العصر بصرې څانګه

Description
العصر بصرې څانګې ته ښه راغلاست
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوئ مننه
Advertising
We recommend to visit

Producer and singer

Last updated 3 months, 4 weeks ago

#فکري_جګړه یوه لویه پاملرنه غواړي!
ستاسولپاره په زړه پوري نشریات

#حدیثونه

#عبرتناکه_قیصې

#شعرونه

#نعتونه

#غوره_ویناوي

#اونوراسلامي نشریات ستاسولپاره

https://t.me/Afghanmidia

Last updated 2 years, 2 months ago

دخوږ ژبی نعتخوان محب الله محبت دترانو رسمی چینل
https://t.me/uuiiiiijj

Last updated 3 months, 3 weeks ago

2 years, 3 months ago

غزل!!!

د خدای حب، د وطن حب له ټولنې سره مینه
په زړه کې به دې تل وې کړې ژمنې سره مینه

بیا وګوره چې څنګــه دروازې درته خلاصیږي
که پرې دې کړه د نفس له غوښتنې سره مینه

نظر دې د اولس پر ارمانـــونـــو بانـــدې ساته
زیا تیږې پســـــې نـــوره لــه فالنې سره مینه

په سخته کې یې تاته تر پلو لاندې ځای درکړ
د خړ کلـــــي له مینــــې شل کلنې سره مینه

د هرې ګلابي ځوانۍ ارمان به دې جانان وي
د پاڼـــې پاڼـــې ګل له سر ښندنې سره مینه

راځـــه، د سیف! د یار د عنبـــرې څڼو شماله
وږمـــې دې حسابم زمـا له څېړنې سره مینه

سیف صدیق

2 years, 3 months ago

غــــزل

زړه ته مي هرځلي رادرومي ستاخواږه یادونه
له کرار زړه باسي هر ځلي سي ترخه دردونه

ځای یې نیولی د زړه ګوټي ښه دردونه راکړي
شپه کـــړم شبګیر سهار ته رسومه زه اهونه

ګریوان مي لوندپه تړمو اوښکوبې اختیارکړمه
غـــم دي چاپیر کړله زما په دې سینه لاسونه

لــــکه یتیم په کاڼــو ویشتی یم د کلي خلګو
پــه زړه ساتلي مــــي بادار لره یو څه رازونه

وخته زه ډېـــر یم زورولی دې تر خو خاطرو
تــر منزل وه رســــوه زما د ژوندانه وختونه

په دغه کلي دغه ښار کي زندګي ګران ســوه
ایـوبـــــي وکړه ملنګي په صحرا کړه مزلونه

ایوبي الهام

2 years, 3 months ago

داتاچې صفاکار دخپل دفتر نيولی دی
دې شل کاله مر ميو ته ټټر نيولی دی

ده ستاپه اطاعت کې په سنګر حسن بيللی
په درز دبوشکه بم يې زورور حسن بيللی
له ډېرو پرهرو نه يې اکثر حسن بيللی
تاځکه اوس سپين پوستی ډرېور نيولی دی

په هغه چاپه ييزو خطرناکو مرحلو کې
دډرون پنجاو دو په وحشتناکو ګوزاروکې
هميش به درنه مخکې وودسربايللوتلوکې
تاټول افغانستان دده په سر نيولی دی
دې شل کاله مرميو ته ټټر نيولی دی

چې چاسره يې کړې شلکلنه تربګني ده
منم درب رضاوه داخو سل په سل صحي ده
ور کړې يې په دين باندې هرقسمه قرباني ده
خو اوس يې قرضدارانو دکور ور نيولی دی
دې شل کاله مر ميو ته ټټر نيولی دی

په هر يوه تعرض او هر کمين کې به دې يادوو
سحربه کورته لاړخو ماسپښين کې به دې يادوو
په ترور دهرظالم اوهر بې دين کې به دې يادوو
اوس هم يې وچې شونډې سرګګر نيولی دی

دزړه له درد غږېږو دعناد خبره نه ده
ترخه وينا به وي خو دفساد خبره نه ده
ليکلي مو هېڅ وخت ضد دجهاد خبره نه ده
ترابه زمونږ قلم هريو ډګر نيولی دی

تراب

2 years, 3 months ago

ځواني مرګه/

په سترګو کې مِ اوښکې شوي راډنډې ځوانیمرګه
په شاه وړمه دا ستا د یادو پلنډې ځوانيمرګه

که زه وم دا یادونه وو مرګی مې درنه اخلي
ترخې ترخې څپې یه کړي را لنډې ځوانیمرګه

چې څوک دِ دژوندون په خاطِرو باندِ ګویان شی
نو ساه مې ټپه بنده شي او زنډې ځوانیمرګه

فراق دې ښه بیخده زورولی یم لالیه
رنځور یمه شبکیر یمه پري شونډې ځوانیمرګه

اخ ظالِم بیلتون وهلی یم سینه کې په خنجر
له زړه نه مې را څاڅې وینې غونډې ځوانیمرګه

بی تا مې زندګې راباندې بوج شوه بی معنیٰ شوه
ارمان مې شهید شوی هیلي کونډې ځونیمرګه

(وقادملنګه) زه خو ورنه ستړی لاس په سر یم
ژوندون په ما وهلې دې ملنډې ځوانیمرګه

وقادملنګ زابلی

2 years, 3 months ago

حمــدشریف

څـرک د رڼـاوؤ او که تورتـم دی اللهﷻ اللهﷻ
ســتا ثنا وایـې کـه صـبحدم دی اللهﷻ اللهﷻ

مـست مـست سـندونـه وایـې حــمـدونـه
اوړي را اوړي ســـتــــا کــــړي ذکـــرونــه
دګل پــر پـاڼـه ذَاکر شـبنـم دی اللهﷻ اللهﷻ

شـمس کــه قـمــر دی ســتا ثــنـا وایـــــې
ځـــلانـــده سـتوري سـتا پـه یـاد پــایــــې
مَـالِکُ المُلکَ شان دي اعظم دی اللهﷻ اللهﷻ

تــــــوره تـــــیـاره وي سپـیــنـــه رڼـــــا شــي
حــکـــم داســتا دی شــپـه چـــې ســبا شـــي
امر دي خدایـه حـق مُـسَلَّـم دی اللهﷻ اللهﷻ

جـــن کــــه بشـــــر دی تــــاتـــــه تــــابــــع دي
ســــتا وقـضــا تـــه هــــروخـــت قــــانـــع دی
پر ټول عـالم دی حکم اَلـزَم دی اللهﷻ اللهﷻ

تســـبـــیـح دي وایـــې هــرشی ګــویــان دی
خــــوار سعــــیدمــل: دي هــــم ثناخوان دی
مغفرت غواړي ډیر درته ګرم دی اللهﷻ اللهﷻ

سعیدمل

2 years, 3 months ago

غزل

راماتېږمه په لاره ستاله غمه
یم لوېدلی نورله کاره ستاله غمه

ستاله یاد سره مي ټوله شپه ژړله
ځوانیمرګه ورکه یاره!ستاله غمه

په صحراکي دملنګ په څیر اوسیږم
شومه ورک له خپل دیاره ستاله غمه

بیلتانه دي یاره ډېریم دردولی
له خوښۍ شوم برکناره ستاله غمه

له بڼومي رڼې اوښکي راوریږي
ټوله شپه تر روڼ سهاره ستاله غمه

دمسرور دڅنګ ملګریه رانه ورکه
په زړګي شومه پرهاره ستاله غمه

مسرورغزنوي

2 years, 3 months ago

ســـــتا بیلتانه چي زما دزړه په کور چاپه ووهل
ورک مي شو خوب زړګیه ما درپسې شپه ووهل

دهجر درد سره شریکي مي د ژوند چاري شوې
دهــجــر درد دي پـــه چـــړو زمــا سـیـنه ووهل

غـلی راغـلی دي مــزارته په نمـجـونو ســـترګـو
ستا دمـــزار خـاوره مي سترګوته رانجـه ووهل

کـړم سلـګـکۍ دي دا راپـاته تصویرو ته همـیش
دویر سلـګۍ مي ستا تصویر ته په کـاتـه ووهل

څنګه به وکـړم دزړګي دپــــــرهـرونو عــــــلاج
طبیبه تـــا مي په زړګـي دعـشـق ټـــاپــه ووهل

دومره شوه زیاته پردېسي مي اې اسد حماسه!!
پـر لار چي تـلــم  لاسونه مي پر دېــواله ووهل

اسد

2 years, 3 months ago

د چوپړ ډېوه

ستا د ښایست غېږ کې ویده ګلونه
سـپـیـنـه طالـبه صــدقـه دې شـمـه

ستا ده بڼـو له غـشو ځان نه ساتم
ستا ده بڼـو له وارو مـړه دې شـمه

په حسـن حـد نلرې ګـران هـېواده
د ښایست شور ته نزرانه دې شمه

ستا د سکون دښمنان نه پرېږدمه
خـیر دِ لمبه دې شم ایره دې شمه

ثـنـاء ارمــان پـه زړه هـمـدا لـرمه
سـتا د تیاره چوپړ ډېوه دې شمه

ثناء تبسم

2 years, 3 months ago

دتخلیق او دتکوین د راز محور دی
دا جهان یې د وجود تحت اثر دی

ازدحام به څنګه نه پر میخانه وي
یار ساقي د میجامونو دکوثر دی

چي سپوږمۍ یې له جمال لمر له جلاله
اقتباس یې له ده کړی د هنر دی

دا شفق چی په سرخیو ښایسته دی
دا د ګل د ګلابي شونډو زیور دی

ځان ورکیږي له سړي نه یې په عشق کي
بي ساحــله دجـــنون لـوی سمندر دی

چي له زړه مې فواري د وینو وزي
زخمي کړي دچا سترګو په نظر دی

که یې زیری پر مامون د وصل وسو
د هجران روژه یې تیره سوه اختر دی

مامون

2 years, 3 months ago

ماته شرمنده شوله له شوره نړۍ ولویده
ماته امریکاشوله له زوره نړۍ ولویده

اوس ده طالب جان ده ورکولو تصمیم نه لري
اوس له ها خبروڅخه نوره نړۍ ولویده

اوس امریکاچاته ده کتلوپاتی نشوله
اوس خوامریکاشوله مختوره نړۍ ولویده

ای ترخاورولاندې ګران امیرالمؤمینیه ته
سردي کړه راپورته او وګوره نړۍ ولویده

ای جلالدینِ حقاني زیری مي واخله ته
وینودي رنګ راوړلو منصوره نړۍ ولویده

ای ذبیح الله زاهده اوس موخپلواکې شوله
تاته مبارک شه زاهد وروره نړۍ ولویده

ذبیح الله زاهد

We recommend to visit

Producer and singer

Last updated 3 months, 4 weeks ago

#فکري_جګړه یوه لویه پاملرنه غواړي!
ستاسولپاره په زړه پوري نشریات

#حدیثونه

#عبرتناکه_قیصې

#شعرونه

#نعتونه

#غوره_ویناوي

#اونوراسلامي نشریات ستاسولپاره

https://t.me/Afghanmidia

Last updated 2 years, 2 months ago

دخوږ ژبی نعتخوان محب الله محبت دترانو رسمی چینل
https://t.me/uuiiiiijj

Last updated 3 months, 3 weeks ago