{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }
- تواصل ، إعلان، @alim761
Last updated 4 days, 1 hour ago
اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤
𖤐| صور📷.
𖤐| عبارات🗞.
𖤐| خلفيات كيوت🧸.
𖤐| ستوريات سوداء🖤.
• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏
Last updated 1 month, 1 week ago
ما پسې غږ وشي چې وگورم بیا هیڅوک نه وي
زما دعوه ده چې له ما بۀ تنها هیڅوک نه وي
زۀ لږ ناجوړه وم د ځان تپوس له خپله راغلم
بیا زۀ خبر شوم چې کیدای شي زما هیڅوک نه وي
زما دننه یو څوک وي چې ډیرې چغې وهي
زما بیرون کې خاموشي وي گویا هیڅوک نه وي
زما ارمان دی چې زۀ وخاندم محفل کې یاره
خو زۀ چې خاندم راسره د خندا هیڅوک نه وي
بيتونه - جنېد اورکزی
په نظامي یرغل کې کورونه نړېدل خو په اقتصادي یرغل کې ایمانونه لړزیږي او حتا نړیږي.
" کَادَ اَلْفَقْرُ أَنْ یَکُونَ کُفْراً "
راته د صبر يو آيات وښايــــــــه
مُــــــرشده يا خپل کِــــــرامات وښايه!
لکه يعقوب ورپسې ړوند نه شمه
څه طريـــــقه د ملاقــــات وښايـــــــه !
رښتينې مينه
مينه د بلال حبشي رضي الله عنه ده، چي د خپل محبوب رسول الله ﷺ تر رحلت وروسته يې آذان پرېښود. کله چي عمر رضي الله عنه ور څخه د آذان غوښتنه وکړه، نو له آذان وروسته يې د خپل محبوب ﷺ په فراق کي دومره وژړل چي ټول عمر يې دومره نه وه ژړلي.
❤️❤️❤️❤️
لنډه کیسه
نجلۍ د هلک له ګوتو قلم کش کړ، په خوشکه یې وویل: څو ځله مې درته ویلي دي، چې زما پر کتاب، کتابچه او قلم کار مه لره.
هلک د کتابونو بکس ور پورته کړ، په کرار یې وویل: ستا یې له قلم او کتاب سره څه؟
هسې هم سږ کال شپږم صنف کې یې، کال ته ښوونځي ته نشې تللی، لکه مشره خور پر کور به ناسته یې.
نجلې د اشپز خانې پر لور منډه کړه، په دروازه کې يې پښه ونیوله.
په غریو کې یې مور ته وویل: مورې! زه په ازموینو کې درس نه لولم. ښځې له دېګ څمڅه را وباسله، د نجلې څنګ ته راغله، غبرګ لاسونه یې د نجلې له مخ را وګرځول، د دواړو لاسونو په بټو ګوتو یې د نجلۍ له غومبور اوښکې پاکولې.
په نرمه یې وویل:
ولې بچۍ؟
نجلۍ ور غبرګه کړه، زه غواړم په شپږم ټولګي کې ځان ناکام کړم، غواړم شپږم ټولګی دوهم ځل هم ولولم او ښوونځي ته یو کال نوره هم لاړه شم.
ښځې سوړ اسویلی وویست. نجلۍ یې تر مټ ونیوله، ګوره زما نازولې لورې!
خدای مهربانه دی، ته دې خپل درسونه ښه ولوله، شاید کال ته د نجونو ښوونځي پرانستل شي.
نجلۍ په سلګیو کې وویل: که خلاص نه شول، د ورور جامې به اغوندم، او ښوونځي ته به ځم.
له دهلیز د هلک غږ راغی، ستا خو وېښتان هم لوی دي.
هغه به څنګه کوې؟
نجلۍ تر مور لاسونه را وګرځول، ژړا کې یې هلک ته ور ناره کړه، وېښته به کټ کړم.
هلک په کټ کټ وخندل، نو څنګه ښه به ښکارې.
نجلۍ له مور جدا شوه، د دهلیز په لور یې منډه کړه.
ځنډ وروسته یې مور پسې ورغله.
خونه کې سترګې وغړولې، څنګ ته یې وکتل، نجلۍ په کونج کې د کتابونو له بکس غبرګ لاسونه تاو ؤ، په خوب کې یې وړې، وړې سلګۍ وهلې.
مور یې تر څنګ کېناسته، د نجلۍ تر څنګ پروت سپین کاغذ یې ور پورته کړ، په ګډ وډ مشق خط چې پر کاغذ د اوښکو څو ځایه غټ غټ لوندوالی هم لیدل کېده.
لیکل شوي ؤ:
ماته ټولو دروغ ویلي ؤ، چې تاسو نجونې هم د ښه ژوند او تعلیم حق لرئ.
يوي جلي ليکلي وو
يو هلک به هر وخت راته ويل ستا په
غم کې تر سهاره ويښ وم
نو کله چې معلومات وشوه هغه هلک
چوکيدار وو ????
دا هلکان دي دغسې???
خوب د ټولو غمونو او ستونزو د هېرولو لپاره یوه لنډه وقفه ده!?
یوې نجلۍ د خپل پلار سره کتابونه پلورل. ناڅاپه، هغې خپل محبوب ولید چې را روان دی. د هغې د زړه درزا چټکه شوه،لږه مسکۍ شوه او ورته یې وویل:
"تاسو د هغه کتاب لپاره راغلي یاست چې نوم یې دی 'پلار جان زما سره دی'، د انګلیسي لیکوال شکسپیر لخوا؟"
محبوب د هغې په پوښتنه پوهه شو،لږ مسکی شو او ځواب یې ورکړ:
"نه، زه د هغه کتاب لپاره راغلی یم چې نوم یې دی 'چېرته به ملاقات وکړو'، د انګلیسي لیکوال تامس لخوا."
نجلۍ لږ حیرانه شوه او ویې ویل:
"زما سره هغه کتاب نشته، خو تاسو کولې شئ 'د ام د ونې لاندې' نومې کتاب واخلئ، چې پیټریس لیکلی دی."
محبوب وویل:
"ښه، ګرانې! خو سبا په پوهنتون کې، تاسو کولی شئ زما لپاره 'پنځه دقیقې وروسته زنګ وهم'، د مشهور لیکوال جون برنارد کتاب راوړئ؟"
نجلۍ په شوق سره ځواب ورکړ:
"ضرور، او تاسو هم 'زه به هیڅکله تاسو مایوسه نه کړم'، د مشهور لیکوال میشل دانیال کتاب راوړل مه هېروئ. خدا حافظ!"
کله چې هلک روان شو، پلار يې په موسکا سره پوښتنه وکړه:
"دومره ډېر کتابونه، ایا هغه به یې واقعاً ټول ولولي؟"
نجلۍ د مینې په نظر خپل پلار ته وکتل او ویې ویل:
"هو، بابا، هغه د پوهنتون یو ډېر هوښیار او ممتاز زدهکوونکی دی."
پلار په فکر کې وویل:
"ښه، زما ګرانه لورې!
وګوره، زما سره ستاسو دواړو لپاره دوه غوره کتابونه هم شته، چې یقیناً به ستاسو خوښ شي. خپل ملګري ته دا کتاب ورکړه، چې نوم یې دی 'زه احمق نه یم،پۀ هر څه پوه شوم'، د هالنډي لیکوال فرانک مرتیز لخوا.
او ستا لپاره، زما ګرانې، دا کتاب دی 'سبا د خپل تره زوی سره واده ته تیاری وکړه'، د روسي لیکوال هینري موریس لخوا."??
مینه داسې زخم دی چې نه دې ژوند کولو ته پرېږدي او نه دې دېته پرېږدي چې ومرې…??
.
لنډ ژوند وڪړه،
خو په حــــیا او عــــزت یې وڪړه...!
{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }
- تواصل ، إعلان، @alim761
Last updated 4 days, 1 hour ago
اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤
𖤐| صور📷.
𖤐| عبارات🗞.
𖤐| خلفيات كيوت🧸.
𖤐| ستوريات سوداء🖤.
• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏
Last updated 1 month, 1 week ago