( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 months ago
ساقي ژز کوه نشه راکړه خمار یم
ستا د دوو سترګو نظر پسې بیمار یم
داسې لار باندې مې پل دی پورته کړی
نه ورتلی شم نه وتی شم ګرفتار یم
ژونده! تا هم په ما وکړې ډیرې چارې
ژونده! تاڅخه هم ومنه بیزار یم
خلک دا غواړې چې ژوند یی لا مزید شي
زه ساده انسان مرګي ته انتظار یم
د ژوندون واړه ښوخې یی را تالا کړې
له ښوخ ژونده غورځولی مې خپل یار یم
زړه مې زړه نه ښه ڪوي ستړي ژوندون ته
زه ګډ شوی دغمونو په بازار یم
ما مې ژوند تل دزړګي مخالف کړی
زه وهلې هم دخپل زړګي ازار یم
عبــدالله دلــته دچــا له ازیتـه
تنګ راغلی ښه پریمان یم خو ناچار یم
عبدالله الڪوزی
شپې دبیلتانه پرله پسې راځي
ژوند کي به مي کله ورځې ښې راځي
اوس هم چي یواځي شم له ځان سره
ذهن ته مې ستا هغه وعدې راځي
کله کله اوس هم مې زړګي لره
ستا دبیا لیدلو ایرادې راځي
خپله سادګي چې راپیاد کړمه
هسې مې په خوله ځان ته ښیرې راځي
زه لڪه یوسف ورونو تنها کړمه
زه لڪه یوسف سا کې مي شپې راځي
یاره زه په خپله په خپل حال نه یم
هسې دي له ما څخه ګیلې راځي
پام عبدالله ونه کړې باور په چا
دلته په باور ورځې ترښې راځي
عبدالله الڪوزی
هر درد ته به مې هر وخت کې درمان پاتې کیده
دا یو وه چې مدام به مې جانان پاتې کیده
په دور د خوښیو کې به ټول ول راسره
دغم په وخت کې صِرّف به مې ځان پاتې کیده
بیلتونه!چې به تا راڅخه یوړه هغه یار
دا زړه مې لکه وران افغانستان پاتې کیده
قصداً به یی له ماڅخه چې ځان فنا کوه
معصوم وم ددیدن به یی ارمان پاتې کیده
ای ته خو ترینه لاړې خو دا زړه دعبدالله
لالیه ستا په دید باندې ودان پاتې کیده
عبدالله الڪوزی
#نعت_شریف
#ﷺ
ستا دحسن تجلا ده، که په شپه کي لمر ختلی
ستا دحسن له اثره ،دا جهان ټول زلیدلی
ستا دسپین مخ له رڼا نه
شمس قمر دی شرم کړی
ستا ښکلا ته نه رسیږی
ددنیا هیڅ یو وکړی
ته جامعُ الکمالات یی،دهرچا زړه یی منلی
معجزات داستا بیشمیر
عیسی دم درسره وه
دموسی په مثل یاره
بیضوي لاس درسره وه
ستا دګوتي اشاري سره،سپوږمی کي درز راغلي
رب ستایلی یی ګلابه
ته زما دزړه سکون یی
په طه کي حُسنداره
ته مي وجه دژوندون یی
داستا هجر محمدهﷺ، زما خوار زړګی داغلی
له هر چانه راته ګران یی
ته زما دزړه جانان یی
زه په تا باندې مین یم
ته زما دژوند ارمان یی
دظالم بیلتون غټ غشی، په زړګي می لګیدلی
دا وو شعر چي می لیکلی
دجانان په خوږه مینه
تویوم به یی دلبره
ستا په عشق کي خپله وینه
له تا ځار له تا قربان یم،ته زما دزړه ښاغلی
ته قبول مې دا یو سوال کړه
لاروی مې دبلال کړه
دخپل خوږ جانان په عِشق کي
مي هر کفر ته دیوال کړه
ستا درګا ته پاکه ربه،عبدالله یمه راغلي
عبدالله الڪوزی
په یوشتمه(21) پیړۍ کي خلڪو ته ډیر ارزښت ورڪول اصل کي د ځان ارزښت ڪمول دي.
عبدالله الڪوزی
ژوندون څه دی؟ خو بس چاته انتظار دی
ژوندون څه دی؟ بس دورکو لارو څار دی
هیلې څه دي ؟ دبیوڅه کس په سیر دي
ارمان څه دی؟ دمعصوم زړګی ازار دی
مینه څه ده؟ ځان ته غم پیدا کول دي
عشّق څه دی؟ دسرونو کاروبار دی
علم څه دی؟ له تیاري رڼا ته لار ده
جِهل څه دی؟ بس په ځان دغمو بار دی
وصل څه دی؟ دیار غیږه کی نیول دي
فصل څه دی؟ لری ژوند له خپله یار دی
معشوق څه دی؟ دزړه زخم ته پټۍ ده
عاشق څه دی؟ ستا دحُسن خریدار دی
رقیب څه دی؟ عبدالله ستا مخالف دی
رُیبار څه دی؟ ستا دمیني طلبګار دی
1403/7/13
عبدالله الڪوزی
خبره مي دا ڪوله چي دا وطن او دا د وطن اوسیدونڪي مي خوښ دي راته گران دي خو خفه تري په دي یم چي دلته دوه قسمه خلڪ موجود دي یو یی عصري عُلمو ته زیات ارزښت ورڪوي او بله ډله یی دیني عُلومو ته ارزښت ورڪوي . دامنمه چي دیني عُلمو ته الله ﷻ فضیلیت ورکړي خو.داسي هم نه ده پڪار چي دیني عُلمو والا پاس اسمان ته پورته کړي او دا عصري عُلمو والا ته بیښي ارزښت نه ورڪوي او داسي هم نه ده پڪار چي عصري عُلمو والا پاس آسمان ته پورته کړي او ديني عُلمو والا ته بیښي ارزښت نه ورڪوي دلته یوه ډله خلڪ ډیر ارزښت دیني عُلمو ته ورڪوي او بله ډله عصري عُلمو ته باید چي داسي ونه شي زڪه اوس مونږ افغانان دواړو ته ډیر ضرورت لرو زڪه که دیني عُلوم نه وي مونږ پر مختگ نشو کولی او ڪه عصري عُلوم هم نه وي نو مونږ پر مختګ نشو کولی اوس مونږ دواړو ته ضرورت لرو باید ددواړو ډلو خلڪو ته ارزښت ورکړل شي یو ډله غوره نشي زڪه په دي سره خپله زمونږ په منځ کي غټ اختلاف رامنځته کیږی چي دهغي له وجي مونږ او زمونږ هیواد هیڅکله پر مختګ نشو کولي نو باید دواړو ډلو.ته ارزښت وکړل شي ترڅو دا خپل منځي اختلافات هم له منځه لاړشي او مونږ دپرمختګ پر لور ګام واخلو ..!
هیله ده چي په چا نه وي غمیدلئ دا لیکنه !
#عبدالله_الڪوزی
زما په سترګو یی بندیز کړی ده
جانان په ماباندي تعویز کړی ده
مونږه اکثره کم یاران ساتلي
حساب دیو مو په لسیز کړی ده
دبل دلاس لاندي ژوندون نه کوو
دغه اعلان مو تر لویدیز کړی ده
مونږه په هر څه باندي پو یو جناب
دښو او بدو مو تمیز کړی ده
تل له پردو سره دخپل وطن مو
مونږه حساب دهر یو سیز کړی ده
هیڅ یو افغان مو په شا نستنیږی
تل مو قیام په خپل دریز کړی ده
عبدالله زڪه نن خوشحاله یمه
یار ته دمیني مي وړاندیز کړی ده
1403/6/1
عبدالله الڪوزی
په تا مین دی او په تا پسي ځي
زما زړګئ به بل په چا پسی ځي
دمیئن زړه ته نو نور څوک نژدی دي
دمیئن زړه خو په اشنا پسی ځي
را ديشی زه یی دمومه لالئ
هسي ساده ده چي مُلا پسی ځی
زه مي له موره څخه لري نه زم
پوهیږم زړه یی بیا په ماپسی ځي
ددي دومخو ښار ڪي نشته وفا
هغه ساده ده چي وفا پسي ځي
ښایست نه دومره متاثِّره شو چی
اوس ټوله خلڪ په ښکلا پسی ځي
عبدالله دومره شول جاهله خلک
له فنا تښتي په فنا پسي ځي
1403/5/30
عبدالله الڪوزی
دنړی عرب دا ولي چپ په څه دي
چا یی خوله کي اچولي جوړ رانجه دي
وا معصومه فلسطینه خدای دي مل شه
مسلمان ورورنه دي ټول په خوب ویده دي
ستا له غم سره غمجن یو فلسطینه
ستا له غم سره غمونه موپه زړه دي
دکافر په نقش قدم باندي روان دي
دغزي په ویر ماتم باندي ړانده دي
دمعصومو ماشومانو فریاد نه اوري
دنړي مسلمانان په غوږ کاڼه دي
ډیر واړه ماشومانان په اور کباب شول
دبابا بابا غږونه یی په خوله دي
ته لږ خیال دعبدالله دزړه هم ساته
ستا له نشتونه وختونه يي ترښه دي
1403/5/20
عبدالله الکوزی
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 months ago