( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 2 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 4 days ago
خدایه ته مي د سینې هیلې پوره کړه
هم زما، هم د هغې هیلې پوره کړه
سپین څادر دازادۍ ورسره خوند کړي
هم د شام، هم د غزې هیلې پوره کړه
ستا لیقا، وي هم جـنت وي او جانان وي
خیردی زما دغه دوه، درې هیلې پوره کړه
نور توبه کړم خپل پر کړونو پښیمان یم
کړم زارۍ، کړمه سجدې هیلې پوره کړه
هره پــاڼه یي په غـــــــم باندي لړلې
زما د خــــواري کتابچې هیلې پوره کړه
ستا په دومره بادشــاهۍ کي ذالجلاله
د سخي سعید وړې هیلې پوره کړه
سخي سعید
غزل!!!!
نسته مرهم نستـــــه پټۍ نســته درمان
ژوند بې له تا دی پــه ژړا ټول دی تاوان
دنګه ياره چېرته به يې زړه مي تنګ دی
هجر پر ما وغــــــــــمېدی سم دي قربان
وه يې منه ستا په ياد کي شپې رڼوم
اوس مي په خدای زړه سوځيږي خپله پر ځان
ستــــــا يادونه دومره ډېر دي څه وکړمه
لکـــــــــه رېـــــګ ددښتو میرو لکه باران
زه زاهد دي مات مات کړمه پر ملا راخم
نــــــور اوجود کي دخوزېدو نه لرم توان
هدایت الله زاهد
زه چې د چا مخ کې لکه ستوری ځليدلی يم
بیرته د هغو له لاسه پوزې ته راغلی يم
وبښه اشنا نور مې دردمن رګونه مه چيړه
بله کیسه وکړه زه له دې کیسو لويدلی يم
زړۀ د رقیب یخ شو چې د يار په پښو کې ولویدم
خپلو دومره تنګ کړم چې پرديو نور بښلی يم
ته مې ننګه وکړه بیا خبره د اغيار کوه
اوس خو زۀ له خپلو نه پخپله کړېدلی يم
بلې په ګريوان مې دې د سويو اسویلو لمبې
دې د هجر اور ته تر لاسو خپلو نيولی يم
اې د سهار څرکه ما ته لار د ازادۍ ښيه
زه د تورو شپو له تور زندانه تښتيدلی يم
دومره خاموشي ده تنها خپله ژړا اورمه
دومره پردیسي خو زه له کاره اچولی يم
نشم لټېدلی اشنا ما تر مړوند ونیسه
زړۀ مې رو رو درد کړي چا په زړه باندي ویشتلی يم
خدايه چې د کومې قافلې جرس به واورمه
ځینې حاسدانو په کوهي کې غورځولی يم
مورې! ماته اوس هم د هغه نظر اثر ښکاري
چا په ماشتوب کې ستا په غیږه کې ليدلي يم
بس ده شیخه نور دې سپور منتر په رباب واړوه
ستا او د مطرب لاره يوه ده پوهيدلی يم
يو ځل دې پخپله انالحق ته زه تلقین کړمه
اوس دې د منصور غوندي په دار هم خیژولی يم
تاچې به حرام ګڼل اوس تا ته شو حلال هغه
زه دې لا تر اوسه په هغې ګناه نیولی يم
ته لکه چنډخ په نیمه شپه ذکر په جهر کړې
بس ده ریاکاره تش له خوبه دې ویستلی يم
ماته مخامخ نور په صاحب او جناب مه وايه
هغه نوم مې اخله چې دې بل ځای پرې بللی يم
پام زلميه زما په مخ کې رول د اتل ونکړې
زه مې په ماضي کې له تا سل ځله ښاغلی يم
بانګ د سهار وشو خو د شپې وحشت لا پاتې ده
دغه انتظار ته مې ملګرو کینولی يم
خوښ شم چې خبر شم چې زاړه ياران مې نوم اخلي
خیر دی که محفل کې چا کنزلی چا ستایلی يم
اوس خو مې پخپلو قدر نشته او رټلی يم
داسې وخت به راشي چې پردو به هم منلی يم
چيغه مې له خولې وزي خو جوړه شي غزل ورنه
زه مطمئن دې غمونو شعر ته هڅولی يم
( ارواښاد عبد/الحی/ مطمئن)
غزل
دا چې هر څه له کابله اړول دي
د شبنم څاڅکي له ګله اړول دي
د هوس د بندګانو ازادي خو
ستا پړونی له اوربله اړول دي
چې پيالې میالې رانه وړې ساقي جانه
دلته سر باندې غزله اړول دي
په مزل کې دا واړه واړه کارونه
کاروانونه له منزله اړول دي
ژوندون ټول لکه ناکامه مينه داسې
ارمانونه یو پر بله اړول دي
اوس نو لوی کار بس همدا چې دغه زړه مې
ستا د سترګو له مقتله اړول دي
د وخت تکې سرې لمبې ته وا تر څو دي؟
او پر موږ باندې تر کله اړول دي؟
له ملت سره ټکر څه دی "جانانه"
خپلې پښې په اوږو خپله اړول دي
جانان خدرخېل
١٤٠٣/٦/٣١
هجر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بلتون بلا دې زیر زیر راته ګوري
د فراق ډار ته دې مخامخ ولاړ یم
بوږنونکو ماښامونو کې ایسار یم
د جفا بار ته دې مخامخ ولاړ یم
بوږنونکو ماښامونو کې ایسار یم
رالویدلی هری پاڼی نه ډاریږم
هر یو وهم او ګمان کې مې خزان دی
چې پاڅېږمه خراب یمه رالویږم
مړاوو مړاوو چنارونو سره پایم
د بهار وار ته دې مخامخ ولاړ یم
ستړی غړي د وجود راباندی بوج دي
ستا د نشتون هر یو درد سره عذاب یم
د زغان پښو کې دانه وانه شیندلی
پاڼی پاڼی رژیدلی یم ګلاب یم
ښکلاګانی مې ګریوان ته څڅېدلی
د کوڅې لار ته دی مخامخ ولاړ یم
ستا انځور مې په ورغوي کې اوبه شو
اوښکې اوښکی بارانونو ته وران شوی
عمبري زلفې دې ورانی په بشر دي
زړه مې ډیرو ارمانونو ته وران شوی
مازدیګر دې لمر ډوبیږي ورته ګورم
د ښکلا ښار ته دې مخامخ ولاړ یم
ما په زړه د بلتانه زربې خوړلي
بند په بند په ټول وجود باندی مات مات یم
زهر زهر دود مې خیږي له پرهاره
بیابان دې رهبرانو ته خېرات یم
ایوبي! درپسی سرې تبی نیولی
د راتلو څار ته دې مخامخ ولاړ یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ایوبي
**علم پوهه !
مدرسي اومکتبونه دي آباد وې
دادعلم مرکزونه دي آباد وي
چي دجهل تیاري ووژني سهارشې
دادپوهې څراغونه دي آبادوې
پل په پل چي ږدي قدم وآبادی ته
داسي کړنې اوفکرونه دي آبادوې
افغانان دي ټول راټول پیوکهول شې
اتحاد او وحدتونه دي آبادوې
زموږ هیوادداقتصادقدم اخستی
پروژي اوکانلونه دي آبادوې
چي ترغوږ مي بیادفتحي آذان راشې
مسجدونه منارونه دي آبادوې
مهاجرچي پري لیکلې داڅوکرښې
راړنګ مشه دیوالونه دي آبادوې
مهاجرهروي**
**زړې خاطرې !
زړه کي مي زړي خاطرې پاته دې
هغه دحجرې خاطرې پاته دې
ته چي به مسکۍ شولې اولاړلې
درد وو پرسینې خاطرې پاته دې
شپه به وه یوڅوخواږه ملګرې و
لاس کي دډیوې خاطرې پاته دې
خوندوو انقلاب وو دسنګر غیږه
ماته ها خوږې خاطرې پاته دې
ستادشهادت وې آخرې سلګۍ
پروت وې پرتختې خاطرې پاته دې
ستړی ,مهاجر,سو آزادی پسې
راغله دهغې خاطرې پاته دې
مهاجرهروي**
ستا ده ویــنوبرکت دی طالب جانه
هیوادخلاص له شرارت طالب جانه
په هرزاکی مــــوورکړی ګــوزارونه
فیدایی ستاصداقت دی طالب جانه
ستی اخلاص اوصداقت نتجه داده
په وطن کی امارت دی طالب جانه
ستاسی غزم ستاسی لوړی حوسلی
افرین په اخوت دی طا ـلــب جانه
زمونګ به هرنه کړوارمان دفیدایانو
له دوینیاچیه رحلت طــالـــب جانه
دطالب سیف المنصورتــللوملګـرو
په نصب موشهادت دی طالب جانه
شاعرسیف المنصور
ملامحمدیقوب ته ډالی
ډیرراته ګران دی ملی رحـــبردی
زمری یقوب جان ابنی عمـــردی
اخلاص ورکړی رب ظل جــــلال
توقل په الله په رب ایـــــــظال
چی مخته ورزی دهردجــــــــال
دغه سړی مودزړګـــــیی سردی
سرحدونه ساتی تلپه غـــــیرت
ورکړی رب دی ډیرشــــجاعت
خلاص اوتقوا لری عظــــــــمت
دغه سړی موډیـــرمونه ور دی
هریاغی مخته دی لوی خـــــتر
جوړشوی غازی دغه لوی سپار
فروانه لری له هرخــــــــــــــــتر
سرحدکی شکاری دغه یونردی
ده سیف المنصوردی کوم صفت
چی ورک دی نه کړی داصـدقت
منم دی یاره په شجــــــــــــاعت
سیف المنصوره داقلــــــــندردی
سیف المنصور
غـزل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند ولاړ دی وخت روان دی، د ګړۍ د سکوت غږ دی
د شپونکي انتظار اوږد شو، د شپېلۍ د سکوت غږ دی
د فطري غرور انځور دی، په پرده کې یې ښکلا ده
د حیا پیغله مسکې شوه، د اوږۍ د سکوت غږ دی
د بڼو تارونه ریږدي، له نغمو یې اوښکي څاڅي
مینې لپه کړو لاسونه، د سلګۍ د سکوت غږ دی
د ناري نوري تضاد دی، د خاکي ښایست په لټه
د لمرین سکوت ښکلا ده ، د سپوږمۍ د سکوت غږ دی
د ژوندون په تکامل کې، ترسیم شوی لوی کمال دی
ستا د ذات په ابدیت کې، د نړۍ د سکوت غږ دی
رنګ یې ساز له اننګو دی، یاغي شرنګ یې د بنګړو دی
چې خپلواک یې خوشبو وینې، د غوټۍ د سکوت غږ دی
ثاقب خپلواک
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 2 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 4 days ago