ترانې

Description
محترمو دوستانو!
د مهمو ويډيوګانو لپاره لاندې چينل سبسکرايب ګړئ!

په دې کانال/چينل کې به تاسو ته اسلامي تقارير، جهادي ويډيوګانې، نبوي نعتونه او حماسي ترانې
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 5 days ago

2 years, 4 months ago
ترانې
2 years, 4 months ago

د شيخ رحيم الله حقاني صاحب شاګردانو، همفکرانو او مخلصينو ته!
شيخ رحيم الله حقاني صاحب هغه شخصيت وو چي په جهاد، علم، تقوی او حقه مبارزه کي د سيمي ابوحنيفه او د وخت غزالي وو.
شيخ رحيم الله حقاني صاحب د حق په لاره او جهادي داعيه کي دردونه او محبسونه ګاللي او څو ځلي ورباندي مرګوني بريدونه سويدي خو د الله تعالی په تقدير دغي ورځي ته ساتل سوی وو.
شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ددې تر څنګ چي خپله متفکر شخصيت او بې ساري علمي څېره وه په معنوي لحاظ يو فکر او قوي مبارزه ايديالوژي وه چي د شهادت وروسته يې د زرګونو شاګردانو، همفکرانو او مخلصينو روحيه د همدې ښکارندويي کوي.
لکه زموږ د امام ابوحنيفه رحمه الله سره چي دده په وخت کي ځينو کسانو دده د علم او استعداد له کبله حسد کوی تر څو يې د وخت په حاکمانو بندي کړ او په بندي خانې کي يې شهيد کړ د شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب سره هم ځينو کسانو دده د علم او استعداد له کبله حسد کوی او پر دې باندي يې بخالت ورسره کوی چي ولي نوموړي ته په زرهاوو شاګردان ناست دي؟ ولي په هيواد او دنيا کي نوموړی دومره مخلصين لري؟ ولي د نوموړي سره د نړۍ په کچه ستر علماء همفکره او همږغي دي؟ او ولي نوموړی دومره پر اسلامي امارت باندي ګران دی؟ تر څو يې په ژوند کي شهيد شيخ صاحب د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړ او دده فزيکي اخيستلو ته يې زمينه برابره کړه چي بالآخره يې په ډېر مظلومانه شکل باندي شهيد کړ او دده زرګونه شاګردان يې يتيمان پرېښودل.
که واقعيت ته وګورو زموږ په زمانه کي د نړۍ په هيڅ ځای کي د هيڅ عالم درس ته په دومره اندازه طالبان نه وه ناست او نه يې هم پداسي لږ وخت کي دومره مينوال پيدا کړي دي.
اوس چي شيخ صاحب زموږ څخه ولاړی موږ ټولو ته لازمه ده چي دده لاره تعقيب کړو، فکر يې همداسي ژوندی وساتو او دده فکري او فرهنګي نيمګړي پاته سوي کارونه بشپړ کړو.
د دين، مذهب او اسلامي امارت په ساتنه کي د شهيد شيخ صاحب د مبارزې حقانيت په نقل او عقل دواړو باندي ثابت دی بناء دده همفکره ملګري، شاګردان او مخلصين بايد همداسي دده مبارزه ژوندۍ وساتي او د ټولو باطلو په وړاندي دده غوندي د حق سنګر او د جهادي داعيې مورچله وساتي.
شهيد شيخ صاحب د اسلامي امارت د سنګر ځانګړی عسکر، د ټولو مشرانو خاص ملګری او شيخ امیرالمؤمنين حفظه الله ته ډېر وفاداره وو؛ دده ټول همفکران، مخلصين او شاګردان بايد دده دغه تګلاره تعقيب کړي او د خپل ځان په قيمت د اسلامي امارت سپېڅلی صف همداسي منظم وساتي او په ټولنیزو رسنيو کي د دښمنانو په تفرقه آميزه خبرو او درواغجنو اوتو بوتو باندي باور ونکړي.
شيخ صاحب مرحوم د اسلامي امارت د کتلې څخه نه بېلېدونکی جزء وو دده ټول شاګردان او مخلصين بايد ځانونه همداسي جوړ کړي او د اسلامي امارت سمبالښت او ساتنه د ځان دنده وبولي.
مولوي نورالحق مظهري

2 years, 5 months ago

‏"د بخښنې اواستغفار په غوښتلو کې زیاتوالی وکړئ، ځکه چې تاسو نه پوهیږئ چې رحمت به کله نازل شي اوڅه وخت به راشي!"

امام حسن بصري رحمه الله
(لطائف المعارف ۲۱۴/۱)

2 years, 5 months ago

‏چغلګر له جنت څخه محروم دي

رسول ﷲ ﷺ فرمایلي دي: "نه شي داخلېدلی جنت ته قتات".
[متفق عليه].

قتات: هغه چاته ویل کېږي چي د خلکو د اړیکو خرابولو په نیت د هغوی ترمنځ خبري لېږدوي.

2 years, 5 months ago

علي بن ابي طالب رضي الله عنه ظلماً ووژل شو، زوی یې حسین رضي الله عنه له ده وروسته 21 کاله ژوندی و، خو د پلار د مرګ په کلیزه یې مأتم او د غم مراسم نه دې ترسره کړي، داراز شیعه ګان هم د علي رضي الله په شهادت مأتمونه نه کوي، لکه د حسین په شهادت یې چې کوي، سره له دې چې علي له خپل زوی حسین څخه افضل او غوره و. رضي الله عنهم. الطریفي

#محرم۱۰

2 years, 5 months ago

هغوی (مومنان) قران داسې تلاوت کوي لکه څنګه چې د هغه د لوستلو حق دی. ﴿يتلونه حق تلاوته﴾. امام الغزالي رحمه الله وایي : په تلاوت کې چې ژبه، عقل او زړه ټول شریک شي؛ دا د تلاوت حق ادا کول دي. په دې توګه چې:
◽️ژبه به په ترتیل سره حروف صحي ادا کوي
◽️عقل به معاني تفسیروي
◽️زړه به وعظ او پند اخلي او د امر منلو او له منعه شویو به ځان منعه کوي. یعني:

✓ ژبه به تلاوت کوي
✓ عقل به ژباړه کوي
✓ زړه به پند اخلي
«الإحياء»، (315/2)

2 years, 5 months ago
2 years, 5 months ago
[#فقط\_يو\_ځل\_سبا\_ښايي\_وخت\_ونلرې](?q=%23%D9%81%D9%82%D8%B7_%D9%8A%D9%88_%DA%81%D9%84_%D8%B3%D8%A8%D8%A7_%DA%9A%D8%A7%D9%8A%D9%8A_%D9%88%D8%AE%D8%AA_%D9%88%D9%86%D9%84%D8%B1%DB%90)!

#فقط_يو_ځل_سبا_ښايي_وخت_ونلرې!

زړه دې د فساد له طوفان څخه او د ګناهونو له هجوم او حملو څخه وساته! د نيمې د اوښکو په څاڅکو يې ووينځه! په ډير قوي هوډ/ارادې له خپل ځای څخه پورته شه او د خپل ژوند په قدر ځان خبر کړه!

ډير دا هيله لري چې فقط يوه سجده وکړي او يو څو څاڅکي اوښکې د الله تعالی له ويرې توى کړي او فقط يو ځل #يا_الله ووايي؛ خو له هغوی څخه دا توان اخستل شوی دی.
هوښيار شه! چې سبا به ته هم د هغوی له ډلې څخه نشې. خبردار! په هغه ورځ بيا پښېماني هيڅ ګټه نه کوي.

2 years, 5 months ago

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

په بښنې سره !
له نن څخه وروسته به خپل فعاليت بيرته ګړندی کوو، ان شاءالله تعالی

له موږ سره اوسئ !!

3 years, 5 months ago

نيکمــــــــــــرغه لوى اختر مو مبارک شه!

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 5 days ago