سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ
Last updated 4 months, 1 week ago
لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82
نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador
Last updated 2 years, 7 months ago
به نام خدا
این کانال به عشق
ایران و ایرانی ساخته شده ?
کپے از مطالب کانال آزاد...
تبلیغات ارزان با بازدهی بالا ☟
https://t.me/joinchat/QY2mrkPweCsLVrw4
تنها پیج ما در اینستاگرام ?
Instagram.com/parsianlover
Last updated 1 month, 1 week ago
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، چې د داوطلبۍ په دولسمه ناسته کې د ۲۴۵ زره ۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت په دغه ولایت کې تازه استخراج شوي ۵ زره او ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول.
لوګر؛ د نږدې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې برخه کې څلور رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
لوګر کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې په برخه کې ۴ رغنیزې پروژې د دغه ولایت په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې پلې شوي او په بشپړېدو سره یې ګڼ شمېر زده کوونکو ته په مناسب چاپیریال کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو بیا تر دې مهاله د شاوخوا ۸۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي.
دغه پروژې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له لوري تمویلیږي او په بېلابېلو ولایتونو کې پلې کېږي.
د فراه ښار په اتو ناحيو کې د ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالي د نهو سړکونو د رغولو چارې د فراه ښاروالۍ له بوديجې د ۲۸ ميليونو ۲۵۰ زره افغانيو په لګښت پيل او د ۴ مياشتو په موده کې به بشپړې شي.
د مسوولینو په خبره، دغه پروژه به ولسي وګړو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي.
دغه دارلعلوم اداري، کتابتون او آی.ټی څانګې، ۱۰ درسي ټولګي، کمپيوټرلب، لمريزه برېښنا، ترانسپورټ او نورې اسانتياوې لري او د يو کال په موده کې جوړ شوی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې له غړو سره کتلي.
دې کتنه کې د یادې ټولنې غړو ویلي، چې افغان سوداګر په هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته لېواله دي او په خبره یې له اسلامي امارت سره د واخان لویې لارې د جوړېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر په کور دننه د افغان سوداګرو پر پانګونې ټینګار کړی او پانګوالو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې او مسوولینو ته یې د دې ملي پروژې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې کړي.
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوسمهال یې له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د سي. ټي. بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د نمونوي روغتون د چارو د پرمخ بېولو په موخه ګومارل شوي پلاوي غونډه کړې.
دې غونډه کې د یاد پلاوي غړو د دې روغتون د ترسره شویو چارو او د خپلو کړنو او اجراتو په اړه راپور وړاندې کړی او د دې روغتون لپاره د اړینو وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، د ساختماني چارو د بشپړولو، د وارډونو جوړولو، د اداري او خدماتي پرسونل او متخصصینو د ګومارلو، د طبي وسایلو او ماشینونو د نصب، د نورو اړتیاوو پوره کولو او د باکیفیته روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه هراړخیز بحث شوی دی.
سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ
Last updated 4 months, 1 week ago
لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82
نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador
Last updated 2 years, 7 months ago
به نام خدا
این کانال به عشق
ایران و ایرانی ساخته شده ?
کپے از مطالب کانال آزاد...
تبلیغات ارزان با بازدهی بالا ☟
https://t.me/joinchat/QY2mrkPweCsLVrw4
تنها پیج ما در اینستاگرام ?
Instagram.com/parsianlover
Last updated 1 month, 1 week ago