@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir
**غزل
زړۀ مې وران دی مشر وروره را قريب شه
پلار مې نشته دی زما د زړۀ طبيب شه
د تيارو خلاف د امن پيرو کار وې
رڼا ګانې دې پۀ قبر کې ترتيب شه
هغه سخت پُل صراط درته اسان شه
شفاعت دې پۀ محشر کې د حبيب شه
ای ملنګه د اويا حورو سردار شې
زما پلاره جنتونه دې نصيب شه
د خانانـــو پېښې مۀ کوه عــــــــباسه
خپل څادر کې پښې را ټولې کړه غريب شه
عباس تنها
🖤🥀**
**نوی غزل
چې له تیارو کرکه د چا نه کېده!
لمر به راوخوت، خو رڼا نه کېده
زموږ د چیغو شاته مونږه نه وو
موږ به کوله، خو غوغا نه کېده
موږ به ثواب وکړ، ثواب به نه شو
د دوی ګناه به هم ګناه نه کېده
قام بې ډوډۍ هم تېرولی شو وخت
خو ګوزاره یې بې ملا نه کېده!
څېرې له خلکو ورکېدې پکې بس!
د آېینو په ښار کې غلا نه کېده
نیت به چې چا وکړ د قام د لمانځه
ورپسې شاته اقتدا نه کېده*🖤*🥀
**کټ کټ خاندې ارمان چېرته درنه ورک دی؟
لېونیه ګرېوان چېرته درنه ورک دی؟
زمزمه نیمه راواخلې بیا یې پرېږدې
د سندرو دېوان چېرته درنه ورک دی؟
دا چې وچ ګلونه ګورې ورته خاندې
د سرو اوښکو باران چېرته درنه ورک دی؟
دا څېرو ته چې ځیر ګورې او بیا تښتې
ځان دې چېرته؟ جانان چېرته درنه ورک دی؟
په ازغیو کې د ګل غوندې روانه
لږ راتم شه کاروان چېرته درنه ورک دی؟
پیر محمد کاروان
🖤*🥀*
**خپله مو د خپل وجود لاسونه وتړل
موږ څه په بېکاره خلکو زړونه وتړل
غږ یې د زلمو د بې ننګیو واورېده
نجونو د وطن کمربندونه وتړل
نورو، نورو خلکو، نوره خلک کړل یاران
ښکلیه موږ په تا پسې نیتونه وتړل
دې ښار کې د عشق په نوم شروع هوس بازۍ
ځکه خو مینو ګرېوانونه وتړل
غلي شئ! پاچا شو سرمعلم د ښوونځي
غلي شئ! پاچا ټول زندانونه وتړل
ساده! سپوږمۍ خویه ده، راځي په نیمو شپو
موږ ځکه له سترګو نه خوبونه وتړل
سبیل ساد*🖤*🥀
**ژوند د وېرونکي خوب په شان دی زړه مې رېږدي
وينم خپل وجود راته زندان دی زړه مې رېږدي
ځان مې د ايرې غوندې په لپه کې نيولی دی
خدايه رانه خور نه شي توپان دی زړه مې رېږدي
بيا به مې د عقل او عاطفې په جګړه واړوي
زړه ته پل راغلی د انسان دی زړه مې رېږدي
غږ پسې کوم ګوندې چې وايي وري را وګرځي
لاس کې مې همدا وروستی امکان دی زړه مې رېږدي
تا خو همسفره راته نه ويل چې مخکې مو
تنده ده، ګرمي ده، بيابان دی زړه مې رېږدي
بيا محسوسوم چې مې ډوبېږي اضطراب کې روح
څوک پکې څپې څپې روان دی زړه مې رېږدي#حفيظ هميم*🖤*🥀
**دل تنګه یمه ستوني ته مې سا راغلې ده
ما پرېږدئ چې لږ چغې کړم ژړا راغلې ده
د سرای په دروازه کې مو ګلپوش موټر ولاړ دی
ستا وړلو ته له بره کلي ورا راغلې ده
له سرو سترګو مې سپینې څاڅکي څاڅي ګریوانه ته
د درد څړیکه مې زړه کې په نڅا راغلې ده
شکومه په غاښونو له خپل ګوتو نه نوکان
په ما د لیونتوب علامه بیا راغلې ده
زه ناست یمه په خپلو زخمو مالګه وهم خاندم
عادله! تماشې ته مې دنیا راغلې ده
امان الله عادل*🖤*🥀
**غزل
ژوند ګړنګ دى، ژوند ارمان دى مسافره!
بې له ما درته ژوند ګران دى، مسافره!
تورو ورېځو د اسمان فضا نيولې
بيــــا نرى، نرى باران دى، مسافره!
څوک مې بيا د زړه په دښته راوريږي
څه عجيبه شان توپان دى، مسافره!
يو خوا ستا ظالم يادونه دي، ما وژني
بل مې هسې زړګى وران دى، مسافره!
اوښکه سوال کوم روزي دې په وطن شه!
مازيګر دى، بل اذان دى، مسافره!
اوښکه امېل*🖤*🥀
**غزل
د حالاتو پېچ و خم سړی خراب کړي
کله کله د چا غم سړی خراب کړي
جنتونه يې له سره صدقه کړي
غنمرنګ لکه ادم سړی خراب کړي
جينکۍ لکه د شنو بنګو پيالې دي
دروند ، پښتون او محترم سړی خراب کړي
محبت د يوې داسې بلا نوم دی
هم ژوندی کړي مړی هم سړی خراب کړي
مخه ښه د ډکو سترګو کړي ورياده
د سهار پر ګل شبنم سړی خراب کړي
د باران په شپه تش ياد د تودې غېږې
لېونی کړي سړی ، سم سړی خراب کړي
جلال امرخیل*🖤*🥀
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir