⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸

Description
👈🏾داسلامی نشراتوسرچینه👉🏾
👈🏾نبـــــوی احــادیـث👉🏾
👈🏾د اولیــــاء کیســی👉🏾
👈🏾دلمــانځـه احـــکام👉🏾
👈🏾غــوره مســــــــائل👉🏾
👈🏾غــــــوره ویـــناوی👉🏾
👈🏾غــــــوره بیــانــات👉🏾
👈🏾غـــــــــوره قصـص👉🏾
Advertising
Tags
We recommend to visit

?کانال ما:
? @freezaban1

Last updated 2 years, 1 month ago

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 2 days, 4 hours ago

☆- 1 لـ إثباتاتي $ @m1hero.

☆- 2 المنشئ #هيرو - @keazmo.

☆- 3 بوت تحميل فيديوهات:@storekeazmbot.

☆- 4 بوت ربح رصيد مجاني:@bn15bot.

Last updated 1 year, 3 months ago

1 year, 3 months ago

؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
میموري ته فلمونه سروز بدلي آچولو
ګټه څنګه ده او که چا توبه کښلی وی
بیاګناه ورسي که نه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
? مـــدلل جــــــواب ?
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مفــتی عبـــدالــرحــمٰن صمــیم صاحب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
?...۔ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ‌
?؛?* @HabibiAbrar ?؛?
☝️رابـــــــــطه ☝️
؛------------------------------------؛
نشــــرڪـــونـــڪی اداره
عبـــرتناڪه ڪـــیسی اوحـــدیثــــونه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مسؤل خادم حبیـبی ابرار غفـرله الباری
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
*

1 year, 3 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

دکمپيوټرله لارې خلکوته لغړ فلمونه اچول

د وخت مطابق لیکنه ده:

دثواب په خاطر یې نشر کړﺉ جزاکم الله خیراً

د ۳۰ او ۵۰ افغانیو په بدل کې ایمان خرڅوونکي وپيژن ﺉ!!

حیران یم چې داسې خلکو ته چې خپل ایمان وجدان او پښتو څنګه دا اجازه ورکوي !!؟

اوس درته د دیوثۍ او بې غیرتۍ یوه بله نوعه معرفي کوم !

ځينې بدبخته خلك به تاسو هم لیدلي وي ،
چې په ښارونو کې به کمپيوټرو ته ناست وي،
د همدې کمپيوټر له لارې به د ۳۰ یا ۵۰ افغانیو په بدل کې د خلکو فلشونو،میموري کارډونو او مبایلونو ته ( س ک س ) لوڅ او لغړ فلمونه منتقل کوي او دا پيسې بیا د خپلو کورنیو په مصارفو کې استعمالوي ، او داسې فکر کوي چې ما یو حلال کاروبار شروع کړې، او دې ته سوچ نکوي چې ما د څومره ځوانانو دنیا او اخرت برباد کړ، او ټول امت مې په عام عذاب کې ګرفتار کړ،
نو زه دې ۲ لمبر دیوثانو ته یو څو خبرې کوم :

۱ : ای بدبختو تاسو ته پته شته چې تاسو په شعوري او یا غیر شعوري ډول د یو څو روپو لپاره د خپل ایمان ختموونکي یاست؟
ای د ایمان بې قدره انسانه الله تعالیﷻ خو د بېحیایۍ ټولې لارې بندې کړي ،
او یو قانون یې ټاکلې چې (ولا تقربوا الزنا) یعنې زنا ته مه نزدې کیږﺉ مطلب له اسبابو څخه یی لرې اوسئ ،
ايا دا فلمونه د زنا اسباب ندي ؟
اللهﷻ بل قانون ذکر کوي چې (قل للمؤمنین یغضوا من ابصارهم ویحفظوا فروجهم۔النور) مؤمنانو سړو ته حکم وکړه چې خپلې سترګې ښکته کړي او د خپلو عورتونو حفاظت وکړي ورپسې آيت کې همدا حکم مؤمنانو ښځو ته هم متوجه کیږي ،
آيا ددې فلمونو له کتلو وروسته به په انسان کې دومره ایمان پاتې شي چې د خپلو سترګو او عورت ساتنه وکړي ؟
جواب هیڅکله نه بلکې ددې شیانو کتل خو د انسان نه ځناور جوړوي ،
د انسانیت صفت ترې سلبیږي ایمان خو لا لرې خبره ده
ته پخپله سوچ وکړه چې ته د اللهﷻ ددې حکم او قانون ماتوونکی نه یی ؟
که انصاف وکړې نو وبه وایی چې هو یقیناً زه د اللهﷻ ددې حکم ماتوونکی یم ،
او سخت مجرم یم ځکه د فحاشۍ طرفته خلك راکاږم ،
زه درته وایم ګرانه وروره داسې انسانانو ته په دنیا او آخرت کې د الله تعالیﷻ عذاب متوجه کیږي ،
څوك چې د اللهﷻ د قانون حدود او پولي ماتوي د هغې له سزا څخه خبر یې؟استغفرالله
الله تعالیﷻ فرمايي :

[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 14]

وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خٰلِدًا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌ مُّهِينٌ

او څوك چي د اللهﷻ او دهغه له پېغمبرﷺ څخه سركښي وکړي او د هغه له ټاكل شوېو پولو څخه تيرى وکړي،
اللهﷻ به هغه په اور کښي وغورځوي،
چي د تل لپاره به په کښي استوګن وي او د هغه لپاره رسوا كوونكې سزا ده .
اوس ووایه آيا زما او ستا په څير ضعیفه انسانان دې عذاب ته ټينګیدای سي ؟
هیڅکله نه ، نو ولې په لوی لاس ځان هلاکت ته غورځوی ؟
(ولا تلقوا بآيدیکم الی التهلکه)
بل لورې ته د مسلمانانو راکاږل د فحاشۍ طرفته دا هم ډېر لوﺉ جرم دی الله تعالیﷻ فرمايي :
[سُوۡرَةُ النُّور : 19]

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

په یقیني توګه، كوم كسان چي د مؤمنانو په ډله کښي د بدلمنۍ خپرول خوښ ګڼي،
هغوى په دُنيا او اخرت کښي د دردناك عذاب وړ دي.اللهﷻ پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.#لکه_دنن_وخت_دفیسبوک_ځوانان اوس د ورورولۍ یو څو نصیحتونه !
له کومه جهته چې ته پيسې لاسته راوړې دا حرامې دي نو زه هیله لرم چې ددې کار څخه لاس واخلې ،
او حدیث کې راځي چې د یوې روپئ حرامی په سر د مسلمان ۴۰ ورځې لمونځ نه قبلیږي ،
او ۴۰ ورځې د لمونځ نه قبلیدل خو یقیني تباهي ده ، راشه زما وروره د اللهﷻ د رزق دروازې پراخې دي لاړ شه بل ځائ ځانته د یو حلال کار غم وخوره ځکه دا ستا لپاره غوره ده اوکه اللهﷻ مکړه پداسې حال کې درته مرګ راغې نو اللهﷻ پوهیږي چې د څومره خلکو وبال به ستا پر غاړه وي؟
راځه زما وروره اوس نه توبه ګار شه د الله تعالیﷻ رحم او مهرباني ډېره وسیع ده

[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 53]
قُلْ يٰعِبَادِىَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

[اې پېغمبرﷺ زما هغو (مؤمنو) بندګانو ته،
چي پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د اللهﷻ د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛
په يقيني ډول اللهﷻ ټولي ګناوي بخښي؛
هغه ښه بخښونكى او مهربان ذات دى.

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

1 year, 3 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

دا ليکنه خاص زما مجردو او تنکيو ځوانانو ته ډالۍ ده !!!
ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ د موټ وهلو تاوانونه ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ
(1)لوى څښتن تعالى ج ناراضه کيږى ځکه دا لويه ګناه ده
(2)د رحمت فريشتې ليرى کوى
(3)د عبادت خوند او برکت ختموى
(4)ـ د جريان ناروغي پيدا کوى
(5)ـ د ملا درد پيدا کوى
(6)ـ دماغ او اعصابي رګونه کمزوري کوى
(7)ـ بدن کمزورى کوى چى له امله يي نامردى او کهالى پيدا کيږى وينه کميږى او په منيو کي دانې(حيوانات منويه)کوچني کيږى
او د منيو دانې چى کله ډيري کوچنۍ سى يا خامي سى نو چى کله د ښځي په بچه دانۍ کى ولويږي د بچى د تاوان خطره ورسره ده يا دا ى بى ځايه سى
(8)ـ په ډير موټ وهلو سره د زړه دوره هم پيدا کيږى او په زړو کى ډول ډول فکرونه او وسوسې پيدا کيږى
(9)ـ په معده کى له خوراک مخکى يا وروسته ژغ وغ پيداکوى او بوج ورباندى راولى
(10)ـ د کار يا عبادت کولو اراده کمزوري کوى
(11)ـ د بدن غوړزکي وچوى کوم چى په هغه سره د بدن پرورش کيږى
(12)ـ په ديني کارونو کى د شرم ماده پيدا کوى د مثال په توګه ـ کله چى يو موټ وهونکى په يو مجلس کى کښيني حال دا چى ده ته په مجلس کى د خبرو کولو اجازه هم وسى او دده خبرې کول په هغه مجلس کى لازمي وى نو دى به په داسى د ښيګڼو او خير خواهۍ په ځاى کى شرميږى او سره له دى چى شرم کول په داسى مواردو ښه نه وى بلکى دا يو غټ تاوان دى
(13)ـ د سترګو نظــــــــر کموي
(14)ـ بى غيرتيا پيدا کوى يعني انسان بى غيرته ګرځوى ځکه له دې څخه مردانه قوت ختميږى
(15)ـ د زړه اندېښنې او غمونـــه زياتوي
(16)ـ په ډيرو کولو سره د خايو درد پيدا کيږى
(17)ـ پر مخ دانې او ګرمکې پيداکوى او تور وي يي بى نوره کوى يي
(18)ـ زړورتيا وا دلاورتيا ختموي
(19)ـ په ډيرو کولو سره يي د منيو خوند او لذت کموي
(20)ـ د ســــــــر درد پيداکوى
(21)ـ د اوريدلو قـــــــوت کمزوري کــــوى
(22)ـ د خــــولې بد بويي پيدا کوى
(23)ـ د زنا لواطت مساحقت او بد فعليو ته شوق پيدا کوى او مينه يي زياتوى چى ټوله کبيره(غټې)ګنا وې دى
(24)ـ تناسلي اندام کوږوالى ته مايلوي
(25)ـ د تناسلي اندام رګونه پړسوى
(26)ـ د حلالي نکاح او ديني زده کړي څخه بى رغبتي پيدا کوى
(27)ـ رعشه (ريږديدل )پيدا کوى ،دمثال په توګه موټي به په وخت د بيرى او جګ او جګړى کى ريږدى او زړه به يي دربى کوى چى په طبى لحاظ سره و دې ته (خفقان القلب )ويل کيږى
(28)ـ په ډيرو وهلو سره د انسان عمر کميږى ځکه چى جوهرى مواد کــــم سى نو انسان بوډا سى او کله چى بوډا سى نو انسان د زوال په لور يا طرف روان سى
(29)ـ په ډيرو کولو سره د مخ نور او ځلا کميږى او د مخ زيړوالى او توروالى زياتيږى او دا هم يو تاوان دى
(30)ـ د وريښتانو ټينګوالي کمزورى کيږى
(31)ـ د تيانو او ځنګنونو درد پيدا کوى
(32)ـ په ډيرو کولو سره مني په وينه سره بدلوى
(33)ـ عقل ذهن او حفاظتى قوت کمزورى کوى
(34)ـ په ډير موټ وهلو سره د سوزک ناروغى پيدا کوى
(35)ـ د بى همتۍ لامل ګرځي ـ يعنى انسان بى همته وى او له ژوند څخه بى زړه تور وى او ژوند تيرول تيرول به خوند نه ورکوى
(36)ـ لــــــــــــــوږه زيـــــــــــاتوى
(37)ـ ځيــــــــــــــــګر کمزوري کـــــوى
(38)ـ د سرعت انزال او احتلام ناروغي پيدا کوى
(39)ـ په کولو سره انسان باوله يا ليونى کوى
(40)ـ په ډير کولو سره د سل ناروغى يعنى زړه تبه پيدا کوى
(41)ـ او په ډير کولو سره انسان ته نا څاپه مرګ راځي
دا هغه ډول ډول تاوانونه او ناروغۍ دى چى الله ج د موټ وهونکى لپاره دنياوى ګرځولى دى الله ج دى ټوله مسلمانان ددې پليت عمل څخه وساتى الله ج دى موږ او تاسى په خپل فضل او کرم سره وبخشى
ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ ـــ٪َ
ستاسو د نيکو دعاګانو په هيله يم
هيله ده چى تاسى ما عاصى بنده په خپلو دعاګانو ګى ياد وساتى

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

1 year, 3 months ago

؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
د طاقت باوجود قرباني نه کولو
سخت عذاب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
? مـــدلل جــــــواب ?
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مفتی حڪیم الله صابر الحنفی صاحب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
?...۔ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ‌
?؛?* @HabibiAbrar ?؛?
☝️رابـــــــــطه ☝️
؛------------------------------------؛
نشــــرڪـــونـــڪی اداره
عبـــرتناڪه ڪـــیسی اوحـــدیثــــونه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مسؤل خادم حبیـبی ابرار غفـرله الباری
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
*

1 year, 3 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

د قربانۍ د حلالولو وخت:
په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ کېږي په هغو سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي؛ خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر لمونځ نه کيږي، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې، د سهار له لمانځه څخه وروسته قربانۍ حلالې کړي.

د حلالولو سنت طريقه:

له انس رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپلو لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې (بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ) وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.
(بخارى: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث: ۵۲۴۵)

له حلالولو مخکې اداب:

-تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى، تږى يې ساتل مکروه دي.
-د حلالولو ځاى ته يې په ډېر سختۍ سره کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.
-چاړه به ښه تېره کوي، په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.
-که چاړه تېره کوي؛ نو له څاروي څخه دې پټه تېره شي.
-د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.
-تر حلالو دې وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.

د قربانۍ نېت:
د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي؛ خو په زړه کې به يې دا وي چې، قرباني کوم؛ نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ويل ضروري او سنت دي.

تر حلالولو مخکې دعا:
د قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي:
-إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.
(ابوداؤد: باب ما يستحب من الضحايا، رقم الحديث: ۲۷۲۹)

ژباړه:
-بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لوري چې، ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړي دي او زه له مشرکينو څخه نه يم، بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې د اللهﷻ لپاره دي.

تر حلالولو وروسته دعا:
د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دې دغه دعا ولوستل شي:
اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ.
(مشکوة: ۱/۱۲۸)
ژباړه:
اى ربه! دغه (قرباني) له ما څخه قبوله کړه؛ لکه څنګه چې دې د خپل نازولي پېغمبر حضرت محمد ﷺ او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه.

د قربانۍ څاروي:
په شريعت کې د قربانۍ څاروي په دوه ډوله دي:

۱-کوچني څاروي لکه؛ وزه او پسه چې، د يوه کس له لوري قرباني کېداى شي.

۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې، د اوو کسانو له لوري قرباني کېداى شي.

او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه؛ وحشي څاروي، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي.

د قربانۍ د څاروي عمر:
غوا او ګامېښه بايد دوه کلنه وي.
اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي.
وزه او پسه بايد يو کلن وي.
که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې څخه کم وي؛ قرباني کول يې روا نه ده.
که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې، په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي (له یو کلنو سره یې په رمه کې فرق ونشي)؛ نو بيا پرې قرباني کېداى شي.
که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، او د قربانۍ پلورنکى ووايي چې، د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.

د قربانۍ څاروی باید له لاندې عیبونو څخه پاک وي:
١- ړنده به نه وي.
٢- ګوډه به نه وي، چې د حلالېدو ترځايه نه شي تللى.
٣-ډېره ډنګره به نه وي، چې په هډوکو کې يې مغز نه وي.
۴-څرګنده ناروغي به پکې نه وي.
۵-غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي.
۶-تيان به يې پرې نه وي.
۷-او پوزه به يې پرې شوې نه وي.

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

1 year, 3 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

دقربانی ضروری مسائل

مسئله
په قربانی کی نیت ډیر ضروری دی.ځکه قربانی کونکی یواځی دپاک الله رضا اودتقوا نیت به کوی نه دغوښی
فمنها نیة الاضحیة لاتجزی بدونها..بدائع ج۴ص۲۰۸. شامی ج۶ص۶۲۵

مسئله
دقربانی نیت په ژبه ویل ضروری نه دی یواځی دزړه په ارادی سره بسنه کولای شی ..ولایشترط بلسانه ..ردالمحتار ج۶ص۶۲۴. بدائَع ۲۰۸.
مسئله
څاروی چی دقربانی په نیت واخلی بیا که څه هم دحلالولو په وخت نیت له یاده ووځی پروا نلری...لو ذبح المشتراة لها بلا نیة الاضحیة جازت اکتفاء باالنیة عندالشراء.شامی ج۶ص۶۲۴. هندیه ج۵ص۲۹۴

مسئله
په لویو څارویوکی ګډون هغه وخت سهی دی کله چی ټول شریکان دثواب نیت وکړی نه دغوښی ..والبدنة تجزئ عن سبعة اذاکانوا یریدون بها وجه الله سبحانه وتعالی. بنایه ج۴ص۳۵۳

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

1 year, 4 months ago

؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
د ذوالحجې په اولو لسو ورځو کي
نوکان او ویشتیان مه جوړوئ!
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
? مـــدلل جــــــواب ?
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مفتی حڪیم الله صابر الحنفی صاحب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
?...۔ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ‌
?؛?* @HabibiAbrar ?؛?
☝️رابـــــــــطه ☝️
؛------------------------------------؛
نشــــرڪـــونـــڪی اداره
عبـــرتناڪه ڪـــیسی اوحـــدیثــــونه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مسؤل خادم حبیـبی ابرار غفـرله الباری
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
*

1 year, 4 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

نن د ذوالحجې اوله ده، دا په ټول کال کي غوره ورځي دي. حدیث کي راځي، چي ددې ورځو ثواب تر جهاد هم زیات دئ. دې ورځو کي یو سنت عمل د تکبیرونو ویل دي، دا تکبیرونه یوازي په اختر کي نه ویل کیږي، بلکي د ذوالحجې په ورځو کي ئې هر وخت ویلای سی، په حدیثو کي بېلا بېل تکبیرونه راغلي دي، خو دغه اول ئې په موږ کي ډېر معمول دئ، نو هر یو چي وویل سي فرق نه کوي، مفت ثواب تر لاسه کړه. بیکاره وخت کي، کور ته پر لاره او هر وخت ویل کېدای سي.
تکبیرونه:
1. اللَّهُ أَکْبَر اللَّهُ أَکْبَرُ اللَّهُ أَکْبَرُ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ اللَّهُ أَکْبَرُ. اللَّهُ أَکْبَرُ اللَّهُ أَکْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
2. اللهُ أَکْبَرُ اللهُ أَکْبَرُ کَبِیراً
3. اللهُ أَکْبَرُ کَبِیراً وَالْحَمْدُ للهِ کَثِیراً وَسُبْحَانَ اللهِ بُکْرَةً وَأَصِیلاً

یادونه: صحابه کرامو کي به ځینو دا تکبیر په بازار کي دونده په زوره وایه، چي اخر به نورو خلکو هم ورسره شروع کړ. زموږ لپاره تر ټولو ښه وسیله همدا سوشل میډیا ده، راځئ، ملګرو او دوستانو ته ئې ولېږو او ټول دې ثواب کي شریک سو. په ځانګړې توګه بیا د کور و ښځو ته که وویل، نو ډېر به ښه وي، ځکه هغوی بیا په اذکارو ویلو کي تر نارینه وو ډېري ښه دي، هر وخت ئې وایي

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

1 year, 4 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

د ذوالحجې میاشتي د لسو ورځو فضیلت او اعمال:
ـــــــ
ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: نسته داسي ورځي چي الله پاک ته دي نيک عمل پکښې ډير خوښ وي تر دغه لسو ورځو (يعني تر لسو ورځو د ذوالحجې) صحابه وو پوښتنه وکړه يارسول الله د الله په لاره کي جهاد هم ددغه ورځو تر نيکيو غوره ندی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: جهاد هم ددغه ورځو تر نيکيو الله پاک ته غوره ندی مګر هغه څوک چي په خپل ځان او مال باندي د الله په لاره کي ووځي وروسته نه خپله بيرته راسي او نه يې هم مال راسي(يعني خپله هم شهيد سي او مال يې هم د الله پاک په لاره کي مصرف سي)
دېته ورته نور ډېر احاديث سته چي د ذوالحجې ماشتي ددغه لسو ورځو فضيلت پکښې راغلی دی، نو ددې لپاره چي موږ ددغه ورځو فضيلت تر لاسه کړو بايد پدغو ورځو کي د الله پاک عبادت او بندګي وکړو.
مسلمان بايد دا مبارکي ورځي د ځان لپاره غنيمت وبولي، لکه څنګه چي د روژې مبارکه مياشت د ځان لپاره غنيمت بولي او هغه کارونه سرته ورسوي چي پدې ورځو پوري خاص وي او يا خاص نه وي خو کول يې پدې ورځو کي ډېر ثواب لري لکه:
- د توان په صورت کي پدې مياشتي کي حج او عمره وکړو.
- پدې ورځو کي روژه ونيسو په خاصه توګه د عرفې ورځي روژه چي په اړه يې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده. [رواه مسلم]. ژباړه: د عرفې ورځي د روژې په باره کي زه د الله تعالي څخه دا اميد لرم چي د يو کال مخکي او يو کال وروسته ګناهونه به ورباندي خراب کړي.
- پدې ورځو کي نفلي لمونځونه ډېر وکړو.
- پدې ورځو کي تسبيحات او ذکر ډېر ووايو.
- پدې ورځو کي نفلي صدقات ډېر ورکړو.
- پدې ورځو کي د قرآن تلاوت او تعليم ډېر وکړو.
- پدې ورځو کي استغفار ډېر وکړو.
- د مور او پلار سره نيکي ډېره وکړو.
- د دوستانو او خپلوانو سره صله رحمي ډېره وصل کړو.
- په خپل مينځ کي يو بل ته سلام وکړو او اړو انسانانو ته ډوډې ورکړو.
- د خلګو په مينځ کي د اصلاح راوستلو لپاره کوښښ وکړو.
- امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړو.
- خپله ژبه او عورت د ګناه څخه وساتو.
- د ګاونډيانو سره نيکي وکړو.
- د ميلمنو عزت وکړو.
- د الله پاک په لاره کي مال ولګوو.
- د مسلمانانو د لاري څخه موانع او ستونزي لېري کړو.
- خپلي ميرمني او اولادونو ته ښه نفقه ورکړو.
- د يتيمانو پالنه او لاس نيونه وکړو.
- د ناروغانو پوښتني ته ولاړ سو.
- د خپلو ديني وړونو اړتياوي پوره کړو.
- پر رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي ډېر درود ووايو.
- که حاکمان يو پر خپل رعيت باندي شفقت وکړو.
- د مور او پلار د دوستانو سره ښه رويه وکړو.
- د خپلو وړونو په غياب کي هغوی ته دعا وکړو.
- آمانتونه سم آداء کړو او په شرعي وعدې باندي وفاء وکړو.
- د ناوړه کتلو څخه خپلي سترګي وساتو.
- د مظلومانو سره هر اړخيزه مرسته وکړو.
- اودسونه او لمونځونه سم وکړو.
- د لمانځه لپاره آذانونو ته غوږ ونیسو او جواب يې ورکړو.
- د جمعې په ورځ د سورت کهف تلاوت کړو.
- د فرضي لمانځه د آداء کولو لپاره جوماتونو ته ولاړ سو.
- د لمونځونو وروسته ثابت سوي ذکرونه او دعاګاني وکړو.
- د حلالي لاري څخه روزي لاسته راوړو.
- د پيغمبر صلي الله عليه وسلم سنتونو ته ژمن وسو.
- د مسلمانانو د خوشاله کولو لپاره مثبت کارونه وکړو.
- د خپلو اولادونو او نورو ماشومانو په روزنه کي خپل مسئوليت آداء کړو.
- د هر نيک کار په کولو کي د خپل توان سره سم د هر مسلمان سره مرسته وکړو.
- د لوی اختر ورځي د اعمالو او لمانځلو لپاره ځانونه آماده کړو.

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء.[البخاري]
مولوي نورالحق مظهري

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

1 year, 4 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

په ناحقه قسم اخیستل چې په ياد يې هم وي

قسم پردرې (٣) ډوله دئ:

يو هغه قسم دئ چې په راتلونكې زمانه کې د يوه كار د کولو یا نه کولو لپاره وکړي، په دغه قسم کې كه پر هغه خپله اراده باندې ودرېد  د قسم څخه خلاص دئ كه نه نو كفاره به وركوي.

د مثال په ډول احمد قسم وکړ چې زه دری ورځې د محمود سره خبرې نه كوم، كه يې هغه دری ورځې خبرې ونكړې قسم يې پوره كړ هيڅ شى باندې نه شته او كه يې په هغه درو ورځو كې خبرې وكړې د قسم كفاره به وركوي.

دوهم هغه قسم دئ، چې په تېره زمانه كې يې يو كاركړى وي خو هېر یې وي قسم باندې واخلي، چې دا كار ما نه دئ كړى په حقيقت كې ده كړى وي  هېر يې وي، پر دې قسم باندې هيڅ شى لازم نه دئ .

درېيم ډول قسم دا دئ، چي په تېره زمانه كې يې يو كاركړى وي په ياد يې هم وي قسم باندې واخلي، چې دا كار ما نه دئ كړى يا بله موضوع  وي خو دى پرې خبر وي د خبرتيا سره قسم باندې واخلي، دې قسم ته “يمين غموس” وايي، دومره لويه گناه يې وکړه چې په کفاره  يې غاړی نه خلاصېږی سزا یې آخرت ته پاتیږي، الله جل جلاله فرمايي:
﴿اِنَّ الَّذِيْنَ يَشْتَرُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَاَيْمَانِهِمْ ثَــمَنًا قَلِيْلًا اُولٰۗىِٕكَ لَا خَلَاقَ لَھُمْ فِي الْاٰخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُھُمُ اللّٰهُ وَلَا يَنْظُرُ اِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيْهِمْ ۠ وَلَھُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ    77؀﴾ ([1])
ژباړه: باور وکړئ هغه كسان  چې د الله جل جلاله سره وعده او قسمونه په لږو پيسو بدلوي، دغه كسانو ته په آخرت كې هيڅ برخه نه شته، د قيامت په ورځ به نه الله جل جلاله خبرې ورسره وكړي، نه به د رحمت په نظر ورته وگوري، نه به د دوی پاكي وكړي او دوی ته ډېر سخت عذاب شته.

يعني هغه قسم كوونكي چي په ناحقه قسم اخلي د الله جل جلاله د رحمت او اخروي گټو څخه چې جنت دئ بې برخې دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: يو چا كه د يوسړي حق په قسم پرې كړى الله جل جلاله به خامخا دوزخ ورته واجب كړي او جنت به پرې حرام  كړي. یو چا پوښتنه وکړه: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! که څه هم لږ شی وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څه کوچنۍ شنه خاشه وي. ([2])

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تر ټولو لوي گناهونه د الله جل جلاله سره شريك نيول دي، د مور او پلار آزار دئ، د مسلمان وژل دي او په ناحقه قسم اخيستل دي. ([3])

مأخذ: لوی ګناهونه د دوزخ لمبې

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1] )سورة آل عمران، الاية: ۷۷.
(أخرجه أحمد: 5/260، رقم: 22293،
ومسلم: 1/122، رقم: 137،
والنسائى: 8/246، رقم: 5419،
وابن ماجه: 2/779، رقم: 2324،
والدارمى: 2/345، رقم: 2603،
وأبو عوانة: 1/40، رقم: 88،
والطبرانى: 1/274، رقم: 797)
(أخرجه أحمد: 3/495، رقم: 16086،
والترمذى: 5/236، رقم: 3020، وقال: حسن غريب.
وابن حبان: 12/374، رقم: 5563،
والطبرانى فى الأوسط: 3/305، رقم: 3237) 

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

We recommend to visit

?کانال ما:
? @freezaban1

Last updated 2 years, 1 month ago

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 2 days, 4 hours ago

☆- 1 لـ إثباتاتي $ @m1hero.

☆- 2 المنشئ #هيرو - @keazmo.

☆- 3 بوت تحميل فيديوهات:@storekeazmbot.

☆- 4 بوت ربح رصيد مجاني:@bn15bot.

Last updated 1 year, 3 months ago