( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago
غزل
ورک دارمان له قافلو يم پاتي شوی لري
زۀ دهجران پر بيابانو يم پاتي شوی لري
ځکه اوس داسي مايوسي مي په څېره ښکاريږي
دخپلو هيلو ارمانو يم پاتي شوی لري
د وچي للمي ګل ګلاب يم پاڼي پاڼي پروت يم
زۀ د وصال له بارانو يم پاتي شوی لري
خود به مې ګرد دبېلتانۀ پر اننګيو پروت وي
چي ستا د سترګو له کتو يم پاتي شوی لري
چي ستا دحسن رسامي رنګين خيالو کي وکړي
احساس له دې ښکلي لفظو يم پاتي شوی لري
ابراهيم احساس
غزل
دژوندون له بامه لویژم او رژېږم
سور ګلاب يم خزانيږم او رژېږم
څه انداز دي په خوږو سترګو کي پروت دی
چي ور ګورم نشه کېږم او رژېږم
ټول وجود مې ستا دغم تبي نيولی
نـاقرار يمه لړزېږم او رژېږم
دا دکم درد دياغي سيلاب څپه ده
مرسته وکړه نور ډوبېږم او رژېږم
داسي غم يمه پر زړۀ باندي خوړلی
دا احساس کړم چي مړکېږم او رژېږم
احساس
دګلاب پر اننکو مايوسي ښکاري
خدايه! خيرکړي بياراستون به کم خزان شي
داهيواد به څه عجبه شان ځليږي
کې وګړي ټول تعليم وکړي پوهان شي
باراني څپې که ستا د ديدن راوړې
رازرغون به مې دژوند داګلستان شي
چي درود وايم پرتا ورځ کي څوځلې
بس دازړۀ مي په سکون او اطمينان شي
احساس
**الخالد خپرندويه اداري لخوا وړاندي کوی
کسرونه
پاڼي غوندي لوېږم ستا دهجر توپانونه دی
څومره مايوسه ښکارې اه له دې انځوره غزه
ترنم حافظ احسان
شاعران محمدابراهيم احساس
محمدابراهیم فدا**#الخالد_ترانو_سترمرکزhttps://t.me/Al_Khalid_com
غزل
ګلاب د وصل د هجران په ګرد لتاړه پروت دی
دياد لښکردي داسي زماد زړۀ پرشاړه پروت دی
لکه ياغي ښامار دژوند خوندته مي هيڅ نه پرېږدي
غم دي مدام زما دزړۀ دسيند پرغاړه پروت دی
خود به تراوسه دپخوا په څېر خمار پاتي يم
ستا د نشتون تاثیر زما د عشق پر ژباړه پروت دی
لکه د لمر وړانګو وهلې پاڼه داسي يم اوس
د زړه حرم مې له یوه مخه ویجاړه پروت دی
احساس په ژوند هيله داستا دخپلېدو لرم خو
پر ټول وجود مې ستا د غم لیوه سره داړه پروت دی
ابراهيم احساس
غزل
وژل کېږي يوپه بل پسې ارمان بيا
نه پوهيږم چي راغلی کوم دوران بيا
له لېوه نه هم بتره بې زړۀ سوئ شي
چي په بده لار قدم واخلي انسان بيا
خدايه! ته يې دخزان له سېلۍ ساتې
ټوکېدلي د وطن په زړۀ ګلان بيا
دچا غم دي ښخي کړې پر زړۀ خولې دی
رنګ زېړ دی اوشلېدلی دي ګريوان بيا
ښه چي ټوله سره ورڼو په يو دين يو
ولي چوپ د غزې غم کي مسلمان بيا
بيامي شونډي پرې دهجر له ګردونو
رانه ځي چي مسافر نن احساس جان بيا
ابراهيم احساس
رنځوره غزه
څومره مايوسه ښکاري أه له دې انځوره غزه
چي هېره کړې مسلمه امت رنځوره غزه
خالقه نور يې په مظلوم حال باندي رحم وکړې
خالقه ته کړې په امان له دې ناسوره غزه
چي داسلام په ننګ يې توره زلمو پورته کړله
ځکه پر ټول جهان اتله سوه مشهوره غزه
ټوټه ټوټه سوله ويرانه سوه خو ټيټه نه شوه
وه يهوديانو ته مرګی سوله باتوره غزه
ربه احساس دننګ پيداکړې دامت په زړو کې
چي د پخوا په څېر ازاده کړي دا حوره غزه
ابراهيم احساس
غزل
مينه هم د خدای رحمت لوی پاچاهي ده
پکښي نغښتی کيفيت لوی پاچاهي ده
که غماز وکړي هرڅو بدي خبري
خو زموږ ترمنځ الفت لوی پاچاهي ده
خدايه شکر دنفرت له تاريکيو
رابهر مو سو ملت لوی پاچاهي ده
چي موقه ستا دليدلو پکښي راسي
هغه دم هغه ساعت لوی پاچاهي ده
چي احساس دي مشرف کړو په خپل مينه
ياره ستا دا شفقت لوی پاچاهي ده
ابراهيم احساس
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago