فکري جګړه

Description
د فکري جګړې په اړه لیکنې دلته ولولئ
Advertising
We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 2 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 1 month, 3 weeks ago

Last updated 5 months, 3 weeks ago

1 month ago

‏د موسی علیه السلام د نابودۍ لپاره فرعون ۱۲۰۰۰ اسرائیلي ماشومان شهیدان کړل خو د کائناتو د ستر ذات فیصله بېله او عملي کېدونکې وه چې موسی علیه السلام یې د فرعون په کور کې ستر کړ، د اسلامي نظام د ختمولو او له منځه وړولو لپاره د وخت فرعونیانو خپل ټول توان په کار واچوه او په لکونو بېګناه مسلمانان یې شهیدان کړل خو د قادر مطلق ذات په اراده سره د اسلامي نظام سر سپارلي سپاهیان له نویو تجربو او لوړ مورال سره یو ځل بیا را وګرځېدل او د وخت د فرعونیانو خوبونه او خیالونه په سنید لاهو شول.

1 month ago

غربيان ولي زموږ ځوانانو ته پناه ورکوي؟

حسان مجاهد

کله چې دتبوک له غزا څخه درې تنه صحابه کرام؛ کعب بن مالک، هلال بن أميه او مراره بن ربيع (رضی الله تعالی عنهم) پرته له کوم عذر څخه پاتې شو؛ نو هغه مهال يو نصراني باچا چې غسان نومیده؛ کعب بن مالک ته يو ليک وليږل چې په کې ليکل شوي و « زه خبر شوم چې تاسره خپل ملګري (رسول الله صلی الله عليه وسلم) جفا کړې ده.... ته موږ ته راشه او موږ به ستا ډیر عزت وکړو او وبه دي نازوو» خو کعب (رض) د غسان باچا په دسیسه ښه پوه شو او هغه ليک يې وسوځاوه.
دلته بايد تم شو اوفکر وکړو چې ولي يو کافر باچا ځوان صحابي ته د خواخوږۍ او غمرازۍ بلنليک ليږي او دوه تنه په عمر پاخه او زاړه صحابه کرام مراره او هلال (رضی الله تعالی عنهما) ته دکوم وړانديز ليک نه ليږي؟!

دکفارو دا ډول دسیسې نن ورځ هم رواني دي، په اسلامي ټولنو کې په دین مستقيم ځوانان او پيغلې له مختلفو لارو په مختلفو بهانو غرب ته تشويقوي لکه: له زدکړو او پرمختګه پاتي کيدل، بې کاري، اقتصادي ستونزې، د بشري حقوقو نه خونديتوب او داسې نور....
په پايله کې يې داسلامي ټولنو ځوان نسلونه  دغرب تهذيب او تمدن خپل کړي، دخپل دين (اسلام) او اسلامي تهذيب پر خلاف دښمني پيل کړي، د باطل لارویان او دحق دښمنان وګرځي، کفر ته يې تر اسلام ګټه ډیره رسیږي او په راتلونکي کې همدغه دغرب روزلي کسان بیا په اسلامي نړۍ حاکمان جوړيږي.
نن که له يوې خوا حکومت ته دغه مسؤليت راجع کيږي، چې دځوان نسل دکار او تعليم غم وخوري او امکانات ورته برابر کړي؛ داشان باید  ځوان نسل هم دکعب بن مالک (رض) په څېر دکفارو په خوږو او تير ايستونکو خبرو دوکه نه شي، دوی بايد له خپل هېواده بهر لاړ نه شي او په خپل هيواد کې خپل مسلمان اولس ته خدمت ترسره کړي؛ ځکه کفار دمسلمانانو په هيڅ صورت کې نه شي دوستان کيدلای، هغه کسان چې له هيواده بهر ايستل شوي دي؛ له ډول ډول ستونزو څخه شپه او ورځ کړيږي، چې غوره بېلګه یې له هیواده بهر په کیمپونو کې ميشت افغانان دي.

1 month ago

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام!

ویاند محسن احسان

1 month ago

داعشي خوارجو د شام د جهاد یو مخکښ قومندان شهید کړ

تېره پنجشنبه د سوریې په ادلب ولایت کې د داعشي خوارجو په يوه برید کې د سوریې د جهاد یو مخکښ قومندان شهید شوی دی.

د راپورونو له مخې، یوه داعشي چې په ځان پسې یې بارود تړلي وو د ادلب په سرمدا ښار کې هغه کور ته ورننوتي چې ابو ماریا القحطاني له خپلو ملګرو سره پکې ناست وو او ځان ته یې چاودنه ورکړه. د چاودنې له امله پخپله ابو ماریا القحطاني له یو شمېر نورو ملګرو سره یوځای شهید شوی دی.

د ابو ماريا القحطاني خپل نوم میسرة الجبوري و او اصلا د عراق د موصل اوسېدونکی و. نوموړی د جبهة النصرة له مؤسسینو او د داعشي خوارجو له سرسختو مخالفینو څخه و او هممهاله د بشار الاسد رژيم او د هغه ملاتړو ته هم مطلوب و.

داعشي خوارجو تراوسه پورې رسما د القحطاني د شهیدولو مسؤلیت نه دی منلی، خو مطبوعاتي کسان یې په شهادت خوښي ښکاره کوي او پړه یې د فتنې راپورته کولو په‌ موخه پر هیئة تحرير الشام وراچوي.

1 month ago

پاکستان ولې د داعش تر څنګ ولاړ دی؟
محمد نوید

رویټرز آژانس په خپل وروستي راپور کې لیکلي وو چې د داعش د خراسان څانګې رهبري د پاکستان په بلوچستان ايالت کې فعاله ده.

د پاکستان او د داعش د خراسان څانګې دوستانه اړيکې يو حقيقت دی او سترګې پرې نه شي پټېدای، ځکه پاکستان په دې خاطر د داعش تر څنګ ولاړ دی، چې له يوې خوا افغانستان نا امنه وښيي، له بلې خوا د اسلامي امارت پر حکومت او مشرانو فشار راوړي، چې د بالقوه وسلې په توګه له داعشه هم کار اخيستی شي، په دې اړه په دې وروستيو کې د پاکستان پخواني مؤقت صدراعظم انورالحق کاکړ هم په ډاګه وويل،چې ((که اسلام آباد د داعش ډلې ته پناه ورکړي او يا يې ملاتړ وکړي، کابل به يې څنګه احساس کړي!؟))

دا یوازې یو شعار نه، بلکې یو واقعیت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې کله د افغانستان واګې د اسلامي امارت لاس ته ولوېدې ، داعش ډله سخته وځپل شوه او په افغانستان کې خوندي ځايونه ورته پاتې نه شول، د یادې خارجي ډلې د رهبرۍ په سطحه مهمې هستې له منځه لاړې او ریښې یې وچې شوې نو ياده ډله مجبوره شوه پاکستان ته وتښتي او د پاکستان پوځ او استخباراتو په مېلمستونونو کې مېلمانه شول او له هغه ځايه د پاکستان پوځي اداره یې د افغانستان پر اوسني حکومت د فشار راوړلو لپاره کاروي.

دا چې يو هېواد په خپله د داعش يا کومي بلې ترهګرې ډلې د پناه ورکولو او ملاتړ خبره کوي، يا دا چې نور هېوادونه د همدغو ډلو ټپلو له لارې تر فشار لاندې راولي، نو بيا ولې دوی خپله پړه پر نورو اچوي او په نړيواله کچه دا نارې سورې وهي، چې موږ ته د افغانستان له خوا د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی، يا موږ خپله د ترهګريزو بريدونو قربانۍ ورکوو؟

د پاکستان دغه ډول پاليسي ډېره د خندا وړ خبره ده، چې هم خپله ترهګر روزي او هم يې ملامتيا پر افغانستان ورتپي، ځکه په تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو کې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته دا مالومه شوې وه، چې د ترهګرۍ اصلي سرچينې چېرې او چيرته ترې ګټه پورته کېږي، دغه راز امريکا او متحدينو ته يې اوس جوته شوې، چې له افغانستان خاورې موږ ته هېڅ ګواښ نشته او خپله جوبايډن پر دې اعتراف وکړ، چې هېڅ کومه ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان له لوري ګواښ نه متوجه کېږي!

اسلامي امارت هم د سيمې او نړۍ هېوادونو ته په ځلونو ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به زموږ خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي او نه به هم جنګي ډلو ټپلو ته اجازه ورکړو، چې په افغانستان کې د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره يو ځل بيا سر راپورته او کورنۍ او بهرنۍ امنيتي اوضاع خړه پړه کړي، نو بيا ولې په افغانستان کې د ترهګرو د احتمالي ګواښونو په اړه امريکا اندېښمنه ده!؟

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، هغه ادعا چې اسلامي امارت تل بې بنسټه بللې ده.امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو د شتون له امله اندېښنې څرګندوي،چې څو اونۍ وړاندې توماست وېسټ له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په صراحت سره وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې موږ له پاکستان سره ولاړ يو. پاکستان د تېر په شان يو ځل بيا د افغانستان د ثباتۍ او سوکالۍ لپاره سناريو مخ ته وړي او غواړي له دې لارې خپلو شومو موخو ته ځانونو نږدې کړي او يو ځل بيا پر افغانانو ترهګري او نا امني ور وتپي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په دې ښه پوهېږي،چې د ترهګرۍ ځاله خپله پاکستان دی او تل د نورو هېوادونو پروړاندې د سياسي موخو لپاره له ترهګرو څخه ګټه اخلي، خو امريکا پرې سترګې پټې کړي دي.

امريکا د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره هر وخت ضد و نقيض ادعاوې لري، له يوې خوا د خپلې پالېسۍ، پروګرام او پروژې پر بنسټ غواړي پر اسلامي امارت يو ډول نه يو ډول فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني؛ له بلې خوا دا خبره ځکه کوي، چې اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ وېره شته او غواړي نړۍ ته وښيي،چې موږ د همدې لپاره افغانستان يا اسلامي امارت په رسميت نه پېژنو چې يو ستر لامل يې د ترهګرۍ شتون دی، ځکه نړۍ خو له دوی (امريکا) پوښتنه کوي،نو چې دا پلمه ونه کړي نور به څه ځواب ولري؟

1 month ago

افغانستان کې داعشیان امریکا او ناټو رامنځته کړل: ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې د داعشي خوارجو څانګه د امریکا او انګلستان په هڅو رامنځته شوې او د هغوی ملاتړ له ځان سره لري.
ضمیر کابلوف دا څرګندونې تازه له RTVI ټلوېزون سره په خپله مرکه کې کړې دي.
کابلوف ویلي، ”د خراسان داعشیان تقریبًا لس کاله مخکې هغه وخت راپورته شول چې امریکا او ناټو په افغانستان کې زیات شمېر عسکر درلودل، خو له خپل ظهور سره سم یې تر ټولو لومړی طالبان چې وسله وال مقاومت یې کاوه په نښه کړل، نه امریکایان، چې اشغالګر وو“.
د ضمیر کابلوف په خبره، ”داعشیان داسې راپورته شول لکه تر باران وروسته چې پوڅکۍ [مرخېړي/سمارق] راخېږي. دا مهمه خبره ده. کله چې به موږ امریکایانو او د هغوی ملګرو ته دا خبره وکړه، نو دوی به تر خپله وسه په هر ډول کوښښ کاوه چې د داعشیانو ګواښ کم وښيي او ادعا یې کوله چې په افغانستان کې اساسي ګواښ د القاعده دی“.

کابلوف د خپلې خبرې د اثبات لپاره د ۲۰۱۸ز کال په نیمايي کې، د امریکایانو او د هغه وخت د ګوډاګي رژیم لخوا په چورلکو کې د جوزجان په درزاب او قوشتیپه ولسوالیو کې د اسلامي امارت له عملیاتو د داعشیانو د خلاصولو موضوع ته اشاره کړې ده،”... کله چې طالبانو له داعشیانو سره جګړه شروع کړه، پر داعشیانو یې فشار راوست او نابودولو ته یې نږدې شول، نو عین په همدې وخت کې امریکايي چورلکې راښکاره شوې او داعشیان یې د جنګ له صحنې وایستل. داسې څو ځله شوي دي او موږ داسې پيښې رسنیزې کړې هم دي“.
کابلوف زیاته کړې چې د خراسان خوارج عملًا یوازې د امریکا له دښمنانو سره په جګړه اخته دي او امریکا یې هم کمزوري کېدل نه غواړي، ”[اسلامي امارت] له داعش سره په کشمکش کې له ستونزو سره مخ دی، خو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې؟ ځکه چې تښتېدلو امریکایانو او د ناټو غړو هیوادونو بندیزونه ورباندې ولګول، د دوی ملي شتمنۍ یې غلا کړې او تر هر ممکن حده یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ترسره کولو په برخه کې امارت کمزوری کړ. موږ باید په دې فکر وکړو. د دې مطلب دا دی چې یو لوری شته چې د [اسلامي امارت] لخوا د خراساني داعشیانو ځپل کېدل خوند نه ورکوي“.

1 month, 1 week ago

‏دا دین د شهداوو په قریانیو، د غازیانو په زحمتونو او تکالیفو پالل سوی، ددې دین لپاره ستري ستري هستۍ قرباني سوي.
ددې دین د دفاع لپاره نبي کریم صلی الله علیه وسلم په احد کې خپل مبارک دندان له لاسه ورکړه/ شهیدان سوه.
ددې دین لپاره حمزه سوری سوری سو.
‏ددې دین لپاره خالد ابن ولید رضي الله عنه بې څاري غزاګاني وکړلې، ددې دین لپاره ډېرو اتلانو سرونه نذرانه کړل.

موږ او تاسو ددې دین غلامان یو، ددې دین لپاره زموږ قرباني هیڅ ده، زموږ بدنونه هیڅ دي.

موږ یې باید په دفاع کې سرونه نذرانه کړو.

1 month, 1 week ago

‏دا نړۍ په ما او تا نه ده ودانه!

که سبا موږ او تاسو مړه سولو نو دا نړۍ نه ورانیږي، دا نړۍ به لاهم روانه وي، ددې نړۍ تر ټولو بهترین انسان محمد صلی الله علبه وسلم هم له دې نړۍ څخه کوچېدلي خو نړۍ لاهم روانه ده، تاریخ اوړي.

نو خپل اعمال د ځان ملګري کړه او ښه یې وروزه!
#فاني_نړۍ

1 month, 1 week ago

د بنغليانو عقیده داوه چې عاذر بالجهل کافر نه دی په دی معنی چی که څوک يو مُكَفِّر کار وکړي نو کافر دی خو که بل څوک ورته کافر ونه وايي نو هغه
نه کافر کېږي.
د حازميه او بنغليه په نزد په ناپوهي سره کفر کونکی د دوی ټولو په يوه خوله کافر دی په دې کې هیڅ اختلاف نشته خو که دغه د کفر مرتكب بالجهـل تـه څوک کافر ونه وايي، نو د دې دویم کس په کفر کې اختلاف دی: حازميه وايي: کافر ته په کافر نه ویلو سره دا سړی کافر دی. خو بنغليه وايي: دا سړی نه کافر کېږي، نو لنډيز د خبرې داشو چې حازميه عاذر بالجهـل تـه كـافر وايـي او بنغليه ورته کافر نه وايي.

