( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!
دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.
ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور ښاغلي شفاعت ریحان صیب د غزل په دې مطلع
?➰➰➰➰?➰➰➰➰?
د سړي زړۀ ولې د بـــــل سړي لپاره مړ شي؟
ولې مئين شي؟ ولې بيا له انتظاره مړ شي؟
?➰➰➰➰?➰➰➰➰?
باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ?
@AdabiJirga2
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
فرهاد شینواری:
توبه ویستل په هر ساعت او هر قدم کې ښه وي
په ژوند باور نشته دی نه چی ګناه ګاره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
عاطف {لاروی}:
غېږ کې یې ونیسه لیلې په لپو ورکه اوبه
هسې نه ستړی لاروی درنه په لاره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
بې وسه ګلاب:
د جانان سترګو کې د بُخل یوه هوا رالوتې
زما په زړه کې یاد د بل سړي له ډاره مړشې
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
ذاٶوال
څوک د دين اسلام له پاره قرباني ورکړي او
څوک د کافرو او مرتدو په تګ لاره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
عاطف {لاروی}:
خوږې چې ستا د وصال تنده یې خړوبه نه شي
هر ناکـــــــــرار به دې هم داسې ناکراره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
طارق بن زیاد:
ته د ملا نه تپوس وکړه چې دا څنګه به وي
د جانان یاد مخ ته نیولې یې هنداره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
بې وسه ګلاب:
زره زره وجود به ټول کـړم ده حسرت له غیږې
که مې رقیب په زنکدن کې چیرته یاره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
سعادت مهاجر:
قسم چې دغسې زلموټي مــې له زړه خوښیږي
څوک چې د مینې په سبب او له انګاره مړشي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
ذاٶوال
مونږه پخپلو شهيدانو سره ګلونه شیندو
هغه پخپلو مړو چغې کړي بيکاره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
خالد ؏ُـمـرخېل:
د تور پنجاب دا تور پوځي چې مړ شي داسې ښکاري
لکه ټپوس چې چـــــــــــــرته لرې په مرداره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
سعادت مهاجر:
دنیا او آخرت یې په عـذاب شي چې ګمراه شي
څوک چې ستا د خوږې لارې نه بې لاره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
بې وسه ګلاب:
زړه مې مات شوی دی وتلی له خندا نه یاره
ګوره زړګیه هـــــسې نه!چې نــــاکراره مړشې
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
سعادت مهاجر:
ربه سینې زمونږه یخې شي په داسې ظالم
هغه څوک چې د مظلومو له ازاره مړشي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
بې وسه ګلاب:
دملاقات په څپو مات شي ده چا ستړی بیلتون
کله چـــې یاد د یار په مینه کې بیساره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
عاطف {لاروی}:
تورزن سړی پنځوس شپیته کاله کې یو ځلې مري
خو هر ډارن سړی د ورځې څو څو واره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
طارق بن زیاد:
ربه زلمي خو مـــــــــو ته وینې چې په تا مئین دي
یو یو دې مینه کې راغرق شي بې اختياره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
پښتون:
د شهادت مینه کې دومرہ لیوني دي غازیان
څوک په سنگر څوک په هـــوارہ مړه شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
نجم الدین ځلاند:
دلته پوښتنه که دی وکړه چی دا چا مړ کړی
بس وایی راوینسۍ همدا دی سم له واره مړشی
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
شاهين خراساني:
تل په دښمن پسې په دشتو ميدانو کې ګرځي
داسې زلمي ټول فـــديان د رب لپاره مړه شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
طارق بن زیاد:
زما د هیواد خاینان ځان د وطــــــــــن اصل ګڼي
خو بیا ټپوس غوندې د پاسه په مرداره مړه شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
شاعر رحیمي افغان:
څوک په ژوندون کې وي تنها زخمي سینه ګرځیږي
کاش بې جــــــانانه پر سحـــــــرا او بې قراره مړ شي
┈٠٠┅•⋆⋆⊰✹✹⊱ ⋆⋆•┅٠٠┈
ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!
دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.
اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ
والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ستاسو کشر ورور
عاطف لاروی
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
د جمعې مبارکې شپه
8/افريل/2021م
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga ـــ ا دبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯
ازاد خېل ادبي جرګه
ازاد خېل ادبي جرګه. 29,957 likes. د ټولې نړۍ د پښتو ادب د مینه والو د ځانګړې آنلاین ټولنې رسمي پاڼه
د آزاد خېل ادبي جرګې اونیره آنلاین مشاعره
د ازادخېل ادبي جرګې مینه والو!
شاعرانو، لیکوالانو او په ټوله نړۍ کې د پښتو په ادب مئینو ملګرو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ازادخېل ادبي جرګې اوونیزې انلاین طرحیه مشاعرې لپاره ګران ورور #عاطف_لاروی صیب کوربه ټاکل شوی دی
ټول ملګري باید د افغانستان په وخت د ماښام شپږو بجو پورې د مشاعرې لپاره طرحې راواچوئ
طرحه باید د موجوده حالاتو مطابق وي او د شاعر نوم ورسره هم لیکل شوی وي
طرحه د ادبي جرګې د تګلارې په اساس د کوربه لخوا انتخابیږي
مشاعره به د جمعې په شپه د پاکستان په وخت ماښام اووه نیمې او د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې پیلیږي
دا مشاعره تر یو ساعته پورې دوام لري البته غیر رسمي وخت یې تر سهار د اووه بجو پورې دی، که کم ملګري د نیټ ستونزه لري نو تر سهار اووه بجو پورې خپل شعر را استولی شي
زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ او زمونږ د مشاعرې اعلان تر نورو ملګرو هم ورسوئ تر څو نور ملګري هم بې برخې پاتې نشي
↙️↙️
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
@Ghazal_Garden1 غزل بڼ ـ
@AdabiJirga ادبي جرګه ــ
www.fb.com/AdabiJirga
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯
ازاد خېل ادبي جرګه
ازاد خېل ادبي جرګه. 29,957 likes. د ټولې نړۍ د پښتو ادب د مینه والو د ځانګړې آنلاین ټولنې رسمي پاڼه
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو ملګرو نن د جمعې په شپه به په همدې (آزاد خېل ادبي جرګه) ګروپ کې آنلاین مشاعره کیږي هیله لرو چې پکې راسره برخه واخلئ او د خپلو خیالاتو اظهار راسره وکړئ نو پوره پوره چمتوالی ونیسۍ او انتظار وباسۍ
یادونه:
مشاعره به د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې او د پاکستان په وخت ماښام اووه نېمې بجې پیلیږي ان شاءالله
د آزاد خېل ادبي جرګې ګروپ ↙
https://t.me/AdabiJirga
په غزل بڼ کې هم راسره ملګري شئ↙
@Ghazal_Garden1
Telegram
ازاد خېل ادبي جرګه
د ازاد خېل ادبي جرګې لخوا دې ګروپ ته خپل غزل په @Ghazal\_Garden1 ـ غزل بڼ ـ کې د نشرولو لپاره راواستوئ او د جمعې د شپې په مشاعره کې راسره ګډون وکړئ د نورو لارښونو لپاره استقبالیه پیغام ولولئ مننه
د ازاد خېل ادبي جرګې
لخوا دې ګروپ ته خپل غزل په
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـ
کې د نشرولو لپاره راواستوئ او د جمعې د شپې په مشاعره کې راسره ګډون وکړئ
د نورو لارښونو لپاره استقبالیه پیغام ولولئ مننه
https://t.me/AdabiJirga
Telegram
ازاد خېل ادبي جرګه
د ازاد خېل ادبي جرګې لخوا دې ګروپ ته خپل غزل په @Ghazal\_Garden1 ـ غزل بڼ ـ کې د نشرولو لپاره راواستوئ او د جمعې د شپې په مشاعره کې راسره ګډون وکړئ د نورو لارښونو لپاره استقبالیه پیغام ولولئ مننه
ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!
دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.
ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور ښاغلي نجیب الله هجران صیب د غزل په دې مطلع
?➰➰➰➰?➰➰➰➰?
نه یې په دم وکـــړه او نه یې په دوا وکړه
داسې یو درد وو چې پخپله یې هوا وکړه
?➰➰➰➰?➰➰➰➰?
باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ?
@AdabiJirga
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
میوند احرار:
زه د خپل قام په ازادۍ باندې قربان سړی وم
زما په مرګ باندې خوښي ټولې دنیا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
شاهین کوچی:
ویل یې ځویه په هر حال کې دې کامران غواړمه
زه چې راتلم مورکۍ مې داسې یوه دعا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
فرهاد شینواری:
د څراغــونو و ښار کوټي ته لا يـــون پاتی دی
هر څه به سم شی که ژوندون راسه وفا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
میوند احرار:
بیا در میئن شومه د عشق خواږه دې نور زیات شوي
بیا مې په زړه کې د یو زخم ابتدا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
سعد شینواری:
د هند په خاوره کې مې وڅڅېدې وینې، لاړم
د تور دښمن خلاف مې څه سپینه غزا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
طارق بن زیاد:
بیا د یو نوي پلان سره درځم دښمنه ګوره
نن زمونږ لویـــــــو او وړو درته صلا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
میوند احرار:
بیا هم ونشوله چې ستا تصویر ترې وباسمه
که مې له زړه سره په دې ډېره سلا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
سعادت مهاجر:
د تورو غرو اوږده لمن کې ګرځیدم درپسې
ستا په لټون کې شبګیره مې ترصبا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
بې وسه ګلاب:
مایې دمینې هر قانون په زور او زیر منلو
خودې ظالم په مــاده ظلم انتها وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
طارق بن زیاد:
جهاد هجرت کې تکلیفونه د الله خوښیږي
دا مسئلا راته په کلي کې مـــــــــــلا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
بې وسه ګلاب
جنونه ودې لیدو غږ د الجهاد څنګه وو
چې مو د پورې غرۀ لمنه کې غزاوکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
طارق بن زیاد:
نن رقیبانو وو غوږونه جنګـــــــــولي سره
نه پوهیدم چې یې د چا د سر سودا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
{لاروی}:
د هغوي کور کې دې خدای غم جوړ کړي چې ګړیکې وکړي
زما په غم باندې چې چا د کرس خندا وکړه
➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰➰
ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!
دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.
اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ
والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ستاسو کشر
طارق بن زياد
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
د جمعې مبارکې شپه
1/افريل/2021م
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga ـــ ا دبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯
ازاد خېل ادبي جرګه
ازاد خېل ادبي جرګه. 29,957 likes. د ټولې نړۍ د پښتو ادب د مینه والو د ځانګړې آنلاین ټولنې رسمي پاڼه
د ازادخېل ادبي جرګې مینه والو!
شاعرانو، لیکوالانو او په ټوله نړۍ کې د پښتو په ادب مئینو ملګرو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ازادخېل ادبي جرګې اوونیزې انلاین طرحیه مشاعرې لپاره ګران ورور #طارق_بن_زیاد صیب کوربه ټاکل شوی دی
ټول ملګري باید د افغانستان په وخت د ماښام شپږو بجو پورې د مشاعرې لپاره طرحې راواچوئ
طرحه باید د موجوده حالاتو مطابق وي او د شاعر نوم ورسره هم لیکل شوی وي چې د ادبي جرګې د تګلارې په اساس حتمي طرحه د کوربه لخوا انتخابیږي
مشاعره به د جمعې په شپه د پاکستان په وخت ماښام اووه او د افغانستان په وخت ماښام شپږ نیمې بجې پیلیږي
دا مشاعره تر یو ساعته پورې دوام لري البته غیر رسمي وخت یې تر سهار د اووه بجو پورې دی، که کم ملګري د نیټ ستونزه لري نو تر سهار اووه بجو پورې خپل شعر را استولی شي
زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ او زمونږ د مشاعرې اعلان تر نورو ملګرو هم ورسوئ تر څو نور ملګري هم بې برخې پاتې نشي
↙️↙️
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
@Ghazal_Garden1 غزل بڼ ـ
@AdabiJirga ادبي جرګه ــ
www.fb.com/AdabiJirga
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯
ازاد خېل ادبي جرګه
ازاد خېل ادبي جرګه. 29,957 likes. د ټولې نړۍ د پښتو ادب د مینه والو د ځانګړې آنلاین ټولنې رسمي پاڼه
د ازادخېل ادبي جرګې مینه والو!
شاعرانو، لیکوالانو او په ټوله نړۍ کې د پښتو په ادب مئینو ملګرو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ازادخېل ادبي جرګې اوونیزې انلاین طرحیه مشاعرې لپاره ګران ورور #مېوند_احرار صیب کوربه ټاکل شوی دی
ټول ملګري باید د افغانستان په وخت د ماښام شپږو بجو پورې د مشاعرې لپاره طرحې راواچوئ
طرحه باید د موجوده حالاتو مطابق وي او د شاعر نوم ورسره هم لیکل شوی وي چې د ادبي جرګې د تګلارې په اساس حتمي طرحه د کوربه لخوا انتخابیږي
مشاعره به د جمعې په شپه د پاکستان په وخت ماښام اووه او د افغانستان په وخت ماښام شپږ نیمې بجې پیلیږي
دا مشاعره تر یو ساعته پورې دوام لري البته غیر رسمي وخت یې تر سهار د اووه بجو پورې دی، که کم ملګري د نیټ ستونزه لري نو تر سهار اووه بجو پورې خپل شعر را استولی شي
زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ او زمونږ د مشاعرې اعلان تر نورو ملګرو هم ورسوئ تر څو نور ملګري هم بې برخې پاتې نشي
↙️↙️
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
@Ghazal_Garden1 غزل بڼ ـ
@AdabiJirga ادبي جرګه ــ
www.fb.com/AdabiJirga
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯
ازاد خېل ادبي جرګه
ازاد خېل ادبي جرګه. 29,957 likes. د ټولې نړۍ د پښتو ادب د مینه والو د ځانګړې آنلاین ټولنې رسمي پاڼه
ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!
دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.
اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ
والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ستاسو کشر
مېوند احرار
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
جمعې مبارکې شپه
04/فروري/2021م
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ا دبي جرګه ــــــ