( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
طالبي وه??
څه ملنگه زنـده گي وه باچاهي وه
څومره ښکلي طالبي وه باچاهي وه
هـغه خړ مازیگری چي به یاران وه
په ولاچـــي ملنگي وه باچاهي وه
یوابل به ســره گران ولو په زړوکۍ
له زړگي مـو ملگري وه باچاهي وه
مدرســه وه او ژوندون دطالبۍ وه
مینه مینـه له زړگي وه باچاهي وه
خادم عمارۀبیخي عجب ژوندون ؤ
مازیگر او شــــاعري وه باچاهي وه
خادم عَمّارمّلا
#الجلال_بصري_څانگه
Telegram
نثاراحمد :بدري :
دلته به تاسو ته خپل ویل سوی حمدونه نعتونه او ترانې نشروو
محترمو دقدر او اعزاز وړ ملګرو دغه ټلیګرام د مولوي عبدالمالک عادل د نعتونو حمدونو حماسي جهادي ترانو او
ټلیګرام رسمي چینل ده
درسره جوائن یې کړئ
تنده مو پرې ماته کړئ او د نورو ملګرو سره یې هم شریک کړئ
https://t.me/adilpaktin
Telegram
مولوي عبدالمالک عادل ترانې
محترمو دقدر او اعزاز وړ ملګرو دغه ټلیګرام د مولوي عبدالمالک عادل د نعتونو حمدونو حماسي جهادي ترانو او ټلیګرام رسمي چینل ده درسره جوائن یې کړئ تنده مو پرې ماته کړئ او د نورو ملګرو سره یې هم شریک کړئ
عجيبه کيف اخ دزړه تنګون دی
دغه ټول کار بس دسخت بېلتون دی
چي کړې زګيروي اه لامل يې درد ده
نور نوڅه نشته ديار يادون دی
بې سېکه زړه وي بس ناچاري وي
بس زړګی ډک دی اوځيګرخون دی
درته يادېږي به دچاسترګي
بس شبګيرې دي سر په ځنګون دی
دي بخت الله الـ.ـــام دزړه سره
تاته درځمه کړی مي يون دی
بخت الله الهام
اعـــداد
ْارشـاد داَعِــدُّوْلَـهُـمْ مُــعَسْــکَـر
ْتدریب دی دمَاسْتَطَعْتُمْ مُعَسْکَر
تُـرْهِــبُوْنَ بِـهِ عَــــدُوِّاللّٰهْ زلــمـو
ْمَـشْیٌ عَـلَی النَّــارِ لَـکُمْ مُـعَسْکَر
اعــداد دی اعـداد دجهاد ارتـقا
دخدای او رسول درضا استقرا
وَعْــتَصِـمُـوْ بِحَــبْلِ اللّٰه راځـئ
درس،دی تدریب،دی هنر دغـزا
تدبـیر ګړندی،نومـوړی تخـنیک
پیاوړی تمثیل،او شانداره تکتیک
رَمْــیٌ قَـــائِــمًا،رَاکِــعًا،جَــالِـــسًا
ځـانګړي دي دا تمـریـنات فزیک
ســپېڅلی پړاو دی اسـاس روزنـتـون
دمیني مضمون دی،دتاند عشق جنون
قوي مو کړئ مټي،او تن کړئ سمسور
کړئ زده ټول ارکان دحربي پوهنتون
دحق روحیه ده،او بـرم دجـهاد
ځپـونکی دهـر ارتـداد،او الحاد
حکمت زبیره تل دي وي بریالی
سپېڅلی تدریب،او سپېڅلی اعداد
حکمت زبیر
اوبه اوبه :
نرۍ شونډې د نرګس اوبۀ اوبۀ
پسرلي ته شول را ویښ ګلان وېدۀ
مستې مستې د اوبو چینې خوټېږي
دنګ نښترې ښوروي شمال پۀ غرۀ
مرغۍ ډلې ډلې الوزي هوا کې
ظالمان ښکارېان کړې خدایه پرې ړاندۀ
مدرسو اومکتبوته ځي پۀ مېنه
زلمکي هم ماشومان واړۀ واړۀ
د نیالګیوو اشر ګډ ده پۀ هرکلي
څوک مڼې څوک ږدي نیالګي د سپیدارۀ
راستانۀ شول مهاجر غازیان وطن ته
”حنفي" په لارو ږدم ورته لیمۀ
حنفي زرمتی
د عمرونو باور وباسي له منځه
د تنديو ترمنځ تېره مه شه ګونځه
بینا عقل به په خپله کینه ړوند کړې
د عقدو قيدي! ازاد شه، مه مې ښکنځه!
د وطن د لیلا څڼې گډې وډې
د مجنون پنجه دې خدای کړی ورته ږمنځه
مينه څه ده؟ د فرهاد د لاس تڼاکه
دنيا څه ده؟ د قارون د لاسو خنځه
چې د څانګو موسیقۍ ته یې ویده شم
ددې ښار ونو کې نشته د غره لمنځه*²
مبتلا چې په دې رنځ شي صحت یاب شي
مه شه روغ انسه څوک د عشق له رنځه
انس حقاني
غزل
اذان کې له تکبیر سره تکبیر د يار را ياد سي
د مستو غزاګانو د ځوانۍ بهار را ياد سي
غروب کې د لمر مخ وي د آسونو ګرد نيولی
د خپل شهيد سنګر په اوږو بار غبار را ياد سي
د چا د ياد جنون مې کړي په مخه ځان مې ورک کړم
د شپې په خاموشۍ کې د چاپې سهار را ياد سي
باور وکړه انځور د زلفو زوړ درد را تازه کړي
په غېږ کې د زندان د زولنو ازار را ياد سي
په مخ د شنه اسمان د مرغکیو جوړه لیکه
چې جوړ به و تشکیل لره هغه قطار را ياد سي
د چا د شونډو رنګ چې د ګلاب په لمن پروت وي
په وينو باندې رنګ د شهيد يار دستار را ياد سي
چې هر څوک شفاعته! د جانان نوم په خوله راوړي
و ماته مې د خپل ليوني زړۀ قرار را ياد سي
شفاعت ريحان
د رڼاوو لاروی یم، ارمانونه مې سپین ستوري
په مشال مشال قدم مې، نړوم د تیارو سیوري
ای د وروڼو مکره مات شه، یوسفي وجود مي پرېږده
د القـ دس یعـ قوبي سترګې، مې راتلو ته شوې څلوري
څه په بدو چارو سر شول، څه په بدو لارو ولاړل
څه د خلکو د خندا شول، چې خندله چا را پوري
د دښـ من لوېدلې سترګې، لا په دې ارمان کې ښخې
د کمي کاستي په هیله، مې تصویر او تعبیر ګوري
توپاني مصیبتونو، ځکه نه یم لاندې کړی
راکوي د نجات لاس تل، د یونس د دوعا توري
که د جبر له ډولونو، هر یوه ځان په عذاب کړ
ارادې نه شوې بدلې، حوصلې نه شوې کمزوري
ډوبې ډوبې خاموشۍ کړې، ځنګولي اذان ماتې
د جومات له منارو یې، محمودي یادونه اوري
محمودي
غزل
ستا د تللو غم و چې ځواني په غمو واوښته
هجر و ستم و چې ځواني په غمو واوښته
ستا د يوسفي حسن شغلې ترې کوچېدلي وي
بېله تا مو چم و چې ځواني په غمو واوښته
څنګه به ارام شي د ستومان وجود زخمي زړګی
درد يې دم په دم و چې ځواني په غمو واوښته
هر څو به مې وکړه اراده چې هېروم به يې
ياد دې ډېر محکم و چې ځواني په غمو واوښته
تاته رسېدل زما ارمان و خو پوره نه شو
مات مات مې قدم و چې ځواني په غمو واوښته
خود به د الفت ملنګ پر حال هرچا افسوز کا وه
سترګو کې يې نم و چې ځواني په غمو واوښته
الفت ملنګ
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago