@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
که نیدرلينډ د آسټراليا ، انګليند د انډيا ، سري لنکا د نيوزيلنډ ، بنګله ديش د افريقا څخه ميچ وګټي او بيا هندوستان واله ټول مړه شي او آسټراليا د کرکټ څخه انکار وکړي او افغانستان پاتې ټول میچونه وبايلي، نو بيا هم پاکستان ته چانس نشته چې مخکې ولاړ شي???
کاپی
دا په پاکستان کې څه حال دی! نښتر احمدزي صیب دا اردو بحث پښتو کړی دی:
"د پاکستاني مبصرینو او پخوانیو لوبغاړو خبرې واورئ، خبرې مې پښتو ته وژباړلې. کتل یې مه هېروئ، خوند به ترې واخلئ. زړونه ورکړئ، ظالمانو له ویډیو ژباړه کول سم عذاب دی، کنه ۵۰۰۰ زره ملګري ټول بلاک کوم، که بې لایک او کمینټ تېر شوي وئ. ?
#انجلۍ_په_کې_راودانګل_او_په_ډکو_سترګو_فرمایي: د افغانستان څخه ماتې خوړل کور په کور ماتم جوړ کړی او شیخ رشید باندې نږدې ده چې د زړه حمله راشي. ورپسې (د کرکټ خپل لوبغاړي مخاطب کوي)د خدای خاطر وکړئ، لاسونه درته لپه کوم په ماضي او اوس دواړو وختونو کې زموږ د خوښیو سبب یوازې همدا کرکټ و، دا هم لاړو.
#وسیم_اکرم: ولې دومره شرمناکه ماتې وه، ۲۸۰ او ۲۹۰ غټ هدف دی او هغوی یې په دوه ویکټو پوره کوي، پیچ هغسې، دغسې، فیلډینګ مو او د فیټنیس لیول وګوره، موږ له دریو اونیو په تلویزیونونو کې چغې وهو چې له تېرو دوو کلنو څخه د دوی د فیټینس ټیسټ نه دی ترسره شوی؛ زه به اوس د فرد، فرد نومونه درته واخلم، خولې یې دومره، دومره شوي دي (غټوالی یادوی ?) ته به وایې چې هره ورځ اته، اته کړایانې خوري، ماریل خوري.
#بل مبصر راغږ کړي: بریانیانې، غټه غوښه
#بل یې وایي: عزیزانو دا د RAW (د هند استخباراتو) سازش دی، او باور وکړئ دا د هغوی سازش دی، اجې جدیجا د افغانستان په کوچینګ سټاف کې دی، تاسې فکر وکړئ. ?
#د کامران اکمل خبرو خلاصه: زموږ رقیب هند دی، زما غوښتنه نوره دا ده چې نور هند پرېږدئ، اوسنی رقیب مو افغانستان دی، ځکه هند ډېر مخکې تللی دی، د هغوی پرفارمنس وګوره، لیول یې وګوره، که اوس مو ورسره کوم سیریز راغی، دومره به مو ووهي چې حد به یې نه وي، ځکه موږ اوس د هغوی د لیول نه یو.
#بل ښاغلی: بیخي د شرم خبره ده زه خو تاسې ته هیڅ ویلی نه شم چې ما ته څومره شرم راځي، زه کرکټ نور نه ګورم او دوی سره زړه لګول زیاتی دی.
#شعیب اختر: افغانستان مظلوم هېواد له تېرو ۵۰ کلنو په څه حال دی، ابادي نشته، کورنی کرکټ نشته، دا درې کاله له څه ستونزو تېرېږي د دومره کړاونو برسیره بیا هم راځي تا ته ماتې درکوي، او خپله غښتلتیا ثابتوي او په اتو ویکټو یې درنه ګټي. او پاکستان ته ښیي چې کرکټ څنګه کېږي، موږ ورلډ چیمپین ځان ته وایو او افغانستان وګوره، اقتصاد یې له موږ نه په ښه کیدو دی، ټیم یې له موږ غوره دی، بیارغوونه یې موږ نه په ښه کیدو ده او نن یې بیټینګ هم له موږ ښه شو.
#رمیز راجه: له دې ماتې خو ښکاري چې بالینګ مو بېکاره وه، فیلډینګ مو بېکاره و، باډي لینګویچ یې خو یې بیخي و نه و، ما دومره ډارن ټیم هیڅکله نه دې لیدلی، موږ په نړېوال سټیج بیخي وروسته پاتې شوي یو، ووهل کېږو، ځپل کېږو او دغه وهل او ځپل کرکټ لپاره ښه نه دي، د ټولو په زیان دي، د مینوالو په زیان دي، زموږ په زیان دي او زموږ او ستاسې دندې ورسره له منځه تلونکي دي.
#بل کوم زوړ لوبغاړی صېب یې په ژړا کې فرمایي: وسیمه، نن چې زه څومره ځورېدلی یم د کرکټ په ټول کیریر کې نه یم ځورېدلی. خپل ټیم دومره بې وسه په نظر راغی چې د مبارزې هیڅ طریقه یې نه ښکارېدله، flowless کپتان، دومره بېکاره بالینګ، دومره خراب فیلډینګ، نن راته داسې ښکاره شوه چې زموږ ټول سیستم خراب دی، نن افغانستان موږ دومره بې وسه کړو چې حد یې نه و، تحقیر او سپک یې کړو، په اتو ویکټو یې داسې خرابه ماتې راکړه چې نه پوهېږم په څومره وخت کې به ریکوري تر لاسه کړو.
#انجلۍ بیا په ډکو سترګو فرمایي: په داسې وخت کې دا ماتې پکار وه چې له یو اړخ ته لګیا یې کډوال یې ور شړې او ورته وایې چې شابس له هېواده مې وځه نو هغه درته وویل چې ځه نو ته له لوبې ووځه، تاسې یې له هېواده شړئ، هغه به مو له لوبو شړي. اې الله په هند کې د یوولسو مظلومو ایسار شویو پاکستانیو مرسته وکړه. ?
#بل صېب وایي: په سړکونو به ولاړ وي، لمونځونه به کوي او ریاکاري کوي. ?
#بل سپین ږیری فرمایي: زما په نظر د پاکستان د نړېوال جام سفر پای ته ورسېد، بس دا پاتې څلورو لوبو کې دې لمونځونه وکړي او بیا دې مولانا طارق جمیل صېب سره تبلیغ ته ووځئ او د تبلیغ نور ټرینینګ دې هم واخلي.
#د پروګرام کوربه صېب پای کې فرمایي: د خدای لپاره د ولس له احساساتو سره لوبې مه کوئ. ?""
ای الله د علم څخه زما مرسته وکړه دعلم نعمت راکړه او په تقوا باندی می سرفراز وګرځوه او صحت راسره ملګری کړه.
(کنزالنعمان)
انسان د تواضع ، سخا او حسن نیت څخه محبوب ګرځی او دبخل ، غرور او بدنیتی څخه منفور ګرځی.
(ابوفراس)
اسلام ځکه نظم ته ضرورت لری چې کفر په نظم کار کوی. او دنظم مخ بینظمی نشی نیولی.
(دکتور قانت)
اول ځان وپیژنه بیا خپل خدای ج وپیژنه .
((لقمان حکیم رح ))
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی