رحمت الله ادیب

Description
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
دلته به دخپل قلم لیکلی شعرونه او
ترنم شوی حمدونه شعرونه نشروو
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 5 days ago

6 months, 2 weeks ago
6 months, 2 weeks ago
رحمت الله ادیب
6 months, 2 weeks ago

ښاغلي مجاهده

د وخت له بدمرغیو عقیده ساته جانانه
له تور داغه د تن سپینه جامه ساته جانانه

ښاغلی مجاهده ترجمان یي د ټولنې
په دې مظلوم اولس دې لوروه تل پېرزوینې
له ظلم او فساد څخه کړه وړه ساته جانانه

له کبراو غرور له خودبینۍ څخه ځان ژغوره
تعصب د قومیت سمت پرستۍ څخه ځان ژغوره
خاطر د هر مؤمن لوی او واړه ساته جانانه

بریا او کامیابي خو دې د لوی رب په نصرت وه
بي سارې همکاري هم درسره د دې ملت وه
غوښتنې او اسرې یې پر ذمه ساته جانانه

درکړی مجاهده لوی څښتن څومره اعزاز دی
ستاخوب هم عبادت دی دا دې څه لوی امتیاز دی
له رب سره تل راز اونیاز د زړه ساته جانانه

رحمت الله ادیب دې ښکلوم د قدم خاورې
محتاط اوسه چي وانه وړې له دې سپیڅلې لارې
له ذکره د الله ډکه سینه ساته جانانه

رحمت الله ادیب

6 months, 2 weeks ago
7 months, 1 week ago

العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
364

شل کاله مو د غرب له لوی قوت سره جګړه وه
له خدای پرته وچاته مو د مرستې طمعه نه وه

ترانه ویونکی:
قاري محمدصادق دلشاد
شاعر: رحمت الله ادیب

ترتیب: العصر سټوډیو
https://t.me/alasaracpa

7 months, 2 weeks ago

په دې حالت چې څوک نه کاندې دخوښۍ احساس
مـــړ دی کولای نه شــــي هــېڅ د زندګۍ احساس

دداسي امن دې تمثیل پیش کړي نړۍکې یوڅوک
چي نن کولای نشي څوک د بدامنۍ احساس

له هر خطر څخه محفوظ دی سر او مال د اولس
هر یو وګـــړی مو کــــوي د ازادۍ احساس

نن په دې خاوره واک اختیار دی د سپیڅلو زلمو
ورســـره شتــه د دې وطـن د ابادۍ احساس

چاتـــه مهمـــې چې د دین او د وطن ګټې وې
هغه به ونکړي هېڅ وخت د غلامۍ احساس

ادیب ملااوس موله ژوند څخه دی خونداخیستی
کوي هر شخص مو د مینې ورورلۍ احساس

رحمت الله ادیب

8 months, 2 weeks ago

https://youtu.be/cIZ14VqdFoo

YouTube

ترانه : ښه په امن غږ: سعیدالله صدیقي

ملي تلویزیون له خوا وړاندې کیږي ترانه: همغږي شاعر: رحمت الله ادیب غږ: سعیدالله صدیقي ‎#ملي‌تلویزیون Subscribe for exclusive Afghanistan Dari and Pashto news bulletin, breaking news, current affairs programs, documentaries, political commentary, debates,…

8 months, 2 weeks ago

اوسیږي مي په زړه کي ستایادونه شپه او ورځ
جانانه ځوروي مي ستا غمونه شپه او ورځ

اخ څنګه رانـه بیل شوي ماخو داسي نه ګڼله
ترمنځ مو دفراق سول دیوالونه شپه او ورځ

تقدیر زما او ستا د وصل لاري کړي بدلي
یادیږي راته هغه تیروختونه شپه او ورځ

چي کله دي مزارته ددیدن په طمعه راشم
نورڅه نه وي پري رپي بیرغونه شپه او ورځ

مرګۍ هم بی پروا دی زړه له زړه څخه بس بیل کړي
زما درپسي تللي دي خوبونه شپه او ورځ

کـوم دي اوس له مات اوګونګ تصویرسره خبري
ادیب,درپسي لیکمه بیتونه شپه او ورځ

م رحمت الله ادیب

8 months, 3 weeks ago

د تسلیت پیغام

مات شوي که مو زړونه په نه شتون دستر رهبردي
خو سترګې مو نن یخې په یعقوب ابن عمر دي

تبریک موشه اولسه د بخت سیورۍ مو پر سر دی
دا ځل مو راختلی پر افق د عدل لمر دی
له وړانګو او شغلو یي تورتمونه متاثر دي

عالم دی مجاهد دی اوغمخوار د دي ملت دی
د دین وطن دفاع ته مو ولاړ په هرقیمت دی
د ښه فکر خاوند دی ټول کړه وړه یي برابر دي

رښتیا چي دغه ځوان دملالۍ سکنۍ ورور دی
شړلۍ یي له خاورې د نړۍ لوی امپراطور دی
شملې پرې هسکې شوي نن د دي غیور ټبر دي

اخیستې که تقدیر راڅخه هغه لو هستې وي
په نیست او په وجود کي خوحکمت الهي وي
نن شکر په یعقوب جان ټول قومونه مخور دي

دا ستره پیرزوینه او لوی رحم د الله دی
حاکم چي په هیواد مو نن طالب او یا ملا دی
محفوظه مو نن ځکه سر او مال له هر خطر دي

راځئ وکړو د شکر سجدې رب ته په عجز
هم لپې د دعاوو کړو کږې رب ته په عجز
رحمت الله ادیبه دا له هرڅه نه بهتر دي

رحمت الله ادیب

۱۴۰۳/۲/۴
دثور څلرمه د ملا صاحب رحمه الله د وفات ورځ.
یعني صبا ورځ یوولسم تلین دی،
الله ج دي پر ورحمیږي

8 months, 3 weeks ago

د څو ورځو لپاره مختصره زندګي ده
مؤمنه لکه اوښکه مروره زندګي ده

چې څنګه دې امید دی قربان نده هغسې
روانه لکه ورځ تر مازدیګره زندګي ده

که وغواړې رضا د لوی څښتن پکې موندی شي
کوښښ وکړه انسانه منوره زندګي ده

نیکبخته هغه څوک دی چې ګټه ترینه واخلي
بقا لره هم دغه معتبره زندګي ده

خدای مکړه په غفلت درڅخه تیره ګوره نه شي
ده ډکه له ارزښته او ثمره زندګي ده

ادیب ملا چې رب ته همیشه سر په سجده وي
د هغه چا ویاړمنه او بهتره زندګي ده

رحمت الله ادیب

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 5 days ago