شاعرانو ادبي دېرې چینل

Description
سلامونه خوږواوقدرمنودشاعرانوادبي دېرې ته ښه راغلاست
تاسوکولاي شﺉ دلته دټول افغانستان دپیاوړواوتکړه
شاعرانوشعرونه راسره وگورﺉ اوخوندترې واخلﺉ
ملتیامووکړﺉ لینګ نشرکۍ مینه او مننه
https://t.me/Poeticco
@Sheerqasem
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

9 months ago

يو ځل  بيا  جالبه  ترنم 

کسر
جـــــوړده  په ســـــرو وينو دا نظام ګله
اخــــله  په  احــطيات  سره دي ګام ګله

اواز/  عمـــــار ياسر جانان
شاعر/وحدت الله ابوحمزه
https://t.me/Wahdatullahabuhamza

1 year ago

دفلسطینې شهید ورور یادته ډالی
(شهید محمد عثمان جان)

رب دي درکړي جنــــتونه قـــــــدردانه
ته دَحوروشوي مِلمه ګران عثمان جانه
ستادمرګ چــي اوازه شـــــوله قـربانه
د افغان او فـلسطین  غاټــول ریـحانه

حــورو یــوړي تر جـنـــته ګلاب رنـګه
لا تر اوســــه ته کـــمکي ولې لونـــګه
دحمزه اودحیدر په شان زمــــري وي
اسرایلو تو جــوړ کړي رب عــــمر وي
ته خپل عصریوسـف وي عثمان جانه
رب دي درکــــړي جنـتونه زما جـانانه
ته وه کـفر ته طـوفان وي ایــوبي وي
ګل ځواني دِ کړَلوګـي علي حيــدروي
موږ دي پریـــښودو تنها لاړي جـانانـه

لاړي لاړي تر ابـــــده پـــــــــوري لاړي
جنتي وي تــــر جنـته پــــــوري لاړي
افغانان دي شوله په غـم کي لالهــانه
جـــدايـی دي زورولي دي قـــــــربان
هغه ســــتا وړه لورڪي دتنـــهاپاتـي
ربه تي وَکــړه امــــــداد پـه ژړا پاتي
ته خو پریښـودله ورانه دنیـا ګـي تل
نوربی غمه شوي له ستړي دنیاګي تل
زړَمِ دردکړي چِ شهید شوِعثمان جانه

جدايی دي لیــــوني افغانسـتان ڪي
زما یه سمدم ګلالیه زړګـي وران کي
ته خو ښـــکلي مجاهد وي راته ګرانه
حوریــــوړي تر جـــنته عـثمان جـانه
ته زړګــي وي ته زړګــکه ولې جانانه
غم دي مات کړمه پرملا ګل دریـحانه
ته حـمزَ وي که دوخت ملادادالله وي
وه اغیارو ته جـوړ کړي رب معاذ وي
ځکه نن دا ټول جهان سو پریــــشان

ارمــــانونه دي پوره شــول رانـه لاړي
ویډیو ګاني دي اوس ګورم ورته ژاړم
جنازه دي حــــور یــــووړله قــــــربانه
ارمان مـــه کــــړي ګلالیه قـــهرمــــانه
په سرووینو ڪـي روان شــولي ګلابه
فلســطین درپســي ژاړي عثمان جانه
ټول اسلام ملت دي غم کي شوغرقابه
ته زمـــري وي دَ غــازي فلسطین جانه
په نشتون دي ټول امت ژاړي قـــربانه

نور نو توان نه لرم ګرانه عــثمان جانه
دقـراق غـــشو دي مــــړ کــړمه جانانه
دقـلم وســــــه مي نسته نــــوره نسته
ستااوصاف ډیردي نورنه لیکي اشعاره
متوکل بــــس له درده لیـــــوني شوم
له غمونه دي جــانانه نیم سړي شـــوم
زه نور نـــــه لرمه توان د بیلــــتانه دي
اوښڪي څاڅي مي کاغذ باندي رواني
په نشتونه دي ټــــــول ژاړي قــدردانه

متوکل غورماچي

1 year, 1 month ago
1 year, 1 month ago

خوندور نظم  له  خونده  ډک **کسر
جــوړده په سرو وينو دا نظام ګله
اخله په احطيات سره دي ګام ګله

اواز/مـــــحترم عمـــارياسر
شاعر/وحـدت الله ابوحمزه**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/Wahdatullahabuhamza

1 year, 1 month ago

داطمنان صیب سره هم ملګری سی

1 year, 1 month ago

ستاد وصال په تمه مري هغه بیمار ښه نه دی
باور دې وشه درپسې دی نـــا قرار ښه نه دی

وه قـربانکه ولې داسې یــې پــرېـږدې انتظار
له درد به مړ شي یاره دومره انتظار ښه نه دی

دزړه په رنځ دې کړو اخته درته ښېرې به وکړي
ازار یې مـه اخـلـه رنځور زړګي ازار ښه نه دی

طبیبه ستا په دوا نه رغـېـږي مـري دا سړی
له کاره وتی او دمات زړه یې پرهار ښه نه دی

هغه خوستاپه سر دژوند ټولې خوښۍ لیلام کړې
ته یې پرېږدې پرنیمه لاره کې داکار ښه نه دی

که څومره خوږ شي خو خپليږي نه زړګکه واوره
ګــوره رقـیـب باندې قسیمه اعتبار ښه نه دی
#قسیم_بدري

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago