جنسی معلومات?

Description
دا چینل هیڅ نوعه دین خلاف نشرات نه کوي


مسؤول زوړ ډاکټر
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 1 day ago

9 months, 1 week ago

**! د موټک پريښودلو يواځيني لاره

لیکنه داکترخان
څنګه له موټک وهلو څخه ځان ژغورلی شو؟
يواځيني لاره يي.

دا  طريقه د هغه اشخاصو لپاره څوک چی ډير غلط فيلمونه ګوري او ځان نشي کنټرولولی.
او د غلطو فيلمونو کتلو په حال کي ددوی څخه موټک وهل کيږي.*
دلته د روانشناسی يو طريقه زه تاسو ته ښيم چي تاسو له موټک وهلو څخه ژغورلی شي.

ګوری دوستانو زه به يوار تاسو ته د پروسه تشريح کړم چي څنګه ستاسو څخه موټک وهل کيږي.
نوټ: دا ټول کارونه هغه وخت کيږي چي تاسو بيکاره او يواځي ناست ياست.

۱:تاسو اراده کوي چي زه به يو فيلم وګورم خو موټ به نه وهم فقط به يو فلم وګورم.

۲:خو کله چي تاسو فلم کتل شروع کړی دلته ستا سو نفس درته وايي يوه ويډيو لا بله وګوره نور نه. خو کله چي دوهمه وګوری نو بيا دي دريمې ته هم زړه کیږی. همداسي دا پروسه روانه وي چي يو بله پروسه شروع شي.

۳:کله چي تاسو د فلم کتلو په حال کي ياست نو تاسو د ځانه سره واياست چي فقط لاس باندی تيروم نور څه نه. کله چی ستاسو لاس ستاسو د تناسلي آلی سره ونښلي تاسو ته ښه خوند درکړي بيا فکر وکړی يوار لا بياهم. دا سي پروسه روانه وي تر دی ځایه چي تاسو مجبوره کړي  ځان انزال کړی.

اوس یی د حل لاره څه ده؟
يواځيني لاره يي داده چې کله مو د فلم کتلو اراده وکړه نو ژر تر ژره همغه ځای پريږدی او په بل څه ځان اخته کړی او د موبايل څخه مو هرډول خراب فلم پاک کړی ژر ترژره که څه هم زړه مو نه غواړي خو ددی په ګټه به وروسته پوه شی.
په همغه ګړی بايد فيلمونه پاک کړی.
دا کار ستاسو د ټينګي ارادی ښوونه کوي. چي ددی بعده زه موټ نه وهم .

شايد په دوهمه ورځ بيا هم ستاسو فلم کتلو ته زړه وشي خو ځان بايد په دوهمه ورځ حتمن کنټرول کړی تر ټولو مهمه ورځ دوهمه ورځ ده. که چيري مو په دوهمه ورځ ځان کنټرول کړ نو پوه شي چي نوري ورځي يي هم کنټرولولی شی.
شايد پنځه يا شپږ ورځي بعده ناکامه شی که څه هم  پنځه يا شپږ ورځي بعده موټ وهل تاواني نه دي مګر بيا هم بايد ځان ورڅخه خلاص کړی او دا خبري هيري نه کړي.
دا ليکنه حتمن شريکه کړی بايد دټول  افغانستان ځوانانو ته ورسيږي ځکه دا يوه نوي او سل فيصده کار کارکوونکې طريقه ده. نو حتمن يي عملي کړی.
بله ليکنه ددی په اړه کوو چي که چيري ۹۰ ورځي موټ ونه وهو نو زمونږ په بدن کي به څه تغيرات راشي.**

10 months, 1 week ago

**په خوب کی د شیطان خطاایستل یا احتلام

دخوب په حال کی دمنی وتلو ته احتلام وایی چی دا پر دوه قسمه دۍ یو طبعی احتلام اوبل غیری طبعی احتلام.
۱ ــ طبعی احتلام
یوځوان په میاشتی کی یو یا دوه ځله شیطان خطا باسی چی دا د منیو د زیاتیدو له کبله کیږی دی ته ناروغی نه وایی.
۲ ـــ غیری طبعی احتلام
غیری طبعی احتلام هغه احتلام ته وایی چی تردوو ځلو څخه زیات په خوب کی منی ووځی دا د دی له کبله کیږی چی دناروغ حسیات دومره زیات شی چی په لږ معمولی حرکت یی منی ووځی او دا د کمزورۍ له وجهی کیږی.
لاملونه:
مجرد اوسیدل ،موټ وهل اویا زیاته کوروالی کول، قبضیت، زیات خواړه خوړل، غلت چورتونه وهل،لوڅ فلمونه کتل.
دناروغۍنخښی:
ناروغ په هفته کی دوه یا دری ځله شیطان خطا باسی او ځینی وخت په یوه شپه کی دوه یا دری ځله یی خطاباسی ددغه ناروغۍ سره کمزوری او هیره هم وی.
پرهیز:
ده ګرم، چرب او قوی خوړو څخه دی پرهیز وکړی جنسی فلمونه او جنسی رسالی دی نه ګوری او فحاش خیالاتو نه دی ځان وساتي، اوبه دی ډیری چیښی.**

لایک مه هیروئ ?

10 months, 2 weeks ago

په جنسي اړیکه کې دغه دوه کارونه کول ډېر خطرناک دي، نوي ځوانان ترې بې خبره دي
لیکنه داکتر نوراحمد ظاهري
نوي ځوانان په کوروالي کې د خطرناکو کارونو په هکله چندان
? معلومات نلري، د معلوماتو دا نشتون سبب کېږي چې دوی په کم وخت کې د ډول ډول جنسي ناروغيو، حتی خپلو جنسي غړو ته د زيان رسولو سبب شي.?**

پخوا په جنسي اړیکو کې یوه لویه ناروا دا وه چې ډېرو خلکو به علاقه درلوده د شا له لارې د خپلې ښځې? سره کوروالی وکړي، دا کار د یوه لوري د ديني فرمانونو له لوري منعه شوی و د بل لوري یې ښځې ته سخت زيان درلود.?

په اوس وخت کې بيا یوه بله ناروا د? غوړېدو په حال کې ده، دا ناروا د خولې له لارې جنسي اړیکې دي، په حقيقت کې دې ته جنسي اړیکې نشو? ویلی خو حقيقت یې داده چې ښځه او نارينه د يو بل جنسي غړي په خوله باندې انزال ته رسوي.دا ډول? کړنې په صحي ډول د بدن لپاره خطرناکې دي، د ډول ډول ناروغيو د پيدا کېدو او انتقال کېدو سبب کېږي، ان د خولې د سرطان سبب کېدی?
لیکنه داکتر نوراحمد ظاهري**

11 months ago

سر دې لوړ ونیسه،
هر شخص سخت وختونه تجربه کړي دي، یوازې دا سخت وختونه په تا نه دي راغلي، هېڅکله مه تسلېمیږه استراحت وکړه/وقفه واخله، لېکن بیا یې پیل کړه خو، چُــپ مه پاتې کیږه، همېش ځانته جرئت ورکړه او مخکې لاړ شه
.

11 months, 1 week ago

څو خبري ؛
د پښتنو ښځي اکثره چی واده وکړي او له واده وروسته چاغه نشي نو خلک بیا وایی ګوره ....
زړه یی خفه ده
سمه یی نه ساتي ،
یا به ورسره جنګونه کوي یا به میړه ورسره وران وي خو زه وایم چي د ښځی وزن د ۷۰ کیلو څخه باید زیات نشي ، که هرڅومره ښځه چاغه وي په هماغه اندازه مرضونه تکلیفونه داټول ورپوري تړلي دي .
د کومي ښځي وزن چي زیات وي له جنسي اړیکي هیڅ خوند نشي اخیستي ځکه لکه خټه پرځمکه داسی پرته وي او اړخ په اړخ نشي تاویدلي نو که غواړئ چي له جنسي اړیکي سم خوند واخلئ وزن مو کنټرول کړي هم نارینه هم ښځینه .

11 months, 1 week ago

مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل یا Gastro-esophageal Reflux
مري له معدې څخه د یوه وره (sphincter) په وسیله جلا شوې ده. دغه ور له مرۍ څخه مواد پرېږدي چې معدې ته لاړ شي خو له معدې څخه یې بېرته نه راپرېږدي چې پورته لاړ شي. هر کله چې دغه ور سستېږي او پلې یې پوره نه سره ورځي، د معدې تېزاب مرۍ ته خېژي او هلته د سوي سبب کېږي. پخپله د معدې دېوالونه له ننه خوا داسې پوښ لري چې تېزاب ورباندې اثر نه شي کولای خو په مرۍ کې بیا دغه پوښ نشته، په همدې وجه سوی کوي.

