ˢᵃˢᵏᵉᵉ ??څߊ‌߬څܭي

Description
ستـا سو لـپاره ستاسو چینـل☺
ښه په ډاډه زړګې راځۍ ملګرو
سترګې په خپلو بڼو نه درنیږې
?

?‍♀️ښــــه راغـــلاســت?‍♂️
?دلتـه به تاسو ته پښتو?
?شــــعــــرونـــــــه?
❤غــــــزلــــونـــــه❤
?ټـــــــپـــــــــي?
?لنډکـې شعرونــه
نشریږي ?
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago

8 months, 1 week ago

**په درې ڪارونو ڪولو انسان سپڪ ڪیږي !

① په درواغــــو ویلـو،
② په ښڪنځلو ڪولو،
③ د ځان په ښــــودلو،

????**

8 months, 1 week ago

...راشھ چې نغمې کړو
راشھ چې نغمې کړو سره ګډې ربابونھ شو
راشھ سره ولولو د شعر کتابونھ شو
راشھ چې باڼھ پر بڼو کٻږدو سترګې سترګې شو
راشھ دا ځنګړې کړو خړوبې دریابونھ شو
راشھ چې لاسونھ د شغلو کړود یو بل نھ تاو
راشھ ځو جوړه جوړه آسمان تھ شھابونھ شو
راشھ د دعا پھ شونډو ښکل د یزدان شونډې کړو
راشھ چې سجدې شو ښکلي ښکلي ثوابونھ شو
راشھ پټ پټانی شو او یو بل سره بیامومو
راشھ سوال د مینې شو د مینې ځوابونھ شو
راشھ چې د روح پر للمو وکړو د نغمو باران
راشھ چې یو بل تھ مطربان شو مضرابونھ شو

@S_180

8 months, 1 week ago

**خوښـې بایـد!

په تقدیر ڪې وي ، ڪنې په تصویر ڪي خو هر څوک خاندي ?''

?ᴢᴀᴋɪ?
???‎**

8 months, 2 weeks ago

وعده
ډيره درنه کليمه ده : ځينې وختونه
ژوند جوړوي خو کله کله هر څه ماتوي
.
?

❤️??

@shabab0971

8 months, 2 weeks ago

**هېڅ څوک ساده نه دي !

ځينې انسانيت ساده ڪړي ، ځينې ‏صداقت ساده ڪړي او ځينې نه غواړي چې د هرې خبرې ‏مقابل ڪې جواب ووايي?!

❤️‍?????**@Mr_ZAKi_80

8 months, 2 weeks ago

نیـک انسـان جـوړ شـه!
خـو دومــره هـم نه چـی بل انســان درته ګنـهګار معلــوم شـی
?**

????**

8 months, 2 weeks ago

**هیڅ څوک مه خفه ڪوی!

ټول انسـان دمینـی او درنښـت وړی دی?

?↕️???**

8 months, 2 weeks ago

*?ورور، ورور وي?
بېخي په زړه پورې کیسه.*

یو ځای یو کلی و، د کلي خلکو د اوبو یوه څاه لرله هغې نه به یې اوبه څښلې، یوه ورځ نادره پېښه رامنځته شوه! هغه داسې چې دوی له څاه نه اوبه رایستلې سلواغه په څاه کې پاته شوه او تش پړی راوخوت! دا نادره هغه مهال وېروونکې شوه چې دا پېښه څو ځله تکرار شوه! خلک هک حیران شول چې دا څه چل دی!
خلکو ډېرې هڅې وکړې چې معلومه کړي سلواغه ولې څاه کې پاته کیږي، خو درک یې معلوم نه شو، اخیر چې سبب ورک سو.. په پېريانو غریبانو.. یې تور ولګوه چې دا کار هغوی کوي، یوه ورځ د کلي خلکو سره وویل چې باید یو تکړه او زړور کلیوال تیار شي چې څاه ته یې ورښکته کړو، څو حقیقت معلوم کړي.
دې خطرناک کار ته څوک له ډاره نه شوی تیاریدلی، اخیر یو ځوان پیدا شو، هغه کلیوالو ته وویل: زه په یوه شرط څاه ته ورښکته کیږم، هغه دا چې کله ستاسو کوم کسان زما پړی نیسي هغو کې به زما ورور هم وي، خلک دې شرط ته حیران شول! او ویې ویل: موږ به ښه پیاوړي ځوانان درته تیار کړو هغوی به ستا پړی ونیسي، ورور ته دې څه ضرورت دی؟! خو ځوان ونه منله، ول ورور به مې خامخا یي.
ورور یې چرته لیری اوسیدی، کلیوالو څوک وروليږه او ورور یې راوست، څو ځوانو کلیوالو او ورور یې ځوان پړي کې بند او څاه ته ورځوړند کړ، څاه ډېر ژور و، چې ځوان ورښکته شو کومه چوله کې یې بیزو/شادو وليدله او پوه شو چې پسات په دې کې دی، هغه یې ونیو، پخپل څټ کې یې سپور کړ او کلیوالو ته یې اشاره ورکړه او هغوی یې پړی پورته کش کړ.
ځوان چې د څاه خولې ته نږدې شو، خلکو بیزو ولید، په دې وهم چې دا کوم پېری دی سخت وويریدل، پړی یې پرېښود او وتښتیدل! یواځې ورور یې پړی نیولی پاته شو هغه هم طبعا ویریدی خو ورور یې د مرګ کومې ته نه شوی ټېل وهلی او په ډېر زحمت یې خپل ورور له څاه نه راوايست، خلکو چې دا حالت ولید پوه شول چې د هوښیار ځوان شرط څومره مهم او ګټور و، که ورور یې نه وی هغه به څاه ته لویدلی او مړ شوی و.

پایله: موسی علیه السلام چې پیغمبر شو الله ته یې سوال وکړ چې یا الله، زما ورور هارون زما مرستيال او زما د کار (نبوت) شریک وګرځوه. الله ورسره ومنله او ورته کړه یې: خامخا به موږ ستا مټ ستا په ورور سره قوي او پیاوړی کړو. ﴿ سنشد عضدك بأخيك ﴾ د ټولې کورنۍ غړو کې الله د موسی علیه السلام ورور د هغه مرستیال پیغمبر وټاکه ځکه ورور، ورور وي، لکه لوړه کیسه کې هم دا مطلب روښانه شو.
داراز کله چې موسی عليه السلام د الله په امر خپلې مور اوبو ته وغورځوه، نو د هغه خور ته یې وویل: هغه پسې پټه له شا ولاړه شه ﴿ وقالت لأخته قصيه﴾ له دې نه هم معلومه شوه چې ستا د ستونزو او دردونو په مهال به لومړی ستا خور ستا د حال پوښتنه کوي او زړه به درسره خوري.

نو د کیسې لنډه پایله دا شوه چې وروڼه او خويندي مو ستاسو رښتیني خواخوږي، په هر غم او درد شريکان او هره ستونزه کې ملاتړي دي، په هیڅ صورت هغوی له لاسه مه ورکوئ او د ورورګلوي او خورګلوي درنې اړیکي په پار هغوی ته هر وخت بښنه کوئ او خیر غوښتنه یې غواړئ.**H

❤️??

@shabab0971

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago