مرجع اصلی نرخ دلار تهران
تابع قوانین جمهوری اسلامی ایران
جهت تبلیغ @gheymateTehranAdmin
تمامی نرخ ها بدون تداخل ما مسقیم از سبزه میدان تهران ارائه میشود
Last updated 9 Monate her
Last updated 8 Monate, 1 Woche her
Last updated 7 Monate her
الحاج خلیفه خلیل الرحمان
لنډه داچي خفه په دي یو چې آیا مونږ به هم دحقاني کاکا غوندي شهادت برلاسه کړو که نه.؟
دنبي علیه السلام ارشاد مبارک دی..
(انمالاعمال بالخواتیم)
(ژباړه) د بدعملۍ او نیک عملۍ نتیجه په آخري خاتمي کې دانسان معلومیږي.
الحمدلله زمونږ مشران هم داسي نیک عمله،ښه، او جاودانه شخصیتونه دي, ترڅو غایتاً د هم داسي باسعادته او ویاړلي مرګ(شهادة)ګټونکي شي
مرګ د یو واقعي مؤمن لپاره آرام, سکون, او لویه خوشحالۍ ده.
بیا خاص کړ مرګ دشهادت چې دابیا خاص درب العالمین و میلمستیاته ورتلل او درب العالمین دخاصي مهربانۍ مستحق ګرزیدل ده
سبحان الله.!
والله. لکه څه رنګه چي زمونږ دمشرانو (بقاء او ژوند ) ومونږ ته ثبات رابښي. همداسي ددوئ شهادت ومونږ ته ثبات او استحکام. او پر همدغه اللهي لاري تمسک رابښي.!
هم دا زمونږ دزړونو واقعي خبري دي او هیڅ جعلي تظاهر دخوشحالۍ ندی
حقاني صاحب تقبله الله د اسلام. د مبارک او مقدس دین ودوښمنانوته دا ور وپوهول
چي مونږ مؤمنانو هم دغه ایمان او عقیده ده چې په دنیاکې دي اللهی نظام قائم اوجاري وي. او زمونږ مؤمنانو دا دوي ورزي ژوند دي هم د رب العالمین د دین ترچتر لاندي تیر شي او مرګ موهم ددغه مقدس دین په رباط اومحافظت کې وشي دامو هدف او ارمان دی..!
ددنیا په آزمون او امتحان کې (ممتاز)بریالی شو او ازلی قلم هم وخدای ﷻ ته یې د ورتللو لیاقت تائید کړ
تقبلهُ الله بقول حسن
دکائنات خدای ﷻ نه ورته دشهادت قبلیده غواړو. روح یې ښاد او یادونه یې تر تل ترتله ژوندي پاتي
عبدالنافِـع وفا
د (ر) قافیې;:
منور
قمر
عنبر
نښتر
غر
خنجر
شکر
ګوهر
ثمر
دلبر
بستر
سر
در
سحر
بشر
مرور
نظر
هنر
لمر
اثر
مختصر
پيغمبر
خبر
زر
برابر
شر
بهتر
ضرر
ځناور
کر
محشر
سفر
رهبر
شجر
جادوګر
ډګر
سنګر
مادر
زېور
ژور
ممبر
قلندر
باور
مرور
خر
افسر
مسخر
ټبر
پدر
پېښور
کشور
سکندر
خطر
مازیګر
لښکر
ګودر
ټغر
وزر
معطر
دفتر
اختر
سرور
اکثر
زړور
بهادر
ټټر
کمر
اکبر
کوثر
رخسار
کنار
کار
روزګار
سهار
منار
انتظار
کرار
چنار
دستار
مار
بیمار
دار
څار
لار
شمار
تار
یار
اغیار
دلدار
غبار
استوار
پلار
رفتار
هزار
دیار
اختیار
اعتبار
ګلزار
خوار
دینار
بار
دنیادار
ایسار
ایثار
بهار
وار
خار
ښار
بیدار
مردار
بیزار
وقار
کفار
انبار
خبردار
ګور
کور
پيغور
شبکور
سرتور
تور
مور
خور
زور
نسکور
کمزور
سرزور
نور
سمسور
څلور
لاهور
پور
لور
سپور
اور
انځور
رنځور
ضرور
سرور
منظور
تنور
ناسور
شعور
حضور
دستور
مزدور
نور
صبور
مشهور
فجور
تعبیر
تغیر
تاثیر
تصویر
مسیر
تقدیر
تفسیر
بهیر
وزیر
امیر
پير
دستګیر
اسیر
تدبیر
نظير ۔۔۔مثال،بیلګه
ضمیر
تیر
تکبیر
تقریر
پامیر
شبګیر
فقیر
زهیر
ځنځير
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درنښت..
قافیه په شعرونو کې اساسي رکن ګڼل کېږي او د موزون کلام همغږې برخه ده،ځینې وخت د قافیې په کلمو کې عیبونه پیدا کېږي چې دا عیبونو په لاندي ډول دي:
د قافيې عیبونه
اول ــ د حذوي اختلاف:
که چیرې په قافیه کې له ردف توري څخه د مخکینی توری حرکت توپیر ولري دې ته د حذوي اختلاف وایي
لکه :
زه پروت یم بې علاجه د دارو مې وکړه غور
لمبې دي په ما بلې چې تا وکړ کمیس تور
(غور،تور) دقافیې کلیمې دي په دې کې (و)ردف دی،او د (ر)توری چې تر ردف وروسته راغلې مقیده روي یې بولي ،دلته دقافیې په کلیمې کې د (غور) د لومړي توري(غ) حرکت توپیر لري چې د غ توری متحرک دی په (زور) سره، او په دویمه قافیه (تور) کې د ت توری متحر دی په (و،یاپيښ) سره ، چې دغه تغیر د حرکاتو د قافیې په عیب کې شمېرل کیږي.
بله بېلګه:
دخدای په مینه هست یم
که دا نه وي بیا نیست یم
دلته (هست ،نیست) د قافیې کلمې دي ، چې بیا د ردف د مخکیني تورو حرکات یې توپیر لري، په لومړي کلیمه کې د (ه) د توري حرکت او په دویمه کلیمه کې د(ن) توري حرکت توپیر کوي
دوهم ــ د اشباع اختلاف:
که چیرې په موسسه قافیه کې د دخیل یا مغایر تورو حرکتونـه اختلاف ولري نو دې ته داشباع عیب وایي.
لکه:
خپل غمونه مې په زړه کې پټ ساتل
خو اشنا رانه،کړه بل ډول حاصل
(ساتل،حاصل) د قافیې کلمې دي ، الف خپلواک توری یا تاسیس الف دی (ت،ص)دخیل یا مغایر توري دي.
(ل) چې تر دخیل توري وروسته راغلی روي ورته وایي
د ت توری په (زورکي) حرکت لري،او دص توری په کسره یا(زیر) سره حرکت لري ، دتورو حرکت دلته توپیر کوي دې حرکت ته اشباع وایي.
درېیم ــ سناد
کله چې د قافیو په کلیمو کې د ردف اختلاف راشي.
لکه:
ستا په رڼا ستا په ښکلا مې قسم
هندوکش او د پامیر تاج یې
ته د سپین غر د هغې لوړې څوکې
د تاترې او د بنېر تاج یې
پامير، بونېر همغږې برخه ده
د (ی) خپلواک توری دی او ردف هم دی
ر چې تر ردف مخکې راغلی مقیده روي ورته وایو.
په پامیر کې د (ي) او په بنېر کې (ې) تانیثه مفرده راغلې.
څلورم ــ اکفا
که چیري د روي اختلاف په داسې تورو راسي چې مخرجونه یې سره نژدې وي .
لکه:
د کم اصلو د یارۍ نه واخله لاس
یوه ورځ به دي په کنده کړي راخلاص
لکه د س او ص توری چې مخرجونه یې سره نږدې دي خو په اصل کې عیب دی، خو دې ته اجازه هم وایي.
د اکفا بل عیب:
که چیري د روي اختلاف په داسې تورو راغلی وي چې مخرجونه یې سره لري وي.
لکه:
خدایه ماته د ساقي په لاس یو جام را
مال دولت مې پکار نه دی یو جهان را
دلته د جام په کلمه کې روي د (م) توری او د جهان په کلمه کې(ن) توری راغلی دی، چې دا ښکاره د قافیې عیب دی .
غزل/1403/7/7
نه رازي. جانان دجدایۍ موده اوږده کړله
سترګه مي له درده ترسهاره پټه نه کړله
نیمه شپه کي ستوري مې دزړه په ګيلوستړي کړې
سترګي مې چينې کړې دمخ للمه مې لمده کړله
تار د محبت د زړه پر ټپ زما ټینګ نشولو
تار په بار بدل شو دغم کاني یه را وه کړله
لا اله الا الله. فراق هم بیخي زور غواړي.!
څنګه یه زما د ځوانۍ ورځ راباندي شپه کړله.!
ژړ او خراب رنګ مې ورته سمه دمه ژباړه کړه
ڪله چي طبیب پرما شروع مُعاینه کړله
زه دخوار بچئ دي ستا د دوو قدمو خاوره شم
راشه چي نافع درپسي خپله ځواني مړه کړله
عبدالنافع وفا
د مترادفو کلمو په اړه:
مترادفي کلمې هغه کلمو ته ویل کېږي چې د جولې یا شکل له مخې توپیر ولري اما له معنوي اړخه ورته والی سره ولري لکه:
ښکلی ــ ښایسته
ناروغ ــ مریض
نړۍ ــ دنیا
او نور.........
یا کله چې یوه معنا په څو بېلابېلو الفاظو سره وسي نو دې مترادف لغات یا الفاظ وایي.
د پښتو ادب ځینې استادان وایي چې په هیڅ یوه ژبه کې مترادفه کلمه نسته او هیڅ یوه کلمه سل په سلو کې د بلې کلمې معنا نه ورکوي.
زما استاد پوهنیار زاهد کریمزی په دې نظر دی:
((زموږ په اوسنيو خبري ادبياتو کې ډېر کلمې متردافي( هم مانا) ګڼل کيږې؛ خو که ځير شو هره کلمه خپله مانا لري او پرځای يې بله کلمه کارول سم نه دي، يانې هيڅ داسې کلمه نسته چې هغه سل په سلو کې د بلې کلمې مانا وليږدوي.
زيات خبريالان او ليکوالان د خپلې ناپوهۍ او ځينې يې ځانښودنې په موخه ډېر کلمې مترادفې کاروي چې دا کارونه زموږ د موخو په ليږد کې ابهام زيږوي.))
ښاغلي استاد د بیلګې په ډول دوې کلمې(جنګیالي او جګړه مار)راوړي چې خلک یې د ترادف په ډول کاروي خو استاد وایي((جنګيالي او جګړه مار دوه صفتونه دې چې کابو د يو بل ضد مانا ليږي يانې يو مثبت صفت دی او بل منفي، جنګیالي ښه صفت دی او بايد په مثبت مانا وکارول شي او جګړه مار بيا منفي مانا لري.))
لکه موږ وایو:
افغانان ډېر جنګیالي خلک دی.
افغانان جګړه مار خلک دی.
په پورتنیو جملو کې لومړۍ جمله مثبته معنا لري او افغانان غیرتي خلک ښکاره کوي،خو دویمه جمله یو منفي صفت دی.
ځینې مخلوط مترادف لغاتونه (چې یو لغت د پښتو او بل د بلې ژبې وي):
بېلګه مثال
بوخت مصروف
زیار محنت
جوت معلوم
اړوند مربوط
پایښت دوام
پړاو مرحله
پیل شروع
وياله جوی
ډنډ حوض
لیکوال باید کومه کلمه غوره کړي?
لیکوال باید تر ډېره کوښښ وکړي چې سوچه پښتو کلمې په خپلې لیکنه کې وکاروي او که د ترادف په اړخ کې وي نو بیا دي هغه کلمه چې عام فهمه وي او په ټولنه کې ډېره استمعالېږي په خپله لیکنه کې وکاروي.
یارمل کندزي
ټپۍ
له تخت لویدلي پورته کیږي
نه پورته کیږي چې له بخت لویدلي وینه
مخبت وردګ
څه نامردي دي وکړه خوار شې
اوس دي پېغور د خلګو زه وړمه مینه
محسن احسان
په زړه کافر جانانه راشه
د زنکـدن سلګــۍ وهم تا یادومه
شفیع الله شفق
په زړه مې دروند غم دهجران دی
دزړګي سره په سلګو دي یادومه
وصال ثمین
ستا د یادنو توفان راغی
دزړه پرللمه یې راوشیندل غمونه
میرویس توحدیار
جانانه حق دې راته بل کړه
راته راغلی عزرائیل روح مې اخلينه
عبدالنافع وفا
ملګرو رازئ دخدای لپاره په یوټیوب کي هم راسره ملګري شئ??
مرجع اصلی نرخ دلار تهران
تابع قوانین جمهوری اسلامی ایران
جهت تبلیغ @gheymateTehranAdmin
تمامی نرخ ها بدون تداخل ما مسقیم از سبزه میدان تهران ارائه میشود
Last updated 9 Monate her
Last updated 8 Monate, 1 Woche her
Last updated 7 Monate her