د ګلبڼ زمزمې

Description
درنو ملګرو! له دې ځایه به وخت پر وخت (د اسلامي ادب ګلبڼ) د بلبلانو ښکلي او معیاري شعرونه خپرېږي. زموږ هدف دا دی چې تاسې له ښه شعر او شاعرانو سره اشنا کړو. ملتیا مو وکړئ!

واټساپ چینل کې هم راسره شئ!👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v
We recommend to visit

{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }

- تواصل ، إعلان، @alim761

Last updated 1 month, 2 weeks ago

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 1 year, 4 months ago

اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤

‏𖤐| صور📷.
‏𖤐| عبارات🗞.
‏𖤐| خلفيات كيوت🧸.
‏𖤐| ستوريات سوداء🖤.

• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏

Last updated 1 month ago

1 week, 5 days ago

غزل: پیر محمد کاروان

حوا که به تر څنګه د ادم نه وای پيدا
له تندې به ګل مړ و که شبنم نه وای پيدا

دا ژوند به د ادم پر اوږو بار و د ډبرو
دا مينه، دا ښکلا که دا همدم نه وای پيدا

نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر
له زېر سره دوستي که به د بم نه وای پيدا

له تندې نه که منډې هاجرې اخيستې نه وای
کعبې ستا په لمن کې به زم زم نه وای پيدا

ارواه به دعيسی ملايکو چېرې پوکله
که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا

په ځمکه کې به سوي و په ډار د جهنم
جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيدا

مريم که خديجه ده اسيه که فاطمه ده
که ښځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا

د ګلبڼ زمزمې. (248)

1 week, 5 days ago

غزل: پیر محمد کاروان

حوا که به تر څنګه د ادم نه وای پيدا
له تندې به ګل مړ و که شبنم نه وای پيدا

دا ژوند به د ادم پر اوږو بار و د ډبرو
دا مينه، دا ښکلا که دا همدم نه وای پيدا

نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر
له زېر سره دوستي که به د بم نه وای پيدا

له تندې نه که منډې هاجرې اخيستې نه وای
کعبې ستا په لمن کې به زم زم نه وای پيدا

ارواه به دعيسی ملايکو چېرې پوکله
که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا

په ځمکه کې به سوي و په ډار د جهنم
جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيدا

مريم که خديجه ده اسيه که فاطمه ده
که ښځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا

د ګلبڼ زمزمې. (248)

3 weeks, 4 days ago

غزل: پیر محمد کاروان

کټ کټ سره خاندو مونږه دواړه ماشومان یو
ژوند مې له غچۍ ګوتې نیولی دی روان یو

مینې یو په تار تړلي، موسکه راته کېږي
شنې او سرې وزرې د یوه ګوډي پَران یو

راشه راته کېنه، د رڼو اوبو پر غاړه
چغ چغار مو واوره په شنو ونو کې مارغان یو

ښکلي مو لېدلي د ګلونو دي خوبونه
غلي را ویښ شوي د بلبلو په اذان یو

پرخې پرخې راغلو په داغ داغ کې یې دمه شوو
واه د خړې دښتې پر غاټولو باندې ګران یو

نن یې نازوو ځکه چې ښکلي مېلمانه دي
هو کنه! سبا به د دې ټولو په ارمان یو

لوی واړه ته، لویه سلامي کوو کاروانه
جار یو له مېږي مېږي او جار له سلیمان یو

د ګلبڼ زمزمې. (247)

2 months, 1 week ago

د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله په یاد کې د مولوي عبدالدیان تکل شعر.

دلته ناست دی خو په تن سړی شهيد دی
د جرګو او د وطن سړی شهید دی

فاتحه يې د حرم کوتري اخلي!
په زمزم باندي مين سړی شهيد دی

چې وهلې يې مرۍ د ښکېلاکونو
د هغو تورو د فن، سړی شهيد دی

نن دمه کوي د هجر له مزلونو
يوې لقاء ته ارمانجن سړی شهيد دی

مهاجر مرغان دي نه شي تش ججوري
لپه سره ده، نشته ږدن، سړی شهيد دی

له لمبو نه چې راوتی و تکله!
يو خليل او بت شکن سړی شهيد دی

د ګلبڼ زمزمې. (313)

2 months, 1 week ago
إنا لله وإنا إلیه راجعون!

إنا لله وإنا إلیه راجعون!

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوول الحاج خلیل الرحمن حقاني صاحب د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. نوموړي په ټوله مبارزه کې د اسلام، هېواد او ولس لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او په دیني، جهادي او انساني خدمتونو کې یې ځان وتلی شخصیت وښود.

شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني یو داسې روښانه ستوری و چې د اسلام او جهاد په تاریخ کې به یې نوم د خدمت، قربانۍ او صداقت په زرينو کرښو لیکل کېږي.

الله تعالی دې د هغه شهادت قبول کړي، د جنت الفردوس لوړې درجې دې ورکړي او کورنۍ ته یې د دې ستر غم د زغملو توان او جمیل صبر ورکړي.

په درنښت،
د اسلامي ادب ګلبڼ اداره

2 months, 2 weeks ago

غزل: محمد حسن عمري

د تروږمیو مسافر سبا ته ورسېدل
وږمه، وږمه لکه د ګل هوا ته ورسېدل

دوی په ډېوو پسې روان د ازادۍ پتنګان
د مرګ په غاړه د ژوندون رڼا ته ورسېدل

د ازادۍ پولۍ یې غلې، غلې ماتې شولې
او په ژړا، ژړا، ژړا خندا ته ورسېدل

پۀ ابریهه یې لکه غرونه کاڼي وغورځول
د ابابیل لښکر ، د وخت بلا ته ورسېدل

له بدرنګیو نه یې ښکلی بغاوت کړی وو.
ښکلا پلوي، اخر هم ښکلا ته ورسېدل

د جبر سرې غرمې یې طی کړې، یبلې پښې حسنه!
دا لارویان څه په تکلیف معنا ته ورسېدل

د ګلبڼ زمزمې. (312)

2 months, 2 weeks ago
د مبارکۍ پیغام!

د مبارکۍ پیغام!
الحمد لله چې د اسلامي امت زړونه یو ځل بیا د فتحو په زیري خوشحاله شول. د شام او دمشق سپېڅلې ځمکه د اسلامي لښکرو په مېړانه، قربانیو او الهي نصرت سره فتحه شوه. دا مبارکه بریا د اسلامي تاریخ نوې پاڼه ده او د مظلومو مسلمانانو د دعاوو ښکاره نتیجه ده.

د الله تعالی له دربار څخه مو هیله ده چې د اسلامي امت ټولې ځورېدلې سیمې د حق پالونکو مجاهدینو په لاس آزادې کړي، مسلمانانو ته یووالی، عزت او په دین باندې د ثبات توفیق ور په برخه کړي.

د ټولو هغو مجاهدینو قربانۍ ته سلام چې د دین او ملت د عزت لپاره یې خپل سرونه قربان کړل. الله تعالی دې شهیدانو ته لوړې درجې او مجاهدینو ته لا نورې بریاوې ور په برخه کړي.

وما النصر إلا من عند الله العزیز الحکیم!

په درنښت،
د اسلامي ادب ګلبڼ

2 months, 2 weeks ago

غزل: پیر محمد کاروان.

د څاڅكو په لېمو مې سمندر ليدلى دى
په ټولو آئينو كې مې دلبر ليدلى دى

شهيد مازيګرى كوي شغلې لكه حسين
شفق مې سور په غشو د شمر ليدلى دى

له زړه مې چې كړي جوړه وچو شوندوته كوزه
ورځم پسې چا داسې كوزه ګر ليدلى دى؟

دا مستې مستې اوښكې چې جوپې جوپې راځي
دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر ليدلى دى

بتګر د تخيل مې جوړه وي بت د جانان
په روح كې زما كان يې د مرمر ليدلى دى

ته پوې يې چې دا څنګه شو كاروان غزل، غزل؟
دا نن يې ايله يو نظر خيبر ليدلى دى

د ګلبڼ زمزمې. (311)

2 months, 2 weeks ago

غزل: پروېز بهسودوال

ځکه خو له ياده مې وتلى نوم په خوله راغى
نن راته د ډکي په ځاى چايو کې وېښته راغى

مينې نه منکر د محبت ښار کې ايمان راوړو
کاڼى کاڼى تللى وو اوبه اوبه اوبه راغى

روح په ما کې دومره په عذاب دى ترې پازاب يمه
غړو نه مې ساه وخته ستوني ته مې زړه راغى
۰
پريښى خداى زه هم چرته تش لاسونه نه يمه
ماهم ځکه وبخښه دښمن مې په کاله راغى

نشته بهسودواله څه احسان د مرګ په ما باندې
ما لمر پرېواته غوښتى وو دا په لمر خاته راغى

د ګلبڼ زمزمې. (310)

2 months, 2 weeks ago

غزل: عصمت تمیم

لمر به له غرونو، نه غورځېږي کله
مزل د ستړو به لنډېږي کله

ته به له ما په کوم انداز تللی یې
هغه صحنه مې نه یادېږي کله!

ما د خپل ذات د مینې رنګ درکړی
ستا په رګو کې به خورېږي کله

د الفتونو دعوېدار راغلي
دی به محفل ته رارسېږي کله

زه خو پرې ناز د خپلې مینې کوم
هغه په ما باندې نازېږي کله

تمیمه هېر به یې کړم ورو، ورو مګر
د زخم داغ به مې جوړېږي کله

د ګلبڼ زمزمې. (309)

We recommend to visit

{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }

- تواصل ، إعلان، @alim761

Last updated 1 month, 2 weeks ago

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 1 year, 4 months ago

اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤

‏𖤐| صور📷.
‏𖤐| عبارات🗞.
‏𖤐| خلفيات كيوت🧸.
‏𖤐| ستوريات سوداء🖤.

• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏

Last updated 1 month ago