( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
باده پل مې یو نسې کاروان، هو را پسې
راځـي په قــدم بانـدې یاران، هو را پسې
دا مې ورته نښې لار کې پریښـودلي دي
داسې مې لټـون کـړي جنان، هو را پسې
ما د جـنون لاره ده نــیـولـي بــس راځـۀ
پل باندې مِ پل کیږده قربان، هو را پسې
غـرونو منـځ کـي و ډار شـمـه چیغـه کړم
چیغې خو تکرار کړي پیریان، هو را پسې
زه سپیـن وم سـپین شــوم پاتـې په نـړۍ
کــه وکـړې نـــیــوکـې جـهان، هو را پسې
زه درنـه ځـــم ســــعادت د غــرو په لورې
چــې ونــکـړې لـیلٰی خـفـګان، هو را پسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲۰۲۴/۱۱/۱۷ م ــــــــ ۱۴۴۶/ ۵ جمادی الاولٰی/ ۱۵
خوست مرکز ـــــــ سعادت مهاجر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه د راڼو اوبــو پر غــاړه د ژوند شور سره غږېږم
نښه یې راپاتې د لالي د ګونګ انځور سره غـږېږم.
@Sadat Muhajir
#شهید_یحٰی_السنوار_تقبل_الله_شهادته_یادګار
تاریخ کې هیڅ کله هم موږ د خپل امیر د حق د لارې لاروي پلونه په باد په هوا نه دي وړي بلکې سر بره مو د هغې ساتنه د سر او د تن په قیمت ادا کړي ده
دا د هغه چا یاد ګار ده چې څو ورځې مخکې د اقصٰی په دفاع کې یې ځان لولپه کړو د اخري سلګۍ پورې د دین او د اسلامي خاورې د دین د شعایرو او د خپل ځوریدلي ملت ولس لپاره د دوښمن سره په میړانه او غیرت شجاعت وجنګیدو.
خپل ژوند،زندګي ځواني یې د اسرائیلو جیټ الوتکو په بمبار کې وسوه د تاریخ په کتاب د غیرت شجاعت میړانې باب وضع کړو خو تاریخ ته او را تلونکي نسل ته یې پیغور تر شاه نه پریښود
تاریخ هم داسې غیرتي خلک ندي هیر کړي بلکې تر پیړیو پیړیو تر قرنونو تر قرنونو یې خپله غیږ او خپله رنګینه پاڼه کې هسک او لوړ ساتلي دي.
څوک تاریخ جوړ کړي او څوک تاریخ درهم برهم ړنګ کړي
د اسلامي امت سر شاره وتلي منلي پیاوړي د اسلام د لارې سپیڅلي لاروي دنګ هسک امیران او د دوی لاروي یې تاریخ جوړه وي نه داسې چې تاریخ چټل خراب کړي.
تقبل الله شهادته
سعادت مهاجر
غزل.
له کاروان به ورکیدل،د عشق چاره وه،، خو ګرانه وه
که زلمو وعـده پـوره کـول تـر داره وه،، خو ګرانه وه
منزل په منـزل،به قبـرونه جوړیدل،د یو هدف یارانو
مقــبره بــه جـوړیـده په نیـمـه لاره وه،، خو ګرانه وه
پاتې کیـدې یې وینې په هــره تیګه د غـرونو غونډۍ
ویـنو بـه را جــوړه لیـکـه تر مـزاره وه،، خو ګرانه وه
چې قاصدو هــواګــانــو به خـوشبــو د لیلٰــی راوړله
د مجنون هــره ګــړۍ پـه انتـظاره وه،، خو ګرانه وه
خود چهره مې پکـې سم لیدلی نه شوه خړه پړه وه
له غــم غبــاره ډکـه ژونـد هینداره وه،، خو ګرانه وه
په ازادۍ لــیلٰـی پســې ور تلـل، تـر کــوره را وستـل
زلمو کَړِيْ فیصله که لار خونخواره وه،، خو ګرانه وه
تـر سنـګر خو په تڼاکو خپـو مــزل،زلمــي بـه رسیـدل
د جــهـاد مـینـه سپیـڅلـي حُمــاره وه،، خو ګرانه وه
ورتــه ستــړي قـدمــونــه زنـګــیـــدلــی بــه را تـلــم
سـعـادته زنـــدګي مـې تـر چیـناره وه،، خو ګرانه وه
۲۰۲۴ / ۸ اګست/ ۲۷
سعادت مهاجر
https://t.me/Sadtmuhajir23
ـــــــــــــــــــــــــــ
https://t.me/Sadamuhajir
پاتې کیـدې یې وینې په هــره تیګه د غـرونو غونډۍ
ویـنو بـه را جــوړه لیـکـه تر مـزاره وه،، خو ګرانه وه
چې قاصدو هــواګــانــو به خـوشبــو د لیلٰــی راوړله
د مجنون هــره ګــړۍ پـه انتـظاره وه،، خو ګرانه وه
سعادت مهاجر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هیـواد ته مـو را وړی اسـتقـــلال خپلواکي ده
ګــټلـي مــو پــه سـرو ویــنـو مـسته ازادي ده
راغــلي څـوک چې دلته په بد نیت او په غرور
له خـــاورې مو شـړلي ټیټې سـترګې او په زور
د دوی ماتـه مــوږ ګـټـلي ورځ خـو تـاریخي ده
مغل که چنګېزخان وه که وروس که برتانیا وه
د دوی پــه لاره لاړه انـــګــرېــز کــه امـریکا وه
تاریخ مو دی جوړ کړی هر ګوزار مـو غیرتي ده
کــه هــر څــو د وســایلـــو ســره راشي دا نړۍ
دلته یــي تــرې پرې کـړو په خـنجر باندې مرۍ
پـه ننــګ بانــدې ودانــه دا خــاوره لا غـازي ده
د ټول جهان امام شو دنګ پامیر افغانستان مو
ابــاد شــو لــوړ شمــشاد سپیڅلی خـــرسان مو
په دې خـــاوره مــو پـلې کړی نظامِ اسلامي ده
واهـــــه سپــ ین بیــرغـه دنــګ وزرونه په کابل
ټیـټ دې مـه شـه دنګه توغـه پروازونه په کابل
سـعــادت ژونـدون ته دې راوړي خــوشـالــي ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
2024)(8 اګست)(14)ــ ءیسوي تاریخ
(۱۴۰۳) ـ ( اسد،زمري ) (۲۴ ) لمریز تاریخ
(۱۴۴۶)(۲ صفرالمظفر)(۱۰) تاریخ ه ق
سعادت مهاجر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سعادت مهاجر
#د_اسد ۲۴ د ازادۍ ورځ
د اسد ۲۴ د تاریخ پر کتاب مو د نــوي ازادۍ خپـلواکۍ نـوی باب پرانیست د هیواد مرورې ښاپیرۍ د اسد په ۲۴ بېرته خپل شرین کور زرین ټاټوبي ته په هسکه غاړه راستانې شــوې.
د ازادۍ کوترې مو له ډیرې مودې ورسته سپیــڅلي هــیواد پــر بام/چت باندې قرار کیناستلې.
ستړی هیواد له ستونزو تکلیفونو کړاوونو زخمتونو په امان شو دا ورځ باندې د تور تمونو جنګونو بمبارونو ظلمونو او دا تاریخي ورځ باندې د فخاشت بي دینۍ بې حیایۍ بې ناموسۍ بې اتفاقۍ ټغر بیخ بنیاد یې له منځه لاړو.
په مقابل کې یې د یو سپیڅلي نظام شریعي قانون د اسلامي امارت د رحم دلۍ د سپین امن څادرونه د وطن په هره دښته غرونو ان د هیواد په هر ګوډ ګوډ کې خورا شول.
د انسان تر ایخوا د وطن غرونه رغونه غونډۍ دښتې شاړې ونو بوټو تیګو حیواناتو نباتاتو او جماداتو د ستړي او له اوږده جنګه د ارام ساه تنفوس کړه.
د وطن هر درد،زخم او پرهار ته مو د جوړیدو مرهم او پټۍ دواوې د سرونو او د تن په بدل راوړلې.
دلته یو داسې وخت داسې سخنې کیسې هم تیرې شوي دي چي مجاهد نوم به دې په خوله نه شو را غونډولی.
داسې وخت وو چې مجاهد د ځمکې پر سر باندې د ناستې حق نه درلودی ختٰی چې د کور وګړي یې هم مخالف شول ځکه چې د سرو یرغلګرو کفارو سره جګړه مقابله ډیره د ناممکنه او لا محاله وه.
په تخیل اوفکر کي دا نه راتله چې یوه ورځ به د کفارو دا بې انتها له حد وتلي تور تمونه تورې تیارې به د ازادۍ په رڼا بدلون وخوري
د ازادۍ آس به زین شي د خپلواکۍ دنګه لیلا به تر وطنه راوړي
خو لله الحمد ثم لله الحمد نن د هغه ورځې عیني شاهدانو یو.
چې نن یې ډیره د ارام سکون د هوساینې د خوندونو په شیبو کي لمانځو.
په داسې حال کې یې المانځو چې سپین کلیمه دار محمدي توغ له سپین غره را نیولي تر پامیره تر شمشاد تر قشغر په هسکو څوکو ولاړ دی خوږ شمال یې وزرونه یو خوا بل خوا وړي او راوړي ستړی امت یې د تر خوږې سیورې لاندې خواږه خواږه په خوب ویده کیږي.
#بیت
واهـه سپـــیـــن بــیــرغــه بــیـا وزرونه په کابل
ټیـټ دې مـه شـه دنګه توغـه پروازونه په کابل
نن الحمدلله هزار بار شکر سپین بیرغ په ټول هیواد رپاند دی
سپین قانون دی شریعي نظام دی هر چاته خپل حقوق ورکول کیږي
اوس د جمهوریت وختونه تیر دي په جمهوریت کې به دې د ځان حق هم نه شو اخیستلی د بل لپاره حق اخیستل خو لرې کیسه وه.
دا د زموږ کمال کوششونه زور او ځواک نه وو دا هر څه د الله ج په نصرت فضل او کرم احسان وو چې د افغانستان غیور ځوریدلي کړیدلي ولس باندې یې رحم وکړ او د خوشالۍ ورځې یې ور باندې را وستلې الحمدلله شکرا..
هوکې ازادۍ لپاره مو بې شماره قربانۍ ایثارونه ورکړل د ازادۍ لیلا راوړلو ته مو په مهر کې ډیرې ځوانۍ په اورونو باندې کباب کباب سوي لوغړنګ لولپه شول ډیر ځوانان مو پرې بایللي دي
دې سپیڅلي ازادۍ ته مو په لوړ قیمت په لوړه کچه د وطن سر شارو با وقارو له سره تیر غیرتمندو شاه زلمیو د خپل تن ټوټې د خوږ له مبارک نازولي بدن څخه سرونه نظرانه کړل
دې تګي چینار ته یې د اوبو پر ځای د تن وینې اوبه کړې چینار یې پرې موړ او سیراب کړ
د دوی د وینو قربانیو زخمتونو کړاوونو برکت دی چې نن ازادانه هوسا ژوند د مینې سکون ژوند په خپل کلي کور په ارام زندګي تیره وو الحمدلله شکرا....
نوټ!!!!
دا ستره ازادي خپلواکي لویه خوشالي د شهیدانو زامنو مور او پلار کورنۍ سره ولمانځئ د دوی تر کورونو ولاړ شئ د دوی حال احوال پوښتنه یې واخلئ دوی ته د خپل وس او توان مطابق ضروریات ورپوره کړئ چې د شهیدانو بچیان دا احساس او ګیله ونه کړي چې نن زما پلار تر تورو خاورو لاندې ده څوک مې پوښتنه هم نه کوي
د وطن سپیڅلو شهیدانو په وطن د ازادۍ په نام تللي کوچیدلي د څنګ یارانو تر قبرونو لاړ شئ د دوی ارواحو ته دعاوې ختمونه وکړئ د دوی روحونو ته خوشالي سکون ور وبښئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(2024)(8 اګست)(14)ــ ءیسوي تاریخ
(۱۴۰۳) ـ ( اسد،زمري ) (۲۴ ) لمریز تاریخ
(۱۴۴۶)(۲ صفرالمظفر)(۱۰) تاریخ ه ق
مومند دښتې لیلیٰ (غزل)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چینار ړنګ دی سیوری ختم ورته لاروی، نه راځي
یار ژوندی مدفـن پــه عـمـر بـیـا ژونــدی، نه راځي
پورته ګړنګ له ځانه سـره چیغه کا د یار په هجر
په سوي غږ یې وویل ولې مې سپیلنی، نه راځي
رمه ترې پاتې،څـاروان نه ښکـاري د غــره لمن کې
شپه رانیږدې تر کیږدۍ ولاړې شپونکی، نه راځي
خامـوشې شـوې بلبلـکې نغمـې نه وایي چـمن کې
مومند دښتې لیلیٰ کې یې ورک شوی لالی، نه راځي
بـلبلــې کــډه بار کــړه په اوښــلـنو ستــرګـو لاړه
وېل یې دلته نور به څۀ کړمه چې ګلالی، نه راځي
د ازادۍ لیلیٰ راضي نه ده چـې غواړي لا نور مهر
سـعادته خـولګــۍ ته دې لیلا په اسانی، نه راځي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سعادت مهاجر ۲۰۲۴/ جولائ/۲۶/جمة المبارک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سیلۍ یې له پورې کلي غلی غوندې خبر راوړ
وېل یې څو زلمي حیسار دي شهادت په انتظار دي .
سعادت.
جګې سترګې هسکه غاړه هیوادو باندې را ګرځم
سر ټیـټی نه یـم لاروی د احمـدشـاه، د ابدالي یم
سعادت
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago