ذهین الفت جان

Description
زما شعرونه، تعقیب کړئ
که خوښ،مو نشول،جرمانه یم ☺
پخوانی چېنل مو بلاک شو دلته مو ملتیا وکړئ

واتساف،0767706895
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

9 Monate, 3 Wochen her

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نعت شریف ﷺ

زما له زړه یې وړی په خپل سپین مخ دزړه واک دی

دا څوک دی چې مې زړه ورته له بلې مینې پاک دی

ترنم : فاروق محمدي
شاعر : ذهــین الفــت**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

10 Monate, 1 Woche her

شکر چې قرآن لرو، زړونو ته درمان لرو
سپین د کلمې بیرغ، نښه د ایمان لرو

دین زموژ،مذهب،زموژ څومره ستر اشخاص لري
دین ته وفادار،خلک ښکلي حنفیان لرو

دا پۀ دین مین خلک،دې وطن ته ژمن خلک
زموژ، له سره مه کړې کم ښکلي عالمان لرو

دلته څوک راغلي دي بیا مو پرځولي دي
موژ دې زوره ورو ته قبر قبرستان لرو

سترګې مو باسلي دي دلته چې راغلي دي
ننګ لرو غیرت لرو هم د جنګ میدان لرو

مینه محبت غواړو، امن، امنیت غواړو
یو (ذهین الفته) موژ دغه ستر ارمان لرو

11 Monate, 1 Woche her

پۀ دې شنه سهار کې
طرحیه غزل درونېسئ #خوشال خان بابا
طرحیه غزل

چې پۀ زړۀ مې څه تېريژي څه مې حال دی
چې پۀ ما باندې دا یو ساعت کال کال دی

پۀ قیامت کې به حساب ورځنې غواړم
چا وران کړی ستا د سپینې زنې خال دی

څنګه کیف ده د جنت هوا مې حس کړه
بیا راغلی ستا د زلفو خوګ شمال دی

له هغې ورځې پۀ تا باندې مین یم
چې لېدلی مې ستا حسن او جمال دی

ستا پۀ دو سترګو چې څومره زۀ مین یم
دومره پروت مو د فراق مېنځ کې دېوال دی

دا رنځور زړونه پۀ تا باندې جوړیژي
پاک څښتن در کړی داسې یو کمال دی

د ذهین الفت له زړۀ نه وینې څاڅي
چا جوړ کړی د غمونو ورته ټال دی

11 Monate, 3 Wochen her

نبوي ملغلرې زما له زړۀ یې وړی پۀ خپل سپین مخ د زړۀ واک دی دا څوک ده چې مې زړۀ ورته له بلې میني پاک دی چې حسن یې د عرش پۀ کنارو کې را څرګند شو هغه د پاک الله بهتر، بنده تاج د لولاک دی حضور ته دي دروړمه، د مرموزې میني رمز ته وتلی له مغزو مې ستا پۀ حسن کې…

12 Monate her

نبوي ملغلرې

خوژې رالګي لکه شات لکه شکرې دي
دا مې د جانان د جانان د خولې خبرې دي

چې زخمي زړونه پرې جوړیګي
نه دی رباب او نه د چا د خولې سندرې دي

هر څوک یې قدر احترام کړي
څومره ښایستې دي پۀ پیلې تار جوهرې دي

روح ته غِذا یې معطره
ستا هر یو قول د سرو، زرو ملغلرې دي

دومره درودونه دي پر تا وي
لکه د ټولې نړۍ رېګ او که ډبرې دي

ستا د هر قول تعبدار یم
چې راوتلې ستا له خولې نه معطرې دي

مَداح یي هم له مَدحې ستړی
ذهین الفته ښکاري ستا له قلم برې دي

1 Jahr her

نبوي ملغلرې

زما له زړۀ یې وړی پۀ خپل سپین مخ د زړۀ واک دی
دا څوک ده چې مې زړۀ ورته له بلې میني پاک دی

چې حسن یې د عرش پۀ کنارو کې را څرګند شو
هغه د پاک الله بهتر، بنده تاج د لولاک دی

حضور ته دي دروړمه، د مرموزې میني رمز ته
وتلی له مغزو مې ستا پۀ حسن کې اِدْراک دی

تمثیل د مات زړګي پۀ نرمو شونډو کوم یاره
له درد سره اړیکه ده او درد راته خپلواک دی

مُرْسِلْ د پاک څښتن،يې انسُ جِنْ لره رحمت یې
راغلی دې دنیا ته پۀ خوښی د پۀ اِمْلاک دی

پۀ تا باندې ګواه دي واړه ځمکې اسمانونه
څښتن دی رسولی ستا جمال هم تر اَفْلاک دی

ته وار وکړه د ګل زۀ به پرې ځان تبا برباد کړم
ذهین الفت له وخته ستا د پښو د قدم خاک دی

1 Jahr her

میــــــــنې د یـــــو چــا لیــــــونی کړی یم
نشتــــــــــون د اشـــــنا لیـــــونی کړی یم

درده لګ مـــې پرېګده چې لګ سا واخلم
درد لــــــــه هـــــرې خــــوا لیونی کړی یم

میــــنه او اخلاص مې ټول ریښتیني ؤه
ځـــــــــکه غمــــو ســــــتا لیونی کړی یم

تــــا پســـــــــــې ژړا مـې عادت شوې ده
تـــــاپــســــــــــې ژړا لیـــــــونی کړی یم

یــــوه ښېــــــرا مـــــې وکړله پۀ چا پسې
شایـــــــــــد دې ښېـــــــرا لیونی کړی یم

ستا مخ ته کتل خدای زده چې څنګه ؤه
دغـــــــــې نــــــــاروا لیـــــــونی کړی یم

زه( ذهین الفت) له کلــي کـــــــــډه وړم
ژونـــــــد د بیــــــــوفا لیــــونی کړی یم

1 Jahr, 1 Monat her

نبوي کرښې

چې څوک پۀ ټنډه ستا له کلي د عشق خال ووهي
د هغه زړۀ بیا د تَدبِیْج حسنِ جمال ووهي

بدیل، قَنْدِلْ دواړه د یار سره لازم، او ملزوم
پۀ تړمو اوښکو،چې د زړۀ حرم مشال ووهي

پۀ کوم انداز درنه د وصل ګلابونه یو سم
د هجران پاڼې مې چې باد ستا د وِصال ووهي

هغه به څنګه پۀ تا ګران او هم مین نه وي بیا
چې څوک پۀ دې لار کې د مینې یو ځل ټال ووهي

چې مې د زړۀ له حرم ستا د یاد طواف شرو سي
هغه شیبه د یار د زلفو مې شمال ووهي

ذهین الفت پۀ کې لعلونه پۀ مثال ایښي دي
ښکلا ترې څاڅي که یې ستا د نظر حال ووهي

1 Jahr, 1 Monat her

په ښکلي طرز لیکل شوې ده

میراتې شوې

زما په زړه یې لوبې وکړې زما په زړه میراتې شوې
هیلي امیدونه یې په نیمه لار کې پاتې شوې

ما وېل چې د یار د مخ لیدلو کې قرار به شي
څړیکې او دردونه یې هم نورې پسې زیاتې شوې

درد له هرې خوا زما د زړه په مِحْوَر ټال وهي
زور لري دردونه زما د زړه ستنې را ماتې شوې

ستا به حسن زیات وي ته به خود په موژ نخرې کوې
دا ځلې ستا سترګې زما د سترګو ننواتې شوې

درد که څومره زیات وي ستا په نشتون کې په ما باندې
اوښکې مې بڼو کې یاره تاپسې خیراتې شوې

ستا ذهین الفت به ستا په حسن غزل ولیکي
هیلې یې ژوندی دي که په تاپسې مماتې شوې

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago