( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago
رسول الله ﷺ فرمايلي دي: حیاء او ایمان سره ملګري دي، کله چې یو لۀ منځه ولاړ شي؛ بل هم ور سره لۀ منځه ځي.
(صحیح الترغیب (۳۵۰/۳)
🦋✨
نوی نعت شریف:
صدیق کتل ورته عثمان به پرې درود ویلو
ترنم : مولوي عبدالوکیل صداقت
شاعر : حنیف
۱- د قرآن کریم د ځينې سورتونو تفسير
۲- استشراق او پر اسلامي نړۍ د هغه فكري تأثيرات.
۳ـ استعمار، د استعمار تاریخ استعماري دولتونه، استعمار شوي دولتونه، د مستعمرينو ځايي ملگري او ځايناستي او د مسلمانانو د ژوند پر بېلابېلو
اړخونو د استعمار تأثيرات.
۴ - ويسټرنایزیشن ( د اسلامي نړى غربي كول).
۵ـ په اسلامي نړی کې د (شریعت) پر ځای د (وضعي قوانينو) د رائجولو اوږد او پراخ جریان
٦ - ډيموكراسي
۷ـ سیکولریزم ( د دین او دولت بیلول)
۸ـ نشنلزم
۹ـ تنصير (د غرب له لوري د انسانانو د نصراني کولو نړيوال حرکت).
نور په مدرسه او مبارزه: ۴۹۱ ص
مولوي عبد الهادي مج.اه.د په افغانستان سیمه او اسلامي نړۍ کې د اسلامي نهضتونو او حرکتونو او د هغ د تكاملي او تنزلي سير په اړه پراخه مطالعه کړې او د هغو د عروج او انحطاط اسباب او عوامل يې څېړلي دي.
مولوي عبد الهادي م.جا.هد د اتو اولادونو پلار دی چې درې يې زامن دي، دوه زامن يې له دیني مدرسې فارغان شوي مولويان دي، او دريم يې لا تر اوسه په مدرسه کې درس وايي.
مولوي عبدالهادي م.جاه..د د اسلامي نړی د مشهورو علماوو، ادیبانو او ليكوالو آثار لوستي، لولي يې او په خپلو ویناوو او ليکنو کې ترې استفاده كوي.
مولوي عبد الهادي مج.اه.د په خپل علمي ژوند کې تر ټولو مهمه مرحله هغه مرحله گڼي چې شپږ کاله د داسې يوې علمي كتابخانې کتابدار و چې تر پنځو زرو زیات د اسلامي علومو کتابونه ورکې ايښي وو او ده يې د ژمي په اوږدو شپو او د دوبي په اوږدو ورځو کې د يوې لويې برخې کتابونو پاڼې اړولې او د هغو تلخیصات به یې ذهن ته سپارل او يا به يې له ځان سره خوندي کول.
مولوي عبد الهادي مج.اه.د د اسلامي فكر او اسلامي تمدن تر څنگ د غربي افکارو اديانو، فكري مذاهبو او نظرياتو په اړه هم مطالعه لري او په دې يې سر خلاص کړی چې غربیان ولې او څنگه له تحريف شوو اسماني دينونو څخه مادي او الحادي فكري مذاهبو او فلسفو ته ور واوښتل او څنگه یې اسلامي نړی ته مادي او الحادي افکار را صادر کړل.
د مولوي عبد الهادي م.جا.ه.د د فکري او علمي فعاليتونو د تمركز نقطه دا ده څنگه د افغانانو نوي نسل ته د اسلام خپل فکري معنوي او اخلاقي ارزښتونه ور تلقین کړي څنگه یې د اسلام د دښمنانو له توطيو باخبره وساتي ترڅو په هغوئ پسې روان نشي او څنگه يې په ځان کې د داسې وړتياوو ايجادولو ته وهڅوي چې د هغو په لرلو د خپل اسلامي نظام د تقويي، تداوم
او انکشاف فرصتونه رامنځته کړي.
رب تعالی دې يې له ابتلاءاتو او فتنو وساتي او الله تعالی دې يې د خپل دين په خدمت کې استعمال کړي.
مأخذ: مدرسه او مبارزه، ص/ ۴۸۸ـ ۴۹۵
د جناب، محترم، فلان او بېستان صېب نوم ته خوښېدونکو لپاره!
يوۀ کوچي عباسي خلیفه مأمون الرشید ته اواز وکړ:
ای عبد الله!!!
مأمون الرشید په قهر شو، ورته وایي:
ته ماته په خپل نوم را اواز کوې؟!
کوچې ورته کړل: موږ (الله) جل جلاله ته هم پخپل نوم (الله) جل جلاله اواز کوو.
مأمون يې داسې غلی کړ لکه په خوله یې چې په تیږه وولې.
إظهار الحق عزيز
په نظام کې داسي سپیڅلي اشخاص هم لرو چې د میاشتې اخیر کې څو سپیني ورقي په شخصي روپیو اخلي بیرته یې د دفتر له نورو ورقو سره یو ځای کوي چې ممکن د نافهمي له وجي به د بیت المال ورقي د کار په جریان کې راڅخه ضایع شوې وي.
دوه دردونکی انځورونه ..............‼
دواړه د آمریکایی جنایکارانو جنایتونه دي؛ یو په دویمه نړیواله جګړه کې کله چې امريکا د جاپان په جزیره اتومی بمونه وکارول یوه ماشوم د خپل مړه ماشوم ورور جسد تر شا تړلی؛ او بل بیا د غزې مظلومه مسلمان خورکي چې ایک یوازې پاتی او د خپل کوچنی ټپی ماشوم ورور دروند بار یې پر اوږو اړولی او د ژوندي پاتی کیدو لپاره له سیمې په لوڅو پښو یې د اوږده سفر تابیا کړې ده ......‼
دا جنایتونه د هغو کسانو له لوري تر سره شوي چې په نړۍ کې ځانونه د بشر د حقوقو، آزادي د ماشومانو او د ښځو د حقوقو ټيکه داران بولی ...
د اسلام د دښمنانو مهم اهداف
نن چې اروپا د اروپايي یووالي په لور خلګو ته بلنه ورکوي، خو بلمقابل د اسلامي یووالي د مخنیوي لپاره یې کمین نیولی دی. که امریکا د بشر د حقوقو خبرې کوي،خو بل طرف ته د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې لپاره قصد او اراده لري. که روسیه د نړیوال امپریالیزم پر وړاندې برید کوي، خو خپله د هغو پلان جوړوونکو په سر کې ده چې د اسلامي نړۍ د محاصرې لپاره هڅې کوي او د نظامي اډو په جوړولو او الحادي تنظیمونو په منځته راوړلو سره د اسلامي نړۍ پر وړاندې بریدونه کوي.
که کلیسا د مهاجرینو په اړه د مور په څېر د خواخوږۍ څرګندونې کوي، خو هېڅکله د ځینو هېوادونو د مهاجرینو لپاره اقدام نه کوي! که د لویدیځ سیاسي او کلتوري سازمانونه د فکر د آزادۍ او د انسان د حقوقو ناره پورته کوي، خو په حقیقت کې د هغه کسان پر وړاندې هیڅ کله نه درېږي چې د مسلمان ملتونو د وینې بهولو پلانونه لري. زموږ په وړاندې یو ژوندی مثال نن ورځ په غزه (فلسطین) کې لیدل کېږي، چیرته چې امریکا په ښکاره توګه د غزې شریفو خلکو پر نسل وژنې ټینګار کوي او هره ورځ د غزې د اشغالګر دولت لپاره لوی بم افگنونه او خطرناک بمونه برابروي. دا ټولې کړنې د دې لپاره ترسره کېږي چې جنګ او جګړه یې مالي سرچینې ډېرې کړي او بانکونه یې لا بډایه کړي، او بل طرف ته د مسلمانانو په قتل عام سره اسلام او مسلمانان ضعیفه کړي.
که صهیونستي یهودي سازمانونه د ځینو هېوادونو د مهاجرینو پر مخ خپل دروازې خلاصوي، همدغه جهنمي سازمانونه هڅه کوي چې د غزې خلک له خپلې خاورې وشړي او ډېری یې په پناهغوښتونکو بدل کړي.
نو دلته دوهمخیز چلند شتون لري او حسابونه په دوه ډوله تصفیه کېږي. د همدې او په سلګونو نورو دلایلو له مخې، بیا بیا وایو چې صلیبي جګړې لا هم روانې دي، په بېلابېلو بڼو، له ډېرې ځیرکۍ او ژورې اغېزمنتیا سره او په پراخه توګه خپرېږي. هر وخت خپل ځان له سره تنظیموي. شوروي اتحاد له دوه سوه زره عسکرو سره پر افغانستان برید وکړ، خو د اشغالولو توان یې ونهموند، نو معلومه ده چې ټوله اسلامي نړۍ نشي اشغالولی.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې کتابونه وګورئ: "طریق الدعوه فی ظلال القرآن". د احمد فائز له خوا راټول او ترتیب شوی، مخونه 111-108. "اسالیب الغزو الفکری للعالم الاسلامی"، مخونه 95-92.علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق.
په بيت المال كښي خيانت كول
بيت المال چى دټولو مسلمانانو سره شريك دى نوترڅوچی ټول مسلمانان بخښه ورته ونه كړى دالله «جل جلاله» دعذاب څخه نسى خلاصيداى داسى نده لكه غلا چې هغه سړى بخښه ورته وكړى چه ده غلا ځنى كړى ده خلاصيږى ځكه نوموړی کس په ټولو مسلمانانو نسى ګرځيدلاى چې بخښه ځنى وغواړى الله «جل جلاله» فرمايى :
¨إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الخَائِنِينَ {58}
ژباړه : بيشكه الله جل جلاله خائنان نه خوښوى . .
كوم وخت چى دبدر په غزاء كښى دغنيمت مال ونيول سو يوه توره ياپټو ورك سو ځينو منافقانو ويل دابه رسول الله «صلی الله عليه وسلم» وړى وى الله «جل جلاله» ددغه خبرى دښكاره كولوپه موخه اوپه بيت المال كښى دخيانت كونكى دعذاب په اړه لاندينی آيات شريف نازل كړى :
وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ .
ژباړه: نه ښايى نبى لره چې څه شى پټ كړى او څوك چى شى (دبيت المال ) څخه پټ كړى په ورځ دقيامت به په هغه شی سره راتلل به وكړى .
يعنى كوم شى چې يې په دنيا كښى پټ كړى وى په ورځ دقيامت چې راسى هغه شى به يې په غاړه وى ټول خلګ به يى شرمنده ووينى .
امام احمد «رحمة الله عليه» فرمايلى دى : تركومه ځايه چى زه پوهيږم نبى «عليه السلام» پر هيچا باندی دلمانځه کولو منعه نده كړى يو دبيت المال پرخيانت کونکی باندی او بل دځان بروژونکی باندی يې دلمانځه کولو منعه کړی ده .
زيدبن خالدجهنى «رضى الله عنه» روايت كوى : چې يو سړى دخيبر په غزاء كښى دبيت المال څخه يو شى پټ كړى ( كوم وخت چې مړسو ) رسول الله «صلى الله عليه وسلم» وفرمايل: دجنازى لمونځ مه پركوى ستاسو ملګری دالله «جل جلاله» په لاره کې خيانت کړی دی .
مأخذ: لوی ګناهونه د دوزخ لمبې
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
وظيفوي غفلت… ستر جرم او عظيم خيانت
صبغة الله وصيل
دندې ته ناوخته تګ، د رسمي وخت له پوره کيدو وړاندې تګ، په دفتر کې په شخصي چارو ځان مصروفول، غير حاضري، لنډه دا چې د ورسپارل شوي امانت په ادا کولو کې هر ډول ناغيړي کول وظيفوي غفلت ګڼل کيږي.
وظيفوي غفلت د اسلام له نظره کبيره ګناه او ستر جرم دی، ځکه دا په هغه تطفيف (حق تلفي) کې داخل دی چې له امله يې د شعيب عليه السلام قوم هلاک شو.
غلا يوازې دا نه ده چې يو څوک د ولس نغدې شتمنۍ په بډه ووهي د غلا بدترين ډول وظيفوي غفلت دی، که فکر وکړو چې خوږ نبي صلی الله عليه وسلم په سمه توګه لمونځ نه ادا کوونکی بدترين غل ګڼلی، دا خبره به بيخي واضحه شي.
په معاصرو قوانينو کې هم وظيفوي غفلت ستر جرم او د روڼتيا او د اداري کاري اخلاقو خلاف عمل ګڼل کيږي او په ډيرو هيوادونو کې غرامت او جزا ورته ټاکل شوې.
بناء په لنډه ويلای شو چې وظيفوي غفلت کبيره ګناه، ستر جرم، عظيم خيانت، له ولس سره ظلم، اداري فساد او د شهيدانو له ارمانونو سره ستره جفاء ده، دا خيانت به لا پسې زيات وي چې د افغان ولس په څير د يوه کړيدلي، ځوريدلي، بې چاره او مظلوم ولس په حق کې ترسره کيږي.
شايد ځينې خلک په خپلو اداراتو کې د کار د کموالي يا نه شتون بهانه وکړي خو حقيقت دا دی چې زموږ تاسې وطن جګړو ځپلی او بلها ستونزې لري او يو څوک که په صداقت سره کار وکړي په خپله اړونده اداره کې به زيات کار ځانته پيدا کړي.
شخصا په دې عقيده يم چې دغه غفلت که د ديني امورو (تدريس او داسې نورو) په پلمه هم ترسره کيږي حرام او کبيره ګناه ده.
که ځينې خلک د علم او جهاد په وجه هر څومره ستر امتياز اخلي وادېيخلي هيڅ پرواه نلري، خو داسې مسووليت بايد هيڅکله په غاړه وانخلي چې سبا يې له عهدې نشي وتلای او د ولس حقوق ورڅخه ضائع کيږي.
په پای کې د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه هغه قاطع مکتوب ستاسې مخې ته ږدم چې د وظيفوي غفلت کوونکو په اړه واليانو ته صادر کړی و.
( وقال عمرو بن قرة جاءنا کتاب عمر: إن ناسا يأخذون من هذا المال ليجاهدوا ثم لا يجاهدون فمن فعله فنحن أحق بماله حتى نأخذ منه ما أخذ) صحيح البخاري مع فتح الباري.
ژباړه: عمرو بن قرة وايي: موږ ته د عمر رضي الله عنه مکتوب راغی چې پکې ليکلي و: ځينې خلک له دغه مال (بيت المال) څخه په دې پلمه برخه اخلي چې د الله تعالی په لاره کې جهاد پرې کوي، خو بيا جهاد کې برخه نه اخلي، چا چې دا ډول کار وکړ، نو موږ يې د مال زيات حقداران يو ترڅو هغه څه بيرته ترې واخلو چې اخيستی يې ده.
د اسلامي نظام د استحکام په هيله
ټول آنلاين ملګري په مينه، عقيدت او اخلاص سره د کائناتو پر سردار ﷺ درود شریف ووایاست
اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ على نَبِيِّنَا مُحمَّدﷺ
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago