لنډي ليکني📚📖 او ناولونه

Description
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

5 months, 1 week ago
10 months ago

ناول بي موره عاشق

ليکوال. رفيع الله هيدر) (وردګ)

لمړي برخه
وړاندى کونکي ستاسو ورور هادى افغان

والړم بازار ته سودا پسی.
سودا می واخیست الړم موټر ته ورغللم.
ګورم چی د موټر سره یو قاري یا )طالب العلم(خفه ناست وو.
تقریبا 21 کالو به وو. ً
زه ورغللم پوښتنه می تری وکړه چی ولی داسی خفه ناست یی؟
جواب یی راکړو وویل:
وروره نه یم خفه ما وویل: نه خفه خو یی راته ووایه.
راته یی وویل: زما کیسه اوږده ده پرتا ناوخته کیږي.
ما ورته وویل: نه ناوخته کیږي نه.
هغه وویل: خی غوږ شه د اوله سره یی شروع کوم.
زه د 8 کالو وم چی پلار می مدرسی ته بوتللم.
ما ته مدرسی ډیر خوند راکولو زما پلار هم مال وو.
زموږ کورکی مور می پلار می او یوه خورمی وه.
ژوند روان وو ډیر ښه وخت تیریده .
بله ورځ د جمعی مبارکی په شپه راغللم کورته.
د شپی دولس بجی به تقریباً وی.
زموږ د کور دروازه امریکایانو په ماین باندی ماته کړه.
راغلل زما پلار یی راته شهید کړو زه بی هوشه شوم .چی په هوش کی راغللم.
ګورم چی پلار او مور می دواړه شهیدان شوی دي.
ما ډیری زیاتی چیغی ووهلی خور می هم سمه لیونۍ شوی وه.
ډیره د غم شپه او ورځ وو.
خو زه نه وم خبر چی زما مور یی ولی شهیده کړی وه.
دری شپی تیری شوی.
مامی له خور پوښتنه وکړه چی مور یی ولی شهیده کړه؟
هغه ځواب راکړه او وویل:
چی پلار یی شهید کړ هغه کافر مور په چاکو مردار کړو.
نو یی مور هم شهیده کړه .
بیا مو ښه ډیر وژړل خور می راته وویل:
سبا لاړ شه مدرسی ته.
ما وویل: سمده خوری سبا لاړم مدرسی ته سبق می شروع کړل.
روژی مبارکی ته د یارلس شپی پاتی وی.
زه خو په مدرسه کی وم.
په خور باندی می روژه هم کیده او پر ما نه کیده.
جمعی مبارکی په شپه الړم کورته.
خور می راته ویل:
وروره روژی ته خو مو هیڅ شی نشته دا به څنګه کړو؟

1 year ago

پوهېده، هېڅ نه پوهېده، چې د هغې مطلب څه دی او ولې یې خبره ورته ونه کړه؟
له دې لیدنې وروسته سیما لږ لږ د هغې د مړاوې څېرې او اوښکو په راز پوه شوه، خو تل به
یې همدا کلمه ویله، چې وېرېږم، دوه اونۍ بیا هم همداسې تېرې شوې اوس هم په دې یو څه
محدویتونه لګېدلي وو او هم په پروین خو تر ټولو ښه خبره د دوی د بلې ګاونډۍ رڼا ملګري وه،
چې د دوی مجلسونه به یې ګرم ساتل او په ګډه به یې کوښښ کاوه، چې پروین خوشحاله وساتي
او ویې خندوي، خو بده خبره دا وه، چې د راتلونکې اونۍ په سر کې د هغې د واده ورځې شپې
وې او نور باید له دود سره سم د پالر له کوره تللې وی.سیما که څه هم د خپلې ملګرې رڼا په واده خپه وه او هغه یې له السه ورکوله، خو په یوه بله
خبره خوښه وه او هغه دا چې پروین ژمنه ورسره کړې وه، چې په همدې شپه به کیسه ورته کوي،
ځکه دوی دواړه د رڼا په خورلڼو )خوارخوندو( کې راتللې او باید شپه ورسره تېره کړي. وروسته
له دې نو سیما هم په همدې انتظار وه، چې د پروین د همدې مړاویتوب او خپګان حال معلوم
کړي او په زړه کې د هغې په اړه ټول ګرانښت ورته اظهار کړي، سره د دې چې پوهېده، چې هغه
یې ګرانښت حس کوي او حس کړی یې دی، سودا یې وه، نه پوهېده چې څه شوي؟
خو یوازې دومره ورته یاد وو او پوهېده چې که هغه هرڅنګه شوې وي او یا پرې شوې وي؛ نو د
هغې د بدرېغه ښکال اوصورت تاثیر او سبب به په کې خامخا وي. ځکه د هغې ښکال، انداز او
اندام په پردو کې دپټېدو نه وو او چا یې هم له ستاینې انکار نه شو کوالی.
د همدې اونۍ په درېیمه ورځ د رڼا د واده نېټه را ورسېده، هغه یې یوه محصل ته ورکړې وه
او دا هم خوښه وه، مینه یې ورسره پیدا شوې وه، واده پیل شو، د نکریزو په شپه د راغلو
مېلمنو او د کوڅې د ډېرو نورو راغلو نجونو سترګې په پروین کې خښې وې او هرې یوې دغه
نوم د هغې لپاره مناسب ګڼلو، خو سیما بیا تر ټولو نږدې ورته ناسته وه او په زړه کې یې
رنګارنګ اندیښنې او اضطراب څپې وهلې، ټولې په رڼا راغونډې وې او سیما هم د لومړي ځل
لپاره پروین له سینګار سره د ګروپونو رڼا ته ولیده، زړه یې صبر نه شو کوالی، څنګ ته یې
ورنږدې شوه په څنګ یې یو چیچ ورکړ )ویې سکونډله( :
د ښکال ملکې ! څنګه داسې ها خوا دېخوا ګورې څوک به دې له نظره کړي، څنګه خپله وعده
دې په یاد ده او کنه ؟ که اوس هم په ژړا او خپګان رانه ځان خالصوې؟
پروین له یوه ساړه غوندې اوسیلي سره وخندل.
وۍ خورې! ډېره شیطانه یې، خو هسې دا د رڼاګۍ شیطانې په خوښۍ کې ځان مه خپه کوه.
خو د سیما شله ګي او خپګان یې چې ولیده خبره یې بېرته واړوله.
سمه ده ، درته وایم یې .... تا غوندې شله انسانه، خو مې کله هم نه وه لیدلې، خو ځه چې یوه خوندی ځای ته لاړ شو هلته به یی درته وکړم ویی خندل

نور بیا....

1 year ago

کورنۍ د یو بل کورنیو ته تلې راتلې، خو اکثره وخت به سیما ته د دې اجازه نه وه چې د هغوی
کره ورشي او د پروین وریندارې نوریې هم خپل تګ راتګ بند کړی و خو د پروین دوی
مجبوریت و، چې راشي او د دوی له کور نه د څښاک اوبه یوسي، د پروین مړاوې څېره هغه
ښکلي ګل ته ورته وه چې له غوړېدو سره سم سیلیو په ځمکه او وحشي اغزو سره وهلی وي او
په تازه ګۍ کې مړاوی ښکاري، د سیما لپاره هم دا یوه معما وه، چې اخر ولې پروین خوښه او
خوشحاله وي،خو چې دا ورنه د شخصي ژوند په اړه کومه پوښتنه وکړي؛ نو هغه خبره په بله
واړوي او غوسه شي، کله به چې سیما ورنه پوښتنه وکړه او هغه به غوسه شوه، بیا به نو سیما
هم هغه په غېږ کې ونیوله او تر هغو به یې ښکلوله چې ستړې به شوه او بیا به د څو شېبو لپاره
دغه خوږې ملګرې سره مرورې وې خو یوه شېبه یې هم دغه خپګان نه شوای زغمالی.
د څاه په غاړه به یې هره ورځ مجلس تر یوه ساعته رسېده او یو د بل سره به یې دوه په دوه
خبرې کولې، کله کله خو به سیما یوازې د هغې د ښکلا په صفتونو سره وه ، خو دا خبره به په پروین بده لګېده او سیما ته به یې په مخ څپېړې ورکولې، سیما به که حس کړه چې نن د پروین
طبعه یو څه ښه ده؛ نو زر به یې د شخصي ژوند پوښتنه ترې وکړه، خو هغې به بیا نا رضایت
څرګند کړ. د یوې، یوې نیمې میاشتې په جریان کې یې یوازې همدا ورته وویل چې د پېښور ده،
ځان ته یې د یوې بدبختې پاکستانۍ پښتنې کلمه کاروله، ویل یې چې خاوند یې خالد
نومېږي، په مینه یې ورسره واده کړی اوبس..... نور نو تر دې وړاندې سیما هم له هغې نه د خبرو
په را ایستلو کې ناکامه وه، چې دې ټکي به هر ځل سیما ځوروله او په شپو شپو به یې د هغې په
اړه سوچونو ته اړ ېستلې وه او د پروین په خبرو کې به ورته د پېښور یادونه حیراونکي وو، چې
کله کله به د هغې په خبرو کې نا څاپي راغلل.
وخت په منډه روان و، خو د سیما په زړه کې د خپلې نوې ګاونډۍ ملګرې پروین په اړه
سوچونه، اندیښنې او تلوسې همغسې پاتې کېدې، ورځ تر ورځې خرابېدونکی حالت، خوارېدل
او د خالد په وریادولو د څېرې بدلون ټول هغه څه و، چې د دې په ژوند کې یې هم نور بدلون
راوستی و، دې ته معلومه شوې وه، چې پروین د خپلې بې سارې ښکلا تر مینځ، مترنم غږ او تر
هغی ښکلي اخلاق هم لري، اوس نو دا او د کورنۍ نور ښځينه غړي یې له پروین سره بلد شوي
وو، په ټولو ګرانه وه او ټولو به یې هر سهار د راتلو انتظار او قدر کاوه، اکثره وخت به یې د
سیما سره د خپل خاوند خالد په اړه اندېښنې شریکولې او د دې په وړاندې به یې دعاګانې پسې
کولې، هغه په ملي اردو کې سرتېری و او په کوم لرې ولایت کې یې نوې نوې د سرتېري په توګه
دنده اخیسته وه.
یوه ورځ مازدیګر سیما په پخلنځي کې لګیا وه، له ځان سره یې غلې غلې کومه سندره
زمزمه کوله، چې له شانه یې چا سترګې کلکې پټې کړې، سیما ورخطا شوه، ترهېدلې نېغه
ودرېده او چې شاته یې وکتل نو د خنداګانو غږونه شول، پروین وه او په مخ یې یوه د مینې
کلکه څپېړه ورکړه، د سیما کشره خور او وریندار هم ولاړې وې، سیما هم په خندا شوه
بس نو شیشکه خور مې یې لکه انروبا چې له کوره خطا شم؛ نو بیا مې مخه ستا په لور
وي، هسې نه چې څه تاویز دې نه وي راباندې کړی ...
دواړو وخندل خو د سیما پام ژر د پروین په تندی تړلې سپینۍ پټۍ ته واوښت او ورخطا شوه،
خو په اړه یې چې هر څو له هغې نه وپوښتل ځواب یې ور نه کړ او دا بهانه یې وکړه چې د کور له
برنډې لوېدلې او پښه یې اوښتې.
له ګاز نه لوګی اوچت شو، شور یې جوړ کړ دواړه بهر راووتل، د انګړ خواته لاړې، پروین د
څاه په غاړه د اوبو ستل ايښی و، نن د اوبو لپاره بې وخته راغلې وه، چې سیما ته یې هم دا
راتګ عجیب ښکارېده؛ خو د ټپ په اړه د سیما ډېرو پوښتنو ورخطا کړه ، شا او خوا یې وکتل
او نور نو د ماشومې غوندې پړېنګ په ژړا شوه، ځان یې د سیما غېږې ته ورګوزار کړ، په
ژړغونې اواز یې خبرې پیل کړې ...
سیما خورجانې ! زه پوهېږم، چې په دې دنیا کې له تا نه نږدې بل څوک نه لرم، ته زما هر څه
یې هرڅه ... پوهېږم چې ستا د پوښتنو نه ځوابول به تا زما په اړه ډېرو سوچونو ته اړباسي او خوا
به دې ډېره راسره بده وي، خو څه وکړم زه یوه پردېسه یم، همدومره تا ژوندۍ ساتلې یم، که ته نه
وي؛ نو څه به مې کول؟
خورې هر څه درته وایم .... هرڅه ... ته له مانه پردۍ او لرې نه یې ... وایم یې ... وایم یې خو
وېرېږم ... اخر څه مانا لرې؟ ... او بیا یې سر د سیما په اوږه کېښود، ژړا ترې خبرې هېرې کړې، شېبه وروسته په مات زړه روانه شوه، سیما هم چوپه خوله تر دروازې ورسره روانه وه خو نه

1 year ago

سوچونه یې کول ، بېرته ورپه یاد شول، چې که د دوی کډه راتلی مخکې به یې احوال کړی و او
په دې ورځ،؛ خو بیا تورپېکۍ هم درس ته نه تله. پاڅېده خپل وړوکی وراره یې را وغوښت او
دراغلې کډې په اړه یې د معلوماتو او احوال راوړلو لپاره ور واستولو، څو روپۍ یې ورکړې او
هغه هم په منډه له انګړ نه ووت، پنځه شپږ دقیقې وروسته راغی خو خبره بل ډول وه، وراره یې
ویل چې نور او بل ډول خلک دي، دا د هغوی کډه نه وه. نوي خلک او کورنۍ وه او بیا، چې کله
دې تورپېکۍ ته تیلفون وکړ؛ نو هغې ټوکه وګنله، په دې یې د پخوا په څېر ټوکې وهلې، خندل
یې او ورته ویې ویل، چې کور یې بل چا په کرایه نیولی.
د شا او خوا کورونو اکثرو ښځو به د سیما دوی له کور نه اوبه وړلې، او سیما هم د دې
انتظار وه، چې خپل نوي ګاونډیان، چې یو کور تر مینځ پراته وو، وپېژني، دا پوهېده، چې تر
څلورم کوره پورې ټول اکثره وخت د دوی له کور نه اوبه وړي او علت یې دا و، چې دوی ژوره څاه
)برمه( درلوده، اوبه یې صافې او ښکلې وې ، خو د هغوی د کورونو اوبو مالګین خوند درلود،
که دولتي برېښنا به نه وه هم ؛ نو دوی به ورته وړوکی جنراتور چالنولو.په همدې ورځ تر مازدیګره څوک را معلوم نه شول او سیما هم د هغوی په اړه نوره لېوالتیا نه
لرله، خو په دې یې باور و او تمه یې درلوده، چې د اوبو وړلو لپاره به حتما له بلدېدو وروسته
د هغوی ښځې دلته راځي او اوبه به وړي، چې په دې توګه به معلومات تر لاسه کړي. خورګانو
او وریندارګانو یې هم په خپلو مینځو کې خبرې کولې، د دغه نوې راغلې ګاونډۍ کورنۍ په
اړه یې مخکې له مخکې نظرونه بیانول، چا به ویل چې ماشومان یې شوخ دي، له راتلو سره سم
کوڅې ته راوتلي، چا یو څه او چا بل څه ...
سبا سهار سیما د خپل کور سیمنټي برنډې جارو کولې، چې دروازه ټک ټک شوه، خو په کور
کې یې څوک نارینه نه وو، چې ورشي، ټول کارونو ته وتي وو، شا وخوا یې وکتل د کور
ماشومان یې هم چېرته بهر په لوبو بوخت وو، پړونی یې په غاړه سم کړ او زړه نازړه بهر ته ور
ووته، د در وازې شاته یې په نرم او تړلي انداز غږ کړ:
څوک یې ؟
یو ښځینه نرم غږ راغی.
خورې! ستاسې نوي ګاونډیان یو، داوبو لپاره راغلي یو، که اجازه وي نو ...؟
د نجلۍ غږ بند شو او خبره یې په نیمايي کې پاتې شوه.
د سیما رنګ وغوړېده ، بې له ځنډه یې دروازه ورته خالصه کړه، یوه د پاخه عمر او بله هم
یوه ځوانه نجلۍ او څنګ ته یې بله ماشومه ولاړه وه، درې واړه راننوتل او سیما هم ورسره ګرمه
ستړي مه شي وکړه. داوبو لوښي يې کېښودل او بیا د سیما په غوښتنه دننه کوټې ته ورسره
روانې شوې، د سیما دوی د کور ټولې ښځې پرې راغونډې شوې، په څو دقیقو کې سره بلد
شول، یو خوا بل خوا یې خبرې وکړې او د پاخه عمر خاوندې ورته د ښار له بل کور نه دلته د
راتګ کیسه وکړه او بیا یو ساعت وروسته دوی سره داسې اشنا و لکه له کلونو کلونو، چې سره
پېژني ځوانه نجلۍ پروین نومېده، د اولسو اتلسو کلونو به وه، ښکلی قد، څېره او باډي یې
درلوده او بله دا، چې نږدې یوه میاشت یې د واده کېده،خو دښکلا ټول معیارونه په کې وو چې
د خو ټکی په کې نه پیدا کېده، دوی دواړه دوروڼو ښځې وې خو یو څه چې په کې حس کېدل،
په پروین کې د رنګ مړاویتوب او ستړیا وه . په نرمۍ یې خبرې کولې او په هره خبره کې به یې
خپلی یور ته یی ستر ګی ورواړولی لکه هغی نه چی څه
ځواب یا اجازه غواړي، کله کله خو به لاد
هغې ځانګړي پېښوریانو ته یو څه ورته اصطلاحات او ددې ځای له خلکو نه د خبرو بدل انداز
هم د دوی لپاره ګران و او کله کله به پرې نه پوهېدل، خبرې یې هم ډېر په ټیټ غږ کولې.
سیما په همدې لومړي ځل لیدو غوښتل زیاتې خبرې ورسره وکړي، ورسره وخاندي او ښکل
یې کړي؛ خو هلته یې وریندار ګانې هم ناستې وې، دا پوهېده، چې دا غوښتنه او هیله د پروین
په سترګو کې هم څرکونه وهي ، خو د نا اشنایۍ دغه ماحول او لومړۍ لیدنه تر مینځ دېوال دی
او نه شي کیدای، دا شېبې ډېرې زر تېرې شوې، د دوی د خبرو په جریان کې د سیما د
وریندارې په غوښتنه ماشومانو د هغوی د اوبو لوښي ورته ډک کړي وو، مخه ښه یې وکړه او
الړې، خو په تلو کې سیما ایله دومره وکړل، چې پروین یې سر سري ښکل کړه. په دروازه کې هم
پسې ولاړه وه، د خلکو خبرې شوې او زر بېرته راننوته، د هغې پرېشانه څېرې مایوسه کړې وه ،
خو بیا یې ځان ته په دې ډاډ ورکړ، چې شاید له واده وروسته به په اولواونیو کې هره پېغله
نجلۍ همداسې وي، د حیا او شرم له وجې به خبرې نه شي کوالی او مړاوې به ښکاري، خو
پېښوریانو ته ورته او له موږ نه یو څه بدله لهجه یې بیاهم دوی ټولو ته د پوښتنې وړ وه.له دې ورځې نه وروسته هرڅه عادي شول، نور نو د هغوی تګ راتګ عادي خبره وه، دواړه

1 year ago

مینه او سفر ناول
لومړۍ برخه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پلار به یی ورته ویل چی دوی دښار د دغه کوڅی

له لومړنیو اوسېدونکو نه دي او
کله چې ده دلته د کور جوړولو لپاره ځمکه واخیسته؛ نو دا شا وخوا ساحه چې اوس په کې
عادي ، اوچت خام او پاخه کورونه په کې جوړ دي؛ تر ډېره یوې وچې صحراته ورته کېده او چا
ډېر په اسانۍ او له مجبوریت پرته ورته د کور جوړولو لپاره زړه نه ښه کاوه خو ورو ورو ورته
خلک را مات شول او باالخره دغه ساحه هم د ښار یوه برخه وګرځېده چې ورځ ترورځې
ابادېدله، سړک ورته را پوخ شو، د برېښنا لینونه ورته را وغځول شول .که څه هم برېښنا یې ډېره
پابنده نه وه او ډېرکم داسې پېښېدل، چې د ښار د زور واکو له دنګو ماڼیو دې اضافه شي او تر
دوی دې را ورسېږي.
دپرمختګ کارونه ټکني وو ،خو بیاهم تر سره کېدل .د څو کالونو په اوږدو کې ددوی
کوڅه اباده شوه، د جلال اباد ښار د نورو برخو رنگګ یې واخیست، حتی د پیسو له ډېرېدو سره
ډېرو خپل کورونه چې یا په نقشه نه وو او یاهم په لومړي ځل له خامو موادو جوړ شوي وو؛
ونړول ، له سره یې په نوي ډیزاین اباد کړل، چې له شک پرته د کوڅې په ښکلا کې زیاتونه کوله ،
هو یوه بله خبره دا وه چې ځینو خو ال د ښار په نورو مهمو برخو او خصوصي ښارګوټو کې نوې نومرې واخیستې، هلته یې کورونه اباد کړل او د دې ځای کورونه یې نورو ته په کرایه ورکړل چې
نسبتا کمه کرایه یې درلوده او هرې عادي کورنۍ هم کوالی شول چې په کرایه یې ونیسي.
جومات ، ښوونځی او د ښځو لېسه هم ورته نږدې وه او د ماښام له تیارې وړاندې هروخت
ښار ته ورنه موټر او رېکشې تللې راتللې، چې په دې حساب کرایه مېشتو ښاریانو به ورته که
څه هم کرایه به یې یو څو روپۍ لوړه وه ؛ زړه ښه کاوه .
د سیما دوی د کور څنګ ته ګاونډی سره له دې چې ددوی څه نه کېده او نه یې ورسره هم
دکلي قوم له اړخه کومه خپلوي درلوده ،خو راشه درشه او د کورنیو ترمینځ اړیکې یې د ښو
خپلوانو نه هم خوږې او نږدې وې ، دیو بل په ښه او بده کې یې سره ګډون ، حال احوال ، ناسته
او پاسته کوله .کور یې هم خپل و، خو څنګ ته یې درېیم کور، چې له ډېره وخت خالي و، تر
اوسه ورته کوم کرایه مېشتی نه و راپېښ شوی، ښايي د معامالتو د لارښود دفتر مسئول به هم
په دې پوهېده، چې دلته کوم ډول کسان ښه چلېږي او د دې ځای له خلکو سره یې چلند هم ښه
وي، هغه غوښتل، چې د دې کوڅې په شرایطو برابر کس ته خالي کور ورکړي،چې هم ددې نوم
خوندي او هم یې دفتر ښه اعتبار پیدا کړی .
یوازې د سیما د پلار او وروڼو نه بلکې د ټولو ګاونډیو هیله هم دا وه، چې یو داسې کس
ورته راشي، چې هم ددوی غوندې وي او هم دخیر ښېګڼې په چارو کې د منډې ترړې سړی
وي،خو څنګه یې کوې، نه سره برابرېدل، دوی ټول له یو بل سره اشنا وو او حتی نارینوو به یې
په چادري کې مخ پټې ښځې او نجونې هم پېژندې، چې د دوی په اصطلاح د کوم کاله دي او
چېرته ځي ؟ چې په دې حساب تر ډېره په دغه کوڅه د کلیوالۍ ماحول تر یوه حده خور او ژوندی
ساتل شوی و.
یوه ورځ چې غرمه نږدې وه او سیما د کور په انګړ کې تر ونی لاندی د څاه په غاړه لوښي او
بېګانۍ کاسې وینځلې، په همدې وخت کې یې وړوکی وراره شپږ کلن روښان په منډه راغی او
مخې ته یې ودرېد.
امه، امه، امه جانې )عمه( د روښان دوی کډه بېرته راغله، همدا اوس موټر ودرېد او کالي
ورنه راښکته کوي، تورپېکۍ خاله به مې هم بېرته راغلی وي او کله چې تاته راځي؛ نو ما ته به همغسې شیان )راوړي(..... ریښتیا تاسې به بیا هم په ما له دوکانه شیان )راوړی(
کنه؟
وړوکي روښان ټولې خبرې په یوه دمه په داسې انداز وکړې چې ته به وایې کوم ثبت شوی
پیغام دی، عمه یې هم له خندا سره حیرانه کړه، په شونډو یې موسکا وغوړېده، لاسونه یې
وڅنډل، پاڅېده او خپل وراره یې په تندي ښکل کړ، هغه وختونه وریاد شول، چې د دې د
ملګرې او همزولې تورپېکۍ دوی کډه دلته وه او کله به چې د دوی کور ته په اوبو پسې راغله ؛
نو په ساعتونو ساعتونو مجلسونه به یې سره کول . د هغوی دوی د کډې بېرته راتګ ورته
ریښتیا هم دتعجب خبره وه،خو ورسره په دې یې هم ګیله زړه ته ودرېده چې تورپېکۍ ولې د بیا
راتلو څه نه وو ورته ویلي، هغوی خو اوس په ښار کې په خپل نوي او لوکس کورکې اوسېدل،
پلار یې اوس په ګمرک کې غټ سړی و او تورپېکۍ هم په ښار کې کوم شخصي پوهنتون هم
پیل کړی و.
زر زر یې کارونه خلاص کړل، خپلې کوټې ته لاړه او د کور په مبایل کې یې د نوریې شماره
ډایل کړه، بنده وه، فکر یې وکړ چې شاید پوهنتون کې به وي .ځای په ځای کښېناسته، بیلا بېل

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی