غوره ليکني

Description
دعلم او ادب خوږو مينوالو!
په دغه‌ کانال کي تاسو ته دپند او عبرت لنډي کيسې، غوره ليکني او منتخب شعرونه وړاندي کيږي.
Advertising
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 months, 2 weeks ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 2 months ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 6 months, 2 weeks ago

1 year ago

عجیبه دنیا ده---
حوصله کوونکي ته بې ننګه وایی
ځواب ورکوونکي ته بداخلاقه

1 year ago

*⭕️ نزاکتونه!*

۱- په لوند یا غوړ لاس د خلکو سره ستړي مشي مه کوئ.
۲- په مجلس کې په پوزه کې ګوتي مه وهئ.
۳- بې له سخت ضرورته په مجلس کي ملګري ته په غوږ کې خبري مه کوئ.
۴- په هغه ځایونو کي چې ښځي او ماشومان تګ راتګ کوي، اودس مه وچوئ.
۵- په مجلس کې پښې مه غځوئ.
۶- په مجلس کې نوکان، بریتونه او ږیره مه پرې کوئ.
۷- د ملګرو سره، کورنۍ سره او یا عموم کې د خوارک کولو پر مهال ډېر شړپ او شړوپ مه کوئ.
۸- په جومات کې او یا عموم کې چي نور خلک موجود وي، داودس کولو پر مهال په زوره پوزه مه سوڼ کوئ او اوبه کرار کرار په لاسونو اچوئ، تر څو څاڅکي یي په نورو خلکو ونه لګیږي.
۹- د سهار په وخت کې او یا په تشه معده چې د ملګرو سره مخامخ کیږی، ډېر مه ورنیږدې کیږئ.
۱۰- خپل ملګري ته د نورو ملګرو په مخ نصیحتونه مه کوئ او په یوازې ځای کي ښه په انسانیت او اخلاقو ورته توصیه وکړئ.
۱۱- په مجلس کې په نورو د شک اچولو څخه د ځان ژغورني په خاطر له یوه کس سره مه خانده.

@ghora_likani09

1 year ago

له حسن بصري رحمه الله څخه چا پوشتنه وکړه:
چې مونږ ګناهونه کوو الله ﷻ عذاب ولې نه راکوي؟
حسن بصري رحمه الله ورته وویل:
تاته په لمانځه، سجده، ذکر او تلاوت کې کوم خوند او سکون حاصلیږي؟
هغه وویل نه!
حسن بصری رحمه الله ورته وویل
بس همدا د الله تعالی عذاب دی!???

@ghora_likani09

1 year ago

**"سړی چې خپل ملګری خپه وویني، مستحب ده چې د هغه دخوشحالولو لپاره خبرې ورسره وڪړي، لڪه یو وخت صحابه ڪرامو رسول الله ﷺ خپه ولید، نو عمر رضي الله عنه وویل ،خامخا به داسې خبره وڪړم چې رسول الله ﷺ وخندوم."

(حافظ إبن حجر | فتح الباري | ۹ - ٢٩٢)**

1 year ago

⑩ ﻟﺲ ﻏﻮﺭﻩ ډﺍلۍ!?

١ـ ﺩ ﭘﻼﺭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ﺗﺤﻔﻪ ﻋﺰﺕ ﺩﯼ.

٢ـ ﺩ ﻣﻮﺭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﺩﯼ.

٣ـ ﺩ ﺍﺳﺘﺎﺩ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ښه ﺍﺧﻼﻕ ﺩﯼ.

٤ـ ﺩ ښځې ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺍﻟﻔﺖ ﺩﯼ.

٥ـ ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺗﺮﺑﯿﻪ ﺩﻩ.

٦ـ ﺩ ﮐﺸﺮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻣﻬﺮﺑﺎنې ﺩﻩ.

٧ـ ﺩ ملګرﻭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻭﻓﺎ ﺩﻩ.

٨ ـ د ګاونډې ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻫﻤﺪﺭﺩې ﺩﻩ.

٩ـ ﺩ ټولني ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﺧﺪﻣﺖ ﺩﯼ.

١٠ـ ﺩ ﺁﺧﺮﺕ ﻟﭙﺎﺭﻩ ښه ډﺍلۍ ﻟﻤﻮنځ ﺩﯼ.

@ghora_likani09

1 year, 1 month ago

دجاپاني ډاکټرحیرانوونکې څېړنه
د معدې د تزابيت سبب ګډوډ خوراکونه نه دي، بلکې بې قراري د معدې د تزابيت تر ټولو ستر سبب دی.
د فشار لوړېدو لامل په خوراک کې د مالګې زياتوالی نه بلکې د احساساتو او جذباتو نه قابول کول د فشار لوړېدو اصلي لامل دی.
د انسان په بدن کې د وينې غوړ د وازګې له امله نه بلکې د سستيا له امله زياتېږي.
د سينې د ټولو ناروغيو سبب د اکسيجن کمی نه بلکې غم او خپګان کول، انسان د سينې په ګڼو ناروغيو اخته کوي.
د شکرې لامل په بدن کې د ګلوکوزو زياتوالی نه بلکې غرور او په خپلې خبرې کلک درېدل د شکرې ناروغۍ ته بلنه ورکوي.
د جګر (ينې) ناروغيو سبب بې وخته خوب او رواني خلل نه بلکې مايوسي او د زړه ماتېدنه هم د ينې د ناروغيو په اسبابو کې شامل دي.
د زړه د ناروغيو سبب د وينې کمی نه بلکې د اطمینان او سکون نشتون د زړه د ناروغيو اصلي سبب دی.
لنډه دا چې پورتني مرضونه چې د کومو اسبابو له امله پيدا کېږي، فيصده يې په لاندې ډول ده:
۵۰٪ روحاني اسباب
۲۵٪رواني اسباب
۱۵٪ ټولنيز اسباب
۱۰٪ کيمياوي اسباب
نو ځکه که چېرې تاسې يو صحتمند او روغ ژوند غواړئ، نو د خپل زړه او دماغو ساتنه وکړئ او له کينې، حسد، نفرت، غوسې، تکبر، سستيا اوکنځلو څخه ډډه وکړئ.

@ghora_likani09

1 year, 1 month ago

د مغروره خلکو په وړاندي بې پروا اوسه،
ځکه دوی ستاسو مهرباني ستاسو کمزوري ګڼي?

@ghora_likani09

1 year, 1 month ago

‏عقل او شهوت

اهل علم وايي:
۱ـ ملائکو ته الله تعالی عقل ورکړ،
خو له شهوته يې محروم کړل.
۲ ـ حيواناتو ته يې شهوت ورکړ.
خو د عقل څخه يې محروم کړل.
۳ـ انسان يې له دواړو برخمن کړ؛
اوس که د چا عقل پر شهوت غالب شو،
نو تر ملائکو هم غوره دی او که يې شهوت پر عقل غالب شو، نو له حيواناتو هم بدتر دی.
هر مؤمن سوچ پرې وکړئ!
که غواړئ چې شهوت پرست جوړ شئ، پر تاسو بیا حیوانات زیان شرف لرونکي دي.

@ghora_likani09

1 year, 1 month ago

یو شخص له حکیمه پوښتنه وکړه:
الله تعالی ولي ښځه دومره ښکلې خلق کړې ده؟
حکیم:
په دې خاطر چي ستا هغه خوښه سي.
شخص:
نو ولي یې دومره بې عقله او ساده خلق کړې ده؟
حکیم:
په دې چي د هغې ته خوښ سې.❤️?

ژباړه?
@ghora_likani09

1 year, 1 month ago

يو مولوي صیب د جمعې د ورځې په تقرير کې وويل:
ما د خپل ژوند تر ټولو بهترينې ورځې چې د کومې ښځې په څنګل تېرې کړي دي؛ هغه زما ښځه نه ده.
ناستو خلکو يو بل ته په حيرانۍ وکتل. مولوي صیب د شک ليرې کولو لپاره وويل:
شکمن کېږئ مه، هغه ښځه زما مور ده.
يو سړي ته دې خبرې ډېر خوند ورکړ، ځان سره يې وويل چې کور ته لاړشم، هرو مرو به دا خبره خپلې ښځې ته کوم.
دا سړى چې کله کور ته رسېږي، ښځه يې په اشپزخانه کې لګيا ده د هګيو لپاره غوړي سره کوي. سړي ورته وويل:
ته پوهېږې ما د خپل ژوند تر ټولو بهترينې ورځې چې د کومې ښځې په څنګل تېرې کړي دي؛ هغه ته نه يې.
څلور ورځې وروسته ډاکټر د سړي له خولې پټۍ ليرې کړه او ورته يې وويل:
دګرمو غوړيو له وجې چې دې کوم ځايونه سوځېدلي وو؛ اوس لږ لږ ښه دي، ته کولى شې چې خبرې وکړې?

ټوکه دي پکې وي??
@ghora_likani09

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 months, 2 weeks ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 2 months ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 6 months, 2 weeks ago