سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ
Last updated 7 months ago
لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82
نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador
Last updated 2 years, 10 months ago
Last updated 2 months, 1 week ago
د بارانه ورځ:
چې نری نری باران وي
د اوبو دارې بهیږي!
په نوداڼو په ناوو کې
په بامونو په کوڅو کې
د شیدیارو د پټیو
پر مخ نم وي د نیالګیو
د لمر سپین جبین پنا وي
د پلک غېږه کې ورېځه
لکه غر غوندې ښکاریږي
زه دې تا د راتلو لارې!
له کونجو د سترګو څارم
د دیدن قسمت مې نه وي
هسې ځان ډاډه کومه
د باران څاڅکو ته غوږ وم
په زړه بوج د خپلې مینې
د پنډوسکي ګرځومه
زړه مې سر په سر دربیږي
خو له وېرې چوپه خوله وم
نه مې سترګې چاته اوړي
نه مې زړه په چا ډاډه وي
د باران ترپا ته ژاړم
بس یو تا له خدایه غواړم!
دا د جبر زمانه به خدای کړي تېره
خیر دی ځان به مې ګوښه له بد او ښې کړم.
اې زما د زړه قاتله زوروره!
وایه! څه شان د تابع د یارانې کړم؟
د ښکلو مینه د مور مینه نه ده مه یې کوه؟
د خلکو خوله کې به دې واچوي رسوا به دې کړي!
زما د زړه پېریانان پالتو مه ګڼه خیال یې ساته!
له خپل عناده به دې واړوي رضا به دې کړي.
غزل
درد د بېلتانه را غاړېوتی ناقراراه یم
پاتې له کاروان د ښاپېرو په نیمه لاره یم
باد د مینتوب په تن وهلی څو څو واره یم
پړمخې لوېدلی لکه پاڼه له چناره یم
غم په مخه کړی له خپل کلي او دیاره یم
لرې د همزولو کلیوالو له قطاره یم
څومره در به در یم، بې ارزښته یم، ناچاره یم
ژونده! په منګلو کې دې پروت د دې لپاره یم؟
نور درنه پوره پوره ناهیلی انتظاره یم
ځم په مخ مې ښه شه تېر له مینې تېر له یاره یم
پرېږده چې ریحان وردګ دي ويستی له روزګاره یم
خدای که ستا نازونو اداګانو ته بېکاره یم
**النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی په زړه پوري ترنم
..........کسر............
ګډي وډي ستړي زندګی مي هیلي ماتي کړي
درد دسوي زړه اوبي وسی مي هیلي ماتي کړي
ترنم/حقاني زابلوال
شاعر/محترم ریحان وردګ صاحب**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
غزل
نوم ورکي اتلان به بېرته را شي او که نشي
امت به یوه خوله یوه نداء شي او که نشي؟
چې خلاصه قرطبه کړي له پېړۍ پېړۍ اشغاله
یو بل ابن تاشفین به راپیدا شي او که نشي؟
غفلت د اسلامي نړۍ چې وینم وایم خدای زده
په امن له یهودو به اقصی شي او که نشي؟
دا تش په نوم غندنې به ته څه وایې سړیه!؟
زخمونو د غزې لره دوا شي او که نشي؟
حالات بیخي په بل لوري روان دي رب دې خیر کړي
خوبونه د یارانو به ریښتیا شي او که نشي؟
موده کيږي ریحان وردګ یم دې ته فکر وړی
جهان به راته خم یوځلې بیا شي او که نشي؟
النبوي خپرندویه اداره یي وړاندي کوي
نوی په زړه پوري ترنم
دعشق دردونه دي دوا نه لري
ګله بیلتون دي انتها نه لري
ترنم: حقاني زابلوال
شعر:محترم ریحان وردګ
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131
**النبوي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
محترمو دا ځـــــــل مو درته نوی جالب ترنم چمتو کړی دئ
هیله ده چي د خوښي وړ مو وګرځي.!
کســـر
له تاریکی دانتظار چي ما په بله یوسي
ناست یم لیدلو ته دیار چي ما په بله یوسي
اواز :
حقاني زابلوال،،
شاعر،، محترم ریحان وردګ صاحب**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ
Last updated 7 months ago
لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82
نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador
Last updated 2 years, 10 months ago
Last updated 2 months, 1 week ago