شاعر درمل ملا

Description
دلته به تاسو ته ده تاند ادیب شاعر قاری حنظله درمل شعرونه وړاندی کیږئ.

ده چینل لینک
t.me/Darmalmola12
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

1 month, 3 weeks ago

چاته ده میني ژوندبهار مبارک
چاته دعشق لاره کي دارمبارک

دچا جوړه سترګي بیلتون خوړلي
چاته وصال دخوږ نګار مبارک

چاچي ځواني کړه صدقه له اسلام
ورته جنت او هم دیدار مبارک

چي دشهید ویني یي خرڅي کړلي
ورته دوزخ کي شدید نار مبارک

چاچي خپل زړه دخدای په ذکر موړ کړو
ورته تمام ژوندون قرار مبارک

حنظله چاچي وي وصال نوش کړی
ورته جنون کي ژوند خمار مبارک

1 month, 3 weeks ago

دي خوشالې خو مي دزړه آسیا ودانه کړله
چي اسرائیل هم شپي او ورځي په ژړا تیروي

ها مظلومان ماشومان ته وای هیڅ ازار نه لري
چي ستړی ژوند بیله ادي اوله بابا تیروي

او مبارک شه ده سلګونو شهیدانو پلاره
هنیه نور به دي بچي وخت په خندا تیروي

که خدای کول ډیر هیوادونه به جوړه شي سره
او اسرائیل به هم ډاریک تر امریکا تیروي

او ده غرور نتیجه دغسي ارذله ښکاري
دعزازیل غوندي به ژوند ددي دنیا تیروي

حنظله رب نه اسلام تل داسي سرلوړی غواړم
چي له ځان تیر وي ژوند دلوی رب په رضا تیروي

1 month, 4 weeks ago

دا ستا په عشق کي پرهرونه په بار بار مرحبا
حبیبه ستا مینه کي درد لا څه چي دار مرحبا

دجمعي ښپه کي سلامونه ستا وروح ته ډالي
دخدای نازل سي رحمتونه صد هزار مرحبا

حنظله ستا دعشق کیفیت چي تصور کړم ګله
ددنیا ټولي میني ستا له عشق کړم ځار مرحبا

حنظله درمل ارماني

2 months ago

قبره غیږه دي پراخه کړه هرچاته
ته خو هم یو دمخلوق دپاک الله یي

تاته هر څوک ارماني دی درغلی
ته د هر چا وژوندون ته انتها یي

زوریدلی دی هرڅوک بهر له تانه
ته یي مه زوروه ته یي ارامګا یي
حنظله درمل

2 months ago

ارمان دی مدینه کي
درمان دی مدینه کي
ما وروله قسمته جانان دی مدینه کي

ماوروله قسمته ها دسرو ګلو باغچي ته
صدیق اوهم عمر اوهم عثمان دی مدینه کي

زړګی مي نه صریږي دهجران په اور سوزیږي
لږ رحم خو پري وکړه دزړه توان دی مدینه کي

د حسن دی پادشاه آن خپله حسن ورته مات دی
هر زړه دی پري عاشق شاه خوبان دی مدینه کي

راتګ باندي یي توره دنیاګې رڼا رڼا شوه
زما مور اوپلار تري زارشه قدردان دی مدینه کي

حنظله درمل غواړم شفاعت ترینه محشر کي
شفیع دخپل امت نبي سلطان دی مدینه کي

2 months, 2 weeks ago

ملگرو تبادله لپاره دلته راسی🍁

@Movahidjan

4 months, 3 weeks ago

که زه وګورم دا سراسر جهان
پیدا نه به کړم دخپل زړګي درمان
دغه ځیني چي زړګي ته څه سکون دي
بوي تري خیژي ده ښکلا مي دجانان
ح ن ظ ل ه

4 months, 3 weeks ago

عاشق کاته وکړه خو ښه یي وکړه
معشوق وقفه وکړه خوښه یي وکړه

اسلام غالبه سو پر ټولي نړی
کافر سجده وکړه خوښه یي وکړه

بیست ویک ولاړی دمنسب خاوند سو
ناسته زاړه وکړه خو ښه یي وکړه

غني کرایه ده خارج نه درلودل
کانه یي دغله وکړه خوښه یي وکړه

تور حبشي له ځانه ښه نه راتلل
ښځي خایسته وکړه خوښه یی وکړه

هغه ملګري چي مغروره ول ټول
چا تري توبه وکړه خوښه یي وکړه

ښکلی یي ولیداو وڅنګ تي کیناست
حنظله څه وکړه خو ښه یي وکړه

5 months ago
5 months, 1 week ago
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی