( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 4 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 2 weeks ago
یوازې زه نه یم چې ما پکې ارمان کړی دی
دا محبت دی دې کې هر سړي تاوان کړی دی
تقریبا لس کاله به کيږي تر سهاره ویخ یم
ما دغه لس کلونه هره شپه خفګان کړی دی
زه د هغې د تلو نه روسته شاعر شوی یمه
سترګې به نه پټوم دا خو یې احسان کړی دی
ناشکري نکوم خو شکر به په څه شي وکړم
نه ځمکې رحم کړی نه بره اسمان کړی دی
هغه راځي نه! او زما زړه لکه سپی شله دی
یو قسم ما کړی دی یو قسم جانان کړی دی
----------💐------------
@mena_lewantob❤️
---------------💐----------------
وار پــه وار او دم پــه دم نــاوخـتـــه کیږي
کیسې لنډې کـــــوه ځــــــم نـــاوخته کیږي
ژوند مـې ځان سره په دومره بــیـړه بیایي
چـــــې در ګورم شاته هـــم نـاوخــته کیږي
که پرېږدم یې نو زرې زرې بــه پـــروت وي
کـــــــه زړګــــــــی راټولوم نــاوخــته کیږي
زه بــــه ستا لارې څــارم د ژوند تـــــر پایه
اوس دې خدای باندې سپارم ناوخته کیږي🥀
----------💐------------
@mena_lewantob❤️
---------------💐----------------
مینه🖤🖇🎶🖤
#لاىــــک_زړونــــه_مــوهــىــرنشی
#مــــیــنه_لیــــــونـتــــوب ♡
----------💐------------
@mena_lewantob❤️
---------------💐----------------
غزل!!!
**کله د کوتري په څېر کله هم د مار غوندې
ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې
هغه شېبې تېري شوې چې تا به راته وویل
واچوه لاسونه مي په غاړه کي د هار غوندې
ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی وو
لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې
موټي کي دې کاڼی ؤ، که ګل وو، خبر نه ومه
لاس دې ؤ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
مینه د خدای مینه بېلې بېلې جامې واغوندي
چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې
څه کوې کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي
کله نرګس غزل د ستړي انتظار غوندې**
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
له انتظاره دي مننه زه بښنه غواړم
زمادشنوسترګوڅارمنه زه بښنه غواړم
د ذلیخاخاوند بادشاه یې تجربه نلري
دیوسف وګوره لمنه زه بښنه غواړم
ته خفه کیږې ربه مانه بې غوري شوی ده
کړي مې ښکلوته کتنه زه بښنه غواړم
تادوطن په سرسودا وکړه تاخرڅ کړو وطن
ای دوطن بادشاه ټګمنه زه بښنه غواړم
ای رحیم الله انقلابې له وطن مه ځه بهر
یوڅوک به وکړي ستا پوښتنه زه بښنه غواړم
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
زړه هر چا سـره وي
خـو مينه په هــر زړه کي نه وي
هر چاته لاس ورکــړه
خو هر چاتـه زړه مــه و کوه
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
غزل
بيا لپو کې اوښکې توېدې ماښام
بيا هم دعاګانې ژړېدې ماښام
څو سندرې نورې هم تڼکې شوې
څو سندرې غلي غږېدې ماښام
تاته انتظار دومره نه هيلی کړم
تاته مې کتار نه کړې ډېوې ماښام
بيا دې ټول ماښام بې هوشه کړی و
بيا راته په غېږ کې ړنږدې ماښام
دا طالب پاګل نه شي بدل نه شي
دې طالب ته ډېره ځورېدې ماښام
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
دا د زړونو بیماري به دې خراب کړي
ښکلی ځوان یې عاشقي به دیې خراب کړي
کله کله د ملګرو خواته هم ځه
دا اتاق دا تنهایي به دې خراب کړي
ددې لویې دنیا غم به درنه هېر کړي
جدایي د یو سړي به دې خراب کړي
د یوه ذات بندګي به دې باچا کړي
بندګانو -بندګي به دې خراب کړي
د ډاکټرې غم به کم نکړي ازله
د سګرټو تور لوګي به دې خراب کړي
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
ما په دا کم عمر کې غم ولیدو ایبه خېر دی
خو چې حېران مې ټول عالَم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
چې سر ببر مې خپل صنم ولیدو ایبه خېر دی
ما چې په تاسو کوم ماتم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
ای چې دا خپل نصیب مې کم ولیدو ایبه خېر دی
د هر پښتون رزق مې کم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
ما د خپل پلار سترګو کې نم ولیدو ایبه خېر دی
چې ما د قام سترګو کې نم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
زما د زړه مې وران موسم ولیدو ایبه خېر دی
چې د وطن مې بد موسم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
ما د بچو لاس کې قلم ولیدو شکر خدایه
چې د بچو سر مې قلم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
ما د بابړې شهداء ژړل ، ارمان خدایه
ما په بد حال ابنِ ادم ولیدو ایبه ؟ خېر دی ؟
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
غم دې هاغسې تازه دی
زخم هاغسې خوږیږي
ځای دې هاغسې خالي دی
په هیچا نه راټولیږي
سترګې هاغسې په طمعه
زړه مې هاغسې درزیږي
تندي ګونځې پیداکړې
ویښته هاغسې تویږي
شعر مې هاغسې خفه دی
شعر مې هاغسې دردیږي
قسمت هاغسې ناځوانه
ارمان هاغسې مړ کیږي
زه پرې هاغسې بدنام یم
بې ډاکټرې ژوند تېریږي
----------?------------
@mena_lewantob❤️
---------------?----------------
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 4 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 2 weeks ago