📝کوچی لیکوال✍️

Description
*پاکه ربه..!*
*د (زړه♥️) څخه مې*
*د هر هغه څه مینه وباسه،*
*چې ستا د ناراضتیا سبب ګرځي!*
*🍁يَا مُقَلِّبَ الۡقُلُوۡبِ ثَبِّتۡ🍁*
   *🍁قَلۡبِيۡ عَلٰى دِيۡنِكَ🍁*

*آمین☝🏻❤️*
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

2 months, 3 weeks ago

د رسول اللهﷺ بدني روغتيا او صحت ته پاملرنه:

روغتيا ته یې ډېر پام وو، له عايشې بي بي سره به يې د ځغستلو سیالي کوله، د لوبو له اتل (رکانه) سره به يې غيږي نيولې، د حبشيانو لوبي به يې کتلې، د آس ځغلولو، نښه ويشتلو، او آب بازۍ سپارښتنه یې کوله، پاکۍ ته يې ځانګړې پاملرنه کوله، تل به یې غسل کاوه، عطر يې ډېر خوښول، که به پر کومه لاره تيريدی نو صحابه به له ښه بوى څخه پوهېدل چي په دې لاره پيغمبرﷺ تللی دى، او که به چا لاس ورکړ، نو تر ډېره به يې د هغه خوږ بوی په لاسو کي احساساوه.

فداك أبي وامی يارسول اللهﷺ❣️

❤️

3 months ago

نوی لغت د پښتو ژبی لپاره

"شخلج" – د څلورو طرفونو خبرونه

شخلج یوه نوې کلمه ده چې د پښتو ژبې لپاره اختراع شوې، او د نړۍ د څلورو مهمو جغرافیوي برخو – شمال، ختیځ، لویدیځ او جنوب – څخه راټول شوي خبرونه او معلومات څرګندوي. دا کلمه د ژبې د پراختیا او نوښت یوه بې سارې بیلګه ده، چې د عصر د اړتیاوو او ټکنالوژیکو پرمختګونو سره سمون لري.

د شخلج ریښه:

ش: شمال

خ: ختیځ

ل: لویدیځ

ج: جنوب

د دې کلمې ریښه د نړۍ څلورو لویو سیمو څخه راټولېدونکي معلوماتو ته اشاره کوي. "شخلج" د هغو خبرونو مجموعه ده چې د نړۍ په مختلفو برخو کې پېښېږي او د یوې واحدې سرچینې له لارې خپریږي.

د شخلج معنا:

شخلج د معلوماتو او خبرونو یوه نوې او ځانګړې مجموعه ده چې د ټولو اړوندو سیمو د معلوماتو ترمنځ ارتباط رامنځته کوي. دا کلمه نه یوازې د جغرافیوي انډول لپاره، بلکې د نوې ټکنالوژۍ او نړیوالو اړیکو په رڼا کې هم اهمیت لري.

د شخلج ګرامري ډول:

نوم: شخلج د یو نوم په توګه کارول کېږي چې د نړۍ د څلورو برخو څخه ترلاسه شوي خبرونه بیانوي.

جمع: شخلجونه – کله چې د مختلفو سیمو خبرونه په یوه مجموعه کې راوړل شي.

کارول او ترویج:

شخلج د رسنیو او خبریالانو لپاره یو ګټور وسیله ده چې د نړۍ د څلورو برخو خبرونه په یوه ځای کې وړاندې کوي. دا کلمه د ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو په مرسته ترویج کې راځي او د خلکو په منځ کې ځای پیدا کوي.

د شخلج ځانګړتیاوې:

د څلورو جغرافیوي جهاتو څخه معلومات او خبرونه یوځای کوي.

د خلکو لپاره اسانه او په یاد پاتې کېدونکې کلمه ده.

د وخت سره په پراخه کچه د خلکو ترمنځ مشهورېږي.
•شخلج د نړي په یوولسو ژبو کی کاریږی او نوی پښتو لغت دی

د شخلج مثالونه په جملو کې:

"شخلج نن د نړۍ د څلورو طرفونو مهم خبرونه وړاندې کړل."

"د شخلج له لارې موږ پوه شو چې د شمال په سیمه کې طوفان راغلی دی."

"زه هره ورځ د شخلج په اړه تازه معلومات ترلاسه کوم."

اختراع کوونکی: غازي حسيب الله صفاري "الشهيد الحی" – د پښتو ژبې یو نوښتګر چې دا کلمه یې اختراع کړې.

3 months ago

په نړۍ کې ژوندي ژوي: تر اوسه په نړۍ کې شاوخوا ۸.۷ میلیونه ژوي پېژندل شوي، خو پوهان فکر کوي چې لا هم ډېرې بې پېژندنې ژونکې شتون لري.

3 months ago

رسول الله ﷺ فرمايلي:
څوک چې ماته د خپل عورت او ژبې ناروا استمعال څخه ضمانت راڪړی نو ﺯه به ورته د جنت ضمانت ورڪړم.

،،،،،،رواه البخاري،،،،،،

?

3 months ago

رسول الله ﷺ وفرمایل?

ڪله چې یو سړۍ د خپل مسلمان ورور سره د اللهﷻ
د رضا لپاره محبت ڪوي ؛ نو هغه ته دې ووايي چې زه تا سره محبت لرم.

??? *❤️?*

3 months ago

له امتی امتی ناری دی ځار شم ?
םבםב رسول ٱɑɺɺ ﷺ
???

5 months, 2 weeks ago

د رشتو د ساتلو او دوام لپاره به کله ځان کوڼ، کله ګونګی او کله ړوندوې!

حضرت علي(رض)

5 months, 2 weeks ago

هغوی چې
په تاسو باور لري،
خيانت مه ورسره ڪوئ...

?❤‍??

Lᶦᵏᵉ ❤️

5 months, 2 weeks ago

معلومېږي ستا له سستې رابطې هم
زړه دې موړ شو له خبرو له کیسې هم

ته چې تللې یې له هغې ورځې وروسته
زه يرارېږم د مېلمه له مخه ښې هم

دا دې کومې بې رخۍ ته غاړه ورکړه
مخ دې پټ وي که خوبونو کې راځې هم

ته دا هم غواړې چې زه در ملامت شم
او په خپلې ګناه سترګې پټوې هم

چې په کوم شدت دې وویستم له زړه نه
داسې ووځه زما له حافظې هم

پل به ستا د زړه په ځمکه بیا کېنږدم
که منت راته بیا وکړې که زارې هم

5 months, 3 weeks ago

#ارواپوهنه
تردې اندازې څوک مه خفه کوئ چې، له بښنې وروسته هم درڅخه کرکه ولري.

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago