولوی عبدالصمد مظهري#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal69
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 2 weeks ago