Why Pay for Entertainment? Access Thousands of Free Downloads Now!

ژوند بیا نه تکراریږي!

Description
او رښتیني پښیمانۍ به تاسي هغه ورځ حس کړئ،
کله چي ووینئ د خپل عمر په اندازه مو ژوند نده کړي.
Advertising
We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 2 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 1 month, 3 weeks ago

Last updated 5 months, 3 weeks ago

1 month, 1 week ago
**صد نامه فرستادم، صد راه نشان …

صد نامه فرستادم، صد راه نشان دادم
یا راه نمی‌دانی، یا نامه نمی‌خوانی

#مولانا

1 month, 2 weeks ago
**څه وو چې هیڅ نه وو

څه وو چې هیڅ نه وو
نه سبا وه نه ماښام وه
نه رب د چا رب وو
نه بنده د چا غلام وه
بس یو بې پایانه
عاشق ورک په خپل خُمار کې

غني خان بابا - لټون - صفحه : (366)

1 month, 2 weeks ago

یادونه!
پدې معنی چې زاړه وختونه لا نه دي تیر شوي.

🍂

1 month, 3 weeks ago

ماته خوند نه راکوي دا چې ووایم:
هیله لرم شه کال ولرئ!
بلکي وایم او له تاسو څخه دا غواړم چې شکلي او نيکمرغه کال ځانته جوړ کړئ.
په زیار ايستلو، سختیو، کړاونو،هلو ځلو او نه ماتېدونکی انرژۍ سره.
نیکمرغې پیدا کیږي نه؛ بلکې جوړيږي.
غواړم لاسته راوړئ هر هغه څه چې تاسو ئي غواړئ، ځکه پښیمانې او حسرت به یی ډیر دردونکي وي له هغه خولو څخه چې د لاسته راوړلو په وخت کې تویږي.
#دفتاڼۍ *🌿***

1 month, 3 weeks ago

زما (۱۴۰۲)کال!
او یو بل کال هم تېر شو؛
دټولو لوړو او ژورو سره؛د نورو کلونو په څېر،
ښايي کله به مو له درده ژړلي اوسې او یا هم کله به مو د خوښۍ اوښکې پکې توي کړي وي.
زه نه پوهېژم چې ستاسو لپاره به څرنګه تیر شوی وي، مګر هیله لرم چې تاسو تری شه یادونه ولرئ.
الحمدلله د نورو کلونو په څیر دا هم زما لپاره یو شه،بریالی او له لاسته راوړنو ډک کال وو.
ما نيمايي کال له خپلې کورنۍ لری او په سفر کې تیر کړ. سږ کال مې ډېر مهارتونه ترلاسه کړل، که څه هم پوهنتون مې له پیل مخکې راباندی بند شو، خو له ډېرو ستونزو سره سره مې انلاین زده کړې وکړي او خپل مهارتونه مې پياوړي کړل، لکه د انګلیسي ژبې پهٔ برخه کی، د کمپیوټر مهم پروګرامونه، عکاسۍ،د جامو ګنډل، کوډنګ، ویب ډیزاین، کانوا سایټ کې ډیزاین ،د ویب پاڼې ډیزاین، خطاطۍ او...
ځینې ​​​​وختونه مې په خپل کتاب کار کاوه او ليکوالي مې کوله.سږ کال زه د افغانستان پرانستی پوهنتون او د هغه پياوړي ټيم سره اشنا شوم، په بېلابېلو برخو کې مو همکاري وکړه، له ډېرو خلکو سره مو وکتل، ډېر څه مو زده کړل او تجربې مو ترلاسه کړې.
ما د کال په نیمایي کې پرته له دې چې ئي ما تصور کړی وو دنده مې ترلاسه کړه ځکه ما فکر کاوه چې زه به لومړی خپلې زده کړې پای ته ورسوم او بیا به په خپل مسلک کې کار پیدا کړم، مګر نه. هر څه ناڅاپه پیښ شول او زه فکر کوم چې دا زما د ژوند یو له جالبه پيښو څخه وه. په همدې دنده کې ما ډیر مهارتونه ترلاسه کړل، ډیریو خلکو سره مې ولیدل، مختلف فکرونه، رواجونه او ژبې، ما د خپل عمر څخه پورته تجربې ترلاسه کړي او زه پر دي ټولو خوشحاله یم.
د کال په پای کې ما له یوه فرانسوي برانډ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ او په افغانستان کې د هغوی رسمي استازی شوم، ځکه له سوداګرۍ سره مې ډېره مینه وه او غوښتل مې چې دا کار پیل کړم. که څه هم د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د یوې نجلۍ په توګه ستونزمن ښکاري، خو زه نه غواړم د دې منفي خبروو په اړه فکر وکړم او زه هیله لرم چې زما دا کوچنۍ سوداګرۍ به پر یو لوی کاروبار بدل شي لکه څنګه چې زه غواړم.
او....

1 month, 3 weeks ago
2 months ago
2 months ago

«وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا»
یوازې له الله تعالي څخه وغواړئ؛ هر هغه څه چې تاسو یی هیله لرئ لاسته ئي راوړئ...
باوري اوسئ نه مو نا اميده کوي.

2 months ago

‏***ناسته به ستا ډوډۍ ته نکړم
تعليم مې کړى په قلم روزي ګټمه

🌱*

#شځو_نړيواله_ورځ ‎**#مارچ_اتمه

2 months ago

ﺯه پښتنه يم،چاته نه وايم حالونه...
🌱

#پښتنه

We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 2 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 1 month, 3 weeks ago

Last updated 5 months, 3 weeks ago