مسرور غزنوي

Description
دلته به وخت په وخت زموږ لیکل شوي او د خوږ ژبو ترانه ویونکو ترنم شوي اشعار وړاندې کوو، له موږ سره اوسئ.
We recommend to visit

-بستری برای ناگفته ها و نشنیده های دنیایِ پیرامون (:

Last updated 1 week, 6 days ago

??لینکدونی آزاد??
? @LINKEDLN85
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ملګرو په دي چینل کي به تاسو ته د واټساف ګروفو لینکونه نشر کیږي چینل دارسره جوین کړي
خپل واټساف ګروف لینک چینل کي نشرولو د پاره دلته رابطه وکړی?

? ? @A9DVERTISING

Last updated 1 month, 1 week ago


تاسو زموږ سره ملګری شی ملتیامو وکۍ
♡کلثوم♡
▄▄▄▄─●●─▄▄▄─▄▄─▄▄▄▄▄
🙂🙂🙂🙂
ـــــــــــــــــــــ
تبادلی رابطه👇

"""""""" """""" 

Last updated 3 weeks ago

1 month ago

خوږه ښکلا

ته د حسن پیر او له تا اخلي سرچینه ښکلا
تا باندې راټوله او په تا باندې پوره ښکلا

ته یې رحمة للعلین خیرالبشر نبي
جوړه ستا له نوم شوه بیا په ټول جهان خوره ښکلا

ورو ورو د نړۍ هر کونج له نوره برخمن شولو
کله چې د رب لخوا په تا نازلېده ښکلا

ستا د مبارکې خولې خبرې ملغلرې دي
زړونو باندې پاشي بې مثاله او خوږه ښکلا

کاش چې زه دا ستا په مبارکه زمانه کې وای
هلته په ما باندې هر وخت را اورېده ښکلا

هرڅوک که مې وپوښتي مسروره دا تأثیر د څه!؟
دا د یار د حسن او د مینې ښایسته ښکلا

مسرورغزنوي

1 month, 2 weeks ago

مسرورغزنوي

د غره له غیږې مې قدم د ښار په لور اخیستی
داسي یم سم لکه وجود چې مې وي اور اخیستی

را ووتمه بریالی له شل کلن انقلاب
نه مې په ټنډه جوړ شو داغ نه مې پیغور اخیستی

زه یې په خپل کور کې د ژوند مستحق نه بللم
له سره کافر مې خپل هېواد بیرته په زور اخیستی

هغه به څه ځواب لري د حشرګاه په میدان
په بیت المال باندې چې چا وي شخصي کور اخیستی

دا هېواد داسي یو عادت لري مسروره اشنا!
له یرغلګرو یې وي یو په سله پور اخیستی

3 months ago

استشهاد

د خوښیو او بریاوو پیلامه ده
استشهاد یوه شیرینه رابطه ده
په نازک وجود بارود وي را تاو شوي
استشهاد د دې ملت یوه معجزه ده

د سکروټو او لمبو په څوکو یون دی
استشهاد تر خپل نګاره پیوستون دی
د یوې مستې او خوږې مینې تړون دی
استشهاد نوی ژوندون دی او سکون دی
تر معشوق پوري د وصل لنډه لاره
د مئینو ناقرارو زړو تکیه ده

د ښکلا او د جنت په لور فرواز دی
استشهاد د رب رحمت ده او اعزاز دی
د سپېڅلو بریالیو خلګو راز دی
استشهاد د خوښۍ ژوند لره اغاز دی
په خپل سر او په وجود لوبې کول دي
د بې بېلګو قربانیو نمونه ده

په دعاء او په زاریو پیداکیږي
په سختیو او خواریو پیداکیږي
د سرو په قربانیو پیداکیږي
استشهاد په شبګیریو پیداکیږي
د ایمان او عقیدې سپېڅلی باب دی
تاریکیو ته مشال ده او ډېوه ده

څه سپېڅلی او عظیم د ویاړ مقام دی
استشهاد د جنت غیږه کې آرام دی
لوی عزت دی افتخار دی احترام دی
استشهاد د کوثر ښکلی شیرین جام دی
د مسرور ورسره حشر وکړې ربه!
استشهاد چې کومه پاکه قافله ده

مسرورغزنوي

3 months, 3 weeks ago

ساتنه د هېواد

چې مو پاکه له اشغاله کړه لمنه د هېواد
کړو همداسي به په مینه رغونه د هېواد

چې چا بد دې راکتلي، څملولي مو دي تل
موږ لازمه په ځان بولو تل ساتنه د هېواد

شپه او ورځ یې ده یوه کړې شازلمیو میړنو
د سرونو په قیمت کوي پالنه د هېواد

د حریت او امنیت مو دلته وکرل ګلان
دا د هر شهید آرزو وه او غوښتنه د هېواد

په افق یې د نړۍ لکه د ستوري ځلوو
او ښکلاوې به یې زیاتې کړو دننه د هېواد

له پیړیو د آتل او د غیرت تاریخ لري
چې هر چا کړې مسروره ښه څیړنه د هېواد

مسرور غزنوي

4 months, 2 weeks ago

#د_شهید_ابودجانه_تقبله_الله_د_٦_تلین_په_ویاړ

#د_ایثار_غشي کتاب له متن څخه:

لیکوال مسرور غزنوي

شهید ابودجانه د نورو ډېرو قربانیو تر څنګ هغه له ویاړ او غیرت ډکه کارنامه هم لري چې د ډېرو بې ګناه او ورکو افغانانو قاتل او د دشتې لیلې د ظلمونو پڅېر ظلم کونکی وحشي انسان #عبدالرازق یې د الله جل جلاله په مرسته د مرګ کندې ته ټېل واهه، او خپله یې هم غنمرنګه ځواني قربان کړه.
شهید ابودجانه تقبله الله هغه مشهوره او پېژندل شوې څهره ده چې د هر افغان په زړه کی ځانګړی ځای لري، نوموړی تقبله الله د غیرت او میړاني سمبول او د ښکلاګانو نمونه وه، نوموړي تقبله الله خپله ځواني قربان کړه، خو افغانان یې له داسې یوې بلا څخه خلاص کړل چې ډیرې افغانې کورنۍ یې د غم او ویر په ټغر کينولې او د کندهار دښتې یې د مؤمنو ځوانانو په وینو خړوبې کړې؛ نوموړی تقبله الله له خپلې ښکلې ځوانۍ او د ژوند له لذتونو تېر شو، خو اسلامي امت او ځوانانو ته یې د غيرت، شهامت، د مظلوم د لاسنيوي او له ظالم څخه د انتقام اخيستلو درس پریښود؛ هغه اوس یوازي د خپلې کورنۍ ویاړ نه، بلکې درسته اسلامي نړۍ یې د احسان پوره وړې ده او تر ډېره به په زړونو او تاریخ کې ژوندی او موجود وي.
هغه تقبله الله په خپلو ملغلرو خبرو کې وایي:
ټولو مسلمانانو ته مې دا پيغام دی چې تاسو راووځئ د الله جل جلاله په لار کې خدمت وکړئ او په سر او مال سره جهاد وکړئ؛ ځکه الله جل جلاله موږ ټولو مسلمانانو ته دا حکم کړی دی: "وقاتلواهم حتی لاتکون فتنة ویکون الدین کله لله"
ژباړه: اې مسلمانانو له کفارو سره تر هغو پوري وجنګيږئ، چې فتنه پاتې نشي او ټول دین د الله جل جلاله لپاره شي.
او اې د مسلمة امت ځوانانو تاسو باید د جهاد لارې ته راووځئ او هېڅکله د غفلت په خوب ویده نشئ، تاسو باید د کفارو د قتلولو، نيولو او دردلو په فکر کې شئ، او د مجاهدینو حمایت وکړئ او ټول باید د الله جل جلاله په لار کې هر تکليف او ستړیاوې په ډېره مينه قبولې کړئ او د الله جل جلاله په لار کې شهادت ته لېواله شئ؛
زه چې ځم فدایي برید کوم او شهيد کيږم، ما له الله جل جلاله سره وعده کړې ده، چې زه به فدایي کوم او شهيد کيږم به، که چيرته شهيد نشوم الله جل جلاله به راته وایي چې تاولي په وعده کې وفا ونکړه؟ او که شهيد شوم بيا به الله جل جلاله ته وایم چې دادی راغلم او په وعده کې مې وفا وکړه خپل ځان مې درته لوګی او نذرانه کړ. ......

4 months, 3 weeks ago

نوې.ترانه

مينه په کې ځای لري قربان مې له خپل ياره دی.
داسي که ونه شي بیا نو زړه د څه لپاره دی.

شاعر: مسرور غزنوي
اواز: فاروقي آشنا

6 months, 3 weeks ago
6 months, 4 weeks ago
7 months, 2 weeks ago
9 months, 2 weeks ago

غیور ملت

ساتلي یې د دين ټول ارزښتونه افغانانو
کړل صفر یې ټول سپر طاقتونه افغانانو

هرچا چې و دې خاوري ته په بد نظر کتلي
بل کړي یې هغوی باندې اورونه افغانانو

ښکاره شوله نړۍ ته چې په تېره یوه پیړۍ کې
مات کړي یې درې لوی لوی قوتونه افغانانو

ډېوه به د اسلام په هر یو ځای کړي روښانه
په دې تکل اخستي دې ګامونه افغانانو

آتل که مجاهد دی که غازي دی خو افغان دی
جوړ کړي یې په وینو تاریخونه افغانانو

مسروره! په میړانه یې فعاله دي ساتلي
سیاسي او نظامي ټول سنګرونه افغانانو

مسرورغزنوي

We recommend to visit

-بستری برای ناگفته ها و نشنیده های دنیایِ پیرامون (:

Last updated 1 week, 6 days ago

??لینکدونی آزاد??
? @LINKEDLN85
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ملګرو په دي چینل کي به تاسو ته د واټساف ګروفو لینکونه نشر کیږي چینل دارسره جوین کړي
خپل واټساف ګروف لینک چینل کي نشرولو د پاره دلته رابطه وکړی?

? ? @A9DVERTISING

Last updated 1 month, 1 week ago


تاسو زموږ سره ملګری شی ملتیامو وکۍ
♡کلثوم♡
▄▄▄▄─●●─▄▄▄─▄▄─▄▄▄▄▄
🙂🙂🙂🙂
ـــــــــــــــــــــ
تبادلی رابطه👇

"""""""" """""" 

Last updated 3 weeks ago