🥀《اهل الله غفران》🥀

Description
د زړه درد دشعرپه ژبه🥀😥

https://t.me/sherona11
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

hace 1 mes, 3 semanas

د ډیرو زړو دغلا وکړه او لاړې
تا څنګه نا روا وکړه او لاړې

دا سـترګې ګیلمنې دڅه وايې
په مات زړه دې خندا وکړه او لاړې

یو څو شپې مهاجر کلي ته راغلي
وطن ته دې دوعـا وکړه اولاړې

راوړې دې خبـرې وې ښې ډېر ې
له چا نه دې حیا وکړه او لاړې

څه نا څه سړی دبل سترګو ته ګوري
خپل ځان ته دې ښېرا وکړه اولاړې

غفران چې وو قسم له څه درکړی
هغه خبـر دې بیا وکړ ه او لاړې

اهل الله غفران

hace 1 mes, 3 semanas

خدایه اصلاح کړه ناروا زړ ګی مې
په څه اوو ښتی دی بلا زړ ګی مې

وېره پرې نراځي چې هرڅه پیښ شي
عصیان کې ډوب دیه الله زړګی مې

په خوله مې توري د توبې نرا ځي
تور کړی ډیر دیه ګنا زړ ګی مې

سترګې مې هغه اوښکې نه تویه وي
چې پرې خوشحاله کړمه تا زړګی مې

غفران دې نیسه دغفران په تبه
کنه دی تللی په بلخوا زړګی مې

hace 1 mes, 3 semanas

څاڅکی څاڅکی ورېدلی دی باران نن
را یاد کړی يې د تېر موسم دوران نن

ځم به ټوله مرور پخلا کومه
سپرلي راوستل ټولي ټولي مرغان نن

دغه سترګې مې سرې شوې بې څه ندي
چا راکړی دی پیغور دخپل جانان نن

څه ناڅا په راپه زړه شولې لالیه
مهاجرې شولې اوښکې په ګرېوان نن

ځو به ټول په بدرګه ستاسو تر کلي
که خدای راوستل همزولي طالبان نن

رنګ الوتی زېړ زبېښلی او اوتر ؤ
ګوره څه شي داسې کړی ؤ غفران نن

اهل الله غفران

hace 4 meses, 1 semana

الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی
کسره

خولې ته مې څه سړه سلګۍ را تللــه
خدایزده دچا دیاد سیـــــــلۍ راتللـــه

شعر  :اهل الله غفران
غـــږ  : شهاب ځدارڼ
#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com

hace 4 meses, 1 semana
🥀《اهل الله غفران》🥀
hace 5 meses, 3 semanas
د ایران د یو شمېر حکومتي …

د ایران د یو شمېر حکومتي رسنیو د راپور له مخې؛ د دې هېواد پر نظامي اهدافو د اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شپې د برید له امله دوه ایراني سرتیري وژل شوي.

ایرنا خبر ورکړی، چې دغو ایراني سرتیرو د صهیونیستي رژیم له (تیري) څخه د ایران په دفاع کې ژوند بایللی.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه صهیونیستي رژیم د تهران له لوري پر دې هېواد د ۲۵ ورځې وړاندې توغندیز برید په ځواب کې د دې هېواد پر یو شمېر نظامي هدفونو برید ترسره کړ.

#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل ?
https://t.me/passportafghan

hace 5 meses, 3 semanas
د ایران د یو شمېر حکومتي …

د ایران د یو شمېر حکومتي رسنیو د راپور له مخې؛ د دې هېواد پر نظامي اهدافو د اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شپې د برید له امله دوه ایراني سرتیري وژل شوي.

ایرنا خبر ورکړی، چې دغو ایراني سرتیرو د صهیونیستي رژیم له (تیري) څخه د ایران په دفاع کې ژوند بایللی.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه صهیونیستي رژیم د تهران له لوري پر دې هېواد د ۲۵ ورځې وړاندې توغندیز برید په ځواب کې د دې هېواد پر یو شمېر نظامي هدفونو برید ترسره کړ.

#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل ?
https://t.me/passportafghan

hace 5 meses, 4 semanas

د غزني ښار په دویمه ناحیه کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل ?
https://t.me/passportafghan

hace 6 meses

#نوي_خبر

د راپورونو له مخې لسګونه افغان کډوال د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په کلګان پوله کې د ایراني پوله ساتو له خوا وروسته له هغه په ​​ډزو ووژل شول چې غوښتل یې ایران ته قاچاق شي.

یوې سرچینې ویلي چې د یو شمېر افغان کډوالو له وژل کېدو او ټپي کېدو وروسته یې قربانیان د پاکستان د مشکال سیمې ته وړل شوي دي.

د سرچينې په وينا، د ماشکيل سيمې روغتيايي مرکز د مرمۍ او ډزو له امله ټپيان نه مني او کډوال هم له کلينيک څخه وتلي دي.

سرچينې زياته کړه، چې يو شمېر هغه کسان چې د درملنې په موخه دغه روغتيايي مرکز ته تللي، ډېرى يې د لوېديځو ولايتونو او د بادغيس ولايت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

په همدې حال کې د بادغیس ولایت یوې سرچینې هم تایید کړې چې په وروستیو ورځو کې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې ډېری یې د غورماچ اوسېدونکي دي ایران ته قاچاق شوي دي.

د پېښې کره جزیات تر اوسه په لاس کې نشته.

ایراني چارواکو او د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل ?
https://t.me/passportafghan

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago