( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 weeks, 6 days ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 1 week ago
#ویره ته څوک مه هڅوئ:
یوه ورځ مچۍ او مار بحث وو.
مار وویل: خلک زما د وحشتناک شکل له ویرې مري؛ نه زما د چیچلو له ویرې! "خو مچۍ دا نه منله.
مار د خپلې خبرې د اثبات لپاره د ونې لاندې ویده شپون ته ورنږدې شو او مچۍ ته یې وویل: زه یې چیچم او ځان پټوم؛ ته یې د سر له پاسه شور کوه!
مار شپون وچیچلو او مچۍ د شپوڼ په سر الوتنه کوله.
شپوڼ سمدلاسه له خوبه پاڅېد او ویې ویل: لعنت مچۍ! "او هغه په خپل چیچلي ځان باندې زور رونه شروع کړل ترڅو ترې مچۍ لیشه ترې وباسي او
په زخم یې دوا واچوله څه موده وروسته روغ شو.
وروسته څه وخت بعد بیا په خوب بوخت وو کله چې مار او مچۍ هغه ولید نو وویل راځه چې هلته ورغلل نو مار مچۍ ته وویل ته یې وچیچه، ځان پټ کړه زه به ځان ورښکاره کړم، نو همداسې یې وکړل نو چې کله مچۍ شپوڼ وچیچو نو شپوڼ له خوب راویښ شو، چې مار یې ولید، له ډاره وتښتېد!
ځکه چې هغه له مارانو ډارېده، هغه د زهرو لرې کول پرېښودل، ځان یې وویست...
څو ورځې وروسته شپون د مار او مچۍ د چیچلو له وېرې مړ شو!
?ډېر مرضونه او کارونه یو ډول دي؛ او خلک یوازې د دوی له ویرې له منځه ځي..
رښتیا هم چې ویره انسان له منځه وړي.
#دا ځوان مو هیر کړی ده.
اتل قهرمان شهید صفی الله لغماني په 2019 کال کې کندهار کې د خپل ټوپک شپیلۍ پر امریکایانو راواړوله 12 امریکایان یې مردار کړل او خپله هم د شهادت لوړ مقام ته ورسیده..!
تقبله الله تعالی..!??
څومره عجیبه ډاډه قرآنِ ڪریم ڪې په وار وار ویل شـوي دي!!
لَا تَقْنَطُوْا
نا امیدہ ڪیږہ مه
لَا تَهِنُوْا
ڪمـزوری ڪیږہ مه
لَا تَحۡزَنُوۡا
غمجن ڪیږہ مه
لَا تَيْاَسُوْا
مایوسه ڪیږہ مه
اطمیناني یم چې خپل ربﷻمې همېش ساتونڪی او
خوښي ورڪونڪی دی
هر سهار په نهاره د مڼې خوړل د
1 - وزن په کمولو ،
2 - د بدن د تودوخې ( تبې ) په راټيټولو ،
3 - د کولمو او ينې فعاليت په ښه کولو ،
4 - د زړه د ناروغيو په مخنيوي ،
5 - له مضر کوليسترول څخه د بچ کېدنې ،
6 - د حساسيت په ختمېدلو ،
7 - ساه بندي ، شکرې ، د سترګو ناروغي ،
8 - الزايمر ،
9 - د ذکاوت په قوي کېدا ،
10 - او د پوستکي په ښکلا کې رول لري .
#فکري جګړه
اسلامي نظام هغه وخت کمزوری کیږي کله چې مقام او موقف لرونکي خلک هغه قربانۍ او شهادتونه، چې د دې نظام د جوړېدو او بریا لپاره ورکړل شوي دي، د خپل ځواک او واک د منبع په توګه استعمال کړي. دا په اصل کې د امانت او د نظام د اصولو څخه د انحراف خبره ده.
د اسلامي نظام قوت په عدالت، صداقت، او د الله ج د حکمونو په پلي کولو کې دی، نه په فردي ګټو، شخصي غوښتنو، او زورواکي کې. که د نظام مشران یا مقام لرونکي دا اصلي ارزښتونه له پامه وغورځوي، نو نظام به له داخلي اړخه کمزوری شي، چې پایله یې د ټولنې بېثباتي او د خلکو بېاعتمادي ده.
. . . . .
#ولي محمد ثنایي
#بیرته راشه!!!
دې یوې ستړې ورځې تیاره ماښام په
تروږمۍ کې مو چې دې ورستي ځل
لپاره دهغه نوراني بشر ته چې دخدای پامانۍ لپاره ځلیده او خندیده وکتل زړه مو داسې انګیرله چې کومه پیښه پیښیدونکې ده
ځکه چې دهغو چې به شیبې نږدې وې هغوی به عجیب او غریب کارونه کول
او دابه یې لازم ښودله چې بیا نه راځم
دخزان پدې يخ ماښام سړه سيلۍ کې
مو چې ورته وکتل حرکاتو یې داښودل چې تلونکي یم
زړه ته مو پدې غوصه وکړه چې بد پال
نیسې او داهسې یو خیال ده
او پدې مو ډاډګیرنه ورکړه چې
دوروستۍ خدای پامانۍ لپاره مو ورته وویل چې بیا راشه
خو دهغه ماښام په سهار لمر څرک دشپې دوحشت کیسه کوله
او هغه دې بیا راتلو پت امید دتل لپاره
مايوس پریښودلو
دانقلاب شیبې او بیا راتګ.....
به دومره بې باوره وه.
?? د لمانځه حقیقت او روح
د لمانځه ظاهری صورت لپاره یو حقیقت هم دې چې هغه روح د لمانځه دی . د لمانځه په ټولو اعمالو کې او د هغه اذکارو کې خپل مخصوص روح دی که دغه اصل روح موجود نه وي ، نو لمونځ د یو مړي سړي په ډول دی - بی ځانه کالبد . او که اصل روح موجود وو ، لېکن اعمال او آداب یې مکمل نه وو ، نو د داسې سړي په ډول دې چې سترګې یې ایستل شوی ووسي او پزه او غوږونه ترې پرې کړل شوي ووسي ، او که اعمال موجود وو ، لېکن روح او حقیقت غائب وو ، نو داسې ده لکه چې د یو سړي سترګې موجوده وي لېکن د نطر څخه محرومه وی او غوږونه یې وي خو اوریدل نشی پرې کولۍ.
د لمانځه اصل روح خشوع او خضوع ده ، په ټول لمانځه کې د زړه حاضرېدل لازمي دي ځکه په لمانځه کې اصل مقصود دا وي چې زړه د الله سره برابر وي ، او د هیبت الهي او تعظیم الهي په وجه د حق -تعالی- ذکر هر دم تازه وساتي، څرنګه چې حق -تعالی- خپله فرمایی: اَقِمِ الصَّلاة لِذِکْرِیْ ، لمونځ زما یادولو دپاره قائم کړئ. او رسول الله -صلی الله علیه و آله وسلم- فرمایلي چې ډېر لمونځ کوونکي داسې دي چې کومو ته د لمانځه څخه د غم او تکلیف څخه ما سوا هیڅ شئ نه نصیب کیږي ، او د دې سبب د هغه د زړه غفلت دئ چې محض په بدن سره لمونځ کوي او زړه یې غافله وي . همدارنګه یې فرمایلي : چې ډېر لمونځ کوونکي داسې دي چې د لمانځه شپږمه یا لسمه حصه یې لیکل کیږي او بس ، یعنی دومره اندازه لمونځ یې لیکل کیږي په کوم کې چې حضور د زړه وي ، او وې فرمایل چې لمونځ داسې کوه ! لکه د چا څخه چی رخصتیږې ( او دا ستا آخري رخصتېدل وي ) ، یعنې په لمانځه کې خپل سوچونه او خواهشات بلکې هر ماسوی الله د زړه څخه رخصت کړه ، او خپل ځان بلکلیه په لمانځه کې مصروف کړه. پدې وجه عائشه صدیقه -رضی الله عنها- فرمایی چې رسول الله -صلی الله علیه و آله وسلم- به زما سره په خبرو کې مشغول وو چې د لمانځه وخت به شو ، نو داسی به وشو چی نه هغه موږ پیژني او نه موږ هغه پیژنو د حق تعالی په عظمت د مشغولتیا په سبب . او رسول الله -صلی الله علیه و آله وسلم- فرمایی : چې په کوم لمانځه کې د بنده زړه غافله وي حق -تعالی د هغه لمونځ ته نه ګوري .
ادامه لري ….
?منبع: کیمیای سعادت مصنف حجة الإسلام امام غزالی رحمه الله تعالی
فِدَاکَ اَبِیْ وَاُمِّیْ یِاٰرَسُوْلُ اللّٰـه ﷺﷺﷺ
تـلاش_نشراتي_ټـولـنه
د انتخابي چینلـونـو ځانـګړې لیست 《مجموعـه》
دلیست اصول
هیڅ ملګری حق نه لری چی لیست ترسهاره حذف ڪړی❌
که چا لیست حذف ڪړی چینل یی دلیست نه حذف ڪوم ?
بیا دشڪایت حق نه لری ❌
که غواړی چی خپلي ترانې مو په اعلا کیفیت اوکم قیمت جوړې کړي نو واټساپ ته راشی
https://chat.whatsapp.com/GnkYdcvpyneJiro5DypYqE
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 weeks, 6 days ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 1 week ago