دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 4 days, 18 hours ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 8 months ago
عجیبه دنیا ده---
حوصله کوونکي ته بې ننګه وایی
ځواب ورکوونکي ته بداخلاقه
*⭕️ نزاکتونه!*
۱- په لوند یا غوړ لاس د خلکو سره ستړي مشي مه کوئ.
۲- په مجلس کې په پوزه کې ګوتي مه وهئ.
۳- بې له سخت ضرورته په مجلس کي ملګري ته په غوږ کې خبري مه کوئ.
۴- په هغه ځایونو کي چې ښځي او ماشومان تګ راتګ کوي، اودس مه وچوئ.
۵- په مجلس کې پښې مه غځوئ.
۶- په مجلس کې نوکان، بریتونه او ږیره مه پرې کوئ.
۷- د ملګرو سره، کورنۍ سره او یا عموم کې د خوارک کولو پر مهال ډېر شړپ او شړوپ مه کوئ.
۸- په جومات کې او یا عموم کې چي نور خلک موجود وي، داودس کولو پر مهال په زوره پوزه مه سوڼ کوئ او اوبه کرار کرار په لاسونو اچوئ، تر څو څاڅکي یي په نورو خلکو ونه لګیږي.
۹- د سهار په وخت کې او یا په تشه معده چې د ملګرو سره مخامخ کیږی، ډېر مه ورنیږدې کیږئ.
۱۰- خپل ملګري ته د نورو ملګرو په مخ نصیحتونه مه کوئ او په یوازې ځای کي ښه په انسانیت او اخلاقو ورته توصیه وکړئ.
۱۱- په مجلس کې په نورو د شک اچولو څخه د ځان ژغورني په خاطر له یوه کس سره مه خانده.
له حسن بصري رحمه الله څخه چا پوشتنه وکړه:
چې مونږ ګناهونه کوو الله ﷻ عذاب ولې نه راکوي؟
حسن بصري رحمه الله ورته وویل:
تاته په لمانځه، سجده، ذکر او تلاوت کې کوم خوند او سکون حاصلیږي؟
هغه وویل نه!
حسن بصری رحمه الله ورته وویل
بس همدا د الله تعالی عذاب دی!😥😥😥
**"سړی چې خپل ملګری خپه وویني، مستحب ده چې د هغه دخوشحالولو لپاره خبرې ورسره وڪړي، لڪه یو وخت صحابه ڪرامو رسول الله ﷺ خپه ولید، نو عمر رضي الله عنه وویل ،خامخا به داسې خبره وڪړم چې رسول الله ﷺ وخندوم."
(حافظ إبن حجر | فتح الباري | ۹ - ٢٩٢)**
⑩ ﻟﺲ ﻏﻮﺭﻩ ډﺍلۍ!👇❤
١ـ ﺩ ﭘﻼﺭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ﺗﺤﻔﻪ ﻋﺰﺕ ﺩﯼ.
٢ـ ﺩ ﻣﻮﺭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﺩﯼ.
٣ـ ﺩ ﺍﺳﺘﺎﺩ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ښه ﺍﺧﻼﻕ ﺩﯼ.
٤ـ ﺩ ښځې ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺍﻟﻔﺖ ﺩﯼ.
٥ـ ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺗﺮﺑﯿﻪ ﺩﻩ.
٦ـ ﺩ ﮐﺸﺮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻣﻬﺮﺑﺎنې ﺩﻩ.
٧ـ ﺩ ملګرﻭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻭﻓﺎ ﺩﻩ.
٨ ـ د ګاونډې ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻫﻤﺪﺭﺩې ﺩﻩ.
٩ـ ﺩ ټولني ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺧﺪﻣﺖ ﺩﯼ.
١٠ـ ﺩ ﺁﺧﺮﺕ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻟﻤﻮنځ ﺩﯼ.
دجاپاني ډاکټرحیرانوونکې څېړنه❗
د معدې د تزابيت سبب ګډوډ خوراکونه نه دي، بلکې بې قراري د معدې د تزابيت تر ټولو ستر سبب دی.
د فشار لوړېدو لامل په خوراک کې د مالګې زياتوالی نه بلکې د احساساتو او جذباتو نه قابول کول د فشار لوړېدو اصلي لامل دی.
د انسان په بدن کې د وينې غوړ د وازګې له امله نه بلکې د سستيا له امله زياتېږي.
د سينې د ټولو ناروغيو سبب د اکسيجن کمی نه بلکې غم او خپګان کول، انسان د سينې په ګڼو ناروغيو اخته کوي.
د شکرې لامل په بدن کې د ګلوکوزو زياتوالی نه بلکې غرور او په خپلې خبرې کلک درېدل د شکرې ناروغۍ ته بلنه ورکوي.
د جګر (ينې) ناروغيو سبب بې وخته خوب او رواني خلل نه بلکې مايوسي او د زړه ماتېدنه هم د ينې د ناروغيو په اسبابو کې شامل دي.
د زړه د ناروغيو سبب د وينې کمی نه بلکې د اطمینان او سکون نشتون د زړه د ناروغيو اصلي سبب دی.
لنډه دا چې پورتني مرضونه چې د کومو اسبابو له امله پيدا کېږي، فيصده يې په لاندې ډول ده:
۵۰٪ روحاني اسباب
۲۵٪رواني اسباب
۱۵٪ ټولنيز اسباب
۱۰٪ کيمياوي اسباب
نو ځکه که چېرې تاسې يو صحتمند او روغ ژوند غواړئ، نو د خپل زړه او دماغو ساتنه وکړئ او له کينې، حسد، نفرت، غوسې، تکبر، سستيا اوکنځلو څخه ډډه وکړئ.
څنګه چې په یوه لوښي کې اور او اوبه نه ځاییږي همداشان په یوه زړه کې د دنیا او اخرت مینه نشي ځایدلای.
@ghora_likani09
**هغه چلندونه/رفتارونه چې بریالي خلگ له نورو څخه بیلوي:
۱- دوی خپــل احـساسات ڪـنټرولوي.
۲- دوی د هـر څـه په اړه معلــومات راټولــوي.
۳- دوی د پریڪړې ڪولو لپـاره بیړه نه ڪوي.
۴- دوی په ډاډ ســره خــبرې ڪــوي.
۵- دوی مثــبته بــدنــي ژبــه ڪــاروي.
۶- دوی په لــومـــړۍ لیــدنه ڪــې خورا اغیـــزمــن دي.
۷- دوی د ڪــوچنیو بریالیــتوبونو ســره پیــل ڪــوي.
۸- دوی نه ډارېـــږي.
۹- دوی نظـــم لرونڪــي/ډیسپلین لرونڪــي دي.
۱۰- دوی صـــادق/ریښــتوني دي.
۱۱- دوی پوهــیږي چــې ډیری خلکــو د دوی په بریالــیتوب ڪـې ونډه اخیــستې ده.
۱۲- دوی د خلــکو ستــاینه ڪــوي.**@ghora_likani09
امام رباني رحمه الله پۀ خپل کتاب مکتوبات کې لیکي:
دنیا کې داسې خلک هم تېر شوي دي چې تر شلو کلونو پورې یې ملایکو ته د ګناه د لیکلو فرصت نۀ و ورکړی!.
سبحان الله
❤️🙂
هغه اشخاص د هر چا ډېر خوښېږي؛
1: چي ځان ته احترام لري
2: د نورو احترام کوي
3: ژوري خبري او فکر کوي
4: په ادب پوښتنه کوي
5: په شوق ټوکه کوي
6: په اخلاص بخښنه غواړي او په خاموشۍ کي لیري ګرځي.
دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 4 days, 18 hours ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 8 months ago