الصعود

Description
خپل فکر، قلم اوژبه داسلامي نظام دفاع ته وقف کړﺉ د صادریدونکو شبهاتو او ادرسونو دفع اوازاله وکړئ، خپل بریالي شرعي منهج ته دعوتګران جوړ شئ!

واتساپ چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VaCyJKW9xVJe5GEOeQ2n
Advertising
We recommend to visit

سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ

Last updated 3 months ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 2 years, 6 months ago

به نام خدا

این کانال به عشق
ایران و ایرانی ساخته شده 🌹

کپے از مطالب کانال آزاد...

تبلیغات ارزان با بازدهی بالا ☟
https://t.me/joinchat/QY2mrkPweCsLVrw4

تنها پیج ما در اینستاگرام 👇
Instagram.com/parsianlover

Last updated 1 day, 21 hours ago

4 days, 3 hours ago
**څوک درته ارزښت نه درکوی؟

څوک درته ارزښت نه درکوی؟
چا تنها پریښی یی؟
په چا دی زړه بایللی؟
ددی ټولو جوابونه او معلومات
👇**

روانشناسی.... انسان پیژندنه**https://whatsapp.com/channel/0029VabJf2X2ZjCfZPnPaG1P

4 days, 3 hours ago

عمومی غټ لیست کی دکډون لپاره لاندي ايډي ته  مسیج وکړی هرسونی کسان چی مو په چینل کی وی مشکل نه لری...
👇*❤️*👇** @Adel_Afghan@Adel_Afghan@Adel_Afghan

5 days, 10 hours ago

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)

لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د اسلامي اخلاقو څرګندول
صلاح الدین په دې وخت کې داسې لویه وړتیا، د زړه پراخوالی، او اسلامي اخلاق وښودل چې حتی مسیحي تاریخ لیکونکو هم د هغه ستاینه کړې او ویلي یې دي: «صلاح الدین تر دې وړاندې دومره لوړ استعداد او لوړ همت نه و ښودلی.» کله چې بیت المقدس د مسلمانانو له خوا ونیول شو، د هغه تر قوماندې لاندې سرتېرو او افسرانو د ښار کوڅې او سړکونه کنټرول کړل او د هر ډول ظلم او تېري مخه یې ونیوله. په پایله کې، هېڅ عیسوي ملکي وګړو ته زیان و نه رسېد. سلطان د هرې لارې لپاره چې له ښار څخه نورو سیمو ته غځېدلې وه، ساتونکي وګمارل، او د باب داوود د ساتنې لپاره یې یو تر ټولو باوري قوماندان وټاکه، او هغه ته یې امر وکړ چې د ښار هغه اوسېدونکي چې خپله فدیه یې ورکړې وي، د وتلو اجازه ورکړي. د سلطان العادل د ورور په مشوره، او د وی پالیان له لارې، یو ملیون غلامان خوشې شول.
په همدې وخت کې صلاح الدین وویل: «زما ورور له خپلې خوا صدقه ورکړې؛ اوس زما وار دی.» بیا یې خپل لښکر ته امر وکړ چې په ټول ښار کې اعلان وکړي چې هر بوډا او بېوزله چې د فدیې پیسې نه لري، آزاد دی، او هغوی کولی شي چې هر ځای ته غواړي لاړ شي.
په دې توګه، بوډاګان او بېوزلان د باب البغرر له لارې له ښاره ووتل. له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې خلک په کتارونو کې یو په بل پسې له ښاره وتل. دا صدقه او مرسته وه چې صلاح الدین ډېرو مفلسو او غریبو خلکو ته ورکړه. په لنډ ډول، د فتح شویو سیمو او مات شوي ملت سره د هغه په زړه پورې رحمت او احسان ښکاره شو. خو له بلې خوا، د سلطان له دې رحم څخه مخکې د صلیبیانو هغه ظالمانه چلند یادوو چې په ۱۰۹۹م کال کې د بیت المقدس د نیولو پر مهال یې ترسره کړ. کله چې صلیبیان د تنکیر، ګوډ جیری، او بیت المقدس په کوڅو کې تېرېدل، د زخمیانو او مړو مالونه یې لوټ کول، او بې دفاع مسلمانان یې په دردناکو شکنجو و وژل. یو شمېر مسلمانان یې ژوندي په اور کې وسوځول، او هغو مسلمانانو چې په بامونو او منارو کې پناه وړې وه، په غشو وویشتل. دې عام وژنې د مسیحي نړۍ په شهرت د تل لپاره تور داغ پرېښود. دا هغه ځای و چې حضرت عیسی علیه السلام خلکو ته د رحمت او مهربانۍ نصیحت کاوه او فرمایلي یې وو: «نیکمرغه دي هغه کسان چې پر خلکو رحم کوي، ځکه د الله رحمت او برکت به پرې نازلېږي.» صلیبیانو د دې پاک او سپېڅلي ځای د مسلمانانو په وینو سره مسلخ جوړ کړ، د مسیح له تعلیماتو یې سرغړونه وکړه، او په دې توګه هغوی د صلاح الدین د رحم او شفقت لاندې راغلل. د صلیبیانو دې ظالمانه چلند ته د سلطان دا ښه چلند، زموږ د تعجب او حیرانتیا لامل شو.
رحم، د الله تعالی تر ټولو غوره صفت دی. رحم د عدل د عظمت او لویۍ تاج دی. چیرې چې عدالت د خپل حق له مخې د یو چا ژوند اخیستلی شي، رحم ژوند ژغوري. که د سلطان صلاح الدین د ژوند له سترو کارنامو څخه یوازې د بیت المقدس د ازادۍ په وخت کې د هغه رحمت نړۍ ته وښودل شي، نو خلک کولای شي قضاوت وکړي چې نه یوازې په هغه وخت کې، بلکې په ټولو دورو کې، سلطان صلاح الدین تر ټولو زړور، شجاع، مېړنی، زغم لرونکی، او بې ساری شخصیت و.
د صلیبیانو طوفان
د قدس له فتحې او په حطین کې د صلیبیانو له شرمناکه ماتې وروسته، د اروپا د قهر او غوسې اور د مسلمانانو پر وړاندې بل شو. د شام پر کوچني هېواد د اروپایانو ګډ یرغل پیل شو، چې په دې لښکر کې د اروپا ټولو پاچاهانو، غوره جنګیالیو، مشهورو قوماندانانو، او پاچاهانو ګډون درلود، لکه قیصر، فریډریک، ریچارډ شیرول، د انګلستان، فرانسې، سیسیلي، استوریا، سکاندیناویه، او فنلنډ پاچاهان. هغوی په خپلو وسله والو او زغره والو لښکرو سره یرغل وکړ، او د ټولو دې سترې ډلې پر وړاندې یوازې سلطان صلاح الدین ولاړ و، د هغه ځینې خپلوان او د هغه ځینې ملګري چې د اسلامي نړۍ په استازیتوب یې د صلیبیانو پر وړاندې دفاع کوله.
ادامه لري…

1 week, 3 days ago

عمومی غټ لیست کی دکډون لپاره دلته مسیج وکړی  ممبر مو 4k کم نه وی
👇👇👇👇
https://www.youtube.com/@RTATaranumTVKunduz

1 week, 3 days ago

لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇👇👇
@A_K_400 @A_K_400 @A_K_400
جنسی او طبی معلومات 🩺👆👆👆

1 week, 3 days ago

تب لیست من Adel_Afghan@

6 months, 1 week ago

فرهنګي مرکزونه او که فکري محاذونه

لیکوال: وحیدالدین حیدر

ځینې فرهنګي، تعلیمي مرکزونه او موسسات د بهرنیو د استخباراتو په خرابات چلېږي، ځکه اوس ټولو نظامي چالونو کار ورکړ نو د سیاسي سترنج په تختې لوبه تغیر شوه، د نظامي جګړو او مبارزو ځای فرهنګي او فکري فعالیت ته پریښی، د سیمي او ګاونډي هېوادونه تل افغانستان ته د همه شمول حکومت وړاندیزونه کوي، یوازې وړاندیزونه نه، بلکې دا مسله ورته د شرط په ډول مخې ته ږدي د همه شمولیت په منځ کې ورته خپل روزل شوي مُهرې او دانې را وړاندې کوي چې موږ ته په تېر جمهوریت کې دا موضوع د لمر په څېر روښانه شوه.

ایران هزاره او شعیه لږکي په حکومت کې ننه ایستل، پاکستان د حزب د جنګي قومندانانو د داخلیدو کامیابه هڅه وکړه، تاجکستان بیا د تاجکو د حقوقو غږ پورته کړ، ترکیې ترکمن د اقتدار راس ته راوستل د جمهوریت له پیله تر پایه دوستم د ترکیې په مداخلې حمایه شو که ستاسو پام وي د افغانستان په کورني جنګ کې ایران، پاکستان او ترکیې غوښنه برخه لرله، رباني ځانته کرنسي لرله چې ترکیې د هغه د تضعیف لپاره دوستم ته دوستمۍ چاپې کړې او بازار ته یې ور پمپ کړې.

په هر حال راځم اصلي مطلب ته، ایران په تېر جمهوریت کې د اطلاعات و فرهنګ وزارت کې نفوذي کسان ننه ایستل او دلته یې د فرهنګي بهیرونو او فرهنګي ناستو تر شا سیاسي استفادې شروع کړې ، مرکز تبیان یې حمایه کړ، خاتم النبین ته یې تر دوکترا سکالرشيپونه ورکړل، د افغانستان په رسنیز ډګر کې یې چاپي،صوتي او ویډیو رسنۍ ایجادې او حمایه کړې ان زموږ ملي ټرمینالوژۍ یې جرحه داره کړه، قومي نزاع ته یې لاره برابره کړه، مذهبي اختلافاتو ته یې زمینه سازي وکړه او دغو اختلافاتو به یې خپله سیاسي ګټه پورته کړه، د افغانستان نظام یې پرې ننګاوه، تاسو شاهدان یاست چې په یو علیپور یې بسته نظام ور چلنج کړ، جنبش روشنايي قریب د ارګ په دیوال اوښتي و خو د کابل ګارتیزیون په لوړې مرګ ژوبلې او ځپنې دا بغاوت راکښېنوه.

د جنبش روشنايي موضوع معلومه نه وه مقصد مرګ په ارګ یې شعار لېږداوه، د احمدضیا مسعود په نوم بل غورځنګ د تغیر رستاخیز په نوم ایجاد شو چې هدف یې دوامداره مظاهرې وې او همدا ډول د وخت برحاله والي او بې تاجه پاچا عطا نور د نارنجي غورځنګ په نامه یو حرکت پېل کړ، د پارلمان تر چت لاندې یې د څو شعیه ملایانو برسیره یو تکنوکرات فرهنګي څېره عبداللطیف پدرام هم استخدام کړ د هغه د ټول شل کلنې مبارزې شعار په افغانستان کې فدرالي نظام راوستل و او تر شعیه ملایانو داسړی ډېر خطرناک ثابت شو، ده په ځینو پوهنتونو کې تدریس هم ورکاوه، رسنیو ته هم ورته په سفارتونو هم ګرځېده چې هېڅ چا یې د مخنیوي هڅه ونشوای کړای.

ایران په لویه کچه فرهنګي حلقې ایجادې کړې او بې شمېره او بې چیکه پیسې یې ورلېږلې ددوی نفوذي نشراتي رسنیو به ددوی اجنډا مطابق خپرونې جوړولې او د افغان ولس د مغزي شستشو لپاره به یې زهري برنامې جوړولې.

او فرهنګي حلقو کې به د افغان ټرمینالوژۍ ضد کتابونه لیکل کېدل او چاپیدل او نشرېدل همدا ډول د ملت په ضد مقالې لیکل کیدې او ارایه کیدې ،همداراز د شپې فرهنګي ناستې به وې ان کله ناکله به پکې د افغان هویت په ضد موضوعات بحثیدل.

د جمهوریت دوام د افغان جغرافیې د تجزیې باعث و بس خلاص.

هغه مهال چې کریم خرم د اطلاعات او فرنګ وزیر و ددغسې جریانونو او رسنیو د تړلو ګواښ یې وکړ چې پارلمان استجواب کړ او اخطار یې ورکړ؛ بیا د ایران سفارت هم ور وغوښت او ورته یې ویلي و چې زموږ په برنامو مه لګېږه؛ او کریم خرم عاجز شو.

اوس اسلامي امارت د تبیان، تمدن او خاتم النبین علمي، فرهنګي او تعلیمي نهادونه تړلي چې یو شمېر پرديپال یې د بیان پر ازادۍ ګوزار ګڼي خو موږ ته بیا دا ګوزار د افغانستان د بقا لپاره شفا ګڼوو.خدای دې داسې مټې لا قوي کړې چې د خارجي مداخلو لاسونه لنډ کړي.

6 months, 1 week ago

د اختر په شپو ورځو کې د بې سرپنا شوو کورنیو حال واخلي او هغوی د اختر په خوشحالۍ کې ځان سره شریک کړي.
د فلسطين په غزه او نورو سیمو کې په مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د اسرائیلي صهونیستانو بریدونه او ظلمونه یوځل بیا په سختو الفاظو بدبولو ( غندو ) او له نورو ملکونو څخه هم غواړو چې د دې سترجنايت او وحشي مظالمو د مخنيوي په برابر په سمه توګه خپل مکلفيت ادا کړي.
په پای کې یو ځل بیا ټولو مؤمنو او شریفو خلکو ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې وکړي چې د تل لپاره خپل اخترونه همداسې د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام په سیوري کې په امن او خوشحالۍ ولمانځو. والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده
۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
۲۵/۳/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/6/14م

6 months, 1 week ago

د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت پلی شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کیږي. په دې برخه کي د شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ترسره کیږي .
اود الله جل جلاله په نصرت او فضل سره د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سرک سازي، معادنو د استخراج او نورو برخو کې مهم ګامونه اخیستل شوي او لا تر لاس لاندې دي.
اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د لا نور پرمختګ او د خپلوخلکو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په مقصد پر ټولو سرمایه دارانو او تجارانو یوځل بیا هم غږ کوي، چې په بیلابیلو برخو کې سرمایه ګذارۍ وکړي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.
اسلامي امارت د دوی امنیت او د ټولو حقوقو رعایت ته ژمن دی او ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د افغانستان د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې سرمایه ګذارانو ته لازم سهولتونه ایجاد کړي او په دې برخه کې د هغوی غوښتنوته توجه او رسیدګي وکړي.
اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تأمین او مرستې ته کلکه ژمنتیا لري، دغه راز په شتمنو افغانانو غږ کوو چې بې وزله خلک اویتیمان هیر نه کړي، د هغوی پالنې، او مرستې ته پوره توجه وکړي.
د سوالګرو کسانو له سوال څخه د راګرځولو په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي دي او زرګونو سوالګرو ته چې اړمن تثبیت شوي، د اسلامي امارت لخوا مرستې ورکول کیږي.
اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د شریعت په چوکاټ کي سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي ، او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.
د اسلامي امارت مسئولینوته مې توصیه دا ده چې د خپل مسئولیت په ټولو برخو کې د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره سرته ورسوي. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلکو سره هیڅکله داسې چلند ونه وکړي، چې خلک ځانونه له تاسو پردي وبولي.
امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دی چې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړي، د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي، د شهیدانو، معلولينو او يتیمانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د خپل توان په اندازه ورسره کومک وکړئ.

محترمو وروڼو !
زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت جوړیږي چې د خپل شرعي نظام ساتنه، پالنه او خدمت وکړو، دا نظام د ډیرو شهیدانو د وینو په قیمت د مجاهدینو اومخلصو مسلمانانو په خورا سترو ستړیاوو او قربانیو لاسته راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص ودریږو، لکه وروڼه د یو او بل ترڅنګ پاتې شو، د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړو، د امنیت، سوکالۍ، آبادۍ او د حاکم شرعي نظام قدر وکړو او د لا پیاوړتیا لپاره يې لاس په کار واوسو.
الحمدلله، سږ کال بیا له افغانستان څخه تر دېرش زره پورې حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او نورو امارتي مسؤلینو لخوا یې په پوره اهتمام سره خدمت کیږي او ټول لازم سهولتونه ورته په پام کې نیول شوي دي. حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو حجاجوکرامو څخه هیله کوم چې، د ټول اسلامي امت، او بالخصوص د فسلطین مظلومو مسلمانانو او زموږ د ځورېدلو خلکو لپاره دعاګانې وکړي، تر څو یې الله تعالی له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.
په دا وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو، بارانونو او نورو آفتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه سخت خواشیني یو.
د ټولو غم ځپلو افغانانو سره د زړه له کومې تسلیت شریکوو، په پيښو کې شهیدانوته جنة الفردوس، ټپيانوته کامله او عاجله شفا او غم ځپلو کورنیوته د زړه صبر او اجر غواړو .
الحمدلله د اسلامي امارت ټولو اړوندو ادارو او مجاهدینو د مصیبت ځپلو په نجات اوخدمت کې حتی الامکان کومک کړی دي او لاهم بوخت دي، ورسره له تجارانو، توانمندو او عامو افغانانو څخه هم غواړم چې د خپلو امکاناتو سره سم د مصیبت ځپلو افغانانو غم او درد ته رسېدنه وکړي، د هغو څخه هیڅ ډول مالي او معنوي کومک دریغ نه کړي.
دا چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو، وزارتونو او مجاهدینو له ګاونډيو هېوادونو څخه د جبري اخراج شوو مهاجرینو په خدمت کې د تثبیت، ټرانسپورت، صحت او داسې نورو برخو کې کومکونه کړي، لا هم بوخت دي او هغوی ته یې د ځمکو د ویش تصمیم نیولی، له تجارانو، توانمندو(بډایانو) او عامو افغانانو څخه هم غواړو چې د خپلو، خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له مهاجرینو وروڼو څخه حمایت وکړي او خپل کومکونه ورڅخه دريغ نه کړي.

8 months, 2 weeks ago

‏د موسی علیه السلام د نابودۍ لپاره فرعون ۱۲۰۰۰ اسرائیلي ماشومان شهیدان کړل خو د کائناتو د ستر ذات فیصله بېله او عملي کېدونکې وه چې موسی علیه السلام یې د فرعون په کور کې ستر کړ، د اسلامي نظام د ختمولو او له منځه وړولو لپاره د وخت فرعونیانو خپل ټول توان په کار واچوه او په لکونو بېګناه مسلمانان یې شهیدان کړل خو د قادر مطلق ذات په اراده سره د اسلامي نظام سر سپارلي سپاهیان له نویو تجربو او لوړ مورال سره یو ځل بیا را وګرځېدل او د وخت د فرعونیانو خوبونه او خیالونه په سنید لاهو شول.

We recommend to visit

سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ

Last updated 3 months ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 2 years, 6 months ago

به نام خدا

این کانال به عشق
ایران و ایرانی ساخته شده 🌹

کپے از مطالب کانال آزاد...

تبلیغات ارزان با بازدهی بالا ☟
https://t.me/joinchat/QY2mrkPweCsLVrw4

تنها پیج ما در اینستاگرام 👇
Instagram.com/parsianlover

Last updated 1 day, 21 hours ago