( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago
د آزادۍ د اتلانو یاد!
م. وحید الله بدري
د آزادۍ د اتلانو یاد ښکلی اصدار مو وکتی، یقینا د داسې اتلانو یاد یې رایاد کړ چې باید تل مو یاد وي.
یاد یې صرف د خولو او ژبو یاد ونه ګرځوو بلکه له زړو یې یاد کړو او په داسې یاد یې یاد کړو چې راتلونکې سخته ورځ (محشر) کې یې په اساس موږ د دوی یاد سو، او داسي یې یاد کړو چې د دوی سره د لقاء په وخت کې مو یاد یاد ته دوی یاد ووایې، وفاء یې وبولي نه جفاء.
د دوی یاد د ټول افغان مجاهد ملت په فرائضو کې راځي او ټول افغان ملت به یې تل محسنان وي ځکه همدا اتلان وو چې درست افغان ملت یې د خپلو اجسادو په ټوټه کولو، خپلو اولادونو یتیمولو او خپل میندو په بورولو سره د یو سوچه اسلامي نظام څخه برخمن کړ.
دوی وو چې ژوند یې هم لیري د ټولو اقرباوو او دوستانو څخه د شنو غرو لمنو کې تیروی او د اجل داعي ته به یې هم لبیک په یوازیتوب کې ویلی باید د دوی په دنیا کې ژوند او له دنیا څخه بیرته تګ تر پوره فکر او غور لاندې ونیسو.
آیا دوی نه غوښتل نن ورځ زموږ څېر یو ښه د آرامۍ، امنیت او خوښیو څخه ډک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند ولري؟!
آیا دوی هم د دې نړۍ وګړي نه وو؟!
د خپل ژوند په بابونو کې یې د ارمان، هیله، امید په نوم هیڅ کوم باب نه درلود؟!
او وجود ټوټه کول او په اورونو سوزول همدومره آسان کار وو؟!
آیا دوی په دې خوښ وو چې د نړۍ څخه په داسي حالت کې وکوچیږي چې تر شا پاته دوستانو او اقاربو ته یې د دعاء کولو لپاره مقبره هم پاته نه سي؟!
نه داسي نه وو.
دوی ښه ژوند غوښتی صرف ځانته نه بلکه ټول افغان مجاهد ملت ته، په همدې آرمان پسې ولاړه!
دوی هم زموږ په څېر د همدې نني عصر خلک وو درد یې درلود خوښي یې درلوده خو د اسلام او مسلمه امت نني مظلوم حالت یې درد پر خوښۍ غالب کړی وو د همدې دردونو په خوښیو بدلولو په پار د قربانۍ میدان ته وړاندې سوه. آرمانونه او هیلي یې درلودې د الله ج رضاء، د سوچه اسلامي نظام نفاذ او استحکام، د ننې فرعون څخه د موسی په څېر د خپل ملت آزادول وو چې نمګړې پاتې نه سوه همدا یې هیلې وې چې خپل ښه ژوند یې زموږ تر ژوند قربان کړو چې موږ هم باید د دوی یاد په پوره معنی هر اړخیزه وکړو. د وجود ټوک ټوک کول هم دومره آسان کار نه وو خو دوی ته ځکه آسان وو چې د ایمان په تول پوره وه د اصحابو رضی الله عنهم له خواصو او صفاتو یې رنګ اخیستی وو د اسلام نفاذ او استحکام یې تر خپل ژوند او هر څه مهم بللی وو.
وبه وایم د بارودو په لوګیو کې یې چې خپل ارواح تر خپل حقیقي مالک پورې د خپلو هډونو او غوښو په غلاف کې بند د معززو ملائکو په لاس تحفه لیږل مقصد یې دانه وو چې د نړۍ د صفحې څخه دې د دوی نوم او نښان ورک سي بلکه دایې مطلب وو چې باید ارواح یې تل علیین کې و اوسیږي او د هغو اصحابو او اسلافو په قطار کې وشمیرل سي د کومو یاد چې به په نړۍ تر آخیره د سپینو ستورو په څېر بریښي او د ځمکې پر مخ د قبرونو پر ځای په مؤمنو زړونو کې دفن دي.
د دوی قربانۍ به د ټول مسلمه امت لپاره د لاري مشعل، د ظلم د تیارو څخه د امن تر رڼاګانو پوري لار وي.
او په پای کې د الهجرة سټوډیو څخه مو هیله ده چې یادو اتلانو د یاد لړۍ جاري وساتي ځکه د دوی د (الهجرة) په ښکلې لوګو مزین اصدارونه موږ د فکرونو، خیالونو او خوږو دردونه یو بل جهان ته وړي.
او بل به د همدې اتلانو د وینو په قیمت راته رسیدلې سوچه اسلامي نظام د مسئولینو لپاره په خپلو امورو کې په ښه توګه ترسره کولو او د خیانت په وړاندې د مبارزې یو ښه لار وي.
اسلامي امارت ماشاءالله په واړه ډګرونو کې ښه او ګړندی پرمخ روان دی اما په دوو برخو کې لکه څنګه چې مناسب دي په هماغه کچه ګړندی نه دی، هغه يو د مطبوعاتو ډګر دی ، ځکه د ا.ا. مطبوعاتي يا تبليغاتي ډګر ډېر پيکه دی ، د اسلام قسم خوړلي دښمنان ډېر په شدت حملې کوي او په منظم ډول الحاد او لادينيت ته کار کوي چې ټول تمرکز يې په تبلیغاتو پورې دی.
دويم ډګر د عسکري او نظامي تربيت دی چې متأسفانه په دې برخه کې مو بيا بيا ټکرونه خوړلي دي خو بيا هم د دې برخې له اهميت څخه بې غمه ناست يو ، نه مو په پوځي صنعت برخه کې کار وکړ او نه مو خپل افراد په اړتيا وړ توګه وروزل.
هيله ده چې دې دوو برخو ته چې يوه يې ډېره اهمه يعني د فکري جګړې برخه راژوندۍ او چټکه کړو.
د شیخ الشهداء رحیم الله حقاني
تقبله الله سپیڅلی یاد ته اهداء
ارماني راغلې ارماني تېر شوې
پر حقه لاره حقـــاني تېر شوي
ترانه ویونکی :
الحاج : ملا فقیر محمد دروېش
شاعر : مولوي محمد نور قانع
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago