RENAISSANCE_رنسانس

Description
د ادبي، تاریخي، ساینسي او فلسفي مالوماتو زېرمه.
زموږ ملتیا وکړئ.
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 weeks, 5 days ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 8 months ago

2 weeks, 1 day ago
RENAISSANCE_رنسانس
2 weeks, 1 day ago
**کارکینوس- Karkinos**

کارکینوس- Karkinos

کارکینوس په یوناني کې (:Καρκινος) یو لوی چنګاښ وو چې د هېدرا او هیراکلس په جګړه کې د هیراکلس سره په لرنا کې د هېدرا مرستې ته راغی. په دې حال کې اتل نوموړی چنګاښ د پښو لاندې کړ او ومړ مګر د نوموړي د خدمتونو په پار, د هرا الهې دی د ستورو په منځ کې د سرطان د فلکي څېرې په توګه وساته.

رنسانس پښتو چینل

2 weeks, 2 days ago
کړکۍ ته یې اشاره وکړه او …

کړکۍ ته یې اشاره وکړه او ویې ویل: لمر وینې؟
ته کولای شې بهر ووځې او لمر ته ودرېږې, کولای شې لکه یو ماشوم د کور ګردچاپېره منډې ووهې. مګر زه نه شم کولای چې لمر ته ودرېږم او د کور ګردچاپېره منډې ووهم ځکه توان یې نه لرم. مګر پوهېږې چې څه دي؟
"زه د هغې کړکۍ په قدر له تا ډېر پوهېږم".

(مېچ البوم| بابل حکیمي)

2 months, 3 weeks ago
د ژوند له لاسه ورکول کومه …

د ژوند له لاسه ورکول کومه اړینه خبره نه ده،
هر کله یې چې وخت راورسېد زه په ډېر ځواکمنتیا ورته چمتو یم!
مګر د ژوند د مانا او د هستۍ د بهانې له منځه تګ هغه شیان دي چې زغمل یې ډېر ستونزمن کار دی ځکه؛ نه کیږي چې پرته له کوم دلیله ژوند وکړو ...
پرته له دلیله ژوند کړل خپله مرګ دی، ډېر ذلیله مرګ ډېر ذلیله ...

(کالیګولا| لیکوال: البر کامو| د متن ژباړن: بابل حکیمي)

3 months ago
د کانت د فلسفې پر بنسټ …

د کانت د فلسفې پر بنسټ د نړۍ ریښتینې څېره په دوو برخو وېشل کیږي:
لومړی هغه نړۍ ده چې د انسان عقل یې د درک وړتیا لري او دویمه برخه د انسان له درک کړلو څخه بهر ده.
د انسان ذهن محدودې حسي قوې لري, دا حسي قوې له نړۍ څخه ډېټاګانې اخلي او عقل دا ډېټاوې په بېلابېلو برخو ویشي او پېژاند ته یې سپاري.

دا نړۍ, له پدیدو څخه ډکه نړۍ ده چې د انسان محدوده ذهن یې درک کولای شي, مګر حقیقت د انسان له عقل او حواسو بهر ګڼلای شو, هغه حقیقت چې یواځې یې الهي عقل د درک وړتیا لري. هغه حقیقت چې د نړۍ د ټولو شیانو تر شا پټ دی. او انسان یې د درک وړتیا نه لري...

(کانت| ژ: بابل)

4 months ago

یو احمق, یو احمق دی. دوه احمقان, دوه احمقان دي. زرګونه احمقان یو "تاریخي جبر" دی.

(فرانز کافکا| ژ: بابل حکیمي)

8 months ago

د روڼاڼدو وګړو ځانګړنې:

  1. روڼاندی باور لري چې سیاسي بنسټونه باید د پوهې پر بنسټ رامنځته شي.
  2. د روڼاندو یوه ځانګړڼه دا ده چې باید الټرنټېف جوړښت عملي شي.
    ۳.په عمل کې متمرکز فکر په ژورو ټولنیزو بدلونونو متمرکز وي.
    ۴.ځکه د عقلانیت پلوی وي د هر ‌ډول بدې عقیدې په ټولنیزه برخه کې مخالف وي.
  3. ځکه هوساینه او پرمختګ د یموکراسۍ پیلیزه ده په ټول ځواک سره د دیکتاتور (فرهنګي فقر او مادي فقر) پر وړاندې مبارزه کاندي.
  4. د تساهل او زغم خاوند وي یعنې هر هغه څه چې ځانته نه غوره کوي نورو ته یې هم نه غواړي.

اخځلیک او پېژندنه:
(روشنفکر کیست| دکتور عبدالغفور آرزو| ژباړن بابل حکیمي)

انځور:
Carrington’s Self-portrait (c.1937-8)The art of Leonora Carrington.

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 weeks, 5 days ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 8 months ago