نور بیا...

( د شیطان لښکر ص ۱۰۶/ ۱۰۷/ ۱۰۸/ ۱۰۹ )

1 month, 2 weeks ago

د پاکستان دا هڅې د څه لپاره؟

لیکنه: مستغفر ګربز
د پاکستان اداره له ګڼو ننګونو سره مخ ده، استخباراتي ضعف، اقتصادي بد وضعیت، د ولسونو بې باوري او خپلمنځي اختلافات یې تر ناممکنه بریده راسیدلي دي.

دوی د دې تاوجنو حالاتو له رایستلو لپاره هڅه کوي چې په یو نه یو ډول په خپلو کمزوریو پرده واچوي او هغه باور چې پر نړیوال سټیج یې له لاسه ورکړی، بیرته و لاسته راوړي.

دوی د دې طرحې د عملي کولو لپاره افغانستان د لوبې ډګر ګرځولی او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ورباندې ډول ډول تورونه پورې کوي او نړیوالو ته یې د ترهګرو په نوم ورپیژني، څو خپل باور او لویدلی حیثیت له دې طریقې راپورته کړي.

د پاکستانۍ ادارې تربګني د افغانستان سره ډېر لاملونه لري، چې مستقمل حکومت، اقتصادي پیاوړتیا او د نړیوالو سره ښې اړیکې یې د مثال په ډول یادولی شو.

پاکستانۍ اداره تل د خپل ناکام سیاست او غلطې پالیسۍ له امله د نورو د لاس اله ګرځېدلې او پر داسو کړنو یز مجبوره کړې، چې بیا یې جبرانېدل ورته په سترو زیانونو او سختو سرخوږیو تمام شوي دي.

موږ د پاکستان له عوامو سره هیڅ ډول دښمني نه لرو، د اسلام مبارک دین موږ ته د دوستۍ او دښمنۍ دواړو معیارونه تعین کړي دي.

زموږ دښمنې له هغې ورځې د پاکستانۍ ادارې او پوځ سره لوېدلي، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په افغانستان د یرغل اراده وکړه، نو دې پاکستانۍ ادارې یې ملاتړ وکړ او د جیک آباد او شمسي هوایې اډې یې په واک کې ورکړې او دغه راز یې د ځمکې او بحر له لارې د دوی د نظامي وسایطو او وسایلو د حمل او نقل ترتیبونه ورته وکړل.

دې ادارې تل هڅه کړې چې نړیوالو ته افغانستان یو نا امنه او د ترورستانو د ځالې په شکل وښیي او خپلې ګټې د افغانستان په بربادۍ کې وپلټي

دوه ورځې وړاندې ‏د ټي‌ټي‌پي پخواني ویاند احسان الله احسان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، د افغانستان پر وړاندې د ځینو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي، چې د تاجکستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ یو هوکړه لاسلیک شوی چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د خپلو نیابتي ډلو؛ داعش خراسان او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ زیاتوي.

هیره دې نه وي، چې پاکستان پر افغانستان په داسې حال کې د ترهګرۍ تورونه پورې کوي، چې داعش ډله د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې بې شماره مرکزونه لري، د دوی له لوري مستقیماً حمایه کیږي او له هغه ځایه داسې بریدونه کوي چې د امریکا او د دوی د ګټو د خوندیتوب احمتال پکې وي.

مهمه ده! چې د پاکستانۍ ادارې په اړه ژور فکر وکړل شي، نیت او اراده یې وڅېړل شي او د دوی هره کړنه د دقیقې څارنې لاندې ونیول شي، ځکه چې دا اداره په سیمه کې د سرطان ناروغۍ مثال لري، چې ددې زهرجنې ناروغۍ کنټرولول او یا یې هم لامنځه وړل په سیمه کې د ثبات راوستلو په مانا ده.

We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 2 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 1 month, 3 weeks ago

Last updated 5 months, 3 weeks ago