دا ناروغي نسبتاً عامه او په افغانستان کې نسبتاً ډېره عامه ده او دلیلونه یې زموږ په دودونو، اقتصادي وضعیت، کلتور او عادتونو کې دي. د معدې د نورو ناروغیو په شان دا هم په روژه کې زور اخلي.

د ناروغۍ نښې نښانې: په مرۍ کې د سوځېدو احساس، خولې ته د تروشو اوبو یا د خوړو بېرته راتلل، په ستوني کې د ډکوالي احساس، ځنډمنه ټوخلي. دا ناروغي د شدت په لحاظ په څو درجو وېشل کېږي. په کمه درجه کې یې دا نښې نښانې کله کله لیدل کېږي خو په شدیده درجه کې یې ډېر کله. نښې نښانې معمولاً هله لا سختېږي چې څوک تروه شیان (لیمو، نارنج، اچار، سرکه)، ډېر غوړ، ډېر سره کړي شیان، او یا ډېره خواږه شیان وخوري.

د معدې او مرۍ تر منځ ور ولې سستېږي؟

که معده له حده زیاته ډکه شي، دېوالونه یې سره لرې کېږي او دغه ور هم د دېوالونو په پاسنۍ برخه کې لګېدلی دی، نو د وره پلې بهر خوا ته کش کېږي او د تړل کېدو په وخت کې پوره نه سره ورځي. له بلې خوا د معدې زیات ډکېدل، د معدې داخلي فشار زیاتوي. دغه فشار د وره پلې پورې وهي او چوله په کې پیدا کوي.

1له خوړو وروسته سم لاسي څملاستل یې بله وجه ده. په ناست یا ولاړ حالت کې د ځمکې جاذبه د معدې محتویات کښته خوا ته راکشوي او پورتنۍ خوا یې له فشاره نسبتاً خلاصه وي. خو که څوک څملي د جاذبې قوه د معدې محتوي په افقي یا هواره کرښه کې برابروي نو بیا هم د معدې او مرۍ ترمنځ ور تر فشار لاندې راځي. بهتره ده چې تر ډوډۍ وروسته اقلاً یو ساعت له څملاستو ډډه وکړو.

زموږ اکثره خلک د کوټې پر غولي ډوډۍ ته پلتۍ وهي خو غربیان بیا مېزونو ته پر چوکیو کېني. زموږ د ډوډۍ خوړلو طریقه مناسبه په دې نه ده چې پر ځمکې د ناستې پر مهال پر نس باندې فشار زیاتېږي. په دې حالت کې ساه اخیستل هم سختېږي او معمولاً له ډوډۍ سره هوا هم معدې ته تېرېږي، همدا وجه ده چې زموږ خلک نسبتاً ډېر ټېغونه وهي.

د پرتوګاښ یا ملاوستني ټینګ تړل او د تنګو جامو اغوستل پر خېټې او معدې باندې اضافي فشار تحمیلوي. نو ښه به دا وي چې د خوراک په وخت کې نسبتاً ازاد کالي واغوندو.

غربیان د اصلي (درې وخته) خوړو تر منځ سپک شیان خوري (snack) نو د ډوډۍ په وخت کې بیا لوږې دومره نه وي ځپلي چې ډوډۍ په بېړه وخوري او معده تر خولې پورې ډکه کړي.

11 months, 2 weeks ago

**موضوع : د کولمو چنجیان!
زیات شمیر ماشومان او کاهلان د چنجیانو په واسطه منتن کیږی چی اکثریت چنجیان په کولمو کی هګی اچوی او ژوند کوی.
چنجیان زیات وخت د غایطه موادو په معاینه او ځینی وختونه په غایطه موادو کی بیله مایکروسپکی معاینی په سترګو هم لیدل کیږی.
د کولمو چنجیان تر ۱۰۰ دوله زیات نوع لری چی عام دولونه یی عبارت دی له

☜ مدور چنجیان(Round worms)
  ☜ فیته مانند چنجیان(Tape worms)
☜ سنجاق مانند چنجیان(Pin worms)
  ☜ چنګک مانند چنجیان(Hook worms)

پدې چنجیانو د اخته کیدو اسباب:

Ⅰ: هغه اشخاص چی خام غذایی موادو خوری
Ⅱ: هغه اشخاص چی د داسی خاوری سره په تماس کی وی کوم چی په غایطه موادو ککړه وی
  Ⅲ: هغه اشخاص چی په کنارابو کی غایطه مواد نه کوی
  Ⅳ: د مچانو په واسطه د ککړ سوو موادو خوړل

اختلاطات:

کچیری په چنجیانو اخته کسان تداوی نسی نو د لاندی اختطلاتو سره به مخامخ سی
   ۱:- د کولمو بندش چی اکثراً د اسکاریس چنجی په واسطه منځ ته راځی
  ۲:- د چنجی بی ځایه کیدل
  ۳:- سینه بغل
  ۴:- کم خونی
  ۵:- د ینی ناروغی

په چنجیانو د اخته کسانو اعراض او علایم:

۱:- د نس دردونه
  ۲:- اسهالات
  ۳:- دلبدی او استفراق
  ۴:- په غایطه موادو کی د چنجیان شتون
  ۵:- خسافت او خستګی
  ۶:- زیات ټيغون ایستل
  ۷:- د وزن له لاسه ورکول

مدور چنجیان[Ascaris]

په افغانستان کی په چنجیانو د اخته کیدو معمول ترین نوع عبارت له اسکاریس چنجیانو څخه ده چی زیات شمیر واقعات لری.
اسکاریس چنجیان په کوچنی کولمو کی ژوند کوی، ددی چنجیانو لاروا په سږو کی په بالغ چنجی بدلیږی وروسته بالغ سوی چنجی هګی اچوی او په غایطه موادو کی لیدل کیږی.
زیاتره ناروغان کیدای سی بیدون د اعراضو او یاهم د پورته اعراضو درلودونکی وی.

سنجاق مانند چنجیان[Oxyuris, Enterobius]

دا چنجیان د کوچنیو کولمو د سیکوم په برخه کی ژوند کوی، زیات وخت د نوموړو چنجیانو ښځينه جنس د شپی لخوا د کولمو څخه خارجیږی او مقعد ته راځی او هګی اچوی چی د مقعدی د ناحیی د خارښ سبب کیږی او د مقعدی ناحیی د ګرولو او مښولو وروسته نوموړی هګی ددی کسانو خصوصا ماشومانو په نوکانو کی ځای پر ځای کیږی او کله چی ماشومانو لاس خولی ته وړی نو د دوباره اخته کیدو سبب کیږی. پدی دول چنجیانو اخته کسان اکثراً د شپی لخوا د مقعدی ناحیی خارش لری او دبی خوبی لامل یی کیږی.

چلاق لرونکی چنجیان[Trichuris]

دا دول چنجیان د چلاق په څير دی او په غټو کولمو کی ژوند کوی.
پدې دول چنجیانو اخته کسان خونی ناس ناستی ، د ګيدی دردونه ، د ریکتم پرولپس او د وزن له کموالی سره مخامخ وی.

فیته مانند چنجیان[Tap worms]

دا دول چنجیان د هغو حیواناتو د نیمه خامو غوښو د خوړلو څخه ووسته رامنځته کیږی چی غوښی یی خوړل کیږی.
شپږ بیلابیل دولونه یی په انسانانو کی ناروغی رامنځته کوی چی دری دوله یی اوږده او پاته دری نور یی کوچنی دی.

تشخیص:

زیاتره وختونه د چنجیانو یوه برخه د غایطه موادو سره خاریجیږی چی د غایطه موادو په معاینی سره دیر ژر تشخیص کیدای سی.

درملنه:

ددی دول چنجیانو په درملنه کی د لاندی درملو څخه استفاده کوو

هغه ماشومان چی دوه یا د دوه کاله څخه زیات عمر ولری Mebendazol 100 mg او یا هم Albendazol 400 mg د درو ورځو لپاره ورکول کیږی

هغه ماشومان چی د یو څخه تر پنځه کالو عمر ولری  Pyrantel 125 mg په واحد دوز سره ورکول کیږی

هغه ماشومان چی د شپږ څخه تر دولس کالو عمر ولری Pyrantel 250 mg په واحد دوز سره ورکول کیږی.**

11 months, 2 weeks ago

**ولي دځينو خلکو اولادونه نه کيږی اولاملونه يي څه دې
راځئ داموضوع راسره معا لږه کړي
دنورو دوستانو سره يي شريکه کړي دثواب په حا طر
1-د#سپرم يا منيومقابل کي انټي باډي موجوديت په
دي معني چي زموږ خصيه سپرم جوړوي حو همداسپرم يا
مني زموږ دبدن ددفاعي سیسټم په واسطه له منځه ځي

2،دseminalvesiclesپه نامه کوچني ،،#عذا په تنا سلو

سيسټم کي شتون لري ددکوچني عدی ناروغي نارينه د

بي اولادي له ستونزو سره مخامخ وي

3د,#جنسي ځواک کمزوري جنسي کمزوري څو اړخونه

لري که رواني ناروغي ولرونو جنسي ميلان موکميږې
دخصيي ناروغي جنسي کمزوري منځ ته راولي او دبي

اولادي سبب ګرځي ددي ترڅنګ په تنا سلي غړي کي

ساختماني ناروغي ددي ستر نزي سبب ګرځي

4دکوروالي له لاري د# ساري ناروغيو ليږدول يا

sexually transmitted diseases

که نارينه له يوي ښځي د زياتو سره ناروا جنسي اړيکي

ولرددي ناروغي چانس يي ډير دی

5د# خصيو ارثي ناروغي ددغه ډول عقامت ياشنډتوب

اصلي علت يي لاندي معلوم شوي ولي دانسان جنيټيکي

جوړښت ځيني وخت داسي غواړم شوي وي چي دسپرم

جوړوني ځواک نلري او همداډول بي اولادي لا تراوسه د

يوي #معما په څير په پرمختللي نړي کي ديوه چلنج په

حيث لا علاجه پاته ده

6وريکوسيل varicoceleدحصيو يا هګيو نه د#ناپاکي

ويني وړونکي رګونه که چيري په خپلو منځونوکې سره

تاوراتاو اووپړسېږي دغه ناروغي جوړوي اوبيا دوخت پر

تيريدو دبي اولادي سبب کيږي**

11 months, 2 weeks ago

**ښځې او نجونې څنګه د میاشتني عادت پرمهال درد او ناراحتي کمولی شي:
د يو خور د پوښتنې ځواب!

نژدې د ټولو ښځو او ځوانو نجونو لپاره د میاشتنۍ عادت یا ” قاعده ګۍ “ ورځې د میاشتې ستونزمن وخت وي.
دا تر قاعده ګۍ مخکې له یو ډول عمومي ناارامۍ ((Premenstrual Syndrome) ) سره پیلیږي او وروسته درد، زړه بداوی، او ذهني ناارامي هم ورسره ملګرې شي
دا هم ممکنه ده چې د یو شمیر ښځو طبعه او موډ ورسره خراب وي او پر ورځني کار تمرکز هم ورته ستونزمن وي.
ددې پر ځای چې په دې مهال د درد ضد درمل وخوړل شي، ښه ده چې د درد کمولو او نا ارمۍ لرې کولو لپاره ځینې طبیعي او کورنۍ لارې چارې وکارول شي. ځینې یې دلته یادوو
1- له هغو خوړو چې تیار او بسته بندي شوي وي، ډه ډه وکړئ. ښه داده چې په دې وخت کې سابه او ترکارۍ وخورئ، تازې میوه لکه کیله او نورې هم مرسته کوي. د هګیو خوراک هم ګتور دی. دا شیان د میاشتني عادت د درد په کمیدو او د طبعې ښه کیدو کې مرسته کوي.
2- که امکان ولري سپک ورزش وکړئ، لکه قدم وهل، داسې یو ورزش چې بیخي ډیر مو هم ستړي نه کړي خو د درد په کمولو کې سپک ورزشونه مرسته کولی شي.
3- په ګرمو اوبو لامبل، يا په ګرمه ټوټه ټکور د عضلاتو درد کموي، ناارامي لرې کوي او ستاسو وجود ته ټکور ورکوي.
4- ډیرې اوبه وڅښئ، دا هم د درد او ناارمۍ په کمولو کې مرسته کوي. خو له ډیرو سړو اوبو ځان ساتئ، چای او تودې اوبه په داسې وخت کې بهترین څښاک دی.
5- داسې خواړه وخورئ چې اوبلن وي.
6- پوره خوب وکړئ، ځکه د میاشتني عادت پرلپسې درد او ناراحتي ستاسو وجود ستړی کوي. نو پوره خوب د نا ارمۍ او درد په وړاندې ستاسو مقاومت زیاتولی شي.**

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 1 day ago