Dive into the Ultimate Free Library: Your One-Stop Hub for Entertainment!

🍃د رڼا توري🌕

Description
Advertising
We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 4 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 4 days, 19 hours ago

Last updated 6 months ago

2 months, 3 weeks ago

ولكنّه جرحٌ يعزّ اندمالهُ وكسرُ جناحٍ لا يُؤمّلُ جبرهُ .. په داسې زخم زخمي یم چې نه رغیږي او وزر مې داسې مات دي چې پټۍ نلري .. م-ج

2 months, 3 weeks ago

ولكنّه جرحٌ يعزّ اندمالهُ
وكسرُ جناحٍ لا يُؤمّلُ جبرهُ ..

په داسې زخم زخمي یم چې نه رغیږي او وزر مې داسې مات دي چې پټۍ نلري ..

م-ج

2 months, 4 weeks ago
انقلاب ناڅاپي نشي راتللی, د انقلاب …

انقلاب ناڅاپي نشي راتللی, د انقلاب د راوستلو لپاره بايد نسلونه وروزل شي او فکرونه جوړ کړل شي !
صلاح الدين ايوبي په يوازې تن قدس فتحه نکړ بلکه د هغو سلګونو مدرسو د شاګردانو په مټ يې فتحه کړ چې لسګونه کاله وړاندې نور الدين زنګي جوړې کړې وې.

3 months ago

د پرون جاهلیت له نني تمدن څخه ډېر شرف درلود!

له اسلام څخه وړاندې د جاهلیت پر مهال چې کله د مکې قریشو د مسلمانانو کوچنۍ ډلۍ محاصره کړه او هر ډول پرېکون یې ورسره اعلان کړ خو زهیر بن امیه خلک راټول او ورته ویې ویل: اې خلکو! په مکه کې موږ خواړه خورو، جامې اغوندو مګر بني هاشم هلاک شول؟ اړیکې ورسره پرې دي, پېر او پلور ورسره منع دی, په الله قسم زه به تر هغه ناست نه یم چې دا بې انصافه پرېکون له منځه نه وي تللی.

نن #غزه د ټولو مسلمانانو په وړاندې له ظلم او تیري څخه ځوریږي خو په مسلمانانو کې د مسلمانۍ غیرت لا څه چې د جاهلیت غیرت هم نشته.

3 months ago

اې مورې! ماشوم دې په وېره او ډار مه آموخته کوه، په هغه کې د نارینتوب او مېړانې آثار راژوندي کړه، د جینکیو په څېر یې مه لویوه چې شپه او ورځ د هندارې پر وړاندې د پيکي په جوړولو بوخت وي. د هغه وړتیاوې رابرسېره کړه او استعدادونه یې وغوړوه او تل د یو رهبر او مېړني نر په سترګه ورته ګوره، نه د ماشوم او کوچني په سترګه!

او اې پلاره! د ژوند یوازینۍ موخه دې د بچو د ګېډو مړول مه ګرځوه، بلکې ځان د خپل اولاد داسې مسؤول وبوله چې د قیامت په ورځ د هغه د هر تصرف او عمل په اړه به له تا پوښتنه کیږي. د خپل اولاد پر وړاندې د خپلو موخو معیار هسک کړه او یوازې يې په دې فاني او ناڅيزه دنیاګۍ پورې مه تړه! ځکه زموږ راتلونکی عصر د اسلام د سیادت او رهبریت عصر دی، موږ رهبرانو او مېړنیو ځوانانو ته اړتیا لرو، داسې نسلونو ته په تمه یو چې د اسلام بیرغ اوچت کړي او د ژوند لومړیتوب یې یوازې او یوازې د اسلام نصرت وي نه دنیوي ژوند او خوندونه!

د رڼا توري

3 months ago

که چېرې د نن ورځې نسلونه د اسلام د لومړي دور له نسلونو سره پرتله کړو، نو پوه به شو چې د دغو نسلونو د روزنې په معیارونو کې څومره لوی توپیر شتون لري. د اسلام د لومړي دور نسلونه په داسې بې بېلګې روزنې سره روزل شوي وو چې یو څوارلس کلن ماشوم به د نارینتوب، امانت، ریښتونولۍ او مېړانې سمبول و، دا هر څه د داسې روزنې ثمره وه چې روح او جسد یې د ایمان، سرښندنې، مروت او جهاد په مفاهیمو تغذیه کړي وو. مګر نن ورځ له څوارلس کلن هلک سره د ماشومانو رویه کیږي او د وخت زیاتره برخه یې په لهو لعب، سپورټي چینلونو، انټرنټي ګېمونو او دې ته ورته ناڅيزه شیانو باندې تیریږي.

د رڼا توري

3 months ago

د تېر استعمار په جریان کې د ارواپوهنې علم دومره زور واخیست چې تر هر وخت زیات په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د ارواپوهنې علم ته وده ورکړل شوه. د غرب د علماوو نظریات وړاندې شول او د انسان د ژوند د مختلفو پړاوونو لپاره ګڼ شمېر غربي آثار وژباړل شول. ځینې له دغو آثارو د ماشوم د روزنې آثار دي چې څنګه یو ماشوم په سالمه توګه وروزو او د ماشوم په روزنه کې باید کومو موضوعاتو ته پاملرنه وکړو. اکثریت دغه ډول کتابونه د داسې چا له خوا پنځېدلي چې نه په الله ایمان لري او نه د ایمان له مبحث څخه څه پېژني. په دغه ډول کتابونو کې اصل هېر شوی او په فرع باندې خبرې شوي او یو مربي چې هر څومره په فرع باندې ټينګار وکړي، اغېزناکه پایله نشي ترلاسه کولی، ځکه هغه اصل هېر کړی.
د ماشوم په روزنه کې اصل د ایمان مسأله ده چې له دغه اصل څخه خورا ګڼ شمېر اصلاحي اعمال راټوکیږي. د بېلګې په توګه: د ماشوم د روزنې په اړه چې کوم نظریات خپاره شوي، ځينې یې په دې اړه دي چې څرنګه والدین کولی شي، چې ماشوم له دروغ ویلو بچ کړي؟ څرنګه یو ماشوم له ضد کولو او د هر څه له غوښتلو منع کېدی شي؟ یا هم څرنګه یو ماشوم له غلا کولو منع شي؟ څرنګه یو ماشوم په ښو کارونو عادت شي؟ او دې ته ورته ګڼ شمېر موضوعات...
خو که چېرې مُربي له هر څه وړاندې د ماشوم په نفس کې په غیب باندې ایمان درلودل غرس کړي، دغه ایمان هغه له ټولو هغو کارونو څخه منع کوي چې هغه حرام دي او کوونکی یې که چېرې عاقل، بالغ او مسلمان وي د جزا وړ ګرځي او همدغه ایمان ماشوم ټولو هغو کارونو ته هڅوي چې لا په ده باندې فرض ندي مګر کله چې د یو مکلف انسان عمر ته رسیږي، هغه به مخکې له مخکې ورته چمتو وي.

د رڼا توري

3 months ago

د اسلام د لومړي نسل د روزنې راز په دې کې و چې ماشوم د اسلام د نصرت په موخه روزل کیده، نه د دنیوي ژوند په موخو. نن ورځ د هر مور او پلار ارمان دا دی چې ماشوم يې په ماشومتوب کې د ډاکټرۍ، انجینرۍ او دې ته ورته لوړو مقامونو خوبونه وویني تر څو په راتلونکي کې په واقیعت بدل شي. خو دا ډېره نادره ده چې یو ماشوم ته په ماشومتوب کې د اسلام د نصرت، توحید، ولاء او براء، د اسلامي امت د سقوط مفاهیم په ماشومانه لهجه وروښودل شي. حتی که یو ماشوم د ډاکټرۍ او انجینرۍ خوبونه هم ویني، باید د اسلام د نصرت په موخه هغه ته د اسلام اساسي مفاهیم وروښودل شي چې د همدغو مفاهیمو په رڼا کې هغه ته ژوند د اسلام سنګر ښکاري او هغه که په راتلونکي کې ډاکټر، انجینر، ښونکی، پیلوټ، عسکر او هر څه وي، خپل مسلک داسې سنګر بولي چې د همدغه سنګر په واسطه به هغه د اسلام د بیرغ د لوړتیا لپاره کار کوي.

د رڼا توري

3 months, 3 weeks ago

ایمان داسې ګوهر دی چې په عملي توګه باید د انسان په نفس کې غرس شي خو په ډېرې خواشینۍ سره چې موږ یوازې په نظري توګه ماشوم ته د (آمنت بالله وملائکته وکتبه...) کلمات ورزده کوو او په عملي توګه هغه نشو پوهوی چې د دغه ایمان عملي مصداق څه شی دی؟ ډېری والدین تر هرڅه وړاندې ماشوم ته (آمنت بالله...) ورزده کوي خو په عملي توګه د هغه نفس د ایمان په ګوهر باندې نشي سمبالوی او همدا سبب دی چې د وخت په تېرېدو سره زموږ خپل ماشومان له موږ څخه پردي کیږي، ځکه د دوی فکري او ایماني خلا په نورو شیانو ډکیږي او بیا که والدین هر څومره د معاصرو رواني او روزنیزو لارو چارو په واسطه د ماشوم د فکر په جوړولو کې هڅه وکړي، پایله نلري ځکه دوی اصل هېر کړی او اصل یوازې او یوازې ایمان دی چې د ماشوم شخصیت په باطني او ظاهري توګه جوړوی شي.

د رڼا توري

4 months, 2 weeks ago

ستا د ټولو هیلو, موخو او غوښتنو کیلي په استغفار کې نغښتې, تر څو لومړی پاک شې او بیا د نعمت څښتن شې.
هغه نعمت چې تا ته په ګناه کې درکول کیږي, تا په غفلت کې اچوي. او هغه نعمت چې له ګناه وروسته چا ته ورکول کیږي, هغه کس هم خوښیږي او هم شکر ګذاره!
له همدې کبله د اختر په لمانځه کې تکبیر او تسبیح وایو مګر د باران لپاره استغفار ...

««فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (10) يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا (11) وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا (12) } ...نوح»»

د رڼا توري

We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 4 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 4 days, 19 hours ago

Last updated 6 months ago