شاعر درمل ملا

Description
دلته به تاسو ته ده تاند ادیب شاعر قاری حنظله درمل شعرونه وړاندی کیږئ.

ده چینل لینک
t.me/Darmalmola12
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir

1 year, 6 months ago

ستا په عشق کي صادق نه یم دزړه سره
ستا نشتون کي چي ژوندی یمه دلبره

کاش مي سترګي ستا په مینه کي ړندي وای
چي مي نه لیدای دنیا کي بل بشره

ته خو ما باندي باران ده وصال وکړه
چي شم بُخت ستا په دیدار شام او سحره

ستا ده حسن ده دیدار په مقابل کي
څه به وي حوري غلمان شمس اوقمره

ستا وښار ته هزاران خلګ روان دي
زه بي وسه مرغه پاته بي وزره

مدینه کي چي دژوند مي انتها شي
حنظله خوار به شم هلته بختوره

حنظله درمل

1 year, 6 months ago

چي زه یمه جانان وي اوبل اوږد وصال
ربه درنه داسي یوه شپه غواړم
ح ن ظ ل ه

1 year, 6 months ago

داعمالو په بدله ربه ناکام یم
دمحبوب دي امتي یم بخښه وکړه
ح ن ظ ل ه

1 year, 10 months ago

مزه کوي په وینو لمبیدل رخصتیدل
تر یار پوري په مینه مینه تلل رخصتیدل

جانان چي کله کله درته راشي په خوبو کي
بل کیف لري آخر کي خندیدیل رخصتیدل

په شپه کي دمعراج دجانان صِدق ښه ښکاره شو
یوه شپه کي زمین آسمان کتل رخصتیدل

داڅه سخته صحنه به وه مکه او مدینه کي
دیار چي دیدنونه بندیدل رخصتیدل

سوالونه قبلیدل درنه څه غواړي مسلمانه
الله ته دي په نیمه شپه ژړل رخصتیدل

حنظله درمل غواړم درنه ربه زنکدن کي
دلا اله الا الله ویل رخصتیدل

1 year, 10 months ago

ده ادبیت په انتها غو ښتنه
کړم له الله نه دیو چا غوښتنه

دتورو څڼو تورو سترګو صاحب
دښکلاګانو ده پادشاه غوښتنه

وو دعمر دتوري شرنګ پري ولاړ
دصدیق زړه ته وو دوا غوښتنه

شپه دمعراج چي اسمانو ته لاړو
ترینه وه کړي پاک الله غوښتنه

لاړشه نسیمه هغه یار ته وایه
یو عجمي دی کوي ستا غوښتنه

دحنظله په نام ناچار بنده دی
کړي درنه خوب کي دلِقا غوښتنه

1 year, 10 months ago

یو مو معبود یو مو محمود یو الله
په دي ایمان او په همدي عقیده سپینه لرو

اوچت اوچت ګرځو وهیڅ چاته سر نه ټیټوو
موږ ایماني جزبه اوهم رګو کي وینه لرو

نړی زموږ مقصد دایو افغانستان نه ولو
عظم مو کلک دی اراده تر فلسطینه لرو

ددنیا ښکلو باندي حوري غلمان نه ورکوو
ځکه حیاء لرو د ژوند لاره حسینه لرو

ښکلې نازونه مکړه تا باندي راحصره نه ده
موږدالله له هر بنده سره دا مینه لرو

حنظله ځکه پرمختګ کوو پرمخ یو روان
زړو کي محفوظ دجانان مینه نازنینه لرو

1 year, 11 months ago

چاته ده میني ژوندبهار مبارک
چاته دعشق لاره کي دارمبارک

دچا جوړه سترګي بیلتون خوړلي
چاته وصال دخوږ نګار مبارک

چاچي ځواني کړه صدقه له اسلام
ورته جنت او هم دیدار مبارک

چي دشهید ویني یي خرڅي کړلي
ورته دوزخ کي شدید نار مبارک

چاچي خپل زړه دخدای په ذکر موړ کړو
ورته تمام ژوندون قرار مبارک

حنظله چاچي وي وصال نوش کړی
ورته جنون کي ژوند خمار مبارک

1 year, 11 months ago

دي خوشالې خو مي دزړه آسیا ودانه کړله
چي اسرائیل هم شپي او ورځي په ژړا تیروي

ها مظلومان ماشومان ته وای هیڅ ازار نه لري
چي ستړی ژوند بیله ادي اوله بابا تیروي

او مبارک شه ده سلګونو شهیدانو پلاره
هنیه نور به دي بچي وخت په خندا تیروي

که خدای کول ډیر هیوادونه به جوړه شي سره
او اسرائیل به هم ډاریک تر امریکا تیروي

او ده غرور نتیجه دغسي ارذله ښکاري
دعزازیل غوندي به ژوند ددي دنیا تیروي

حنظله رب نه اسلام تل داسي سرلوړی غواړم
چي له ځان تیر وي ژوند دلوی رب په رضا تیروي

1 year, 11 months ago

دا ستا په عشق کي پرهرونه په بار بار مرحبا
حبیبه ستا مینه کي درد لا څه چي دار مرحبا

دجمعي ښپه کي سلامونه ستا وروح ته ډالي
دخدای نازل سي رحمتونه صد هزار مرحبا

حنظله ستا دعشق کیفیت چي تصور کړم ګله
ددنیا ټولي میني ستا له عشق کړم ځار مرحبا

حنظله درمل ارماني

1 year, 11 months ago

قبره غیږه دي پراخه کړه هرچاته
ته خو هم یو دمخلوق دپاک الله یي

تاته هر څوک ارماني دی درغلی
ته د هر چا وژوندون ته انتها یي

زوریدلی دی هرڅوک بهر له تانه
ته یي مه زوروه ته یي ارامګا یي
حنظله درمل

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir