Infinite Entertainment, Zero Cost: Get Your Free Books, Music, and Videos Today!

ریحان وردګ

Description
دلته مې ګوډ او مات غزل لوستلی شـﺉ!
Advertising
We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 4 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 4 days, 19 hours ago

Last updated 6 months ago

1 week, 5 days ago

غزل

له وخت یوه زره اومید د خیرخواهۍ نلرو
هسې لګیا یو ګینې نیت د زندګۍ نلرو

په دې دوه مخې دروغجنه او فاني دنیا کې
موږ خفه پرېږدئ موږ ارمان د خوشحالۍ نلرو

د ښار د ښکلو ناز نخرې به نو په څه پوره کړو؟
یو خو ګناه ده بل په جیب کې یوه روفۍ نلرو

ژڼیو! درځئ څوک مو وفا ته ارزښت نه راکوي
دلالان نه یو او کمال د چاپلوسۍ نلرو

دومره دوکه کړو زمانې ریحان وردګه چې اوس
باور د هیچا په خندا او خواخوږۍ نه لرو

3 weeks, 1 day ago

نوې ترانه

کســـــر:

غوټۍ د آبادۍ ږدو په لمنه د وطن
پر ځان مو نظر کړې ده پالنه د وطن

شاعر: ریحان وردګ
ترانه خوان: محمد عثمان حماسي

3 weeks, 1 day ago
3 weeks, 6 days ago

غزل

زړه مې تور دی له ګلابه له غاټوله
جانان څه وي نه دې بولم، مه مې بوله

وخت بې پته، عشق بدنام دی هیلې مړې دي
شرم ورک شو، زړونه وتي له کنټروله

د خدای ورکړه ده، حکمت دی او تخلیق دی
ښکلا ټوله په لالي باندې راټوله

باور وکړه ستا تر څنګ د زنده ګۍ خوند
لکه حسن، لکه مینه، لکه سوله

یاد دې هر وخت بې پوښتنې ځي تیریږي
د ریحان وردګ د زړه له قرووله

1 month ago

غزل:

چې څه څه به لیکلي وي هغې په دېواله؟
لګیا وه غټې کرښې یې ویستې په دېواله

جانانه! انځوران دې تر دې حده راته ګران دي
ګنډلي مې د زړه او د سینې په دېواله

ما نن د مور تندی د پلار لاسونه مچو کړي
ما نن عبادت کړی د کعبې په دېواله

چې ووینم له سترګو نه مې وینې ورته څاڅې
ستا پاتې یادګارونه، خاطرې په دېواله

ما پرېښودې په بڼه د ګیلې زه در نه لاړم
له درده له فریاد ډکې جملې په دېواله

ریحان وردګ دې عکس و له پاسه پرې ټومبلی
نیږدې وم لګولې مې وای خولې په دېواله

1 month, 2 weeks ago

نظم
بیا شو پرې واکمن ملا، پال یې نېک ختلی دی
خلاص شو له مزدور رژیم، ښار دی او کلی دی
څوک چې په غرور باندې، دېخواته راغلی دی
غېږ کې د وطن زما، پړمخې لوېدلی دی

دا د آزادۍ خاوره، څه مغروره شان لري
څه هسکې شملې لري، څه باتور بچیان لري
مېنه د ویاړونو ده، ویاړ د تاریخونو ده
ځاله د ملالو ده، کور د غورځنګونو ده

دلته میرویس خان ویده، دلته احمدخان ویده
دلته ملالۍ ویده، دلته ایوب خان ویده
دلته مېکناټن هلاک، دلته هلاکو هلاک
دا د غزاګانو شپول، دلته اکبر خان ویده

چا چې په کاږه نظر، دې ملک ته کتلي دي
سترګې مو ترې ویستې دي، سر ته مو وهلي دي
ډېرو ښه لیدلي دي، موږ چې پرځولي دي
ګوډ او مات وتلي دي، ها چې تښتېدلي دي

څوکې د پامیر د غرو، تلې د شمشاد سنګر
لوړې که ژورې دي، سراسر هیواد سنګر
دا شهید شهید وطن دا زخمي زخمي وطن
مینه د ریحان وردګ دغه جنتي وطن
بطن د ویاړونو دی، متـــــــــــن د ننګــــونو دی
کــــــــــــــور د مسلمان دی، دا افغانستان دی!

ریحان وردګ

2 months, 2 weeks ago

غزل

نه یوسف یې او نه تخـت د سلیمان یې
ته چې خان یې د یارانو په مټ خان یې

پام د خپل غرور په لومو کې بند نشې!
ښکته ګوره بیخي ډېر پورته روان یې

ښکلیه! دومره هم مفت نه وو هېرول دې
باور وکړه لا تر اوسه مې ارمان یې

درده! خدای که مې له خپلې مینې تېر کړې
د زړګي په سر مې هسې اوېزان یې

ژونده! پیل دې له کومې برخې وکړم؟
امتحان یې، امتحان یې، امتحان یې

اې ریحان وردګه! څه بخت دې سپېره دی؟
یو مخ سر په کږلېچونه او تاوان یې

3 months ago

غزل

خپله پرده خپله آبرو خرڅوي
څوک چې اسلام څوک چې پښتو خرڅوي

منم بې قدره یو خو دومره هم نه!
چې خپل یاران مو په پردو خرڅوي

سره د ټولو جنجالونو بیا هم!
جانان یوه خندا په څو خرڅوي؟

وخت لکه کټ مټ قېمت پروش دوکاندار
خوښي په یو خروار پیسو خرڅوي

دا ځینې ولې دومره سپک وختل؟
خپل ځان د بل په اشارو خرڅوي

ریحان وردګ طالب د سپینې مینې
وجود د خدای په ثوابــــو خرڅوي

3 months, 1 week ago

غزل

غوټۍ د آبـــادۍ ږدو په لمنه د وطن
پر ځان مو نذر کړې ده پالنه د وطن

ځوانان دي که پېغلوټې که واړه دي که زاړه دي
بې برخې هېڅوک مه شه له دیدنه د وطن

نه نه ترهګر نه یو دوی په دې راسره وران دي
له سرو زره مو ډکه ده څرمنه د وطن

د امن او د مینې بوی له هرې کوڅې خیږي
اغوستې ده مـلا صاحب چپنه د وطن

د هــرې معرکـــې بری آخر هم موږ ګټلی
تاریخ ته مو ور وګـوره دوښمنه د وطن

شهیده مجـــــــاهده! په ارواح دې رحمتونه
له وینو دې خال پاتې دی په زنه د وطن

راځه ریحان وردګ دې د راتلو په اُمید ناست یم
په ورکو لارو ورکه ارمانجنه د وطن

4 months, 2 weeks ago

غزل

خپل اخـلاص راته د خپلو ښو سزا شو
جانان کړې وعدې ماتې کړې په شا شو

اشـــنا خدایزده ته به کله راځې بېرته؟
دا دي بله شپه هم تېره شــوه سبا شو

واړه ښکلي دې لیدو ته تږي ناست وي
صوفي ستا په بزرګۍ مې سوال پیدا شو

یوسف بیا هم خدای خاوند د تخت او تاج کړ
کـه هر څو په تــور تــورن د زلیخا شو

ضد نیولیو ډېرې کلکې یارۍ پرېښوې
ځــــم لالي پسې که بېرته را پخلا شو

ما وېښته د سر کړل سپین خو خپل مې نکړ
د هغه دې مـــــبارک وي چې د چا شو

یوه ورځ خو به مې ډک مجلس کې یاد کړې
چې ریحان وردګ هم مرګ ېووړ پنا شو

We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 4 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 4 days, 19 hours ago

Last updated 6 months ago