Last updated 2 months, 1 week ago
Last updated 6 months ago
مجاهده زلمکیه !
تاهیرکړي خودغرونو !لاهیرنه یې
دهاښکولوموسمونو !لاهیرنه یې
تادښارپه ښکلاګانوځان سینګارکړ
دخړکلي ګودرونو !لاهیرنه یې
اوس لاهم ستاودمي ته انتظارکړې
دهادنګو چنارونو ! لاهیرنه یې
ته ملګري د امفور او تمانچي شوي
دلانچر او راکټونو !لا هیرنه یې
پروجود دي لااثردزخم پاته
دزخمونوکړاوونو !لاهیرنه یې
مهاجره که اوس شعر د ورځي لیکي
د ها ستړو ماښامونو لا هیر نه یي
مهاجرهروي
ته خوب کوه ویدۀ سه موږ بیداریو تر سهاره
اولسه ستا له پاره
هرڅه به موخدای سم کړي خولږصبر دی پکاره
اولسه ستا له پاره
اباد به دا وطن کړو
راشنه به یي لمن کړو
فعال به یي له خیره
هرکان،اوهر معدن کړو
کړو جوړ به څړکونه د وطن هر یؤه لاره
ښایسته لري لوړ غرونه
خواږۀ یي دي سندونه
هـــــــوا یي جنتي ده
او کاڼې یــــي لعلونه
ازاد مو په سَرو کړ د پـردو له استعماره
قران زموږ قانون دی
پر دغه لار مو یون دی
له خپل دین او خپل خاورې
قربان مو تري ژوندون دی
پردي انعنات نه منو په هېڅ زور او فشاره
داګور د امپراطورو
داکور د زورورو
پوښلی او سمبال دی
د خپل ایمان په زغرو
تاریخ مو را ژوندی کړ د خپل نیکۀ او پلاره
د شیخ صاحب خبرې
ښایسته دي ملغلرې
قران دی،یا حدیث دی
خـوږې دي خوندورې
په ګټه دی ملاتړ د دې نظام له هر ګفتاره
مکتب که مدرسه ده
زموږ د ژوند ډېوه ده
سخي سعیده جوړه
په دوی مو اینده ده
ګړو جوړ به مدرسه،مکتب د هرکلي او ښاره
سخي سعید
نه هیریږي ګله
رایادیږي ګله
تل زما په زړګي
راوریږي ګله
دا زما زندګي
سوه تبا زندګي
ګوره نه تیریږي
بې له تا زندګي
ځوروي مي یاره
کـــړوي مي یاره
ستا بېلتون زورور
ژړوي مي یاره
د زړۀ سره راسۀ
ای دلبره راسۀ
مرور یي ولي
څه خبره راسۀ
زه له زړۀ وایمه
چی هر څۀ وایمه
اشـــنا ویه منه
بد خو نۀ وایمه
ښکلــــومه نښه
ښه ســـاتمه نښه
چي راکړي دي وه
ای صنمه نښه
دا اوس وخت خراب دی
که مي بخت خراب دی
ته یي جوړ کړي خدایه
ژوند مي سخت خراب دی
پردېسي سخته ده
جدایي سخته ده
ای سخـي سعیده
له زړګي سخته ده
سخ ي سعید
جوړ کړو بیا دا ښکلی وطن
ډک د خوښیو ښکلی وطن
د هر سپرلي نښې وي پکې، وي ګلزار کلی
وا بهار بهار کلی، وا بهار بهار کلی
غرونه او څڼې یې شنې ښکاري
د هر ګودر څپې نغمې ښکاري
لاره په هر پُل باندي ښکلا کېږي چار کلی
وا بهار بهار کلی، وا بهار بهار کلی
شور وي د بلبلو په سپینو ونو
څاڅکي د شبنم په هر یو ګلتون
خدایه دا ښکلا وي تل پاتې په ښار کلی
وا بهار بهار کلی، وا بهار بهار کلی
وطن مو آباد وي په خپل مینه
تل مو شي خنداګانې په هره ګینه
سترګې دې ښکلې وي هر باغ او سنګار کلی
وا بهار بهار کلی، وا بهار بهار کلی
د عشق نغمه ده د خپل باغ بلبل
د سولې پیغام د وطن هر منزل
غواړم مستغفر تل زموږ ښکلی خمار کلی
وا بهار بهار کلی، وا بهار بهار کلی
شاعر قاري ;مستغفر;
١٧ ٦ ١٤٤٦هــ ق
بیتونه
´´´´´´
دنـګ چـیـنارومـه رامات درپـسي شـومـه
مستغفر پـه زړه کـبـاب درپـسـي شــومــه
´´´´´´
مـاپـه تــمــه دوصـال څـــړیــکــي زغــمـلـي٢
پـه نـاسـورزخـم بـیـمـار درپــســي شــومــه
´´´´´´
چـي غـمـجـنه یــی غـمـجـن درپـســي یـمـه٢
هــریـــو درد تـــه بـه دوادرپــســي شــومــه
´´´´´´
خرپ او تـرپ نه کــــوي شعر وايي له درده٢
مـسـتـغـفـر یاره قـربان درپــســي شــومـه
´´´´´´
شاعر = قاري متسغفر=
٢=٣=١٤٤٦هـ ق
١٥=٦=١٤٠٣هـ ش
اوښکې توی کړم له سلګو سره ویده شم
هره شپه دې له یادو سره ویده شم
په رڼا ورځ کې غمونه ټولومه
چي تیاره شي له غمو سره ویده شم
دزړه درد مې دوجود په درد سیوا شي
زه له دوره رنګه دردو سره ویده شم
څو راپاتې خاطرې مې دلالي دي
زه له هغو خاطرو سره ویده شم
عبدالله د یار راپاتې تصویرونه
راسره دي له هغو سره ویده شم
1403/8/16
عبدالله الڪوزی
غزل
دا چې هر څه له کابله اړول دي
د شبنم څاڅکي له ګله اړول دي
د هوس د بندګانو ازادي خو
ستا پړونی له اوربله اړول دي
چې پيالې میالې رانه وړې ساقي جانه
دلته سر باندې غزله اړول دي
په مزل کې دا واړه واړه کارونه
کاروانونه له منزله اړول دي
ژوندون ټول لکه ناکامه مينه داسې
ارمانونه یو پر بله اړول دي
اوس نو لوی کار بس همدا چې دغه زړه مې
ستا د سترګو له مقتله اړول دي
د وخت تکې سرې لمبې ته وا تر څو دي؟
او پر موږ باندې تر کله اړول دي؟
له ملت سره ټکر څه دی "جانانه"
خپلې پښې په اوږو خپله اړول دي
جانان خدرخېل
١٤٠٣/٦/٣١
هجر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بلتون بلا دې زیر زیر راته ګوري
د فراق ډار ته دې مخامخ ولاړ یم
بوږنونکو ماښامونو کې ایسار یم
د جفا بار ته دې مخامخ ولاړ یم
بوږنونکو ماښامونو کې ایسار یم
رالویدلی هری پاڼی نه ډاریږم
هر یو وهم او ګمان کې مې خزان دی
چې پاڅېږمه خراب یمه رالویږم
مړاوو مړاوو چنارونو سره پایم
د بهار وار ته دې مخامخ ولاړ یم
ستړی غړي د وجود راباندی بوج دي
ستا د نشتون هر یو درد سره عذاب یم
د زغان پښو کې دانه وانه شیندلی
پاڼی پاڼی رژیدلی یم ګلاب یم
ښکلاګانی مې ګریوان ته څڅېدلی
د کوڅې لار ته دی مخامخ ولاړ یم
ستا انځور مې په ورغوي کې اوبه شو
اوښکې اوښکی بارانونو ته وران شوی
عمبري زلفې دې ورانی په بشر دي
زړه مې ډیرو ارمانونو ته وران شوی
مازدیګر دې لمر ډوبیږي ورته ګورم
د ښکلا ښار ته دې مخامخ ولاړ یم
ما په زړه د بلتانه زربې خوړلي
بند په بند په ټول وجود باندی مات مات یم
زهر زهر دود مې خیږي له پرهاره
بیابان دې رهبرانو ته خېرات یم
ایوبي! درپسی سرې تبی نیولی
د راتلو څار ته دې مخامخ ولاړ یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ایوبي
**علم پوهه !
مدرسي اومکتبونه دي آباد وې
دادعلم مرکزونه دي آباد وي
چي دجهل تیاري ووژني سهارشې
دادپوهې څراغونه دي آبادوې
پل په پل چي ږدي قدم وآبادی ته
داسي کړنې اوفکرونه دي آبادوې
افغانان دي ټول راټول پیوکهول شې
اتحاد او وحدتونه دي آبادوې
زموږ هیوادداقتصادقدم اخستی
پروژي اوکانلونه دي آبادوې
چي ترغوږ مي بیادفتحي آذان راشې
مسجدونه منارونه دي آبادوې
مهاجرچي پري لیکلې داڅوکرښې
راړنګ مشه دیوالونه دي آبادوې
مهاجرهروي**
غزل
دبیلتون اجل وهلی تلم پر لاره
ړنګ او بنګ به ځنګېدلی تلم پر لاره
څه آثر دهجرانۀ څه لیونتوب وو
سرببر ګریوان شلېدلی تلم پر لاره
غبرګي سترګي مي دسرو وینو پیالې وې
ستا له غمه ژړیدلی تلم پر لاره
ستا په تلو مي زړګی دوه سوه ټوټې وو
چي مات مات او غلی غلی تلم پر لاره
هیلي ماتي زړه رنځور شونډي چاودلي
د دردو پېري نیولی تلم پر لاره
ستا دهجر زهرجنو څړیکو ومه
پر زړګي عرفان داغلی تلم پر لاره
عـــرفان عابر
Last updated 2 months, 1 week ago
Last updated 6 months ago