@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(کورته د داخلیدو سنت)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-کورته دداخلیدو په وخت کې ذکر کول:
دجابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ده درسول الله صلی الله علیه واله وسلم څخه اوریدلی دي چې کله یو سڔی خپل کورته داخل شي او د داخلیدو وخت کې دالله عزوجل ذکر وکڔي او دخوراک په وخت کې دالله ذکر وکڔي نو شیطان ووائی چې ستا لپاره دشپی دتیریولو ځای هم نه شته او دبیګا خوراک هم نه شته،(مسلم/۲۰۱۸/)
فائده:ددی سنت دعملی کولو په وجه باندی دده خوراک او کور دشیطان څخه محفوظ شي،
(۲)-کورته داخلیدو په وخت کې سلام اچول:
فائده سلام اچولو په وجه باندی ستا او کور والا باندي برکت نازلیږی،(الترمذی/۲۶۲۲/ وصححه وحسنه)
(۳)-دا دعاء لوستل:
اَللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ خَیْرَ الْمَوْلَجِ،وَخَیْرَ الْمَخْرَجِ، بِسْمِ اللّٰهِ وَلَجْنَا،وَبِسْمِ اللّٰهِ خَرَجْنَا،وَعَلَی اللّٰهِ رَبَّنَا تَوَکَّلْنَا. (اخرجه ابو داود)
ترجمه:ای الله زه تانه بهتر ځای دداخلیدو غواڔم،او بهتر ځای دوتلو،دالله په نوم کورته داخلیږو،او دالله په نوم دکورنه وځو،او په الله تعالی باندی چه ځمونږ رب دی ځمونږ توکل دی.
(۴)-کورته داخلیدو په وخت کی مسواک استعمالول:مسلم/۲۵۳/
(۵)-په کور کې خدمت کول:
عائشیة رضی الله عنها فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم به په خپل کور کې خپلي کپڔي(جامی)پخپله ټولولی،او خپله ګډه یی خپله لوشله او خپل خدمت به ئی خپله کولو،(احمد صححه الالباني فی الصحیحه/۴۷۱/وصحیح الجامع/۴۹۹۶/)
ــــــــــــــ
او دا عمل په ورځ کې بار بار تکراریږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۹)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مرو څخه خپل حاجت غوښتل او يا د مړو او غایبو کسانو را بلل او هغوی نه مدد غوښتل:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه یا فلانى ولي . يا سخي زما دغه حاجت پوره کړي ، يا علي مدد ، یا پیره را ورسیږه او نور وغیره او دا عقيده لرل چې هغوى حاضر او ناظر او د څه کارونو متصرفين دي شرك أكبر دی.
ژیاره:که تاسی را وبولی نو ستاسې بلنه نه اوري او که وایې وري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولای ، او د قیامت په ورځ به ستاسې له شریک نیولو څخه انکار هم وکړي.
شيخ فخر الدين حنفي په رساله کي ليکي :ومن ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله واعتقد بذلك كفر كذافي "البحر الرائق".
ژباره:او که څوک دا گمان كوي چي مري د الله تعالى نه ماسوا متصرف دامرو دي او په دې باندي يې عقيده وي نو دا کفر دی او همدارنګه دا قول يې په بحر الرائق هم ذكر كړى دى.
او قاضي حميد الدين ناكوري هندي په توشيح كي ليكي : منهم الذين يدعون الأنبياء والأولياء عند الحوائجوالمصائب باعتقاد أن أرواحهم حاضرة تسمع النداء وتعلم الحوائج، وذلك شرك قبيح وجهل صريح قال الله تعالى (ومن أضل ممن يدعوا من دون الله من لا يستجيب له إلى يوم القيامة، وهم عن دعائهم غافلون)سورة الأحقاف: الآيه
ژباره:ځيني د دوی داسي کسان دي چي انبياء اولیاء په وخت د مشکل او سختى كي غواري د هغوی نه مدد غواري په دې عقيده چي هغوى حاضر او ناظر دي او غږ اوري او په حوائجو (ضروریاتو او مشکلاتو) پوهيږي دا ډیر بد شرک دی او ښکاره جهل دی. الله سبحانه وتعالى فرمایي (او څوک دي ډير گمراه له هغه چا چې بولي بي له الله څخه هغه چي نشي قبلولى هغه لره تر ورځې د قيامته پورې او دغه له دعا او بلنې د دوى بي خبره دي).
د ما فوق اسباب څخه مدد غوښتل يوازي رب العالمين ته خاص دي (ایاک نعبد و ایاک نستعین ).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوره دودونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(دکور څخه دوتلو او ننوتلو سنت )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دکور څخه وتلو او ننوتلو وخت کې دوه رکعته سنت کول:
ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله(ﷺ) فرمایلی دی کله چې ته دکور څخه وځی نو دوه رکعته لمونځ وکڔه، هغه به تالره دبدترینو وتلو څخه منعه کڔي،او چې کله کورته داخلیږی نو دوه رکعته لمونځ وکره هغه به تالره دبدترینو داخلیدو څخه منعه کڔي،(اخرجه البزار حسنه الالبانی فی صحیحه/۱۳۲۳/وصحیح الجامع/۵۰۵/)
(۲)دادعاء لوستل:
بَسْمِ اللهُ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللّٰهِ لَاحَوْلَ وَلَا قَوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ.
ترجمه:په نوم دالله شروع کوم او توکل مے کڔی په الله تعالی باندی،نشته دګناه نه اوریدل او نه دنیکئ توفیق ورکول مګر په الله تعالی.
فائده:کله چه انسان دکورنه دوتلو په وخت کې دا دعاء ووائی:دی انسان ته وویل شي: ستا کفایت وشو:ته دهر شرنه وساتل شوی، تاته هدایت وکڔی شو او دی انسان څخه شیطان په دده شي.(الترمذی/۳۴۲۲/ صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۶۴۱۹/ مسنون مستند ذکرونه او دعا)
(۳)-دا دعاء لوستل:
اَللَّهُمَّ إِنِّیْ أَعُوْذُ بِکَ اَنْ اَضِلَّ اَوْ اُضَلَّ اَوْ اَزِلَّ اَوْ اُزَلَّ اَوْ اَظْلِمَ اَوْ اُظْلَمَ اَوْ اَجْهَلَ اَوْ یُجْهَلَ عَلَیَّ.
(۴)او ددی دعاء دلوستلو په وخت کې اسمان ته نظر اوچتول:ابوداود/۵۰۹۴/
یالله زه پناه نیسم په تاباندی چې زه بل چا لره ګمراه کڔم او یا زه ګمراه شم او یا زه تیروځم یا بل څوک تیر باسم،یا زه وخویږم یا بل څوک وخویوم او یا په چا ظلم وکڔم اویا په ما ظلم وکڔی شي،یازه کم عقلتوب وکڔم او یا په ما څوک کم عقلتوب وکڔي،
(ابوداود رقم۵۰۹۴-الترمذی۳۴۲۳-وسنده صحیح)
(۵)-دچا سره ملاقات په وخت کې سلام اچول
ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی :دمسلمان په مسلمان شپږ حقونه دی یو په هغې کې دادی چې کله ورسره ستا ملاقات وشي نو سلام پری واچوه،(رواه مسلم /۲۱۶۲/)
(۶)-چاسره ملاقات په وخت کې ستڔي مه شی کول:
دبراء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:هیڅ دوه مسلمانان نه شته چې دیوبل سره ستڔی مه شی وکڔي مګر هغوی ته دیوبل دجدا کیدو څخه مخکی مخکی مغفرت کیږي،(رواه ابوداود/۵۲۱۲صححه الالباني في صحیح مشکاة/۴۶۷۹/)
(۷)-مسلمان ته کتلو په وخت کې مسکا کول،
دابوذر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله(ﷺ) فرمایلی دي: مسکا کول ستا په مخ د ورور کې دا هم ستا لپاره صدقه دی،(احمد/۱۶۷/۵/احمد الالبانی فی الصحیحه/۵۷۲/وصحیح الجامع/۲۹۰۸/)
(۸)-په لاره باندی ذکر کول:
ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله (ﷺ) دمکي په لاره مزل کولو په یو غرباندی تیریدولو نو دي ویل دا (جمدان) غر دی مفردون جنت ته مخکی شوی،هغه وفرمایل:(مفردون)څوک دی؟وفرمایل هغه کسان چې الله ډیر یادوی (مسلم/۲۶۷۶/)
(۹)-ضرري څیز دلاری نه لري کول:
نبی(ﷺ) فرمائی:ایمان څه دپاسه اویا شعبی دی اعلی په هغې کې لا اله الا الله او ادنی په هغې کې ضرري څیز دلاری څخه لري کول(رواه بخاری)
(۱۰)-دخیر په نیت دکور څخه وتل:
لکه دعلم نیت،عبادت نیت،چاسره دښیګړی په نیت،دمسلمانانو ترمینځ دصلحی نیت،دحلال رزق دګټولو او ځان دحرامو نه دبچ کیدلو په نیت،
(۱۱)-خبری کمی کول او اکثر وخت په چپه تیرول:
عبدالله بن عمر رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله (ﷺ)فرمایلي دي:څوک چې چپ شونو هغه نجات ومندو،(رواه ترمذی/۲۵۰۱)
(۱۲)-دلاڔی په ښي طرف مزل کول:
ځکه په ټولو کارونو کې ښی طرف غوره دی ترڅو چې دلیل په په ګس طرف قائم شي کما تقدم فی حدیث عائشة...(وفی شأنه کله)
دنـــظـــر حــفاظـــټ کـــول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محترمو لوستونکو دا عمل په ورځ کې څومره زیات تکراریږی که دنبی صلی الله علیه واله وسلم دغه سنت پکی عملی شي څومره لویه ذخیره شوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۸)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په هغو څيزونو باندې تبرک کول کوم چې شرعي اصل نلري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تبرک د بركت له کلمې څخه اخیستل شوی چې زیادت او كثرت او طلب دخير ته وايي.
تبرک او برکت د الله تعالى د جانبه دی مسلمان لره ښايي چې دا عقيده ولري چې بركت د الله تعالى د طرفه دی او د هغه په واک کې دی او د مخلوق له جانبه نه دى.
تبرک په جایز او ناجایز ویشل شوی په کومو شيانو چې د اسلامي شریعت په نصوصو باندې معنوي او ذاتي بركت ثابت دى لكه ليلة القدر د عبادت زيات ثواب ، په مسجد الحرام کې د لمانځه زيات ثواب ،دزم زم د اوبو ذاتي بركت او نور.
ناروا تبرک هغه تبرک دی چې په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري، د داسې شي څخه د خير غوښتل او هغه خير او برکت ګڼل چې په اسلامي شريعت کي اصل ونه لري، منع او حرام دى.
لکه د يوې خاصې چينې مبارک ګڼل او په هغه کې د خلکو لمبل چې ددې چينې اوبه مبارکې دي او شفا وركوونكي دي.
د ځينو قبرونو د خاورو او کاڼو مبارک ګڼل د قبر د خاورو خوړل چې هغه د فلاني فلاني مرض درملنه ده.
د خاصي وني نبات،غره او نورو مبارک ګڼل.
د جن د شر د دفع کولو لپاره د ليوه د پوستكي يا هدوكي كارول.
د سترګو د نظر د دفع لپاره د بدرا دودول او نور.
په اکثرو موټرونو کې تسبيح ځرول شوې وي د موټر د حرکت پر مهال
موتروان په هغه باندې خپل لاس کشي دا کار مبارک ګڼې له خطر څخه
يې د بچ کیدو سبب ګڼې چې دا يو شركي بدعت دى.
دا هر څه د جاهليت د زمانې ميراث دی کوم چې مشرکانو به تر سره کول پخپلو لاسونو جوړ کړې،بتان او ځنې كاڼي او ونې به یې مبارک بلل، ځينو قبرونو ته به يې سجدې كولې او د هغوی څخه به يې د خير تمه او عقيده لرله.
د سیرت مشهوره قصه ده چې مونږ (صحابه) د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره حنين ته لاړو، د مشرکینو د دور په باره کې مو خبرې وکړې چې د مشرکينو لپاره يو ونه وه چې هغوی به مباركه بلله په هغه کې به یې خپلې وسلې ځړولې او دغه ونه ذات انواط نومېده مونږ په هغه باندې تیر شو، نو مونږ رسول الله ته وویل زمونږ د پاره هم ذات انواط وتاكه لکه څنگه چې د مشرکانو د پاره وه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:الله أكبر ! إنها السنن، قلت والذي نفسي بيده، كما قالت بنو إسرائيل لموسى [اجْعَل لَّنَا إِلَهَا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ لتركبن سنن من كان قبلكم.[ترمذی احمد]
ژباړه: الله اکبر د (تعجب لپاره دی يعني الله لوی دی او د هر قسم شرک څخه پاک او منزه دی دا د هغوى طريقه ده د مشركينو)، قسم مي دي په هغه ذات وي چې زما نفس یې په واک کې دی تاسې ما ته داسې څه وایئ لكه بنی اسرائیلو چې موسی ته ویل مونږ ته هم د دغو خلکو پشان خدای وټاکه موسی وویل رښتيا هم چې تاسې ناپوهه قوم يئ، نو تاسې د مخکي خلكو ( مشركينو) طريقي عملي كول غوارئ.
دا حديث شريف د اسلامي امت د پاره لوی او ستر درس دی، چې داسې شي مبارک ګنل چې د هغه په شریعت کې ثبوت نه وي لکه مخکې مو چې بیان کړل د مشركينو او جاهليت ميراث وي او د هغه څخه د خير او منفعت دفع ضرر اراده لري مطلق حرام او دا عمل شرک دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۳)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)-اسباغ-یعنی هر اندام پوره وینځل((پوره اودس وکره))[رواه احمد]:
(۲۲)-او په اودس کی دحدنه زیاتی کولو نه پرهیز کول:
یو بانده چی نبی صلی الله علیه واله وسلم ته راغی چې دهغه څخه یی د اودس پوښتنه کوله هغه ورته اودس دری کرتی و ښودلو او بیا یی ورته وویل : چا چی ددی څخه زیاتی وکړو نو ده بد وکړه زیاتی یی وکړه او ظلم یی وکړو.رواه احمد/ ۲۲۸۴/ حسنه الألباني في الصحيحة۲۹۸۰
(۲۳)-په یو مد باندی اودس کول-
مد د صاع څلورمه حصه ده او صاع تقریباً دونیمی کیلو دی ، نو دا تقریبا دری پاوه جوړیږی
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به غسل په یو صاع کول او اودس به یی په یو مد باندي کولو يومد تقریباً نیم
ليتر او به دى صحيح فقة السنة /۱۰۸/۷
(۲۴)-اندامونه په اودس کی مګل:
عبد الله بن زيد رضى الله عنه فرمائی : ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلی وو چې اودس یی کولو نو شروع شو چی خپلی لیچی یی مګلی.اخرجه ابن حبان۱۰۸۲
(۲۵)-په کور کی اودس کول :
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائي : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی چاچې په کور کې اودس وکړه او بيا دالله دکورونونه یو کور ته ددی لپاره لاړه چې دالله د فرائضونه یو فرض ادا کړی نو دهغې دواړو قدمونو نه چې يو قدم اخلی نوهغه به یو گناه رژوی او چې بل اوچتوی نو یو درجه به یی اوچتوی. مسلم / ۲۸۲/ بحواله شاملة
(۲۶)-دڅنكلو او ګیتو څخه بره حصه وینځل:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی چی هغه اودس کولو نو چی کله بی متی وینځلی نو دګیتو څخه بره حصه یی هم ورسره ووینځله او چې کله یی پښې وينځلی نو دګیتو څخه بره حصه یی هم ورسره ووینځله او بیا یی و فرمائل ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلي وو چی همدغه رنگه اودس یی کولو.رواه مسلم۲۴۶
(۲۷)-داودس نه روسته خپل لنګ او پرتوګ ته او به شیندل:
نبي صلى الله علیه واله وسلم چی به کله اودس وکړو نو يو چونک او به به یی راواخستلی هغه به یی خپل عورت ته وروشندلی.احمد صححه الألباني صحيح الجامع۴۶۹۷
(۲۸)-داودس نه روسته دادعا، لوستل:
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ مسلم۲۳۴
فائدة : ددی دعاء به وجه بنده نه دجنت انه واره دروازی خلاصیږي چي دارد کومی دروازی نه وغواړي دهغې نه به داخليږي
(۲۹)-سُبْحَانَكَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوْبُ إِلَيْكَ الخرجه النسائي في الكبرى والحاكم
فائدة : څوك چې اودس وکړی او دا دعاء ووائی داپه یوه ورقه کی ولیکل شي او بیا پری مهر ولګیږی او تر قیامته
پوری نه ماتیږي.
(۳۰)-داودس نه روسته دوه رکعته لمونځ:
فائدة : كوم انسان چي پوره اودس وکړي او بيا په هغې باندی دوه رکعته لمونځ په پوره توجه سره وکړي هغه لپاره به جنت واجب شي.مسلم
فائدة:اودس ددغى سنتو عملي كولو فائدة:
نبی صلى الله عليه واله وسلم فرمائی : چاچی اودس وکړو او ښایسته اودس یی وکو دهغه دجسد څخه گناهونه خارج شي تردی چی دنوکانو د لاندي نه هم گناهونه راوځي.رواه مسلم.۲۴۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۷)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)-دمسواک استعمال:
((ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي: که چیرته تنګستیا نه وی زما په امت باندی نو ما به امر کڔی وی دی ته په مسواک وهلو په وخت دهر اودس کی))[اخرجه احمد وصححه البانی فی صحیح الجامع/۵۳۱۶/]
(۱۲)-دګیري خلالول:
((دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې کله به رسول الله صلی الله علیه واله وسلم اودس کولو نو یوورغوی اوبه به یی واخستلی هغه به یی دزنې لاندې داخل کڔی او ګیره به یی ورباندی خلال کڔه او وبه یی ویل همدغه رنګه ماته زما رب حکم کڔی دی))[اخرجه ابو داود/۱۴۵/صححه فی صحیح الجامع/۴۶۹۶/]
(۱۳)-ټول سرپه مسحه راګیرول:
(۱۴)-په خاص کیفیت سره مسحه کول چې په حدیث کې ذکر ده:
((عبدالله بن زید رضی الله عنه دنبی صلی الله علیه واله وسلم داودس طریقه ذکر کوی نو فرمائی:بیا یی په خپلو دواڔو لاسونو یی ترشا پوری بوتلل او بیا یی هغه ځای ته واپس کڔه دکوم ځای څخه یی چې شروع کڔي وه))[رواه البخاری مختصرالبخاری /۱۴۳/]
(۱۵)-دغوږونو مسحه کول:
دنبی علیه السلام داودس په صفت کی دی((هغه سر او غوږونه یو کرتی مسحه کڔل))[ابوداود۱۳۳]
(۱۶)-دپښو او لاسونو ګوتی خلالول :
((دعبداللّٰه بن عباس رضی اللّٰه عنه نه روایت دی هغه فرمائی چی رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلی دی خلال کڔه ګوتی دلاسونو او خپو ستا))[رواه احمد وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۳۲۳۹/]
(۱۷)-ښي اندام مخکی وینځل او ګس (چپ)اندام روسته[رواه البخاری] :
(۱۸)-دپښو ګوتی په کچه ګوته سولول:
((نبی صلی اللّٰه علیه واله وسلم وو چی کله به یی اودس کولو نو دپښتو ګوتی به یی په کچه ګوته سولولی))[ابوداود صححه الالبانی/۴۷۰۰/]
(۱۹)هر اندام دری دری کرتی وینځل [اخرجه مسلم وعثمان اخرجه البخاری]-
(۲۰)-اسباغ-یعنی هر اندام پوره وینځل((پوره اودس وکره))[رواه احمد]:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۶)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سپين ګيرو خلكو د اكرام،عزت او تعظیم صورتونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په مجلس،په ناسته پاسته، په وتلو او ننوتلو، په صف وغيره کښي د دوى خصوصي خيال ساتل، په هغوی شفقت او ترحم کول، د هغوی سره مدد کول د هغوی سره نرم چلن او خوی کول؛ د هغوی د عُمر او کمزوری لحاظ کول، د هغوى جائز حاجتونه پوره کول، د هغوی نه حياء كول دا ټول د دوی په توقیر تعظیم او ادب کښي داخل دي). [وګوړه.عون المعبود۲۱۲۹/۹ بترقیم الشاملة]
دا طبعي خبره ده چې انسان بودا او زوړ شي نو په رنګ خوی، خبرو، عاداتو وغيره کښي ئي څه نا څه فرق راځي داسي ډير بد نصيبه خلک شته چې د سپين ګيرو او عمر خوړلو خلکو په خبرو په رنګ په جامو په ساده توب په غریبی د نظافت او صفائي په خيال نه ساتلو پسي، خندا، توقي، يا استهزاء كوي، نو دا عمل د دغه حديث خلاف دی!!.د الله تعالى نه ويره پکار ده، مؤمن انسان دي د دغه بد عمل نه سخت اجتناب وكړي!!.
حديث کښي دا هم راغلي چې مشران بوداګان او زاړه خلک د معاشري او کورنۍ لپاره د خير او برکت سبب ګرځيږي.[وګوړه. سلسلة الاحادیث صحیحة]
لهذا دوى په خپل ځان باندي بوج ګڼل نه دي پکار.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد دوم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-داودس په اول کی بسم الله ویل:
((دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي:دهغه چا اودس نه کیږی چې بسم الله ورپکی ونه وائی)) [احمد/۲۵/وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۷۵۷۳]
(۲)-دخپل لاسونه تر مڔوندونو دری کرتي وینځل:
((عثمان رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم داودس طریقه ذکر کوله نو اوبه یی دلوښي څخه راواڔولی او خپل لاسونه یی ترمڔوندونو دری کرتی ووینځل)) [البخاری ومسلم]
(۳)-خوله دری کرتي وینځل:
(۴)-پوزه ته اوبه اچول:
(۵)-او بیا بیرته پوزه سوڹ کول:
((حدیث دعثمان رضی الله عنه کې راځی .خولې ته یی اوبه واچولی بیا یی پوزې ته اوبه واچولی او بیا یی بیرته سوڹ کڔه))
(۶)-پوزه په ګس لاس (چپ لاس)لاس سوڼ کول: رواه الدارمی
(۷)-خوله او پوزي ته اوبه په ښي لاس اچول:رواه البخاری
(۸)-خوله او پوزی ته دیو ورغوي نه اوبه اچول:
(۹)-او دا اوبه دری کرتي اچول:
حدیث دعبدالله بن زید رضی الله عنه کی راځی[خولی او پوزی ته یی اوبه واچولی دیوورغوي نه او دا کار یی دری کرتي وکڔه] {مسلم۲۳۵}
(۱۰)-په غیر دروژی نه په پوزه کی اوبه زیاتی کش کول
((په پوزه کی اوبه دیری کش کره مګر که ته روزه یی))[ابوداود /۱۴۲/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۵)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي
د اسلامي شريعت بله ګټه دا ده چې غدر او دوکه يې حرامه کړې ده، الله پاک فرمايي:(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ)من سورة المائدة- آية (1)
ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان موراړی دی په عقدونو (وعدو) باندې پوره والى
وكړئ.
او الله پاک فرمایي:(وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا ﴾ [سورت اسراء : ٣٤)
ژباړه: په لوظونو باندې وفاء وكړئ ځکه دلوظونو باره کې تپوس کېدی شي.
او له نبي كريم صلى الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمايي: «لِكُلِّ غَادِرٍ لِوَاء يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يُقَالُ: هَذِهِ غَدْرَةُ فُلَان. [صحيح مسلم: ١٧٣٦]
ژباړه: د قيامت په ورځ به د هر دو که باز لپاره بیرغ وي، ويل کيږي به چې دا د فلانكي غدر او دوكه ده.
او نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: «أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، - وَعَدَّ مِنْهَا - وَإِذَا عَاهَدَ غَدَر». [صحيح البخاري: ٣٤]
ژباړ څلور خصلتونه دي چې په چا کې شته شي نو خالص منافق به وي، يو يي دا شمېر کړ: او کله چې وعده کوي نو غدر کوي.
او نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: «قَالَ الله تَعَالَى: ثَلَاثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ رَجُلٌ أَعْطَى بِي ثُمَّ غَدَرا». [صحيح البخاري: ٢٢٧٠]
ژباړه: الله فرمايي درې ډوله کسان دې چې د قيامت په ورځ به ورسره زه جګړه كوم، يو هغه سړی چې زما په نوم څه واخلي او بيا دوکه وکړي.
ـــــــــــــــــــــ
(۵)برخه
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی